• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو له بنده خوشې شوی ډاکټر وايي طالبانو بنسټپالنې ته هڅوه

۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۵ GMT+۰

۵۴ کلن کیون کارنویل چې یو خیریه بنسټ کې یې د ډاکټر په توګه کار کاوه، د جنورۍ په ۱۱مې په کابل کې په خپل هوټل کې د طالبانو له خوا ونیول شو او له هغه راهیسې د طالبانو استخباراتو سره د جاسوسۍ په تور بندي و.‌

اوس د طالبانو له بنده له خوشې کېدو وروسته د خپلې میرمنې کیلي سره یو ځای شوی، نوموړي له بي بي سي سره د خپل زندان د دورې د تجربو په اړه خبرې کړي.

هغه د دغه نهه میاشتنې بند دورې درې میاشتې په یو انفرادي بندخونې کې تېرې کړي، چېرې چې هغه د طالبانو له خوا هره ورځ لس ساعته "بنسټپالنې" ته هڅېده.

ښاغلی کورنویل له تېر کال راهیسې په افغانستان کې د اکاروس (Iqarus) په نوم د یوه برېتانوي روغتیايي شرکت سره چې د ملګرو ملتونو له ماموریتونو سره مرسته کوي، د عملیاتي مدیر په توګه کار کوه.

نوموړی له یو شمېر نورو برېتانویانو سره د هغه سړي په ګډون ونیول شو، چې د افغانستان د پلازمېنې کابل په څنډه کې یې د دوی د مېلمستون چارې یې پر مخ وړلې.

هغه بي بي سي ته ویلي: "په انفرادي بندخونې کې درې مياشتې ډېرې سختې وې او تر ټولو سخت کار دا و، چې د بنسټپالنې ځکه ځان لرې وساتم".

هغه زیاته کړه:"کله چې به دوی ویده وو ما به میډیټیشن د خپل ذهن د ارامولو او د خپل رواني حالت د باثباته ساتلو لپاره کاروه؛ ما فکر نه کاوه چې زه له هغه ځایه خوشې شم."

ښاغلی کارنویل چې نېږدې 25 کاله یې برېټانیا په پوځ کې دنده ترسره کړې او د نړۍ بیلابیلو سمیو ته په ماموریت تللی دی.‌

هغه ویلي؛ د خوشې کېدو په ورځ تر وروستۍ شیبې پورې یې هیله نه درلوده،‌ ځکه نړۍوالو بندیانو ته ډېری وخت غلطه هیله ورکول کیږي.‌

نوموړي وویل: "په کومه ورځ چې زه خوشې کېدم، طالبان د سهار پنځه بجې زما انفرادي بندخونې ته راغلل،‌ زه ځکه پوه شوم چې پنځه بجې وې چې د سهار اذانونه کېده."

هغه وویل، چې طالبانو دی بهر وویست او ورته یې وویل چې ځان ووینځي، بیا ورته لاسونه وتړل او توره خلطه یې ور واغوستله او په زغره والو ګاډو کې یې میدان ته راوړ.

د هغه تر خوشې کېدو وړاندې د نوموړې میرمنې کیلي رسنیو ته ویلي وو، چې د ګردو د ستونزو له امله یې ښایې مېړه په زندان کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.‌

ښاغلی کارنویل چې روغتیايي حالت یې مخ په ښه کېدو دی، وایي هیله لري چې ژر تر ژر خپلې دندې ته ستون شي.

ده ویلي، چې بېرته به افغانستان ته نه ځي.‌

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر: روسیې په تازه بریدونو کې ۹ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۰۸ GMT+۰

اوکرایني چارواکي وايي، چې پر اوکراین د روسي ځواکونو په تازه بریدونو کې ۹ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې روسیه په لوی لاس اوکرایني عام وګړي په نښه کوي او په خرسون کې یې په توغندیز برید کې درې تنه وژلي او پنځه نور ټپیان دي.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ایهور کلیمینګو نن پنجشنبه رسنیو ته ویلي، چې د خرسون سربېره روسي بې پېلوټه الوتکو پر بریسلاف ښار هم بریدونه کړي، چې له امله یې یو سپین ږیری وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې په دواړو بریدونو کې د ملکي وګړو کورونه، دوکانونه او عامه ځایونه ویجاړ شوي دي.

