• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سراج الدین حقاني په یوه ناڅاپي سفر کندهار ته تللی دی

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۰ GMT+۰

د طالبانو ترمنځ د خپلمنځي مخالفتونو له زیاتېدو وروسته د یادې ډلې کورنیو چارو وزیر تېره شپه کندهار ته سفر کړی او نن د جمعې تر لمونځ وروسته د خلکو په منځ کې راڅرګند شو. نوموړي پر داسې مهال کندهار ته سفر کړی، چې تېره اوونۍ یې له خلکو سره د طالبانو پر چلند سختې نیوکې کړې وې.

له کندهار ولایت څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې سراج الدین حقاني تېره شپه په ناڅاپي سفر کندهار ته راغلی دی.

سرچینو د کندهار په عینو مېنه کې د «حضرت مصطفی» په جومات کې له خلکو سره د حقاني د لېدنې ویډیوګانې هم له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره شریکې کړې دي.

په ویډیوګانو کې لېدل کېږي، چې نوموړي په یاد جومات کې د جمعې لمونځ ادا کړی او د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوی دی.

حقاني پرداسې مهال کندهار ته سفر کړی، چې په دې وروستیو کې د طالبانو د مشرانو ترمنځ داخلي مخالفتونه خورا ډېر شوي.

د دې ډلې د مشرانو ترمنځ مخالفتونو په خوست کې د حقاني تر توندو نیوکو وروسته لا پسې زیات شول.

سراج الدین حقاني تېره اوونۍ په خوست د جمعې لمونځ وروسته د وینا پرمهال، له خلکو سره د طالبانو د چلند په اړه توندې نیوکې وکړي او د نوموړي له یادو نیوکو وروسته د یادې ډلې د مشر هبت الله نږدې کسانو هم توند غبرګونونه وښودل.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده فرمانونه په ټول افغانستان کې په یو شان نه عملي کېږي. د راپور له مخې، د سراج الدین حقاني په ګډون د طالبانو پیاوړي مشران د پراخي ازادۍ اختیار لري او کولی شي د هبت الله د فرمانونو او امرونو خلاف عمل وکړي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

ایران افغانانو ته لنډمهاله کاري ویزې ورکوي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۵ GMT+۰

د ایران کورنیو چارو وزارت د بهرنیو کارکوونکو په ځانګړې توګه افغانانو لپاره د کار موندنې نوې تګلاره اعلان کړې، چې له مخې یې افغان کارګرانو ته ۹ میاشتنۍ کاري ویزې ورکول کېږي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو د مرکز مشر نادر یاراحمدي ویلي، چې شاوخوا ۲۰ زره ایراني کارګمارونکو د بهرنیو کارګرانو د ګمارلو لپاره غوښتنلیکونه ورکړي، چې له دې ډلې شاوخوا ۶ زره غوښتنې د کار او بهرنیو چارو وزارتونو په همغږۍ تصویب او پروسس شوي دي.

د بهرنیو کارګرانو لپاره د ایران د نوې پالیسۍ له مخې، دغه هېواد یوازې افغان کارکوونکو ته د کار ویزه ورکوي او هغوی اجازه نه لري، چې خپلې کورنۍ هم ایران ته ولېږدوي.

د یادې پالیسۍ له مخې، افغان کارکوونکي د کار ویزې ترلاسه کولو وروسته باید د ۹ میاشتو لپاره په ایران کې کار وکړي او وروسته د درېیو میاشتو لپاره باید بېرته افغانستان ته ستانه شي او په افغانستان کې د درېیو میاشتو تېرولو وروسته بیاځلي په ایران کې د ۹ میاشتو لپاره د کار کولو اجازه ورکول کېږي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو د مرکز مشر نادر یاراحمدي ویلي:«د پالیسۍ هدف د کار د بازار اړتیاوې د ټولنیزو او اقتصادي ملاحظاتو سره متوازن کول دي. لومړیتوب د انلاین سیستم له لارې ایراني کارګرانو ته ورکول کېږي. بهرني کارګران یوازې هغه وخت په پام کې نیول کېږي، چې تر ۱۵ ورځو پورې هېڅ ایرانی د کار غوښتنه ونه کړي.»

نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې افغان کارګران باید په قانوني ډول بیمه، مالیه او ثبت ولري او خبرداری یې ورکړی، چې ایران ته غیرقانوني داخلیدونکي کارګر به ونیول شي او بېرته به افغانستان ته وشړل شي.

هند د افغانستان د روغتیايي امنیت په برخه کې مرسته کوي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۴ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي هند ته د خپل سفر پر مهال د دې هیواد د چاپېریال، ځنګلونو او اقلیمي بدلون وزارت له وزیر کیرتي وردان سینګ سره لیدلي دي. هندي چارواکي په دې لیدنه کې د افغانستان د خلکو د روغتیایي امنیت د ملاتړ لپاره د هند ژمنه تازه کړی ده.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند نن جمعه، د لیندۍ ۲۷مه د یوې اعلامیې خپرولو سره ویلي، چې په دې لیدنه کې په بیلا بیلو اړینو موضوعاتو ، چې موخه یې د روغتیا په برخه کې همکاریو جلبول، ظرفیت لوړونه ، د درملو اوږدمهاله تأمین، او د روغتیا سکتور کې پراختیایي همکاریو پیاوړتیا وه خبرې تر سره شوې.

