طالبانو سږ کال د کندهار د انارو صادراتي ارزښت ۲۰ میلیونه ډالر اعلان کړ

په کندهار کې د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د شنبې په ورځ وویل، چې سږ کال له دغه ولایت څخه پاکستان، هند او قزاقستان ته د شاوخوا شل میلیونه ډالرو په ارزښت انار صادر شوي دي.

په کندهار کې د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د شنبې په ورځ وویل، چې سږ کال له دغه ولایت څخه پاکستان، هند او قزاقستان ته د شاوخوا شل میلیونه ډالرو په ارزښت انار صادر شوي دي.
دغې ادارې د انارو ټولټال صادرات ۴۸ زره او ۳۸۰ ټنه اعلان کړي دي.
د انارو تر حاصل مخکې د دې مېوې کرنګرو ویل، چې سږ کال یې حاصلات زیات دي، خو د مرض له امله یې ډېره برخه چاودلې، چې بهر ته د صادرېدو نه ده.


د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر وايي، پاکستاني چارواکو یې دا غوښتنه منلې چې د افغان کډوالو د شتمنۍ لېږدولو کې ور سره مرسته وکړي. نور الدین عزیزي وايي، د دې شتمنۍ لېږدولو لپاره د کوربه هېواد د بهرنیو چارو وزارت او اسلام اباد کې د افغان سفارت لپاره د دوی شازدافیر په ګډه کا رکوي.
پاکستان کې د بې اسناده کډوالو اېستلو پسې دغه هېواد ته د نورالدین عزیزي څلور ورځنی سفر د یوه لوړپوړي طالب چارواکي لومړنی سفر دی.
دا سفر له هغه یوه اونۍ وروسته دی چې د پاکستان سرپرست لومړي وزیر وویل، د کډوالو استولو پلان یې له هغه وروسته پیل کړ چې افغان طالبانو د پاکستان ضد وسلوالو په مقابل کې ګام پورته نه کړ.
طالبان د پاکستان دا نیوکې بې ځایه بولي چې افغان خاوره د دغه هېواد پرضد کارېږي.
نورالدین عزیزي هم له رویټرز سره په مرکه کې ویلي چې له پاکستاني لوري سره لیدنه یې دوستانه او پر سوداګرۍ څرخېده.
نوموړی وايي، خپله لیدنه کې یې د افغان کډوالو د شتمنیو پر لېږدولو خبرې وکړې او په نتیجه کې په دې هوکړه شوې چې د افغان سفارت شازدافیر او د پاکستان بهرنیو چارو وزارت به په دې برخه کې لار نقشه جوړه کړي.
د نوموړي په خبره، دا شتمني د لسو یا سلو کسانو نه ده بلکې د ۱.۷ میلیونو افغانانو دي.

ستانه شوي افغان کډوال وايي، له دوی سره تر پنځوس زرو ډېرې روپۍ او نور ملکیت افغانستان ته نه پرېښودل کېږي.
خواله رسنیو کې ویډیووې ښيي چې افغان کډوال ماشینري او ان خپل ګاډي د چمن یا تورخم لارې افغانستان ته اړولی نه شي.
د تېر اکتوبر له لومړیو تراوسه تر درې نیم لکو افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي، خو ډېری یې تورخم او سپین بولدک کې په لنډمهالو پنډغالو کې دېره دي.
پاکستاني چارواکو پرون وویل، چې تر جنورۍ پورې به ټول بې اسناده کډوال افغانستان ته ستنوي او له هغه وروسته به اسنادي کډوالو ته هم د ستنېدو پلان جوړوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، له چمن تر کوټې د دغه غورځنګ په پښو تګ چې پرون پیل شوی، نن هم روان دی او لاریونوال به سبا یکشنبه هم خپل پلي تګ ته ادامه ور کوي. د غورځنګ لسګونو پلویانو دا لاریون د چمن پرلت او له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په غبرګون کې کړی دی.
مشر منظور پښتین خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې دا حرکت یې له افغانانو سره په پاکستان کې د روان زیاتي او د سپین بولدک - چمن پر دروازه په پاسپورټ د تګ راتګ د پرېکړي په غبرګون او همدانرګه د علي وزیر ،نورالله ترین، ګیلامن پښتین، عیدالرحمن، زاکیم وزیر او زینت الله د بند څخه د خلاصون لپاره کړی دی.
د پاکستان حکومت له لورې د سپین بولدک - چمن پر دروازه په پاسپورټ تګ راتګ د پرېکړي په غبرګون کې لسګونه زره کسانو له یوې میاشتې راهیسې پرلت کړی.
دوی ګواښ کړی، چې که پاکستان خپله پرېکړه وا نه خلي؛ نو خپل پرلت به نورو سیمو ته هم وغځوي.
د پاکستان دغې پرېکړې او پرلت له امله د سوېلي پښتونخوا د اوسېدونکو کاروبار په ټپه درېدلی دی.
پرون هم د سوېلي پښتونخوا چمن پرلت وهونکو د ملاتړ په موخه د چمن ښار زرګونه ماشومانو د د پرلت په ملاتړ راوتلي وو.

