• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو لغمان کې بیت المقدس ته ورته جومات د خپل پخواني مشر اخترمحمد منصور په نوم پرانيست

۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۷ GMT+۰

په لغمان کې طالب چارواکو بیت المقدس ته ورته جامع جومات پرون د دې ډلې د پخواني مشر اختر محمد منصور په نوم پراینست. د مهترلام ښاروالۍ وايي، د دې جومات ټول لګښت دې ادارې ورکړی، خو سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې د جومات مصارف په جلال اباد کې د ایران کونسلګرۍ پرې کړي.

دا جومات د لغمان ولایت د قرغۍ ولسوالۍ په سورخکان کې د لس ميلیونه درې لکه پنځوس زره افغانیو په لګښت جوړ شوی دی، چې تر پنځوسوو کسان ځایوي.

د جومات د پرانیستې مراسمو کې پر ځايي طالب چارواکو سربېره د ایران کونسل مجید صادق دولت ابادي هم ګډون درلود.

طالب چارواکو ځايي رسنیو ته ویلي و چې د ایران د کونسل انځور یا ویډیو ونه کړي او نه یې هم نوم په راپورونو کې یاد کړي.

د ایران د تسنیم او ایسنا په څېر حکومت پلوه او حکومتي رسنیو هم د دې جومات خبر ته پراخ پوښښ ور کړی دی، خو د خپل کونسل د ګډون یادونه یې نه ده کړې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د طالبانو له خوا بیت المقدس ته د ورته مسجدونو د جوړېدو هدف د بیت المقدس ازادول دي.

د جومات د پرانيستي پرمهال د طالبانو پر بيرغ سربېره د فلسطین بیرغ هم ځوړند و او د ازادۍ لپاره يې ګډه دعا هم وشوه.

که څه هم طالبانو د بیت المقدس د جګړې اړوند خپل دريځ نه دی روښان کړی خو يو شمېر طالبان وایي، چي د اسلام په نوم هر ډول قربانيو ته تيار دي.

د طالبانو د واکمنېدو سره سم لومړی دې ډلې اقصا جومات ته ورته يوه څلور لارې د کابل ښار په کمپنۍ ساحه کي پرانيسته.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي چې د دغې ډلې د وزیرانو شورا په دوه ورځینۍ غونډه کې یې یو لړ پریکړې کړې دي

۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۰۱ GMT+۰

په هغه خبر پاڼه کې چې د دغې ډلې مشر ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا خپره شوې راغلي چې په دغې دوه ورځنۍ غونډه کې د یادې ډلې مشر له ټولو طالبانو غوښتي چې باید ټول چارواکي د ولسي خلکو په خدمت کې ناغیړي و نه کړي او ځانونه د ټول افغانستان سره تړلی وبولي.

دا رنګه له طالبانو غوښتل شوي چې د خلکو سره داسې چلند وکړي چې هغوی د حاکم نظام سره مرستې او همکارۍ ته وهڅوي.
د خبرپاڼې په بله برخه کې راغلي چې د مسولیتونو سپارل د خوښۍ او بېرته اخیستل یې باید د خپګان وړ نه وي.

دغه شان په دغې اوږدې دوه ورځنۍ غونډه کې پاکستان ته د طالبانو د پلاوي د ورتګ راپور هم واورول شو او د صادراتو، وارداتو او ترانزیټ په اړه غونډې ته معلومات ورکړل شوي، خو دا نه دی ویل شوي چې په پاکستان کې د افغانانو د یرغمل شویو او ایسارو شتمنیو په اړه څه خبرې شوي اوکه نه.
د سلګونه زره ستنول شویو افغان کډوالو په تړاو همدومره ویل شوي چې د دغې ډلې مشر اړونده ادارو ته سپارښتنه کړې چې د ستنو شویو کډوالو خدمت ته دې چارواکي مټې بډ وهي.
دا رنګه له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پراخولو ته هم لنډه اشاره شوې او د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه شوې چې د بهرنۍ تګلارې له پاره دې ځانګړی کمیسیون لازمې پرېکړې وکړي.

