• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اروپايي ټولنې د غزې په نښتو کې له اسراییل د 'زغم' او ولسي خونديتوب غوښتنه وکړه

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۰۲:۴۹ GMT+۰

د اروپا د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بورل د یکشنبې په ورځ د غزې په تړانګه کې د جګړې د "سملاسي درېدو" غوښتنه وکړه چې د روغتون ناروغان خوندي ځایونو ته ولیږدول شي. هغه پر اسراییل غږ وکړ چې پر غزې په خپلو بریدونو کې له "بشپړ زغم" څخه کار واخلي او د ولسي وګړو ژوند خوندي کړي.

بورل د یکشنبې په ورځ په خپله اېکسپاڼه لیکلي: «اوسنیو جګړو په غزه کې روغتونونه سخت زیانمن کړي او ولسي وګړو او روغتیایي کارکوونکو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.»

سربېره پر دې، ښاغلي بورل په غزه کې د بشري ناورین د ژوریدو په اړه د اروپایي اتحادیې اندېښنه څرګنده کړه او بشري مرستو ته یې د غزې د خلکو په دوامداره، چټک او آزاد لاسرسي ټینګار وکړ.

د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې د حماس له خوا له روغتونونو او ولسي وګړو څخه د انساني سپر په توګه کار اخیستل غندل شوي او ټینګار شوی چې ولسي وګړو ته باید د جګړې له سیمې د وتلو اجازه ورکړل شي.

تر دې مخکې حماس د اسراییل ورته تورونه رد کړي وو او له ملګرو ملتونو یې د خپلواکې پلټنې غوښتنه کړې وه.

د اسراییل هوايي بریدونو په پراخه کچه د امبولانس او روغتون په ګډون ولسي بنسټونه په نښه کړي دي.

اسراییلي چارواکي ادعا کوي چې حماس له روغتیایي مرکزونو او امبولانسونو څخه د پوځي موخو له پاره کار اخلي.

اروپايي ټولنې د روغتونونو، روغتیایي وسایلو او د روغتونونو دننه د ولسي وګړو د ساتنې له پاره د نړیوال بشردوستانه قانون پر پلي کېدو ټینګار کړی دی.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۵

شهباز شریف: د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره باثباته افغانستان اړین دی

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د سرشمېرنې اداره: د تېرې سپټمبر په ۲۶ نېټه د نړۍ نفوس له اتو میلیاردو واوښت

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۰۸ GMT+۰
د امریکا د سرشمېرنې اداره: د تېرې سپټمبر په ۲۶ نېټه د نړۍ نفوس له اتو میلیاردو واوښت
100%

د امریکا د سرشمېرنې اداره وايي، چې د روان کال د سپټمبر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د نړۍ د نفوسو شمېر له اتو میلیاردو واوښت. دغې ادارې ویلي، چې که څه هم د زېږون کچه کمه شوې؛ خو په ورته وخت کې په اوسط عمر کې زیاتوالی راغلی دی.

د سرشمېرنې دغې ادارې ویلي، چې د نړۍ د نفوسو د زیاتېدو پروسه که څه هم سسته شوې؛ خو بیا هم مخ پر ودې ده.

له دې وړاندې ملګرو ملتونو په ۲۰۲۲ کال کې د اته میلیارده نفوس خبر ورکړی و؛ خو وروسته له یو کاله د امریکا د سرشمېرنې دارې د اتو میلیاردو انسانانو د موجودیت د خبر پخلی کړی دی.

د نړۍ د نفوسو په اړه د څېړنو او څارنې ادارې بیا پر خپلې ویب پاڼې نن ورځ د نړۍ د نفوسو شمېر ۸۰۴۵۳۱۱۴۴۷ ښودلی دی او په دې شمېر کې د انسانانو مرګ او زېږېدو ته په کتو د هرې ثانیې په تېرېدو سره زیاتوالی او کموالی راځي.

دا مهال هندوستان، چین، امریکا او انډونیزیا په ترتیب سره د نړۍ د ډېرو نفوسو درلودونکي هېوادونه دي.

یونېسېف او یو شمېر نورو سازمانونو د غزې پر روغتونونو د بریدونو د بندولو غوښتنه وکړه

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۰ GMT+۰
یونېسېف او یو شمېر نورو سازمانونو د غزې پر روغتونونو د بریدونو د بندولو غوښتنه وکړه
100%

د ملګرو ملتونو د څو ادارو چارواکو په یوه بیان کې د غزې پر روغتونونو د اسراییل د بریدونو د پای ته رسولو لپاره د سمدستي نړۍوال اقدام غوښتنه کړې ده.

