• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران په تېرو نهو ورځو کې څه باندې ۲۱ زره افغان کډوال افغانستان ته لېږلي دي

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۴ GMT+۰

د خراسان رضوي د سرحدي ګارد قوماندان وايي، چې ایراني پوله ساتو په تایباد کې ۲۱۴۰۷ افغان کډوال نیولي، چې په غیر قانوني توګه ایران ته داخل شوي وو او بېرته یې افغانستان ته استولي دي. د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۳۲۸ زره افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي دي.

د خراسان رضوي د سرحدي ساتونکو قومندان مجید شجاع د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۲مه) په یوې خبري غونډې کې وویل، چې دغه کډوال په تېرو ۹ ورځو کې ایران ته د دوی د "غیر قانوني" ننوتلو پر مهال وپېژندل شول او په دوغارون کې د طالبانو استازي ته وسپارل شول.

دا په داسې حال کې ده، چې له ایران څخه راستانه شویو افغانانو د فرانسې ۲۴ خبري شبکې ته ویلي، چې که څه هم له دوی څخه یې ځینو د استوګنې رسمي اسناد درلودل؛ خو نیول شوي او ایستل شوي دي.

د ایران اسلامي جمهوریت هم له دغه هېواد څخه د افغان کډوال د ایستلو په هکله د پاکستان د موقت حکومت له پریکړې سره سم د افغان مهاجرینو د ایستلو لړۍ تیزه کړې ده.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا راپور ورکړی، چې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې څه باندې ۳۲۸ زره افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي دي.

دغه راز د لړم د مياشتې له لسمې نيټې څخه تر ٢٢٠ زرو زيات افغان مهاجرين له پاکستان څخه ايستل شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

علي وزیر پاکستان ته: یوه ورځ به راځي چې پښتانه او افغانان به تاسو ته د دې ظلم سزا درکوي

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۴ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر غړي او د پاکستان د پارلمان پخواني غړي علي وزیر د چمن پرلت غونډې ته په وینا کې وویل، چې د پاکستان حکومت د مذهب په نوم پښتانه تباه کړي دي. نوموړي دا خبرې د تېرو ۲۳ ورځو راهیسې د روان پرلت په غونډه کې کړي دي او له افغان کډوالو سره کېدونکی ظلم یې غندلی.

هغه د ډېورنډ د کرښې دواړو غاړو ته د قومونو لپاره د ډېورنډ پر پوله د پاسپورټ او ویزې د نه منلو تر څنګ ویلي، چې افغانان له خپل وطن څخه په زوره شړل کیږي او د ویزو او پاسپورټونو قید ټاکل ورته د نه منلو خبره ده.

ښاغلي وزیر په چمن کې د مظاهره چیانو په منځ کې په داسې حال کې خبرې کولې، چې د پاکستان حکومت د پاکستان ځینو پښتنو سیاستوالو ته خبرداری ورکړی و، چې د امنیتي دلایلو له مخې دې په دې سیاسي غونډه کې ګډون ونه کړي.

علي وزیر د مظاهره کوونکو په منځ کې د وینا پر مهال د پاکستان حکومت تورن کړ، چې د اسلام او جهاد په نوم سوداګري کوي او د مذهب په نوم افغانستان او پښتانه تباه کوي.

نوموړي د سرحدي ستونزو او د افغان کډوالو په ډله ییز اخراج کې د پاکستان د موقت حکومت سیاستونو ته په اشارې سره خبرداری ورکړ، چې یوه ورځ به راشي چې "پښتانه او افغانان به تاسو ته د دې ظلم سزا درکړي".

د پاکستان د موقت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ له ټاکل کېدو وروسته د نوموړي موقت حکومت د افغان کډوالو په تړاو یوه بې سارې پرېکړه وکړه.

د ښاغلي کاکړ په مشرۍ موقتې کابینې د خپل کار په لومړیو میاشتو کې له ۱.۷ میلیونو څخه زیاتو افغان کډوالو ته له پاکستان څخه د وتلو ضرب الاجل ټاکلی و او د ټاکلې مودې په پوره کېدو سره افغان کډوال په زوره وباسي.

د راپورونو له مخې؛ تر دې مهاله له ۲۲۰ زرو څخه زیات افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د افغان کډوالو په تړاو تصویري راپور

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۳ GMT+۰

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ډله ییزو ایستل کېدو تصویري کیسه؛ د چمن پر پوله څه روان دي؟ په افغانستان کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو له خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې؛ له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر په چټکۍ سره دوام لري.

پاکستاني رسنيو د دوشنبې په ورځ (د لړم په ٢٢مه) وويل، چې تر ٢٢٠ زره زيات افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

د پاکستاني چارواکو په وینا؛ یوازې د یکشنبې په ورځ ۳۴۳ کسان له ۳۱۲ موټرو سره افغانستان ته راستانه شول.

خو د طالبانو له خوا خپرې شوې احصایې له دغو احصایو سره توپیر لري.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د تورخم او سپین بولدک له لارو د راستانه شویو کډوالو شمېر پنځه زره او ۵۷ تنه اعلان کړ.

یو کډوال او مېرمن یې چې یو ماشوم یې په غیږ کې دی، د چمن پر پوله افغانستان ته د ننوتلو دمخه د ګوتو نښې ورکوي
100%
یو کډوال او مېرمن یې چې یو ماشوم یې په غیږ کې دی، د چمن پر پوله افغانستان ته د ننوتلو دمخه د ګوتو نښې ورکوي

پاکستان بیا خبر ورکړی، چې سر له نن څخه به د ډېورنډ پر پوله درې نورې لارې پرانیزي.