خو د پاکستان حکومت له لوري طالبانو ته د وروستیو ګوتڅنډنو په اړه چې ګنې ټي ټي پي هلته پناه ځایونه لري، هيڅ یادونه نه ده شوې.
په ټوله کې په دغه خبرپاڼه کې د نجونو زده‌کړو او د مېرمنو کار کولو ته هیڅ اشاره نه ده شوې او د نړۍ والو هغو غوښتنو په اړه هم څه نه دی ویل شوي چې وايي طالبان باید د کورني او بهرني مشروعیت د ترلاسه کولو له پاره دې ټول ګډونه حکومت جوړ کړي.

پاکستان لوېدیځ ته له تلونکي هر افغان کډوال نه ۸۳۰ ډالر اخلي

۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۴۲ GMT+۰

ملګري ملتونه او لوېدیز ډیپلوماټان د پاکستان دا پرېکړه ټکان ور کوونکې او مایوسوونکې بولي چې له دغه هېواده غرب ته له تلونکي هر افغان نه ۸۳۰ ډالر د وتلو د اجازې په نوم اخلي. غربي ډیپلوماټان وايي، د پاکستان حکومت په لومړي سر کې غوښتل له هر کډوال زر ډالر واخلي، خو وروسته یې ۸۳۰ کړل.

دغه بې مخینې ګام د هغو کډوالو پرضد دی چې په لوېدیځ کې کېسونه لري او په قانوني ډول له پاکستانه ځي.

د ګارډین د چارشنبې ورځې د راپور له مخې، د پاکستان دا پرېکړه د تېر اکتوبر لومړیو کې په دغه هېواد کې نږدې دوه میلیونه بې اسناده افغان کډوالو ته د وتلو نېټې تر ټاکلو وروسته ده.

له همدې نېټې راهیسې د پاکستان پولیسو په اسلام اباد کې ځینې هغه کډوال هم نیولي چې ویزې لري او غرب ته د تلو په تمه دي.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د جمهوریت تر پرځېدو وروسته په زرګونو افغانان له اسنادو پرته او لا هم له تاریختېرې ویزې سره پاکستان کې اوسېږي او غرب ته د تلو په تمه دي.

ډېرې دې کسانو په افغانستان کې له لوېدیزو حکومتونو او ادارو سره کار کړی او د انساني همدردۍ له مخې لوېدیځ ته د تلو حق لري.

امریکا پلان لري چې له دې کډوالو ۲۵ زره او بریتانیا هم ۲۰ زره ولېږدوي.

په پاکستان کې پنځو مهمو ډیپلوماټانو ګارډین ته د پاکستان له خوا له دې کډوالو د وتلو اجازه لیک په نوم د دې پیسو اخیستل په نړیواله کچه بې مخینې او ټکان ور کوونکي بللي دي.

یوه ډيپلوماټ ویلي چې دا پیسې د پاکستان لپاره ډېرې اقتصادي، خو د کډوالو لپاره وژونکې دي.

د دې ډيپلوماټ په خبره، دا موضوع د ملګرو ملتونو یونیسیار او د کډوالو نړیوال سازمان کې هم را پورته شوې او همدارنګه سفارتکارو له خپلو مرکزونو سره شریکړه کړې ده.

یو لوېدیز ډیپلوماټ د پاکستان دا پرېکړه مایسوونکې بولي او زیاتوي: «که پاکستان لوېدیځ ته د کډوالو د لېږد بهیر اسانوي، په داسې پوچو شرایطو سره باید کار پېچلی نه کړي، د وتلو اجازه لیک په نوم دا لګښت څنګه توجیه کوي، د ډېرو پیسو د ګټلو لپاره؟»

بل ډیپلوماټ وايي، پاکستان دا هم وايي چې افغان کډوال باید دا پیسې د کارت له لارې ور کړي، چې ډېرب کډوال یې لري هم نه: «موږ له کډوالو سره د مرستې لپاره ګډې همکارۍ ته اړتیا لرو او هیله ده چې پاکستان به مرسته وکړي.»

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوڅ وايي، دا پالیسي نه بدلېږي او زیاتوي: «دا کسان له تېرو دو وکلونو راهیسې دلته دي، دوی مهاجر نه کډوال دي، د ویزو وخت یې تېر او اسناد نه لري.»

هغه هیله لري چې څومره ژر ممکنه وي اړوند هېوادونه به یې د اېستلو لپاره د ویزو بهیر تایید کړي
نوموړې دا هم وايي چې ملګري ملتونه پر دې ستونزه له پاکستان سره ګډ کار کوي او غرب کې د مېشتېدونکو افغانانو د وتلو جرمانه او د ویزې پیسې به ور کړي.

