• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د یونېسف مشره: د غزې تړانګه "د ماشومانو لپاره په نړۍ کې ترټولو خطرناکه ځای" دی

۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۹:۲۶ GMT+۰

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق مشرې کاترین رسل د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوې غونډې ته وویل، چې د غزې تړانګه د ماشومانو لپاره په نړۍ کې تر ټولو په خطرناکه ځای بدل شوې ده.

هغې وویل، چې په جګړه کې بشري وقفې د غزې د ماشومانو د "وژل کېدو" د پای ته رسولو لپاره کافي نه دي.

مېرمن رسل د اسراییل او حماس ترمنځ د موقتي اوربند په اړه د هوکړې هرکلی وکړ.

هغې وویل، چې ۴۶ ورځو جګړې په لړ کې ۵ زره او ۳۰۰ څخه زیات فلسطیني ماشومان وژل شوي دي.

هغه وایي؛ باید په غزه کې د ماشومانو د وژلو او معلولو مخه ونیول شي.

د یونېسف مشرې زیاته کړه: "د راپورونو له مخې؛ د شاوخوا یو زرو ۲۰۰ ماشومانو جسدونه د هغو ودانیو تر خاورو خځلو لاندې پاتې دي، چې د بمباریو له امله ویجاړې شوې دي."

دې وويل، چې اوسمهال يو ميليون ماشومان د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو دغې لوړپوړې چارواکې د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی، چې د تلپاتې سولې پر لور دې د لومړي ګام په توګه بشري اوربند ته غاړه کېږدي.

ترویج لرونکی

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي
۱

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۲
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۳
روغتیا او ژوند

یونیسف: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ ۸۷ سلنې ته رسېدلی

۴

ملګري متلونه: تر ۲۰۶۰کال پورې به د افغانستان نیمايي وګړي په ښارونو کې ژوند کوي

۵
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

•
•
•

نور کیسې

پوتین:‌ د افغانستان او د سیمې د امنیت په اړه مې د تاجکستان له ولسمشر سره خبرې وکړې

۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۳۰ GMT+۰
پوتین:‌ د افغانستان او د سیمې د امنیت په اړه مې د تاجکستان له ولسمشر سره خبرې وکړې
100%

د روسیې د تاس دولتي خبري اژانس د راپور له مخې؛ ولسمشر پوتین ویلي چې د سې شنبې په ورځ ناوخته یې د تاجکستان له ولسمشر امام علی رحمان سره په لیدنه کې د منځنۍ اسیا د امنیت په اړه خبرې کړي دي.‌

پوتین په هغه اعلامیه کې چې تر مجلس وروسته خپره شوې ده ویلي: “په منځنۍ اسیا کې د امنیت په مساله خبرې وشوې، په ځانکړې توګه د هغه مسایلو په اړه چې په افغانستان کې روان دي.”

په دغه اعلامیه کې راغلي، چې په ټولیزه توګه د خبرو اترو تمرکز د سیمه ییزو او نړۍوالو مسالو په اړه وو.

تېره ورځ د روسیې ولسمشر له خپل تاجکستاني سیال امام علي رحمان سره په لومړۍ کتنه کې وویل، چې دوی به د افغانستان پر امنیتي او اوله درجه مسایلو خبرې وکړي.

ولادیمیر پوتین زیاته کړې وه، چې دا خبرې د ډله ییز امنیتي د تړون د سازمان د غونډې په څنډه کې مهمې دي.
د ډله ییز امنیتي تړون د سازمان د امنیت شورا غونډه په بېلاروس کې د نومبر تر ۲۳مې نېټې پورې دوام لري.

ازبکستان د افغانستان د ریل پټلۍ په ۵۰ سلنه تخفیف جوړوي

۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۷:۵۷ GMT+۰
ازبکستان د افغانستان د ریل پټلۍ په ۵۰ سلنه تخفیف جوړوي
100%

د رېل وې مجلې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې د ازبکستان د ریل پټلۍ دولتي شرکت له خوا د افغانستان نېږدې ۷۵ کیلومتره ریل پټلۍ په ۵۰ سلنه تخفیف جوړیږي.

په راپور کې ویل شوي، چې د ازبکستان د ریل پټلۍ دولتي شرکت "ازبک ریل ویز" له خوا به د حیرتان - مزار شریف د ریل پټلۍ چارې پیل شي.

دغه شرکت د پنځوس سلنه تخفیف په نظر کې نیولو سره ویلي، چې د یادې پروژې لګښت شپږ میلیونه ډالره دی.