د دوی په وینا په تېرو ۳۶ ورځو کې د روغتیا نړۍوال سازمان په غزه کې پر روغتیايي مرکزونو لږ تر لږه ۱۳۷ بریدونه ثبت کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ پر روغتیايي مرکزونو او ملکي وګړو برید «د نه منلو وړ» او د نړۍوالو بشري حقونو له قوانینو او کنوانسیونونو سرغړونه ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پر الشفاء روغتون د برېښنا د پرې کېدو، د اکسیجن او اوبو د نشتوالي له امله ماشومان مړه شوي او نور ناروغان له خطر سره مخ دي.

د دغه بیان له مخې؛ په تېرو ۳۶ ورځو کې پر روغتیايي مرکزونو په بریدونو کې ۵۶۱ کسان وژل شوي او ۶۸۶ نور ټپیان شوي دي.

دا ګډه اعلامیه د عربي هېوادونو لپاره د ملګرو ملتونو د نفوس وجهي صندوق سیمه ییز رییس لیلا بیکر، د منځني ختیځ او شمالي افریقا لپاره د یونېسېف سیمه ییز رییس عادل خدر او د ختیځ لپاره د نړۍوال روغتیايي سازمان سیمه ییز رییس ډاکټر احمد المندري له خوا خپره شوې.

په بیانیه کې راغلي دي: "موږ پر غزې او شمالي غزې کې د الشفاء روغتون، د ال رینتیسي ناصري د ماشومانو په روغتون، القدس روغتون او نورو باندې د وروستیو بریدونو په اړه چې په پایله کې یې د ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر کسان ووژل، خواشیني یو".

په غزه کې طبي کارکونکو د یکشنبې په ورځ وویل چې د الشفاء روغتون، په بیت لاهیا کې د اندونیزیا روغتون او په شمالي غزه کې د القدس روغتون له خدماتو څخه بې برخې دي.

د غزې د روغتونونو مشر خبرداری ورکړی، چې د روغتونونو د خراب حالت له امله د ۶۵۰ ناروغانو ژوند له خطر سره مخامخ دی.

محمد ذکاوت د یکشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې ۳۶ یې ماشومان له جدي خطر سره مخ دي.

نوموړي په شفاء روغتون کې د څه باندې ۱۵۰۰ بې ځایه شویو کسانو شتون هم تایید کړ او خبرداری یې ورکړ، چې د اوبو نشتوالی او د برېښنا پرې کېدل د هر چا ژوند ګواښلی شي.

د غزې د روغتیا د وزارت ویاند اشرف القدره هم ویلي دي، چې په شفاء روغتون کې د ۴۵ ماشومانو له جملې څخه درې تنه مړه شوي او په لسګونو نور ماشومان له خطر سره مخامخ دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان وکړ، چې له شفاء روغتون سره یې اړیکه پرې شوې او د هغو کسانو په اړه اندېښنه لري، چې هلته بند پاتې دي.

د سره صليب او سرې مياشتې د نړۍوال فدراسيون وياند هم وويل: "له تېرو شپږو یا اوو ورځو راهيسې د قدس روغتون له بهرنۍ نړۍ سره اړيکې پرې شوې او د داخلېدو او وتلو کومه لاره نشته".

پاکستان کې سږ کال د پولیو پنځمه پېښه هم ثبت شوه

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۰ GMT+۰
پاکستان کې سږ کال د پولیو پنځمه پېښه هم ثبت شوه
100%

د پاکستان د روغتیا وزارت وايي؛ د دغه هېواد د سند صوبې په کراچۍ ښار کې یو دوه نیم کلن ماشوم پولیو اخته شوی دی. د دې وزارت د مالوماتو له مخې؛ دا په روان کال کې د پولیو پنځمه پېښه ده چې په پاکستان کې ثبتېږي.

د ایکسپرېس ټریبیون د یکشنبې ورځې د راپور له مخې؛ تر دې مخکې څلورمه پېښه هم کراچۍ کې ثبت شوې وه.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم پکې ماشومان په پولیو اخته کېږي.

د واکسین پر اهمیت د خلکو نه پوهاوی او په لېرې پرتو سیمو کې د وسلوالو تاوتریخوالی هغه لاملونه دي چې لا هم په دواړو هېوادونو کې ماشومان په پولیو اخته کېږي.

متقاعد قاضي سید ارشد حسین شاه د پښتونخوا سر وزیر وګومارل شو

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۴ GMT+۰
متقاعد قاضي سید ارشد حسین شاه د پښتونخوا سر وزیر وګومارل شو
100%

د خېبر پښتونخوا والي حاجي غلام علي نن پخوانی قاضي ارشد حسین شاه د دې صوبې د نوي سرپرست وزیر اعلی یا سر وزیر په توګه وګوماره. پخواني سر وزیر محمود خان او د اپوزیسیون ګوند مشر اکرم خان دراني د نوموړي د ګومارل کېدو سپارښتنه کړې وه او والي ومنله.

