• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په نیمروز کې د اوبو یو لوی بند جوړوو

۲۷ لړم ۱۴۰۲ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۵ GMT+۰

طالبانو اعلان کړی چې د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده د حکم پر بنسټ به د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د دوه میلیارده افغانیو په ارزښت د اوبو بند جوړ کړي. د طالبانو په وینا، دا بند به د ۵۰ مترو په اوږدوالي سره جوړ شي او د ۶۰ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت به ولري.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې د خاشرود بند به اته زره هکتاره ځمکه خړوبه کړي.

د افغانستان ملي ټلویزیون چې د طالبانو تر واک لاندې دولتي رسنۍ ده، لیکلي چې د طالبانو مشر د اوبو د دغه بند د جوړولو دنده د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ته سپارلې ده.

تر دې مخکې د ۱۳۹۶ لمریز کال د سلواغې په میاشت کې د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په نیمروز کې د کمال خان بند پرانیست.

د نیمروز په چهاربرجک ولسوالۍ کې د کمال خان بند پر جوړولو ۷۸ میلیونه ډالره لګښت راغلی او د څلورو کلونو په موده کې جوړ شو.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د فاریاب ولایت کې په نشه روږدي کس ځان او د خپلې کورنۍ غړو ته اور اچولی

۲۷ لړم ۱۴۰۲ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۳، ۰۴:۲۱ GMT+۰

ځایي سرچینو ویلي، چې دا پېښه د دغه ولایت د دولت اباد ولسوالۍ په محمود خېلو سیمه کې شوې ده. په پېښه کې د دغه روږدي کس یو کوچنی ماشوم مړ شوی، او د هغه په ګډون د کورنۍ اووه تنه غړي یې سخت سوځیدلي چې د ځینو حالت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی.

تر دې مهاله ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته په افغانستان کې د وزګارتیا له امله خلک له سخت اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي، چې تر ډېره د دغسې پېښو تر شا د کورنیو اقتصادي ستونزې یادیږي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې یو شمېر کسانو د اقتصادي ستونزو له امله ځانوژنې کړې دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څېړنه کوي چې طالب چارواکی څنګه دغه هېواد ته داخل شو

۲۶ لړم ۱۴۰۲ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۲ GMT+۰

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په کولن ښار کې په یوه اسلامي مرکز کې د طالب چارواکي عبدالباري عمر حضور او وینا وغندله او اعلان یې وکړ چې جرمني ته د هغه د راتګ په اړه پلټنې کوي. دغه وزارت ټینګار کړی چې طالبان په رسمیت نه پیژني او دغه طالب چارواکي ته یې ویزه نه ده ورکړې.

دغه وزارت د جمعې په ورځ (د لړم په ٢٦مه) په يوې بیانیه کې ليکلي؛ طالبان په رسميت نه پېژني او جرمني ته د دغه طالب چارواکي د سفر په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
په بیانیه کې راغلي، تر هغه چې طالبان په افغانستان کې په ښکاره له بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه کوي، د جرمني هېواد اړیکي به د طالبانو له رژیم سره نورمال نه شي.

د جرمني دا غبرګون د طالبانو د خوړو او درملو د ملي ادارې مشر عبدالباري عمر د وینا په هکله دی.

نوموړي د جرمني په کولن ښار کې د افغانانو یوې ډلې ته په وینا کې د طالبانو له حکومته دفاع وکړه او ویې ویل، چې خلک باید رسنیو ته له پام کولو پرته د طالبانو د لاسته راوړنو په اړه ریښتیا ته پام وکړي.

دغه طالب چارواکي په دې غونډه کې وويل، چې د طالبانو د مشر ټول فرمانونه په بشپړ ډول پلې کېږي او د دې ډلې په حکومت کې هېڅوک پرې اعتراض نه کوي.

د هغې ویډیو له مخې چې دغه طالب چارواکي په اېکس پاڼه خپره کړې، د عبدالباري عمر دا خبرې د ګډونوالو له هرکلي سره مخامخ شوې او ځینو یې د الله اکبر نارې هم پورته کړې.

د طالبانو د خوړو او درملو د ملي ادارې له سرپرست سره د افغانانو د دغې غونډې د ترسره کېدو وخت روښانه نه دی.