له تېر اکتوبر راهیسې چې پاکستان د بې اسناده کډوالو اېستل پیل کړی، له دې کورنیو سره تر پنځوس زرو کلدارو ډېرې پیسې هم نه پرېږدي او نه اجازه ور کوي چې خپل ګاډي او ماشینري افغانستان ته ولېږدوي.

ویلګسټ اکاډمي د خپل راتلونکي کنفرانس لپاره د طالبانو د استازي له بلنې تېره شوه

۳۰ لړم ۱۴۰۲ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۳، ۲۱:۰۴ GMT+۰

د المان د کولن ښار په یوه جومات کې د طالبانو د یوه چارواکي د راڅرګندېدو په اړه د غوسې په پایله کې د ویلګسټ اکاډمۍ په راتلونکې ډسمبر میاشت کې د یو کنفرانس لپاره د طالبانو حکومت یو چارواکي ته له لیږل شوي بلنلیک بېرته په شا شوې ده.

د دغې اکاډمۍ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې “د اوسني وضعیت په پام کې نیولو سره دا د خواشینۍ وړ ده، چې د ازادو او انتقادي بحثونو لپاره د مناسبې فضاء جوړول امکان نه لري.”

د دغې اکاډمۍ د مطالعاتو مشر اویې تریتمان وایې”:په اوصولو اعتقاد دا دی که تاسې غواړی د ځمکې پر مخ خلکو سره مرسته وکړئ، باید هغو سره خبرې وکړئ چې د خبرو لپاره څه لري.”

د ۱۹۸۴ کال راهیسې د افغانستان په اړه د جوړېدونکي کنفرانس مشر او د بهرنیو چارو په وزارت کې د فیډرال حکومت پخوانی استازی کرستوف زوپل وایي؛ د افغانستان په اړه د لویدیځ د تګلارې له غمجنې ناکامۍ وروسته د طالبانو له استازو سره خبرې اترې یوه له هغو څو لارو څخه وه، چې په افغانستان کې د بشري پرمختګ لپاره یې پایله ورکولی شوه.

زوپل ټینګار وکړ، چې په دې غونډه کې د طالبانو د استازي ګډون چې اوس لغوه شوی، د فیډرال چارواکو سره له مشورې پرته شونې نه وه.

په همدې حال کې د طالبانو د خوړو او درملو د ادارې رییس عبدالباري عمر کابل ته له راستنېدو وروسته ومنله چې له هالنډ څخه یې د شینګین وېزه ترلاسه کړې ده.

عمر اف-ای-زي نومې رسنۍ ته ویلي، چې په کولن کې په خپله کړې غوڼډه “ویاړي” او هېڅ ناقانونه عمل یې نه دی ترسره کړي.

‌ هغه اروپا ته د نورو طالبانو د استازو ممکن سفرونه هم رد نه کړل.

د راپورونو له مخې؛ ځینې طالب چارواکي د شنګین اوږدمهالې ویزې لري.‌

کاناډا په افغانستان کې د کاناډايي پوځ په تړاو د لیکل شوي کتاب پر خرڅلاو بندیز ولګاوه

۳۰ لړم ۱۴۰۲ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۶ GMT+۰

"کاناډايي ځواکونه په افغانستان کې" اثر چې د یوې لسیزي په ځنډ سره خپور شو د لوستلو او خرڅلاو محدودیت پرې وضع شوی او یوازې د دې کتاب کاپي د کاناډا په پوځي واحدونو او اکاډمیکو انسټیټیوتونو کې ترلاسه کېدی شي. تر اوسه دا نه ده روښانه چې پر دغه کتاب ولې بندیز لګېدلی.

