• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د چمن پرلت: د بښنې نړۍوال سازمان له پاکستانه د بیان ازادۍ او د مظاهرو حق ته درناوی غواړي

۲۵ لړم ۱۴۰۲ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۵ GMT+۰

د بښنې نړۍوال سازمان د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا د چمن پرلت کې له ګډون د ځینې سیاسي مشرانو پر منع کولو او یا د هغوی پر بندي کولو اندېښنه ښيي. دا سازمان د اسلام اباد له حکومته غواړي، چې د بیان ازادۍ او په چمن پرلت کې د سیاسي مشرانو اعتراض ته درناوی وکړي.

د بښنې نړۍوال سازمان دا پرونۍ غوښتنه په داسې مهال ده، چې وړمه ورځ د پاکستان امنیتي ځواکونو د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر په دغه پرلت کې له وینا وروسته ونیو.

دې ځواکونو د پاکستان ډیموکراټیک غورځنګ مشر او د قامي اسمبلۍ بل غړی محسن داوړ او همدارنګه یو بلوڅ مشر هدایت رحمان بلوڅ په دې پرلت کې له ګډون منع کړل.

د بښنې نړۍوال سازمان د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د یوه مشر نصیب الله اڅکزۍ د لنډې مودې نیولو ته په اشاره د دې ټولو مشرانو په یادولو سره وايي، پاکستان دې په دغه پرلت کې د سیاسی مشرانو او فعالانو د ګډون د مخنیوي لپاره د هغوی له نیولو ډډه وکړي.

پاکستان خپلو کورنیو رسنیو ته دا اجازه هم نه ور کوي، چې پر دې پرلت راپور وکړي.

د بښنې نړۍوال سازمان د دې بندیز له یادولو پرته زیاتوي، چې زرګونه خلک په دغه پرلت کې ګډون لري؛ خو بیا هم رسنیو کې ورته کم پام کېږي.

په چمن کې سوداګرو او سیاسي ګوندونو له ۲۸ ورځو راهیسې د چمن او سپین بولدک ترمنځ په پاسپورټ د تګ په اعتراض کې دا پرلت پیل کړی دی.

دوی ګواښ کړی، چې که پاکستان خپله پرېکړه وا نه خلي؛ نو خپل پرلت به نورو سیمو ته هم وغځوي.

په دغه پرلت کې پر چمن سربېره د نورو سیمو په لسګونو زره خلک ګډون لري.

ترویج لرونکی

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی
۱

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۲

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۳

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۴

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۵

د ماشومانو کورنۍ: په ځینو خصوصي ښوونځیو او وړکتونونو کې د ماشومانو روغتیا ته پام نه کیږي

•
•
•

نور کیسې

د اوراسیا بانک کارپوه: د قوش تېپې کانال جوړول به په منځنۍ اسیا کې د اوبو د بحران لامل شي

۲۵ لړم ۱۴۰۲ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۶ GMT+۰

د اوراسیا د پراختیایي بانک ستر اقتصادي کارپوه خبرداری ورکړ، چې د طالبانو له خوا د قوش تېپې کانال جوړول به په منځنۍ اسیا کې د اوبو د بحران لامل شي. وینو اوګني کوروف وویل، چې دا کانال به د امو سیند د اوبو رسولو کچه راټیټه کړي او د اوبو په اړه سیمه ییز تړون به اغیزمن کړي.

د قزاقستان رسنیو د اوراسیا پراختیایي بانک د ستر اقتصاد پوه له خولې خبر ورکړی، چې د وړاندوینې له مخې به منځنۍ اسیا تر ۲۰۲۸ کال پورې د اوبو له اوږدمهاله کمښت سره مخ شي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ (د لړم په ۲۵مه) په الماتا کې په یوه ګردي میز کې وویل: «طالبان اوس د قوش تېپې کانال جوړوي او په ۲۰۲۸ کال کې یې د پرانیستلو پلان جوړ شوی، چې په منځنۍ اسیا کې به د سیندونو د اوبو د کمښت لامل شي».

د هغه په وينا؛ په دې برخه کې به په منځنۍ اسيا کې د اوبو د سرچينو د مديريت لپاره يو ميکانيزم جوړ شي.