پاکستان نه یوازې تراوسه په دې هکله خپله پرېکړه نه ده اخیستې، بلکې دغه پرلت ته د ځینې سیاسي مشرانو او فعالانو د تګ مخه یې هم نیولې ده.
پاکستاني چارواکو تېره اونۍ دې پرلت ته د قامي اسمبلۍ د غړي محسن داوړ د تګ مخه ونیوله او علي وزیر یې دې پرلت کې له ګډون وروسته ونیو.
د پاکستان دغو اقداماتو د نړیوالو سازمانو په تېره د بشري حقونو د ملاتړو ډلو غبرګون هم پارولی دی.
د بښنې نړیوال سازمان درې ورځې مخکې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا د چمن پرلت کې له ګډون د ځینې سیاسي مشرانو پر منع کولو او یا د هغوی پر بندي کولو اندېښنه وښوده.
دغه سازمان د اسلام اباد له حکومته غواړي، چې د بیان ازادۍ او په چمن پرلت کې د سیاسي مشرانو اعتراض ته درناوی وکړي.

د جرمني کورنیو چارو وزارت وايي، طالب چارواکي په جرمني کې ځای نه لري او په کولون ښار کې د دغې ډلې د چارواکو موجودیت په کلکه غندي. دا وزارت زیاتوي په کولون کې د طالبانو د استازي شتون د منلو نه دی او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې په دغه هیواد کې د سخت دریځو لپاره زمینه برابره کړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په خپل بیان کې زیاتوي: «طالبان په لویه کچه انساني حقونه تر پښو لاندې کوي او موږ د طالبانو له ظلمه ډېر افغلان کډوال خوندي کوو.»
دا وزارت زیاتوي، جرمن چارواکي د طالب چارواکيد ورتګ په هکله کلکه ارزونه کوي او په دغه هېواد کې د دیني چارو له ترک ټولنې غواړي چې په دې هکله خپل سپیناوی وکړي.
تر دې مخکې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه جلا بیان کې د دغه هېواد په کولن ښار کې د طالب چارواکي شتون غندلی دی.
دا غبرګون له هغه وروسته دی په هالنډ او جرمني کې په یو لړ مراسمو کې د عبدالباري عمر د حضور انځورونه خپاره شول او پراخ غبرګونونه یې وپارول.
خو د طالبانو د خوړو او درملو ادارې مشر نن هم په خپل اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې لا هم په اروپا کې دی.
عبدالباري عمر زیاتوي، په تېرو څو ورځو کې یې هالنډ، بلجیم، سلواکیا او جرمني ته په خپل سفر کې له یو شمېر "افغان سفیرانو او دیپلوماتانو" سره هم کتلي دي.
ښاغلي عمر په مشخص ډول د دغو سفیرانو او دیپلوماتانو نومونه نه دي اخیستي، خو لیکلي دي چې د دوی د غونډو او ناستو انځورونه به خپاره شي.
تر اوسه په دې اړه کره جزیات نه دي په ډاګه شوي، چې د طالبانو یوه چارواکي ته د اروپايي هېواد د ویزې په ورکولو کې چا اسانتیا برابره کړې وه.
اروپا ته د دغه طالب چارواکي له جنجالي سفر وروسته د جرمني د بهرنیو چارو وزارت او د هالنډ د روغتیا وزیر په جلا جلا توګه ویلي چې دوی به په خپل هېواد کې د عبدالباري عمر د شتون په اړه څېړنې وکړي.
ډیری منتقدین د طالبانو د یوه چارواکي بلنه، چې د نړۍ د بشري حقونو ضد تر ټولو بدنامه ډله ده، د "ترهګرۍ د سپینوالو" د یوې هڅې په توګه تعبیروي.