یوه کډواله مېرمن د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې په اوږدو کې لارۍ ته خیژي
100%
یوه کډواله مېرمن د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې په اوږدو کې لارۍ ته خیژي

د کډوالۍ د ژوند د بدمرغۍ څو کوچنۍ نندارې.

افغان کډوال د هرې وسیلې په واسطه له پاکستان څخه افغانستان ته راځي
100%
افغان کډوال د هرې وسیلې په واسطه له پاکستان څخه افغانستان ته راځي

د ژمي د موسم له پیل سره اکثره افغان کډوال زیانمن شوي دي. کډوال ماشومان د دې جبري بې ځایه کېدو له خطرونو سره مخ دي
100%
د ژمي د موسم له پیل سره اکثره افغان کډوال زیانمن شوي دي. کډوال ماشومان د دې جبري بې ځایه کېدو له خطرونو سره مخ دي

پاکستان: تر اوسه څه باندې ۲۲۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۵۲ GMT+۰

پاکستان اعلان کړی، چې تر دې دمه ۲۲۰ زره ۳۹۸ بې اسناده افغان کډوال د تورخم او چمن له لارې افغانستان ستانه شوي دي. د پاکستان دولتي راډیو ویلي، چې هره ورځ په زرګونو بې اسناده کډوال له دغو دوو لارو خپل هېواد ته ستنېږي.

د دغې رسنۍ د معلوماتو له مخې؛ د یکشنبې په ورځ ۳ زره ۴۳ تنه له ۳۱۲ موټرو سره افغانستان ته ستانه شول.

خو د طالبانو او پاکستاني رسنیو له خوا د خپرو شویو ارقامو ترمنځ توپیر شته.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د تورخم او سپین بولدک له لارو د راستنو شویو کډوالو شمېر ۵۵۷۰ تنه اعلان کړی.

طالبانو څه موده وړاندې هېواد ته د ۲۰۰ زره کسانو د ستنېدو اعلان وکړ.

د تلي په ۱۱مه پاکستان هغو کډوالو ته چې د اوسېدو قانوني اجازه نه لري، په خپله خوښه د وتلو وخت ورکړ.

له دې وروسته د پاکستان کورنیو چارو وزارت کډوال په زوره شړي.

د پاکستان د موقت حکومت د اټکل له مخې؛ د دغې پرېکړې له اعلان مخکې په دغه هېواد کې شاوخوا یو میلیون او اوه سوه زره افغان کډوال په دغه هیواد کې د قانوني اسنادو له لرلو پرته اوسېدل.
​

پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو بهیر چټکولو له پاره درې نورې لارې خلاصوي

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۵۰ GMT+۰

د پاکستان حکومت غواړي له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه درې نورې لارې پرانیزي، چې له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو بهیر چټک کړي. د پاکستان ډان ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ د (لړم په ۲۲مه) خبر ورکړى، چې نوې لارې به نن پرانيستل شي.

دغې ورځپاڼې د سند ایالت د کورنیو چارو وزارت له خوا د چمتو شوي راپور په حواله لیکلي چې که «بې اسناده افغان کډوال» خپل هېواد ته ونه لېږل شي، پاکستان به له امنیتي ستونزو سره مخ شي.

په دغه راپور کې دا هم ویل شوي، هغه بنسټونه چې د کډوالو د اېستلو مسولیت لري د کډوالو د هویت په ثبت او پروسس کې له ستونزو سره مخ دي.

د پاکستاني رسنیو د خپرو شویو رسمي راپورونو له مخې، ۸۸ زره کډوال یوازې د چمن له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د سند حکومت د افغان کډوالو شتون د دې ایالت له پاره د نفوسو د ډیریدو ګواښ بللی او خبرداری یې ورکړی چې که کډوال بیرته خپلو هیوادونو ته وا نه ستول شي نو تر ۲۰۴۰ کال پورې به د دغه ایالت په اجتماعي هویت بدل شي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې په سند کې شاوخوا یو لک او ۵۰ زره افغانان د اوسېدو له اسنادو پرته ژوند کوي.

همدارنګه په دغه ایالت کې د بنګال د اتباعو شمېر ۲۶زره ۸۲۰ او د برما د اتباعو شمېر ۱۹۸۰ ته رسېږي.

له پاکستانه څه باندې پنځه زره کډوال افغانستان ته راستانه شول

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۲۹ GMT+۰

د طالبانو کډوالو چارو وزارت وایي چې د (لړم په ۲۱مه) نیټه د سپین بولدک او تورخم له لارې پنځه زره او ۵۷ کډوال افغانستان ته راستانه شول. دغه وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، په راستانه شویو کسانو کې لس تنه یې په پاکستان کې بندیان شوي کډوال و.

د راپورونو له مخې، یاد شمېر کسان د کډوااو په ادارو کې له ثبت وروسته د کډوالو د نړیوال سازمان دفتر ته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه ور پیژندل شوي.

له دې سره، د پکتیکا ولایت د کډوالو چارو ریاست بیا په دې ولایت کې راستنېدونکو کډوالو ته په دریو پنډغالو کې د ۵۲ خیمو د درولو خبر ورکړ.

دغه ریاست وایي، دا درې لنډمهاله پنډغالي چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه په تروو، انګور هډه او د پکتیکا په مرکز ښرنه کې جوړ شوي دي، راستنیدونکو کډوالو ته د سرپناه، خوراکي توکو، پاکو اوبو او د روغتیایي خدمتونو په برخو کې همکاري کوي.