د قوش تېپې کانال په افغانستان او سیمه کې د اوبو یو له سترو کانالونو څخه دی، چې د بلخ ولایت له کلدار ولسوالۍ څخه پیلېږي او د امو سیند اوبه د فاریاب اندخوی ولسوالۍ ته لېږدوي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضایف مخکې خبرداری ورکړی و، چې د طالبانو له خوا د قوش تېپې د اوبو د لېږد کانال جوړول په منځنۍ اسیا کې د اوبو نظام او توازن په بنسټیز ډول بدلولی شي.

له نیوکو سره - سره طالبانو د اوبو د انتقال د کانال جوړولو ته دوام ورکړی دی.

دغې ډلې د تلې په ۱۹مه اعلان وکړ، چې د لومړي پړاو له بشپړېدو سره یې د قوش تېپې کانال د دویمې برخې د جوړولو کار پیل کړی دی.

د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب د دغه کانال د دویم فاز د مراسمو په ترڅ کې په خپلو څرګندونو کې چې ښایي ازبکستان ته ځواب وي وویل: «ګاونډیان دې اندېښنه نه کوي، موږ به هېڅکله د امو سیند له اوبو څخه په استفادې د ګاونډیانو حق تر پښو لاندې نه کړو».

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د لړم په۲۴مه) د قوش تېپې کانال د امنیت لپاره د یوې ځانګړې قطعې د جوړولو اعلان وکړ.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې لیکلي، چې دغه ځانګړی ځواک د قوش تېپې کانال د ساتنې لپاره «لازم پوځي تجهیزات او وسایل» لري.

د افغان سیاستوالو پرازیټي ژوند

۲۵ لړم ۱۴۰۲ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۰ GMT+۰
•
شاه محمود میاخېل

د سیګار له قوله، په تېرو دوه نیم کلونو کې یوازې امریکا د افغانستان سره ۲،۳۵ میلیارده ډالره مرسته کړې ده؛ خو فقر ورځ تر بلې زیات شوی او د دې ډالرو د لېږد درک هم نه دی معلوم.

هشت صبح ورځپاڼې د سیګار له قوله په یو راپور کې لیکلي، چې د طالبانو د سقوط نه وروسته یوازې امریکا ۱۱.۱۱ میلیارده ډالره په مجموعي توګه په افغانستان کې مصرف کړي دي، چې په دې کې د افغانانو د ایستلو مصارف هم شامل دي.

د دغه مرستو یوه برخه خامخا د افغانستان په اقتصاد کې څرخېدلې ده. دا چې نورو هېوادونو څومره مرسته کړې ده، د هغوي دقیق ارقام نه دي معلوم.

سربېره پر دې طالبانو هم میلیاردونو ډالره د ټکس او معدنونو د چور له لارې تر لاسه کړي دي؛ خو د هغه پیسو درک او حساب ورکونه هم نه ده معلومه فقط دومره شواهد شته چې یوه لویه برخه پکې کندهار ته ورکړل شوې چې د طالبانو د امیرالمومنین(دا چې شته او که نه شته) د حفاظت لپاره امنیتي ځواک جوړ کړي.

نورې پیسې د انډیوالۍ په شکل د طالبانو مشران په خپلو منځو کې تقسیم کړې دي او ډېر کم خدمات یې خلکو ته پرې تر سره کړي دي.

که په تېرو پنځو لسیزو کې د شرق او غرب، عرب او عجم پوځي او غیر پوځي مرستې محاسبه شي، افغانستان د مساحت او نفوس په اساس د نړۍ تر ټولو زیاته مرسته تر لاسه کړې ده؛ خو بیا هم د افغانستان ستونزې په خپل حال پاتې دي.

د دغو ستونزې په باب باید افغانان فکر وکړي، چې ولې د دومره مرسته تر څنګ افغانستان د ستونزو سره مخامخ دی؟

زما په اند په تېرو پنځو لسیزو کې په مجموعي توګه د افغانستان حکومتونو، تنظیمي او سیاسي ډلو، مدني فعالانو او په کل کې افغانانو پرازیټي ژوند درلود؛ ځکه ټولنیز، سیاسي، امنیتي او اقتصادي سیستمونه ورځ تر بلې فلجیدل، د کار او ابتکار قوه کمېدله او د ټولو تکیه د بهرنیانو په مرسته وه.

دا سلسله تر اوسه پورې دوام لري.