بل خوا له دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې په افغانستان کې د حیرتان – مزار شریف ریل پټلی چې ۷۵ کیلومتره اوږدوالی لري د بیارغونې چارې به یې ډېر ژر پیل شي.

تېره اونۍ د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر له پاکستان او ازبکستان سره د افغان ټرانس ریل پټلۍ په راتلونکو پړاوونو، درې اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ، د سیمه ییز اتصال پر ستونزو او اړوندو مسایلو خبرې کړې دي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د سې شنبې په ورځ (د نومبر ۱۴مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي وو، چې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان په درې اړخیزه غونډه کې د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ یوه پلاوي ګډون کړی و.

د تاجکستان، قرغزستان، ازبکستان او چین په یو شمېر سیمو کې زلزله شوې

۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۷ GMT+۰
د تاجکستان، قرغزستان، ازبکستان او چین په یو شمېر سیمو کې زلزله شوې
100%

تاجکستان څخه سیمه ییزې رسنۍ وايي، چې د دغه هېواد په بدخشان کې نن شپه د زلزلې ټکانونه حس شوي دي.

په ورته وخت کې د زلزلو او اتش فشانونو د ارزونې او څارنې ادارې پر خپلې ویب پانې لیکلي، چې نن ماخوستن مهال ۸ بجې او ۴۲ دقیقې د تاجکستان په بدخشان ولایت د ریختر په کچه ۳.۷ درجې زلزله شوې.

دغه زلزلې د تاجکستان سربېره د قرغزستان، ازبکستان او چین یو شمېر سیمې هم لړزولې دي.‌

تر اوسه د زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په اړه لا څه نه دي ویل شوي.

د یادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د افغانستان د هرات او بادغس د ولایتونو سربېره د تاجکستان، ایران او ازبکستان یو شمېر سیمې زلزلې لړزولې وې.

د پاکستان پوځ له پښتونخوا سره په یو ځای شویو ولسوالیو کې ۲۳ زره پولیس وروزل

۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۳ GMT+۰
د پاکستان پوځ له پښتونخوا سره په یو ځای شویو ولسوالیو کې ۲۳ زره پولیس وروزل
100%

د پاکستان پوځ وايي، چې له خېبر پښتونخوا سره یو ځای شویو پخوانیو قبایلي ولسوالیو کې یې تر ۲۳ زرو ډېر پولیس وروزل. د پوځ په خبره؛ دا پولیس په پنځو پړاوونو کې روزل شوي او له اوسمهالو اړتیاو سره سم یې وړتیا زیاته شوې ده.

د پاکستان دولتي راډیو د چارشنبې د ورځ د راپور له مخې، له شپږ سوو ډېرو پولیسو ته د اېس اېس جي ټرینینګ هم ور کړل شوی دی او هم مختلفو سیمو کې د ماین شنډولو روزنه ور کړل شوې ده.

دوی ته د درنې وسلې ډزول، چاڼیز عملیات او بېړنیو حالاتو کې د ولس خوندیتوب هم ور ښودل شوی دی.

د پاکستان پوځ دا نه دي ویلي چې دا پولیس یې په څومره وخت کې روزلي دي، خو دا ګام یې په داسې مهال دی چې په پښتونخوا په تېره پخوانیو قبایلي سیمو کې د وسلوالو بریدونه ډېر شوي دی.

په دې بریدونو کې پر پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو سربېره ځايي مخور هم په نښه کېږي.

د پاکستان پوځ وايي، یوازې شمالي وزیرستان کې له وسلوالو سره په جګړه کې د ۵۳ وژل شویو پولیسو پالنه کوي.

د اسراییل برید؛ په غزه کې د یوې کورنۍ تر پنځوسو زیات غړي وژل شوي دي

۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۳ GMT+۰
د اسراییل برید؛ په غزه کې د یوې کورنۍ تر پنځوسو زیات غړي وژل شوي دي
100%

د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د اسراییل د بریدونو په پایله کې د چهارشنبې په ورځ په شمالي غزه کې د جبلیه په نوم د کډوالو په کمپ کې د یوې کورنۍ تر پنځوسو ډېر غړي وژل شوي‌ دي.

ریاض المالکي وایې: “یوازې نن سهار جبلیه کې له قدوره کورنۍ نه ۵۲ کسان وژل شوي او ټوله کورنۍ له منځه وړل شوې ده.”

هغه په لندن کې د عربو او مسلمانو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته د معلومات ورکولو په یوه غوڼډه کې دغه څرګندونې وکړې.

د خپرو شویو راپورونو له مخې؛ په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر د ۵۵۰۰ ماشومانو په ګډون له ۱۳ زره فلسطینیانو اوړي.