امنیت شورا ته راپور؛ ملګرو ملتونو د طالب ادارې د رسميت پېژندلو لپاره لار نقشه وړاندې کړه

۲۶ لړم ۱۴۰۲ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۷ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي امنیت شورا ته په خپل راپور کې ویلي، چې د نړیوالو ژمنو ته تعهد او د یوه ټولګډونه اساسي قانون د جوړېدو د پروسې پیل به له طالبانو سره د نړۍ د اړیکو د عادي کېدو لامل شي. انتونیو ګوتېرش په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اشاره کړې ده.

په هغه راپور کې چې په دې وروستیو کې یې امنیت شورا ته وړاندې کړی، د ملګرو ملتونو سرمنشي طالبانو ته له نړیوالې انزوا څخه د وتلو او د نړۍ د هېوادونو له خوا د دغې ډلې د رژیم د نه پېژندلو ستونزې د ختمول لار ښوولې ده.

د دغه راپور پر بنسټ چې د چهارشنبې په ورځ د لړم په ۱۷مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو ته وړاندې شو، د طالبانو مشران د نړیوالې ټولنې لخوا د منلو لپاره اړ دي چې غوښتنې یې ومني.

د دغه راپور له مخې، پر نړیوالو ژمنو د طالبانو درېدل او د هغو په عملي کولو کې پرمختګ او د بین الافغاني سیاسي پروسې د رامنځته کېدل چې د یوه جامع اساسي قانون د جوړېدو لامل به شي، د نړیواله ټولنې او د دې ډلې ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو دوه مهمې برخې ګڼل کېږي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې طالبان غواړي د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانستان د حاکم نظام په توګه په رسمیت وپېژندل شي، خو د ملګرو ملتونو د سرمنشي په وینا، د دې غوښتنې منل په دې پورې تړلي چې طالبان په نړیوالو ژمنو او کنوانسیونونو ودرېږي او سیاست او قانون جوړولو له لارې په عمل کې خپل ښه نیت ثابت کړي.

هغه په ​​خپل راپور کې ویلي چې د دې مکلفیتونو مراعات د یو مخکیني شرط په توګه د نړیوالې ټولنې په ټولو غړو باندې تطبیق کیږي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپور کې د بشري حقونو وضعیت، له ترهګرۍ او نشه یي توکو سره د مبارزې، اقتصاد او ټول شموله حکومتوالۍ په اړه هم خبرې شوې دي.

د بشري حقونو وضعیت

د ملګرو ملتونو سرمنشي د دغه سازمان امنیت شورا ته په خپل نوي راپور کې لیکلي، چې د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو محدودیتونه او سرغړونې په افغانستان کې د سیاسي کړکېچ لامل شوې دي.

راپور وايي، طالبانو هڅه کړې چې محدودیتونه د اسلامي شریعت د یوې برخې په توګه توجیه کړي، په داسې حال کې چې د اسلامي همکاریو سازمان او یو شمېر نور یې ردوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل راپور کې ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو وضعیت په ځانګړې توګه د نجونو د تعلیمي محدودیتونو تر ټولو عامه مسله په بحثونو او مشورو کې مطرح شوې ده.

په راپور کې یادونه شوې چې دا موضوع نه یوازې د افغان ښځو او نجونو له خوا راپورته شوې، بلکې د هرې ټولنیزې ډلې، سوداګرو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، مدني ټولنې او د روغتیا او پوهنې کارپوهانو او د افغان حکومت د پخوانیو چارواکو له طالبانو څخه اساسي غوښتنو څخه ده.

د دې ارزونې له مخې طالبان په دې باور دي چې د یو شمېر پخوانیو سیاسي څېرو د راستنېدو او د ملکي خدمتونو د یوې لویې برخې د ساتلو له امله د دوی حکومت ټول شموله دی. خو دا په داسې حال کې ده چې دا اقدامات په افغانستان کې د نړیوالو سازمانونو او ټولنیزو ډلو لخوا کافي نه دي ګڼل شوي.

په راپور کې په هېواد کې دننه او بهر د ډېرو طالب چارواکو او افغان وګړو له خولې ویل شوي، چې اوسني بندیزونه د افغانستان د ټولنې، کلتور او دودونو استازي نه کوي او باید ژر تر ژره لرې شي.