ارشد حسین شاه تر منظورۍ وروسته د خپلې دندې لوړه هم وکړه.

متقاعد قاضي سید ارشد حسین د پښتونخوا د ایبټ اباد اوسېدونکی دی. تر دې مخکې یې د پښتونخوا د لوی څارنوال، د پاکستان د مرستیال لوی څارنوال او د ګلګت بلتستان د لوی قاضي په حیثت دنده کړې ده.

نوموړی تر پرون د پښتونخوا د قانون او انساني حقونو صوبايي وزیر و.

د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر محمد اعظم خان پرون د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ او په چارسده کې خاوره ته وسپارل شو.
خان د روان کال په جنورۍ میاشت کې د خېبر پښتونخوا د وزیر اعلی په توګه لوړه کړې وه.

پاکستان کې د ټولټاکنو په جامه کې بيا زړه لوبه

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۶ GMT+۰
•
نورالبشر نوید
پاکستان کې د ټولټاکنو په جامه کې بيا زړه لوبه
100%

د پاکستان د اروانو ټولټاکنو لپاره "جنرال میدان" يو ځل بيا جوړ دی او مقتدره ادارې د ۲۰۱۸ ياد تازه کولو لپاره چمتو دي.

د اليکشن یا انتخاباتو په نوم د سلېکشن یا غوراوي دا زړه لوبه له ورايه ښکاره ده چې ريفري د چا لاس د برياليتوب لپاره اوچتوي، هغه لاس باندې په لاهور کې کوتره هم کېناسته چې مسلم ليګ ن ورته نېک پال وايي.

د نوازشريف د وزيراعظم کېدو چغو دا څرګنده کړه چې د لندن نه هسې څوک نه راځي د پاکستان جمهوريت هر دور کې دغه شان د بره راشي او پنجاب د هغه په حق کې فیصله وکړي.

دا وخت له پنجاب نه د نواز شريف د وزيراعظمۍ چغې پورته کيږي حالانکې نه انتخابات شوي دي، نه په بندو صندوقونو کې چا د سرونو شمېره کړې ده خو د جنرال پخوانۍ لوبه دا پېشګویي کوي چې نواز شريف ته نمبر ورکوي- اپوزيشن ورته د عمران خان له هغو ملګرو نه جوړوي چې ټول به خپل خپلوان وي.

دلته په پاکستان کې د جمهوريت د اس واګي همېشه د جنرالانو په لاس کې وي. د ۱۹۷۰ انتخاباتو د جناح صیب پاکستان ځوانی مرګ کړ او نيم جمهوريت ديخوا د نوي پاکستان په نوم پاتې شو او نيم مشرقي پاکستان مرحوم شو بنګله دېش جوړ شو.

دغه کیسه هر ځل شوې ده هر ځل له مضبوطې کودتا کمزوری جمهوريت زېږېدلی او له کمزوري جمهوريت نه مضبوطه مارشلا د قومي او ملکي مفادو په نوم راغلې ده او پکې پوځي واکمن د کور مالکان شوي دي.

دا ملکيت په مختلفو شکلونو کې بيا هم او اوس هم داسې قوي دی چې د سياست په پوزه کې پېزوان دی او سياست دا هر څه قبول کړي دي، ځکه چې بغیر د دې نه بله لاره چاره نه لري.

دا وخت د پاکستان سياست کې ريټايرډ یا متقاعد جنرالان او د مختلفو اعلا بالا دندو پوځي تمغه دار یا مډال لرونکي ناست دي او بيا په وزارتونو کې هم د جمهوريت پسندۍ دعوه کوي.

ډېر پخوا ويل شوي دي چې جمهوريت د سرمايه دارو جاګيردارو د تورې پېسې د سپينېدو مهذبه طريقه ده- سرونه په بيه اخلي او ځان هغه ځاې ته د پنځو کلو لپاره رسوي خو د هر چا خپل خپل نصيب وي که د پېريانو په بچو چا پښې کېښودې نو بيا جمهوريت دا لنډۍ په بوغ اواز وايي.

دا ستا په سترګو کې پېريان دي

چې په تا راشي غوټې ماته راکوينه

دا د پېريانو غوټې د سياست جمهوريت په هر دور کې راځي، بلکې مستقل پرې ناست دي چې نه یې دم شته نه تعويز.

اوس خو دا غیبانه په نورو مختلفو شکلونو کې موجود دي او په دې منطقه کې خو داسې مېشت دي لکه چې دا ټوله خاوره کشمالو وي يا د کاف غر- هيچا سره سلېماني اجازه نشته چې په پېريانو باچایي وکړي. د بشر خاوره د شیطان په اور سوځي او بشر پکې په بارودو الوځي.