د دغې مرګ ژوبلې په اړه روسیې څه نه دي ویلي؛ خو له دې وړاندې روسي چارواکو له اوکراین سره په جګړه کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله نه ده تایید کړې او ویلي یې دي، چې دوی د جګړې قوانین په پام کې نیسي او هڅه کوي، چې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله وا نه وړي.

د لبنان حزب الله ډلې د اسراییل پر شمال تر ۵۰ زیات راکټونه توغولي دي

۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۷:۴۳ GMT+۰

د لبنان حزب الله ډلې د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ دویمه) د اسراییل په شمال کې پر پرتو پوځي اډو څه باندې ۵۰ توغندي توغولي دي.

دغه راکټي بریدونه پرون د لبنان په جنوب کې د اسراییل د هوایي بمبار په ځواب کې شوي، چې ویل کیږي د حزب الله پنځه جګپوړي جنګیالي پکې وژل شوي وو.

د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس په وینا؛ د پنجشنبې ورځې راکټي بریدونه په تېره یوه نیمه میاشت کې د اسراییل په شمال کې د حزب الله له خوا تر ټولو سخت بریدونه بلل شوي دي.

په دې موده کې په سرحدي سیمو کې د اسراییلي پوځ او د لبنان د حزب الله تر منځ نېږدې هره ورځ نښتې شوې دي.

حزب الله چې د ایران له خوا یې ملاتړ کیږی، اعلان کړی چې له اسراییل سره پر پوله په خپلو اقداماتو سره توانېدلي چې پر غزې د اسراییل د پوځ فشار راکم کړي.

پر غزه د اسراییل هوايي، ځمکني او سمندري بریدونو تر ۱۳۰۰۰ ډېر کسان وژلي او پراخې سیمې یې ویجاړې کړې دي.

د ایرلنډ په پلازمینه کې یو کس ۵ تنه په چاقو ټپیان کړي

۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۹ GMT+۰

پولیسو د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د ایرلنډ د ډوبلین په مرکز کې یو کس د دوو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون پنځه تنه په چاقو ټپیان کړي دي.

د دغه هېواد پولیسو ویلي، چې ټول ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.

د ایرلنډ پولیسو ویلي، چې دا پېښه د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ په دویمه) د ختیځ پارنل په میدان کې شوې ده.

د ایرلنډ ځايي رسنیو ویلي، چې یوه سړي لومړی پر یوې مېرمنې برید وکړ او بیا یې ماشومان ټپیان کړل.

د دې پېښې په تړاو یو تن نیول شوی، چې د ځایي رسنیو په وینا ځان یې هم ټپي کړی دی.

د اترېش پولیسو ویلي دي، چې تر اوسه د بریدګر موخه نه ده معلومه چې ولې یې دا عمل ترسره کړی.

اسټرالیا کې یو افغان کډوال له توقیفه وروسته له درېیو هلکانو د جنسي اړیکې غوښتنه کړې

۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۵ GMT+۰

د ډیلي میل ورځپاڼې د راپور له مخې؛ یو افغان کډوال د مهاجرت له توقیف څخه تر خلاصېدو وروسته په پرلپسې توګه له هلکانو د جنسي اړیکو غوښتنه کړې.

دغه کس چې په راپور کې د فیبر مستعار نوم ورکړل شوی د ماشومانو پر وړاندې د ترسره کړو جرمونو له امله زنداني شوی و او بیا د کډوالۍ توقیف مرکز ته لیږدول شوی و.

فیبر د سترې محکمې له هغه حکم وړاندې چې په اوږدمهاله ډول د کډوالو د بندي کولو د ناقانونه بللو په اړه صادر شوی و، د کورنیو چارو وزارت د جدي سرغړونکو په لېست کې و.

