• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان: تر اوسه څه باندې ۲۲۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۵۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۲ GMT+۰

پاکستان اعلان کړی، چې تر دې دمه ۲۲۰ زره ۳۹۸ بې اسناده افغان کډوال د تورخم او چمن له لارې افغانستان ستانه شوي دي. د پاکستان دولتي راډیو ویلي، چې هره ورځ په زرګونو بې اسناده کډوال له دغو دوو لارو خپل هېواد ته ستنېږي.

د دغې رسنۍ د معلوماتو له مخې؛ د یکشنبې په ورځ ۳ زره ۴۳ تنه له ۳۱۲ موټرو سره افغانستان ته ستانه شول.

خو د طالبانو او پاکستاني رسنیو له خوا د خپرو شویو ارقامو ترمنځ توپیر شته.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د تورخم او سپین بولدک له لارو د راستنو شویو کډوالو شمېر ۵۵۷۰ تنه اعلان کړی.

طالبانو څه موده وړاندې هېواد ته د ۲۰۰ زره کسانو د ستنېدو اعلان وکړ.

د تلي په ۱۱مه پاکستان هغو کډوالو ته چې د اوسېدو قانوني اجازه نه لري، په خپله خوښه د وتلو وخت ورکړ.

له دې وروسته د پاکستان کورنیو چارو وزارت کډوال په زوره شړي.

د پاکستان د موقت حکومت د اټکل له مخې؛ د دغې پرېکړې له اعلان مخکې په دغه هېواد کې شاوخوا یو میلیون او اوه سوه زره افغان کډوال په دغه هیواد کې د قانوني اسنادو له لرلو پرته اوسېدل.
​

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو بهیر چټکولو له پاره درې نورې لارې خلاصوي

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۵۰ GMT+۰

د پاکستان حکومت غواړي له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه درې نورې لارې پرانیزي، چې له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو بهیر چټک کړي. د پاکستان ډان ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ د (لړم په ۲۲مه) خبر ورکړى، چې نوې لارې به نن پرانيستل شي.

دغې ورځپاڼې د سند ایالت د کورنیو چارو وزارت له خوا د چمتو شوي راپور په حواله لیکلي چې که «بې اسناده افغان کډوال» خپل هېواد ته ونه لېږل شي، پاکستان به له امنیتي ستونزو سره مخ شي.

په دغه راپور کې دا هم ویل شوي، هغه بنسټونه چې د کډوالو د اېستلو مسولیت لري د کډوالو د هویت په ثبت او پروسس کې له ستونزو سره مخ دي.

د پاکستاني رسنیو د خپرو شویو رسمي راپورونو له مخې، ۸۸ زره کډوال یوازې د چمن له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د سند حکومت د افغان کډوالو شتون د دې ایالت له پاره د نفوسو د ډیریدو ګواښ بللی او خبرداری یې ورکړی چې که کډوال بیرته خپلو هیوادونو ته وا نه ستول شي نو تر ۲۰۴۰ کال پورې به د دغه ایالت په اجتماعي هویت بدل شي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې په سند کې شاوخوا یو لک او ۵۰ زره افغانان د اوسېدو له اسنادو پرته ژوند کوي.

همدارنګه په دغه ایالت کې د بنګال د اتباعو شمېر ۲۶زره ۸۲۰ او د برما د اتباعو شمېر ۱۹۸۰ ته رسېږي.

له پاکستانه څه باندې پنځه زره کډوال افغانستان ته راستانه شول

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۲۹ GMT+۰

د طالبانو کډوالو چارو وزارت وایي چې د (لړم په ۲۱مه) نیټه د سپین بولدک او تورخم له لارې پنځه زره او ۵۷ کډوال افغانستان ته راستانه شول. دغه وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، په راستانه شویو کسانو کې لس تنه یې په پاکستان کې بندیان شوي کډوال و.

د راپورونو له مخې، یاد شمېر کسان د کډوااو په ادارو کې له ثبت وروسته د کډوالو د نړیوال سازمان دفتر ته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه ور پیژندل شوي.

له دې سره، د پکتیکا ولایت د کډوالو چارو ریاست بیا په دې ولایت کې راستنېدونکو کډوالو ته په دریو پنډغالو کې د ۵۲ خیمو د درولو خبر ورکړ.

دغه ریاست وایي، دا درې لنډمهاله پنډغالي چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه په تروو، انګور هډه او د پکتیکا په مرکز ښرنه کې جوړ شوي دي، راستنیدونکو کډوالو ته د سرپناه، خوراکي توکو، پاکو اوبو او د روغتیایي خدمتونو په برخو کې همکاري کوي.

