• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پنجاب حکومت وايي د ککړې هوا له امله به د جمعې او شنبې په ورځ تعلیمي ادارې بندې وي

۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۲ GMT+۰

د پاکستان د پنجاب صوبايي حکومت د ککړې هوا د مخنیوي لپاره په ځینو ضلعو کې د جمعې او شنبې په ورځ د تعلیمي ادارو د تړلو پرېکړه کړې ده.

پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخکې، د پنجشنبې په ورځ -د لیندۍ په دویمه- د پنجاب اعلی وزیر په ګډون د کابینې د ککړې هوا کمېټې غونډه د ښوونیزو ادارو پر تړلو سربېره فیصله وشوه چې د شنبې په ورځ به بازارونه، جیمونه، سینماګانې، تیاترونه او کارخانې په مکمله توګه بندې وي.

یوازې ریستورانونه کولې شي ارډرونه واخلي او خواړه کور ته ورسوي.
سرچینې وایي چې د پنجاب حکومت د جمعې په ورځ د ټولو ښوونځيو، پوهنتنونو او کالجونو د بندولو پریکړه کړي. په داسې حال کې چې په پنجاب کې د ککړې هوا له امله د ګرزبندیز په پلان هم کار روان دی.
د پنجاب اعلی وزیر محسن نقوي ویلي چې د لوګي اثرات په ۶ ضلعو کې دي. په لاهور، ګوجرانواله، فیصل اباد، ملتان، ساهیوال او سرګوده کې به د جمعې او شنبې په ورځ ۳ بجې بازارونه پرانیستل شي ځکه چې د یکشنبې په ورځ به هر قسمه کار و بار بند وي. یوازې مال روډ به د سایکل چلولو لپاره خلاص وي.
هغه زیاته کړه چې د لوګی د کمولو لپاره د مصنوعي باران لپاره هم چمتووالی نیول شوی خو له لوګي څخه د ژغورلو لپاره د ماسک استعمال اړین دی.
محسن نقوي وایي، چې دا پریکړه شوې چې دولتي کارکوونکو او خلکو ته به برېښنایي موټرسایکلونه په قسطونو ورکړي.
لاهور د ککړو ښاروونو په لېست کې لومړۍ ځای لري چې د هوا د کیفیت درجه یې ۵۰۴ ثبت شوې.
همداراز، کراچۍ د ککړو ښارونو په لېست کې شپږم ځای لري چې د هوا د کیفیت درجه یې ۱۷۷ ثبت شوې.

ډېر لیدل شوي

پنځه کاله پټ ښوونځي
۱
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي

۲

د طالبانو ویاند د سپټمبر ۱۱مې بریدونه وغندل او له امریکا سره یې د اړیکو غوښتنه کړې

۳
شننه

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟

۴

راپور؛ د افغانستان د شل کلنې جګړې درې ښکېل لوري لاهم پوښتي چې دا هر څه د څه لپاره وو؟

۵

د بلوچستان سترې محکمې تر پرېکړې وروسته؛ افغان محصلان د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي