هغه زیاته کړه: “ دا خلک دیني عالمان نه بلکې د پاکستان د پوځ کرايي کړي لوډسپیکرونه دي، که دا نن ورته د پاکستان پوځ وايي، چې د قران پر وړاندې یو غلط بیان ورکړئ دوی به یې ورکوي”.
اڅکزی د چمن پرلت ته په اشارې سره وايي، چې د پوځ او پاکستاني حکومت د نادرستو پرېکړو پر وړاندې به دریږي او هېچا ته دا اجازه نه ورکوي، چې د کرښې د دواړو غاړو پرتو پښتنو څخه د هغوی حقونه واخلي.
بل خوا د پاکستان د مشرانو جرګې یو غړي مشتاق احمد خان افغانستان انټرنشنل- پښتو ته د کډوالو د پالیسۍ د ملاتړ په تړاو د دیني عالمانو څرګندونې مسخره وبللې او ویې ویل، چې د کډوالو په اړه روان چلند د پاکستان په تاریخ کې یو شرموونکی عمل دی.
هغه وویل، چې پخوا پاکستان افغانان د شوروي اتحاد پر وړاندې د خپلې دفاع ډال ګاڼه؛ مګر اوس یې په زوره له پاکستانه شړي.
مدني فعاله شهناز یوسفزۍ بیا د پوځ له مشر سره د دیني علماوو په لیدنې او د کډوالود ایستلو د پالیسۍ پر ملاتړ خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل، چې د پاکستان یو شمېر دیني عالمانو خپله اصلي دنده هېره کړې ده.
هغې زیاته کړه: “ اسلام خو اسلامي ورورولي پېژني، له یو بل سره مرسته پېژني، دا کوم اسلامي عمل دی چې خپل یو مسلمان ورور سره د روان ظلم شاباسۍ ورکوي”.
د پښتون ژغورنې غورڅنګ لسګونو غړو تېره ورځ لاريون پیل کړ او نن د یک شنبې په ورځ د (لړم ۲۸مه) د سوېلي پښتونخوا تر لورلایي سیمې رسیدلي دي.
لاریون کوونکي وايي، له دغه لاریون یې هدف د چمن پرلت ملاتړ، له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو او د پاکستان حکومت له لوري د دغه غورځنګ د غړو د نیولو غبرګون دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د چمن مسول فدا محمد قایل افغانستان انټرنشل ـ پښتو ته وویل:« موږ په سوله ییز ډول د اعتراض په ډول تر کوټې ښاره پلی تګ کوو، موږ خپل غږ پورته کو چې د پاکستان حکومت مو غږ واوري. خو د لارې پر سر له تیرې ورځې راهیسې څو ځایه پولیسو راته خنډونه جوړ کړل د وړاندې تګ اجازه یې نه راکوله.»
له چمن تر کوټې پورې کابو ۱۳۰کیلومتره لاره پرته ده او دغه لاریون کوونکي غواړي دغه واټن پلی ووهي.
د دې تر څنګ د پاکستان له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دوازه په پاسپورټ د تګ راتګ په غبرګون د چمن پرلت دیرش ورځې پوره شوي.
او دغه پرلت وهونکو نن ګواښ وکړ چې له چمن څخه تر کوټې پر لویه لاره به د موټر تګ راتګ بند کړي.
په مقاله کې دا هم راغلي: «په پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو سره چلند باید له نړیوالو نورمونو سره سم او د بشري حقونو او انساني کرامت ته په پام سره وشي او لږ تر لږه هغه کسان چې په پاکستان کې زېږېدلي دي، باید د پاکستان تابعیت ورکړل شي چې له نورو سره مساوي حقونه ولري.»