د سترې محکمې دغې پرېکړې له امله ۱۱۱ مجرمین د وژونکو، جنسي تېري کونکو او نور مجرمینو د ازادولو سبب شوې دي،‌ چې ښایې فیبر هم د هغوی څخه یو وي.‌

هغه نور مجرمین چې د فیبر په ګډون د کورنیو چارو وزارت لېست کې وو، ویل کیږي ټول خوشې شوي دي؛ په دوی کې یو داسې کس هم دی، چې خپله میرمن یې وژلې او بل په یو ماشوم جنسي تېری کړی.‌

فیبر اووه کاله په توقیف او یو کال په زندان کې تېر کړي؛ خو سره د دې هم په قانوني توګه له له دغه هېواده د هغه شړل شوني نه دي.

دغه ۳۴ کلن افغان په محدوده توګه په انګریزۍ خبرې کولای شي او په اسټرالیا کې کورنۍ یا ملګري نه لري.

د اسټرالیا د کډوالو چارو وزیر د ده د قضیې په اړه له څرګندونو ډډه کړې.

یو بل حکومتي ویاند ویلي، چې دوی د انفرادي قضیو په اړه څرګندونې نه کوي.‌

د فیبر کورنۍ کله چې هغه ۳ کلن و؛ له افغانستانه پاکستان ته کډواله شوې وه،‌ نوموړی د ۲۰۱۳ کال په مارچ میاشت کې په یوې کښتۍ کې اسټرالیا ته ننوتی او د یو ناقانونه کډوال په توګه توقیف شوی و.

نوموړي په توقیف د محافظت د وېزې غوښتنه کړې او اجازه ورکړل شوې وه، چې تر هغه یې چې د پناه غوښتنې پروسه روانه وي، په ټولنه کې ژوند وکړي.

د ۲۰۱۵ کال د سپټمبر په ۱۷ له غرمې مخکې فیبر یو ۱۶ کلن هلک ته چې د لېسې یونیفورم یې اغوستی و، ورغلی او له هغه یې غوښتي چې د جنسي اړیکې په موخه د هغه کور ته ورشي.

نوموړي ماشومانو ته د پیسو په بدل کې د جنسي اړیکو وړاندیز هم کړی و.

فیبر پولیسو ته ویلي، چې ځوان نارینه یې خوښیږي او که دغو درې هلکانو چې ده ورته د جنسي اړیکو وړاندیز کړی وو،‌ د ده وړاندیز یې منلی وی؛ نو ده به ورسره جنسي اړیکه نیولې وه.‌

نوموړي ویلي، چې دغو هلکانو سره یې جسمي اړیکه نه وه نیولې نو له دې امله یې فکر کاوه چې کار یې ستونزمن نه دی.

د حکومت ویاند ویلي، چې د ټولنې د خوندیتوب لپاره امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

نوموړې زیاته کړې: "هغه کسان چې د سترې محکمې د پرېکړې په نتيجه کې خوشې شوي دي، د مناسبو شرايطو سره ورته وېزې ورکړل شوي او د قانون پلي کونکو ادارو ته د هغوی د خوشې کولو خبر ورکړل شوی دی."

ازادۍ جبهې په پروان کې څلورو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده

۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۳ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالفه وسلواله جبهه ادعا کوي، چې نن ماښام مهال یې د پروان په جبل سراج کې پر طالبانو برید کړی، چې له امله یې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

دغې جبهې نن پنجشنبه ـ د لیندۍ دویمه ـ پر خپله اېکس پاڼه لیکلی، چې د جبل سراج د سر حوض په سیمه کې د ډګروال جیلاني پر کور چې دا مهال د طالبانو یو مهم قوماندان پکې اوسي برید کړی، چې د هغه دوه ساتونکي یې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.

ازادۍ جبهې نن د کاپیسا په کوهبند ولسوالۍ کې د دوه طالبانو د وژلو د بل د ټپي کولو ادعا کړې هم کړې وه.

دغې جبهې تېره ورځ هم اعلان کړی و، چې د پروان ولایت په جبل سراج کلا کې یې د طالبانو پر یوې قرارګاه برید کړی و، چې په دې برید کې دوه طالبان وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه نه شي کولی، چې د افغانستان د ازادۍ جبهې یاد خبر تایید یا رد کړي.