د ملګرو ملتونو په ارزیابۍ کې د افغانستان وروستیو حالاتو ته په کتو د طالبانو د محدودیتونو تر څنګ د طالبانو توکمیز حکومتي جوړښت مسلې ته اشاره شوې او لیکلي یې دي چې قومي او مذهبي اقلیتونه دولتي خدماتو ته د لاسرسي پر مهال له تبعیض سره مخامخ دي.

ددې ارزیابۍ له مخې، افغان وګړو د نورو تبعیضي کړنو په اړه هم اندیښنې راپورته کړي، لکه د مذهبي، سیاسي یا کلتوري ازادۍ څخه د دوی د حقونو انکار.

په همدې حال کې راپور کې ټینګار شوی چې د بښنې له اعلان سره بیا هم له پخوانیو حکومتي چارواکو او امنیتي ځواکونو د غچ اخیستنې په ګډون د هغوی ناقانونه وژل او نیول دوام لري.

اقتصادي او بشري مسایل

ملګري ملتونه په خپله وروستۍ کتنه کې وايي، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د بانکي فعالیتونو کمښت او د پانګونې په برخه کې د باور نشتوالي په هېواد کې اقتصادي بحران لاپسې زیات کړی دی.

د راپور له مخې، د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ټینګار کړی چې د افغانستان یو پیاوړی او سالم اقتصاد د سیمه ییزې سوداګرۍ لپاره حیاتي دی او د دوی هېوادونو ته د اقتصادي ګواښونو او د ډله ییزو مهاجرتونو د کمولو لامل به شي.

د ملګرو ملتونو نظرونه ښیي چې د مالي روڼتیا په برخه کې د طالبانو ناکامي، د قضايي سیسټم لغوه کول او اساسي قانوني تضمینونه او د اقتصادي مشارکت او پانګونې نشتوالی هم د دې لامل شوي چې افغان اقتصاد له ستونزو او نازک حالته ونه وځي.

له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره مبارزه

ملګري ملتونه وايي، په داسې حال کې چې د کوکنارو د تولید په اړه د طالبانو د مشرتابه پرېکړه د ناقانونه نشه یي توکو پر وړاندې د نړیوالې مبارزې په برخه کې یو مثبت ګام دی، خو احتمال لري چې د افغانستان پر کلیوالي اقتصاد، کورنۍ هوساینې او لوی اقتصادي ثبات باندې به سختې منفي اغیزې ولري.

د راپور په یوه بله برخه کې په افغانستان کې د ترهګرۍ د زیاتېدونکي خطر په اړه اندېښنه ښودل شوې او ویل شوي، چې طالبانو یې د کنټرول لپاره د ځینو اقداماتو په عملي کولو سره لېوالتیا ښودلې ده. خو په راپور کې راغلي چې دغه اقدامات د بې ثباتۍ د زیاتوالي په اړه د سیمې د هېوادونو اندېښنې نه شي لرې کولی.

د افغانستان سیاسي نمایندګي

د دې راپور له مخې، د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د څوکۍ د نیولو لپاره د لازمو شرایطو د برابرولو لپاره د طالبانو له ټینګار سره سره، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د دې ډلې د استازو د اسنادو بیا کتنه د پرله پسې دوو کلونو لپاره وځنډوله.

د افغانستان په اړه په وروستیو غونډو کې نړیوالو سازمانونو له افغانستان سره د ښکیلتیا او د یوې ګډې نړیوالې تګلارې د پراختیا ملاتړ وکړ، خو بیا هم د طالبانو په رسمیت پیژندلو ټینګار کوي.

ملګري ملتونه وايي، د ملګرو ملتونو په ګډون په نړیوالو سازمانونو کې د افغانستان د استازیتوب په اړه د هوډ نشتوالی بالاخره د افغانانو په زیان دی او د ډېرو سیمه ییزو او نړیوالو لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د دغه هېواد وړتیا محدودوي.
​

په افغانستان کې د اسټرالیايي پوځ د جنګي جنایتونو افشاګر وایي محرم معلومات یې نشر کړي

۲۶ لړم ۱۴۰۲ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۲۹ GMT+۰

د اسټرالیايي پوځ د جنګي جرمونو د تورونو په افشا کولو کې مرستندوی کس اعتراف کړی چې پټ یا محرم معلومات یې یې افشا کړي دي. ډیویډ مک‌ برایډ، چې مخکې یې پر ځان لګېدلي تورونه نه و منلي، اوس یې د اسنادو د غلا کولو او د پټو معلوماتو پر بې قانونه نشرولو اعتراف کړی دی.

