• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییل د غزې په سوېل کې د خان یونس له څلور لکو اوسېدونکو وغوښتل چې له دغه ښاره ووځي

۲۷ لړم ۱۴۰۲ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۳، ۰۷:۳۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ لړم ۱۴۰۲ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۱۶ GMT+۰

اسراييلي چارواکو د خان یونس له اوسیدونکو غوښتي، چې د غزې لوېديځ ته چې د دوی په وینا د جګړې له کرښې لرې او بشري مرستو د وېش مرکزونو ته نږدې پرته سیمه ده، کډه شي.

د اسراييل د لومړي وزیر مرستیال مارک رگیف، ویلي: «موږ له خلکو غواړو چې له دغه ځایه وکوچیږي. په دې پوهیږو چې ښايي دا کار د ډېرو له پاره اسانه نه وي، خو نه غواړو چې ولسي خلک د جګړې په منځ کې ایسار پاتې شي.»

اسرایيل تر دې وړاندې د غزې د شمالي برخې له اوسېدونکو هم غوښتي و، چې د غزې سوېل ته دې کډه شي. کله چې د دغه هېواد پوځیان غزې ته د ننه شول او وروسته یې په شمالي برخه کې د خپلې واکمنۍ خبر هم ورکړ.

خو اوس اسراييلي پوځ د غزې له سوېلي سیمې له اوسیدونکو چې ډېر یې له شمالي برخو بې ځایه شوي غوښتي چې د غزې لویدیځ ته دې وکوچیږي. دا هغه څه دي چې دغه بیځایه شوي خلک به یو ځلې بیا بیځایه کېدو ته اړ باسي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارو په غزه کې پر دغې جبري کوچېدنې نیوکه کړې.

د اسراییل د لومړي وزیر مرستیال وايي چې اسراييلي ځواکونه له تونلو او د ځمکې لاندې تونلونو څخه د حماس وسله وال له سیمې وباسي او د ښار مرکزي برخو ته پرمختګ وکړي.

هغه زیاته کړه له هغه ځایه چې لوېدیځې سیمې د رفح بندر سره مصر ته نږدې پرتې دي بشري مرستې ورته «ډېر ژر» رسېدلای شي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۵

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

•
•
•

نور کیسې

د حماس رسنیز دفتر: پر غزې د اسراییل بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر له ۱۲ زرو واوښت

۲۷ لړم ۱۴۰۲ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۳، ۰۶:۳۱ GMT+۰

دغه دفتر ویلي چې د وژل شویو په ډله کې پنځه زره ماشومان او درې زره یې مېرمنې دي. داسې هم ویل کیږي چې ۳ زره او ۷۰۰ تنه چې له ډلې یې ۸۰۰ ماشومان دي تر خاورو لاندې تري تم دي.

د حماس د رسنیز دفتر د اطلاعاتو له مخې لږ تر لږه ۲۰۰ تنه ډاکتران، روغتیا پالان او مرستندویان هم په غزه کې وژل شوي دي.

دغه دفتر دا رنګه ویلي، ۲۵۵ ښوونځي، ۷۶ جوماتونه او ۹۵ دولتي ودانۍ په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې ویجاړې شوې دي.

حماس دا رنګه زیاته کړې د ۲۵ روغتونونو او ۵۲ روغتیايي مرکزونو چارې په ټپه درېدلې او ۵۵ امبولانسونه هم په هوايي بریدونو کې په نښه شوي دي.

اسراییلو پر حماس بیا تور پورې کړی چې له روغتونو ځینې د پوځي موخو له پاره کار اخلي. حماس ډلې دغه تورونه رد کړي، او له نړۍ والو بنسټونو یې غوښتنه کړې چې مسلکي ډلې ورواستوي او په غزه کې د روغتونونو حخه لیدنه وکړي.

پر اسراییل د حماس په برید کې چې د تلې میاشت په ۱۵ مې نېټې وشو ۱۲۰۰ اسراییلیان په کې وژل شوي وو، او شاوخوا ۲۴۰ تنه د حماس ډلې له خوا یرغمل شوي وو.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څېړنه کوي چې طالب چارواکی څنګه دغه هېواد ته داخل شو

۲۶ لړم ۱۴۰۲ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۲ GMT+۰

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په کولن ښار کې په یوه اسلامي مرکز کې د طالب چارواکي عبدالباري عمر حضور او وینا وغندله او اعلان یې وکړ چې جرمني ته د هغه د راتګ په اړه پلټنې کوي. دغه وزارت ټینګار کړی چې طالبان په رسمیت نه پیژني او دغه طالب چارواکي ته یې ویزه نه ده ورکړې.

دغه وزارت د جمعې په ورځ (د لړم په ٢٦مه) په يوې بیانیه کې ليکلي؛ طالبان په رسميت نه پېژني او جرمني ته د دغه طالب چارواکي د سفر په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
په بیانیه کې راغلي، تر هغه چې طالبان په افغانستان کې په ښکاره له بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه کوي، د جرمني هېواد اړیکي به د طالبانو له رژیم سره نورمال نه شي.

د جرمني دا غبرګون د طالبانو د خوړو او درملو د ملي ادارې مشر عبدالباري عمر د وینا په هکله دی.

نوموړي د جرمني په کولن ښار کې د افغانانو یوې ډلې ته په وینا کې د طالبانو له حکومته دفاع وکړه او ویې ویل، چې خلک باید رسنیو ته له پام کولو پرته د طالبانو د لاسته راوړنو په اړه ریښتیا ته پام وکړي.