په تېرو ورځو کې د هالنډ د روغتیا وزیر سره د دغه طالب چارواکي عکس خپور شو چې له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.
د هالنډ د ازادۍ د ګوند مشر ګیرټ ویلډرز د طالبانو د یوه چارواکي ترڅنګ د دغه هېواد د روغتیا د وزیر د انځور خپرېدل «د نه باور وړ دسیسه» او «شرمناکه» پېښه بللې ده.
د هالنډ د ولسي جرګې دغه غړي لیکلي، چې ارنسټ کوپرز له طالبانو سره یو انځور اخیستی، چې «یو تروریستي سازمان دی او تر ټولو بد ډوله قاتلان او افراطیان دي.»
د هالنډ د روغتیا وزیر ارنسټ کوپرس ویلي، نه پوهېده چې د ده تر څنګ ولاړ کس د طالبانو استازی دی او د دې عکس په اخیستو پښیمانه دی.
هالنډي چارواکو ویلي چې په دې اړه پلټنه کوي چې د طالبانو استازي څنګه د هاګ په کنفرانس کې ګډون وکړ.

د افغانستان د پخوانیو نظامیانو کمېټه وايي، که د طالبانو له خوا د دوی د نیولو او وژلو د مخنیوي هڅه ونه شي، ښايي دا پوځیان «د اوکراین په څېر د فلسطین او منځني ختیځ زیاتېدونکې جکړې ته ور ګډ شي.» دا کمېټه په پرانیستي لیک کې له کانګرېس غواړي چې د دوی برخلیک ته کلکه پاملرنه وکړي.
دغه کمېټه په خپل لیک کې له واشنګټن دا هم غواړي چې د طالبانو په شکنجه کې د سلګونو پخوانیو نظامیانو د سملاسي خوشي کولو هڅه هم وکړي.
د پخوانیو نظامیانو کمېټه د شنبې په ورځ په یوه لیک کې چې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلی، زیاتوي چې شمېر یې له پنځو زرو ډېر دی.
دوی وايي، له امریکا او نړیوالې ټولنې سره د ترهګرۍ ضد جګړې په لومړۍ کرښه کې وجنګېدل خو د جمهوریت تر پرځېدو وروسته تر بل هر پاړکي کم پام ورته شو.
دوی هیله ښيي چې برخلیک ته یې پام وشي او هسې نه د مجبوریت له امله د نړۍ د امنیت او ثبات په دوښمنانو بدل شي.
د دې کمېټې په باور، طالبانو له ټولبښنې سره پخواني نظامیان شکنجه او ووژل، ځکه ډېر پاکستان او ایران ته کډه شول او ممکن د فشار او بې سرنوشتۍ له امله د سیمې د حکومتونو، ترهګرو ډلو او نشه ييي توکو د قاچاق سره یو ځای شي.
دوی د لیک په پاې کې له کانګرس غواړي چې د پخوانیو نظامیانو د نیولو او وژلو د مخنیوي لپاره پر طالبانو فشار واچوي او زیاتوي، «که داسې ونه شي، څنګه چې د اوکریان جګړه کې د دې ځواکونو د حضور شاهد یو، د فلسطین او منځني ختیځ مخ په زیاتېدونکې جګړه کې به یې هم شاهد شو.»
د تېر کال د اکتوبر په وروستیو کې ځینې سرچینو افغانستان انترنشنل ته وویل، چې ایران دغه هېواد ته تللي پخواني افغان نظامیان د روسیې په ملاتړ د اوکراین جګړې ته هڅوي.
د دې سرچینو په خبره، له پخوانیو افغان نظامیانو سره ژمنه شوې چې جګړې ته د تلو په شرط به ښه تنخا او د روسیې وګړتوب ور کړل شي.
د تېر اکتوبر پر ۷ د حماس او اسراییل د جګړې له پیلېدو راهیسې د ایران ملاتړو وسلوالو ډلو په یمن او عراق کې د امریکا پرضد بریدونه کړي او همدارنګه د لبنان حزب الله ډلې هم د اسراییل پوځیان په نښه کړي دي.
په دا مهال ځینې ویدیووې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې چې پکې ایران مېشت افغان کډوال د فلسطین جګړې ته د تللو خبرې کوي.