دغه پخواني پوځي وکیل ویلي، د اخلاقي دندې له مخې یې احساس کاوه چې د اردو په داخل کې شکایتونه له پامه وغورځول شوي او دی باید په افغانستان کې د اسټرالیايي سرتیرو د جنایتونو په اړه شواهد او اسناد خپاره کړي.

په افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو د جنګي جنایتونو په تړاو د معلوماتو خپرېدل په رسنیو کې د پراخو څېړنو او بحثونو لامل شول.

په ۲۰۱۷ کال کې د "افغان دوسیو" په نوم د راپورونو دې لړۍ د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پټ اړخونه او په افغانستان کې د دوی جنګي جنایتونه په ډاګه کړل.

د پخواني پوځي وکیل د محاکمې لپاره راتلونکې اونۍ ټاکل شوې وه، خو وروسته له هغه چې محکمې یې دفاع رد کړه، هغه د تورونو په اړه خپل دریځ بدل کړ، او دا یې ومنله چې "محرم معلومات" یې نشر کړي دي.

ښاغلي مک‌ برایډ اعتراف کړی چې هغه اې بي سي نیوز ته یو لړ اسناد ورکړي.

نوموړي نن د اسنادو د غلا کولو او په غیرقانوني توګه د پټو پوځي معلوماتو د شریکولو اړوند درې تورونه ومنل.

مک‌براید په ۲۰۱۹ کې نیول شوی و او له پنځو تورونو سره مخ دی چې پکې د دولتي اسنادو غلا، له قانون سرغړونه او د معلوماتو غیر مجاز افشا کول شامل دي.

د اسټرالیا دغه افشا کوونکي په پیل کې غوښتل چې استدلال وکړي چې د هغه افشا کول به د اسټرالیايي افشاګرو د محافظت قانون کې راشي ، مګر د هغه مدافع وکیلانو وویل چې دوی باید له ډیری دلیلونو تېر شي ځکه چې ویل شوي چې دوی به ملي امنیت په خطر کې اچوي.

د بشري حقونو مدافعین وايي چې د هغه قضیې وښودله چې په اسټرالیا کې د افشا کوونکو د ساتنې لپاره کافي میکانیزمونه نشته.

د بشري حقونو د مرکز څخه کایران پندر، د ښاغلي مک‌ برایډ د بښنې په حق کې وویل چې د افشا کوونکو محاکمه کول او په زندان کې اچول نشته.

د بي بي سي د راپور له مخې، دې ته په پام سره چې ښاغلي مک‌برایډ پر خپل جرم اعتراف کړی، تمه ده چې د راتلونکي کال په پیل کې به ورته سزا واورول شي.
​

مهاجر فراهي: د هیوادونو ترمنځ اړیکي د فرهنګي ډیپلوماسۍ پر بنسټ پراخېدای شي

۲۶ لړم ۱۴۰۲ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۱ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو معین وايي، د هیوادونو ترمنځ اړیکي د کلتوري ډیپلوماسۍ پر بنسټ اغېزناکې او اپراخېدای شي. مهاجر فراهي د روسیې په سن پترزبورګ ښار کې یوې فرهنګي ناستې ته ویلي، د ټولو هیوادونه فرهنګونه د هغوی د هویت حیثیت لري او باید درناوی یې وشي.

د طالبانو ترکنټرول لاندې باختر اژانس نن په خپل اېکس کې لیکلي چې مهاجر فراهي دا خبرې یو نړیوالې فرهنګي ناستې ته کړې دي.

د روسیې په کوربتوب دغه ناسته کې د شاوخوا ۴۱ هېوادونو د اطلاعانو او کلتور وزیرانو کډون کړی دی.

ویل کیږي په دغه ناسته کې روسیې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ته بلنه ورکړې وه، خو د هغه پر ځای د خپرونو مرستیال کډون کړی دی.