دغه طالب چارواکي په دې غونډه کې وويل، چې د طالبانو د مشر ټول فرمانونه په بشپړ ډول پلې کېږي او د دې ډلې په حکومت کې هېڅوک پرې اعتراض نه کوي.

د هغې ویډیو له مخې چې دغه طالب چارواکي په اېکس پاڼه خپره کړې، د عبدالباري عمر دا خبرې د ګډونوالو له هرکلي سره مخامخ شوې او ځینو یې د الله اکبر نارې هم پورته کړې.

د طالبانو د خوړو او درملو د ملي ادارې له سرپرست سره د افغانانو د دغې غونډې د ترسره کېدو وخت روښانه نه دی.

سوېلي کوریا د سپي غوښې پر خوړلو بندیز لګوي

۲۶ لړم ۱۴۰۲ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۵۱ GMT+۰

د سوېلي کوریا د واکمن ګوند د پالیسۍ مشر وايي، دغه هېواد د سپي غوښې پر خوړولو بندیز لګوي. سوېلي کوریا که په بهر کې د سپي غوښې د خوړلو له امله که له نیوکو سره مخ ده، اوس په کور د ننه هم ور سره د ځوان نسل مخالفت مخ په زیاتېدو دی.

دغو نیوکو ته په پام د واکمن ګوند د پالیسۍ مشر وايي، د څارویو د حقونو په هکله د پوهاوي زیاتېدو په هدف دوی دغه ګام سره یو پخوانی دود ختمول غواړي.

یو اییو ډانګ له حکومتي چارواکو او د څارویو د حقونو فعالانو سره په خبرو کې ویلي، د دې وخت را رسېدلي چې ځانګړي قانون جوړولو سره د سپي غوښې پر خوړلو بندیز ولګوو او په دې برخه کې ټولنیزې ناندرۍ او مخالفتونه ختم کړو.

نوموړی وايي، حکومت سږ کال په دې برخه کې قانون جوړوي او تمه ده چې پارلمان کې په تصویب سره د سپي پر غوښه بندیز ولګېږي.

که څه هم سوېلي کوریا کې د سپې پر غوښه د ژوو د حقونو له امله بندیز لګېږي، خو په ۲۰۲۰ کال کې د کورونا له پیلېدو وروسته د چین او هند په ځینې سیمو کې د سپي پر غوښه بندیز ولګېد.

د ترکیې ساحلي ساتونکو ۴۹ افغان کډوال چې یونان ته روان وو نیولي

۲۵ لړم ۱۴۰۲ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۰۹ GMT+۰

د ترکیې ساحلي ځواکونو ۴۹ افغان کډوال چې د یونان له سواحلو څخه د چاناک کلا ښار ته ایستل شوي وو وژغورل. د دغو کډوالو کښتۍ د یونان د ساحلي ځواکونو له خوا د ایواجیک له سواحلو څخه د ترکیې د اوبو په لور درول شوې وې.

ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې د شمالي ساحل د ساتونکو قوماندانۍ دغه کډوال ژغورلي او په ایواجیک کې یې توقیف ځای ته سپارلي دي.

دغه پناه غوښتونکي په دوو پلاستیکي کښتیو کې د چاناک کلا ښار سواحلو ته څېرمه په اوبو کې روان وو.

په یو بل خبر کې د ترکیې ټي ار ټي ویب پاڼې ویلي، چې د بالیکسیر ښار په ایوالیک سیمه کې ۲۴ ناقانونه کډوال نیول شوي، چې غوښتل یې په غیر قانوني توګه د یونان لسبوس ټاپو ته ولاړ شي.

دغې رسنۍ د نیول شویو کډوالو هویت نه دی په ډاګه کړی.

هغه لارې چې افغانان اروپا ته د تلو لپاره ترې استفاده کوي له ننګونو ډکې او ژوند ګواښونکي دي.

یونان د منځني ختیځ، اسیا او افریقا څخه د کډوالو لپاره یو له اصلي لارو څخه دی، چې اروپایي اتحادیې ته ننوځي.

په وروستیو کلونو کې یونان په پرله پسې ډول د نادولتي موسسو له خوا د پناه غوښتونکو د ایستلو له امله له نیوکو سره مخ شوی دی.

د برېتانیا د یوې نادولتي موسسې د راپور له مخې؛ له په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې دغه هېواد ته د افغان کډوالو د ورتګ بهیر نېږدې څلور چنده زیات شوی دی.

د کرېکټ نړۍوال جام؛ اسټرالیا د کرېکټ د نړۍوال جام پایلوبې ته ووته

۲۵ لړم ۱۴۰۲ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۰ GMT+۰

د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ د نړۍوال جام په وروستیو سیالیو کې اسټرالیا د درېیو ویکټو په توپیر سوېلي افریقا ته ماتې ورکړه او په خپلې دغې بریا سره یادې لوبډلې پایلوبې ته لاره پېدا کړه.

د کرېکټ نړۍوال جام په دویمه نیمه پایلوبه کې نن د سوېلي افریقا ملي لوبډلې د اسټرالیا لپاره ۲۱۳ منډې هدف وټاکه.

د سوېلي افریقا او اسټرالیا دا لوبه د کوربه هند په کلکته ښار کې روانه ده.

د اسټرالیا د توپ وهنې په پاڼۍ کې یادې لوبډلې د ۷ وېکټو په سوځېدو سره په ۴۸م اور کې ټاکل شوی هدف پوره کړ.

د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ټروېس هېډ وګټله او تر ټولو چټکه پنځوسیزه وهونکی حساب شو.

د یادونې وړ ده، چې اسټرالیا به د روان نومبر په ۱۹مه نېټه له هندوستان سره پایلوبه ترسره کړي.