د جمهوريت د اس وښکی د اوسپنې په واګو کې دی او سياستوال په پټو سترګو په دغه اس سپاره دي.

د اسونو په باچاهۍ کی دا لوبه هرچاته معلومه ده خو هر څوک په دې لوبه نه پوهيږي ډېر ناجاڼه شهسواران د دې سرتېزه اس نه پريوځي او پېريان پرې بزکشي وکړي.

د ۲۰۲۴ د سياسي بزکشۍ لپاره چې اوس کوم میدان جوړ دی، نو ټولو تماشګيرو ته دا نتيجه معلومه ده چې ګټه د چا او بايلات د چا دی.

په سياست کې بايللی جوارګر هم ځانته ګټور وایي، ځکه چې دا لوبه د تاوان نه ده. تاوان د ولس او ګټه د سرمایې د واکدارانو د جاګيردارانو د سياست د وارثانو ابن وارثانو وي. د پاکستان په جمهوريت کې دا اصطلاح هم ډېره کارولی شی چې سیاستوال د خلکو د سرونو لوبغاړی وي.

په سياست کې هيڅ حرف اخر نه وي. د جمهوريت دروازې د بهر او دننه دواړو طرفو نه زنځيرونه قلفونه لري، خو کوشش دا وي چې بهر ولاړ دروازه نه بندوي، ځکه چې څه وخت هم بهر ولاړ ته دننوتلو ضرورت پېښېدی شی او دننه چې کوم تورابان ناست وي څه وخت هم هغه بهر ولاړو ته دننه راتلو بلنه ورکولی شي.

د پاکستان د جمهوريت دا لوبې د سرمایې دي، ځکه خو یې لوبغاړي ډېر زيات شتمن دي او تماشګير خلک یې د حده زيات د غربت د کرښې نه لاندې تاترين کې پراته وي او په دې هيله چغې وهي چې دا ځل به کرښې ته بره کيږو خو د سرمايه دارو اصول دا دي چې هغوی خپل رعايا د قدم لاندې ساتي او دا سلسله تر ډېر بره هم رسېدلې ده چې د سر دپاسه هم سر شته ځکه خو د ووټ د مېنډيټ یا رایې لرلرلو د دعوې باوجود څوک دا نشي ويلې چې زما کرسۍ مضبوطه ده او دغه کرسۍ مضبوطه ده خو ناست جمهوريت پسند پرې کمزوری ناست وي.

نن سبا د دغه بې اختياره کرسۍ لپاره پاکستان کې ډلې وایي، دا ځل زمونږ نمبر دی. مونږ سره خبره شوې ده.

په صوبایي سطحو هم هره ډله دا خوشبيني نه پټوي. هغوی د صوبې د حکومت لپاره وایي زمونږ خبره شوې ده.

سياسي شعور لرونکي تماشګير دا سوال راپورته کوي چې که تاسو د ووټ عزت غواړئ نو دا عزت خو د ولس نه وغواړئ او دا فیصله خو خپلو ووټرانو یا رایه ور کوونکو سره وکړئ او که نه خامخا ستاسو خبره شوې ده نو بيا په اربونو روپۍ په ټولټاکنو خرچ کېدو ته څه ضرورت دی.

د ۲۰۱۸ اليکشن که سلېکشن وو نو دا نوې لوبه خو هم څه بدله نه ده صرف جنرال بدل دی - عدليه بدله ده- دربار او حکم خو هم هاغه دی.

چې هر څوک وایي، زمونږ خبره شوې ده او مونږ خپله فیصله الله ته پريښې ده، خو چې د ماضي "مشرق" او "مغرب " ته لاړ شو نو د بنګله ديش او پاکستان سياست او جمهوريت کې دومره فرق دی څومره یې چې معيشت کې فرق دی.

دلته بېنظير بوټو او اوس نواز شريف خپله فیصله الله ته پرېيښې ده. د اقتدار لپاره تبليغي سياست کوي.

هلته بنګله ديش کې شيخ حسينه واجد د خپل پلار شيخ مجيب فیصله د ايېن قانون مطابق وکړه ځکه چې د جمهوريتپه خوله کې د اوسپنې واګې نشته او د پاکستان جمهوريت په پردو بوټانو کې پښې ورکوي او د جناح د قامي لباس په ځاې په وردۍ کې له ښي نه چپ جوړوي او عوام به هم يوځل بيا د نوي جمهوريت لپاره په زوړ قطار کی پريډ ته ودريږي او د ووټ یا رایې بې عزتي به کوي.

یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.