پرازیټونه واړه حجرات دي، چې د بدن په نورو لویو حجراتو کې ځای نیسي او خپل ژوند ته دوام ورکوي. کله چې د لویو حجراتو شتون ختم شي نو دغه واړه حجرات پخپله مري او له منځه ځي.

د پرازیټونو د شتون په وجه د حکومتونو طبیعي رشد ته زمنیه نه برابریږي. په سیاسي پرازیټي ژوند کې فرمایشات او مشورې زیاتې او عمل کم وي.

د ضعیفه حکومتونو حاکمیت او د قوي ټولنیزو بڼسټونو د نه شتون له امله افغانانو پرازیټي ژوند ته مخه کړې، چې دې ته (Dependency) یا په نورو تکیه کول وایي.

پرازیټي ژوند لکه د روږدو کسانو ژوند دی.

لکه د تریاکو روږدیتوب چې انسانان د فکر او عمل نه وکاږي.

هغه هېوادونه چې په نورو تکیه کوي همېشه په خیالي دنیا کې هوا او فضاء لکه روږدي کسان ګزوي.

روږدي کسان فکر کوي، چې د جنت په ښایسته طبیعت کې اوسیږي او هر څه د دوی په کنټرول کې دي او د دوی اوامرو هر چیرته چلیږي.

د افغانانو پرازیټي ژوند څو اړخیزه دی.

د افغانستان اکثره سیاسیون د کار او ابتکار عمل نه لري او همېشه په دې تمه او فکر کې دي چې کله به کوم هېواد د افغانستان په هکله یوه پروژه عملي کوي او دوی به پکې غوښینه ونډه اخلي.

دوی لکه ټیکه داران هر چا چې ورته زیاته ونډه ورکوله، د همغه هېوادونو د استخباراتو پروژې عملي کوي.

دوی ته ملي‌ وحدت، ملي منافع، ملي ارزښتونه، د افغانانو سوکالي او د راتلونکې نسل لپاره کار کول هېڅ ارزښت نه لري.

دوی همېشه په لوړه بیه کرایه کېدلې شي.

د نړۍ او سیمې استخباراتو دوی ښه پېژندلي دي؛ ځکه دوی یې څو څو ځله په کرایه اخیستي او استعمال کړي یې دي.

که بیا اړتیا شوه؛ دوی بیا هم کرایه کولی شي ځکه دوی د کرایه موټرو غوندې په پارکنګ لاټونو کې ولاړ دي او په رقابت سره د استخباراتي ‌مشتریانو په خدمت کې دي.

که افغانان غواړي، چې د دوی په ژوند کې تغیر راشي؛ تر هر څه د مخه باید د یو قانوني او مشروع حکومت په لټه کې شي، چې تول افغانان د یو چتر لاندې ژوند، کار او سیاست وکړې شي.

د نفې او د قدرت د انحصار سیاست باید ختم شي.

که له یوې خوا پرازیټې ژوند وي؛ لکه هره اونۍ د ډالرو بستې افغانستان ته ځي او له بلې خوا د نفې او د قدرت د انحصار سیاست وي، پرازیټي ټیکه داران په اډه کې ولاړ دي او خامخا به یې یو څوک استخداموي تر څو خپلې موخې پرې تر لاسه کړي.

په هغه صورت کې افغانستان بیا د جنګ میدان ګرځي او د جنګونو دوام د افغانانو لپاره څه ګټه نه لري.

د دې لپاره چې له سیاسي پرایزیټي ژونده راووځو او د یوه قانونمنده ټولنې پر طرف ګامونه کېږدو، مناظره او مذاکره د حل یوازینۍ لار ده؛ چې له مخې یې یوه مشروع او قانوني نظام ته لار هوارېدلی شي.

طالبانو یوه معترضه په کابل کې ونیوله

۲۵ لړم ۱۴۰۲ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۷ GMT+۰

د ښځو د حقونو فعاله پریسا ازاده پرون د کابل په دشت برچي کې د طالبانو استخباراتو نیولې ده. د عدالت او ازادۍ لپاره د افغان ښځو ډلې مسوولې شمایل توانا ناصري افغانستان انټرنشنل سره خبرو کې د مېرمن ازاده نیول تایید کړل. پریسا ازاده د دې ډلې غړې ده.