د طالبانو کډوالو چارو وزارت: ترکیې هم له دغه هيواده د بې اسناده افغان کډوالو اېستل چټک کړي

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۰۴:۳۱ GMT+۰

له پاکستان او ایران وروسته ترکیې هم له دغه هیواده د بې اسناده افغانانو د اېستلو بهیر چټک کړی دی. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خپلې اېکس پاڼې له ترکیې څخه په تېرو شلو ورځو کې د شاوخوا درې زره افغانانو د اېستلو خبر ورکړی دی.

د یاد وزارت په خبره، په دغو کسانو کې اوه کورنۍ او اوه ماشومان هم شامل دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت همداراز زیاتوي چې، له دغو ستانه کړل شویو افغانانو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو موسسې (آی او ایم) هر یوه ته څه باندې ۱۲ زره افغانۍ نغدې مرسته هم کړې او نور روغتیایي خدمتونه هم ورته وړاندې شوي دي.

ترکیې ته له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانانو کډوالي روانه ده، خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغه لړۍ نوره هم زیاته شوې ده.

اوس اندېښنې دا دي چې ډیری افغان ځوانان د ایران له لارې په قاچاقي توګه دغه هیواد ته ننوځي او په دې لارو نیول شوي بې اسناده ځوانان د ترکي پولیسو له سخت چلند سره مخامخ کیږي.

ترکیه چې اوسمهال د زرګونونو افغان کډوالو کوربتوب کوي، هغه افغان ځوانان نیسي او کابل ته یې لیږي چې بې اسناده وي او په ناقانونه توګه دغه هېواد ته ننوتلي وي.

دا په داسې حال کې ده چې، په دې وروستیو اونیو کې د ترکیې په ګډون ایران او پاکستان هم په لویه کچه د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو او ستنولو لړۍ چټکه کړې ده.

د راپورونو له مخې، په تېرو دوو اونیو کې یوازې له پاکستانه نږدې درې لکه افغانان تر اوسه پورې اېستل شوي دي او دا بهیر روان دی.

طالبانو په یوه ورځ کې له پاکستانه د څه باندې درې زره افغان کډوالو د ستنېدو اعلان وکړ

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۲۰:۱۱ GMT+۰

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې سیمه ییزو طالبانو اعلان وکړ، چې د یکشنبې په ورځ ۳۳۴۰ تنه له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي. په تېرو دوو اونیو کې له پاکستانه تر ۲۵۰ زره ډېر افغان کډوال راېستل شوي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د تېرې شنبې په ورځ له پاکستانه د څه باندې ۶۰۰۰ افغان کډوالو د بېرته ستنېدو اعلان وکړ.

په دوی کې ۸۲ بندیان هم شامل دي.

له پاکستان څخه د بې اسنادو کډوالو د شړلو له اعلان وروسته په تېرو ۱۲ ورځو کې تر ۲۵۰ زره ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

په افغانستان کې د سلګونو زرو کډوالو د جذبولو او هغوی ته د اسانتیاو د برابرولو په اړه اندېښنې شته.

نړۍوالو بنسټونو د راستنیدونکو کډوالو د وضعیت د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

په همدې حال کې د خوړو نړۍوال پروګرام تېره اونۍ وويل: "له پاکستان څخه د شړل کېدو د وېرې له امله هره ورځ په زرګونو کورنۍ افغانستان ته داخلېږي. ډېرو یې خپل معیشت له لاسه ورکړی".

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي؛ د راستنېدونکو ۶۰ سلنه یې ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان د خپلې وروستۍ ارزونې پر بنسټ له پاکستان څخه د اخراج شویو کډوالو وضعیت "مایوسونکی" بللی دی.

ناموسي وژنه؛ یوه پاکستاني یو افغان کډوال وواژه او خپله پخوانۍ مېرمن یې ټپي کړه

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۴ GMT+۰

پاکستانۍ رسنۍ وايي، په کراچۍ ښار کې د ډزو له امله یو افغان کډوال وژل شوی او پاکستانۍ مېرمن یې سخته ټپي شوې ده. د دې رسنیو د راپور له مخې؛ دا ډزې هم د افغان کډوال د مېرمنې پخواني مېړه کړې دي.

ډان ورځپاڼې لیکلي؛ وژل شوي افغان کډوال غوښتل له خپلې مېرمنې او له پخواني مېړه د هغې له څوارلس کلنې لور سره افغانستان ته ستون شي.

خو د دې افغان د مېرمنې پخواني مېړه د خپل وراره په مرسته د ناموسي غیرت په نوم هغه وواژه.

ویل کېږي د دې افغان کډوال مېرمنې له پخواني مېړه طلاق هم اخیستی و.