اوتاوا ستیزن د نومبر په ۲۱مه د کینګسټون کې د رویال پوځي پوهنتون استاد ستیف لوکیټس له قوله لیکلي، چې د کاناډا پوځ باید د افغانستان په اړه دې مهم کتاب ته لاسرسی محدود نه کړي.
خو د کاناډا وسله وال پوځ او د ملي دفاع وزارت د هغه تاریخي اثر له لوستلو چې په افغانستان کې د کاناډایي نارینه او ښځینه و د جګړې او وژل کیدو په اړه دی، منع کوي چې په تېر جولای کې چاپ شوی.
په افغانستان کې د کاناډایې ځواکونو حماسې اثر اتلس سو مخونه لري، چې د کاناډا د پوځ له خوا په ۱۶۰۰ تیراژ کې محدود شوی، ۸۰۰ توکه په انګلیسي او ۸۰۰ یې هم په فرانسوي ژبې چاپ شوی.
د دې کتاب هارډ کاپي یوازې د کاناډا په پوځي واحدونو او اکاډمیکو انسټیټیوتونو کې ترلاسه کیدی شي؛ خو داسې ویل شوي چې دا کتاب به په وړیا توګه د انلاین له لارې د لوستونکو لپاره چمتو شي؛ خو د اوس لپاره حتا هغه کاناډایان هم ورته لاسرسی نه لري چې د کتاب لوستلو لپاره پیسې ورکوي.
د دې کتاب لیکوال پوځي تاریخ لیکونکی شان مالوني دی او دا کتاب یې د لسو کلونو په لړ کې لیکلی.

دا چې ولې د دغه کتاب چاپ یوه لسیزه ونیوله عامل یې په پوځ کې ځینې کسان وو، چې نه یې غوښتل دا کتاب چاپ شي.
شان د دغه کتاب د لیکلو په جریان کې درې نور کتابونه هم چاپ کړي او کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شول هڅه یې وکړه له هغو افغانانو سره مرسته وکړي، چې له کاناډایانو سره یې کار کړی و.
د دې کتاب د لوستلو لپاره انتظار او لیوالتیا له بې حده وه؛ خو کله چې چاپ شو، محدودیت پرې ولګید.

د دې کتاب یوه نسخه د ار ام سي کتابوتون کې ایښودل شوې، چې ډېر محدود کاناډایان یې هلته لوستلی شي.
په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د کاناډا د پوځ قوماندان جنرال انډریو لیسلي شان ته دنده وسپارله چې افغانستان ته ولاړ شي او له هغه ځایه دې د پوځ تاریخ د مسلکي تاریخ لیکونکې په توګه ولیکي.

شان د یو عالم په توګه د خپلو لیکلو اکاډمیک او ایډیتوریل ازادي غوښتنه کړې وه.
د رویال پوځي پوهنتون استاد ستیف لوکیټس وايي، چې د کانادا د دفاع وزیر دا واک لري، چې د شان کتاب د پوځ له بندیزونو خلاص کړي.
نوموړي له ښاغلي بیل بلیر څخه غوښتي: «مهرباني وکړئ د شان مالوني کتاب ازاد کړئ، ټولو کاناډایانو ته یې د لوستلو فرصت ورکړئ. ناشرانو ته یې د چاپ فرصت ورکړئ او کاناډایي پوهانو او ماهرانو ته اجازه ورکړئ چې په افغانستان کې زموږ د پوځ د تاریخ په لومړۍ مسوده تبصره وکړئ».

د تورخم دروازه د مسافرینو او بارو وړونکو لاریو پر مخ خلاصه شوه

۳۰ لړم ۱۴۰۲ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۹ GMT+۰

د طالبانو د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، چې له پاکستاني لوري سره له خبرو وروسته د تورخم دروازه د باروړونکو لاریو او مسافرینو پر مخ خلاصه شوې ده.

له دې وړاندې په تورخم کې د طالبانو کمیسار عصمت الله يعقوب ویلي وو، چې د تورخم دروازه يو ځل بيا د پاکستاني چارواکو له‌خوا د ترانزېټ پرمخ نن غرمه په داسې حال کې وتړل شوه، چې له موټر چلوونکو څخه يې د وېزې او پاسپورت غوښتنه کوله.

کميسار دا هم وويل، دوی تر اوسه له موټر چلوونکو څخه د وېزې او پاسپورټ غوښتنه نه‌ ده کړې.

بل خوا د طالبانو د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند رییس زابلی وايي، چې له پاکستاني لوري سره د خبرو وروسته دغه لاره بېرته خلاصه شوې ده.

دا چې پاکستان به بیا هم د وېزو او پاسپورټونو غوښتنه کوي او که نه په اړه یې نوموړي څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې هم په دغه لاره له بار وړونکو موټرو څخه د تګ راتګ لپاره د پاسپورت او ويزې غوښتنه نه کېدله؛ خو نن يوځل بيا د پاکستاني لوري په همدې پلمه دغه لاره د ټرانزېټ پرمخ وتړل شوه.

تر دې وړاندې پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې د تورخم دروازه د طالبانو له‌خوا د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.