د طالبانو د خوړو او درملو ادارې مشر د شنبې په ورځ «د لړم په ۲۷ مه» په خپل اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې لا هم په اروپا کې دی. عبدالباري عمر زیاتوي، په تېرو څو ورځو کې یې هالنډ، بلجیم، سلواکیا او جرمني ته په خپل سفر کې له یو شمېر "افغان سفیرانو او دیپلوماتانو" سره هم کتلي دي.
ښاغلي عمر په مشخص ډول د دغو سفیرانو او دیپلوماتانو نومونه نه دي اخیستي، خو لیکلي دي چې د دوی د غونډو او ناستو انځورونه به خپاره شي.
تر دې وړاندې په هالنډ او جرمني کې په یو لړ مراسمو کې د عبدالباري عمر د حضور انځورونه خپاره شول او پراخ غبرګونونه یې وپارول.
تر اوسه په دې اړه کره جزیات نه دي په ډاګه شوي، چې د طالبانو یوه چارواکي ته د اروپايي هېواد د ویزې په ورکولو کې چا اسانتیا برابره کړې وه.
اروپا ته د دغه طالب چارواکي له جنجالي سفر وروسته د جرمني د بهرنیو چارو وزارت او د هالنډ د روغتیا وزیر په جلا جلا توګه ویلي چې دوی به په خپل هېواد کې د عبدالباري عمر د شتون په اړه څېړنې وکړي.
ډیری منتقدین د طالبانو د یوه چارواکي بلنه، چې د نړۍ د بشري حقونو ضد تر ټولو بدنامه ډله ده، د "ترهګرۍ د سپینوالو" د یوې هڅې په توګه تعبیروي.
په تېرو ورځو کې د هالنډ د روغتیا وزیر سره د دغه طالب چارواکي عکس خپور شو چې له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.
د هالنډ د ازادۍ د ګوند مشر ګیرټ ویلډرز د طالبانو د یوه چارواکي ترڅنګ د دغه هېواد د روغتیا د وزیر د انځور خپرېدل «د نه باور وړ دسیسه» او «شرمناکه» پېښه بللې ده.
د هالنډ د ولسي جرګې دغه غړي لیکلي، چې ارنسټ کوپرز له طالبانو سره یو انځور اخیستی، چې «یو تروریستي سازمان دی او تر ټولو بد ډوله قاتلان او افراطیان دي.»
د هالنډ د روغتیا وزیر ارنسټ کوپرس ویلي، نه پوهېده چې د ده تر څنګ ولاړ کس د طالبانو استازی دی او د دې عکس په اخیستو پښیمانه دی.
هالنډي چارواکو ویلي چې په دې اړه پلټنه کوي چې د طالبانو استازي څنګه د هاګ په کنفرانس کې ګډون وکړ.
ارنسټ کایپرز نن په یوه یادداشت کې چې هغه په اېکس ټولنیز شبکه کې خپور کړ، لیکلي چې د دې عکس اخیستل یوه تېروتنه وه او په بشپړه توګه باید داسې نه وه شوې.