شمایل توانا ناصري وايي، د طالبانو استخباراتو پرون د مېرمن ازاده کورنۍ ته خبر ور کړې چې هغه د دوی په بند کې ده.

طالب چارواکو تر اوسه د دې معترضې د نیولو په هکله څه نه دي ویلي.

د افغانستان د عدالت او ازادس لپاره د ښځو ډله د ۲۰۲۲ کال جنورۍ کې جوړه شوه او له هغه راهیسې بیا بیا د طالبانو پر سیاست نیوکې کوي.

د انساني حقونو د څارډلې څېړونکې پرښته عباسي هم د مېرمن ازاده د سملاسي خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

مېرمن عباسي خپل اېکس کې لیکلي چې طالبان باید خپل سرې نیونې پرېږدي.

پاکستان: ترهګر له بې اسناده کډوالو سره په رابطه کې دي

۲۵ لړم ۱۴۰۲ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۳۴ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، استخباراتي مالومات ښيي چې ترهګر په دغه هېواد کې له بې اسناده کډوالو سره اړیکه لري. ممتاز زهرا بلوڅ نن په اسلام اباد کې خبریالانو ته اونیزه غونډه کې دا هم وویل، د طالبانو له حکومت تمه لري چې د پاکستان ضد وسلوالو ټول پټنځي له منځه یوسي.

تر دې مخکې هم پاکستاني چارواکو افغان کډوالو په وسلوالو بریدونو کې ښکېل بللي دي او د اکتوبر راهیسې یې د بې اسناده کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړې ده.

طالبانو بیا بیا د پاکستان دا تورونه رد کړي دي چې ګویا افغان کډوال په دغه هېواد کې تاوتریخوالی کوي.

دوی د اسلام اباد دا ادعا هم ردوي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې پټنځي لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي.

خو ممتاز زهرا بلوڅ نن دا هم وویل، چې طالبانو په افغانستان کې د پاکستان ضد وسلوالو د پټنځیو د له منځه وړلو ژمنه کړې ده.

د نوموړې په خبره، اسلام اباد تمه لري چې د طالبانو حکومت د پاکستان د امنیت ګواښونکې ډله ختمه کړي.

د لغمان د قرغیو لپاره یوه طالب چارواکي یو موټروان په دې وهلی چې «ولې یې ژر لار ور نه کړه»

۲۵ لړم ۱۴۰۲ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۹ GMT+۰

سرچینې وايي، د لغمان د قرغیو ولسوالۍ لپاره د طالبانو د استخباراتو مدیر یو موټروان په دې وهلی او بندي کړی چې ولې یې د ده ګاډي ته ژر لار ور نه کړه. افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیو کې، قومندان زرګل پرون د موټروان پر وهلو سربېره هغه ته ګواښ کوي چې «په ولسوالۍ کې به در سره ګورم.»

د سرچینو په خبره، قومندان زرګل پرون د قرغیو زېړانیو کلي ته روان و، مخته ترې بار سوزکی و، کله چې ارن کوي، هغه ژر نه څنګه ته کېږي، ځکه بار موټر ډېر وخت نیسي، نو قومندان زرګل چې ترې مخته کېږي وهي یې او بندي کوي یې.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیو کې هم ښکاري چې قومندان زرګل له ټوپک سره پر موټروان ګواښېږي او ورته وايي، په ولسوالۍ کې به ور سره ګوري.

ځايي خلک دې ویډیو کې دا هم وايي چې دا بدماشان دي او پر دوی په خپل کلي کې بدماشي کوي.

وروسته دغه موټروان د ځايي مخورو له خوا له بند خوشی شوی دی.

د طالبانو په واکمنېدو پسې د دې ډلې د قومندانانو او وسلوالو له خوا مختلفو سیمو کې د خلکو په خپل سره وهل ټکول او بندیانول لیدل کېږي.

د دې ډلې ځواکونو دوه اونۍ مخکې د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې هم پر یو ځوان د سر وېښتان او برېتونه ځکه قېچي کول چې د «مجاهدینو» سټایل یې کړی دی.

څو ورځې مخکې د خوست لپاره د طالبانو مرستیال والي دغه کس ور وباله او هم یې دا وویل، چې دې پېښه کې ښکېل درې کسان یې نیولي دي.