نور جلال جلالي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل ،هڅه یې د روغتیا په برخه کې د هر اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د افغان علمي کادرونو د ظرفیت لوړونې لپاره د زمینې برابرول دي ، نوموړي همدارنګه په بیلا بیلو برخو کې د تجاربو شریکول اړین وګڼل او په وینا یې دا چاره به د چاپیریال په پاک ساتنې او د ناروغیو په مخنیوي کې خورا اغیزمنه ثابته شي.
په همدې حال کې د هند د چاپېریال، ځنګلونو او اقلیم بدلون وزارت وزیر د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ او و یې ویل چې د افغانستان د خلکو د روغتیایي امنیت د ملاتړ لپاره د هند ژمنتیا یو ځل بیا تازه کوو او په بیلا بیلو برخو کې به له افغانستان سره همکاري روانه وساتي.

په ظاهر د طالبانو او پاکستان ترمنځ خرابې اړیکې ددې لامل شوي، چې د طالبانو او هند ترمنځ اړیکو کې پراختیا راغلې او دا دریم وزیر دی، چې هند ته سفر کوي.

جاپان له اړمنو افغانانو سره د ۱۹.۵ میلیون ډالرو اضافي مرستې اعلان وکړ

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۰ GMT+۰

په کابل کې د جاپان سفارت اعلان کړی چې دغه هېواد له اړمونو افغانانو سره د ۱۹.۵ میلیونه ډالرو اضافي مرسته کوي. دوی زیاتوي، جاپان به دا مرسته د د ملګرو ملتونو ادارو، نړیوالو سازمانونو او د جاپان نادولتي موسسو له لارې اړمونو افغانانو ته ورسوي.

په کابل د جاپان سفارت نن جعمه، د لیندۍ ۲۷ په اېکس خواله رسنۍ لیکلی، چې جاپان له اړمونو افغانستان سره د ۱۹.۵ ملیون ډالرو اضافي بشري مرستو پریکړه کړې ده.

دوی همدراز هیله ښودلې چې دا مرسته به د اړمنو افغانانو په ژوند کې بدلون راولي.

یاد سفارت زیاتوي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې د افغانستان لپاره جاپان په ټولیز ډول له ۵۴۹ میلیون ډالرو څخه زیاتې مرستې کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ د ۲۰۲۶ کال د مرستو تر ټولو ټیټه بودجه اعلان کړې، ځکه مرستندوی هېوادونه لږ ملاتړ کوي. د راتلونکي کال د ۲۳ میلیارده ډالرو په پلان کې ۸۷ میلیونه خلک د لومړیتوب په توګه ټاکل شوي. فلسطين، سودان او سوریه د مرستو په لومړیو کټګوریو کې شامل دي.

اصف درانی: هبت الله باید ځان پر دې خبر کړي چې ډېری افغانان له لوږې سره مخ دي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۵ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی وايي، چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده باید ځان خبر کړي چې هېوادوال یې له سختې لوږې سره مخ دي. نوموړي ویلي، چې د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي وږي او د ۵۰ سلنه وګړو ژوند پر نړیوالو مرستو تکیه دی.

اصف دراني نن د جمعې په ورځ، د لېندۍ ۲۸مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د تېرو څلورو لسیزو مرګونو او ویجاړیو مسول د طالبانو مشران دي.

نوموړي د ملګرو ملتونو وروستي راپور ته په غبرګون چې په افغانستان کې د بیکارۍ کچه ۷۵ سلنې ته رسیدلي او له ۹۰ سلنې ډېر وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، ویلي چې افغانستان د ترهګرو ډلو په امن ځای بدل شوی او له امله یې ګاونډیان له جدي ګواښ سره مخ دي.

اصف دراني ویلي:«له بده مرغه د طالبانو چارواکي او د هغوی مدافعین یا له حقیقتونو څخه ناخبره دي او یا هم له ترهګرو سره په اړیکه کې دي. نه پوهیږم، چې د طالبانو مشر له ځمکني واقعیتونو څخه ناخبره دی او یا هم څه چې دوام لري د هغه «ملا هبت الله» په ملاتړ ترسره کېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې دمګړی په افغانستان کې د ټي ټي پي، القاعده، د ترکستان اسلامي حرکت او د ازبکستان اسلامي غورځنګ په ګډون شل ترهګري ډلي فعاله دي.

مولانا فضل‌الرحمان: د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پالیسي ناکامه شوې

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۵۳ GMT+۰

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمان ویلي، چې په تېرو شاوخوا ۷۵ تر ۷۸ کلونو کې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پالیسي ناسمه وه او د ترهګرۍ پر ضد تګلارو هم کومه مثبته پایله نه‌ده ورکړې.

دغه څرګندونې په داسې مهال دي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې تر پخوا پرتله خورا ترینګلې شوې دي او له تېرو څه باندې دوو میاشتو راهیسې له افغانستان سره د پاکستان ټولې لارې تړلې دي. هغه په نیوکې سره ویلي:« په تېرو ۴۰کلونو کې د ترهګرۍ پرضد د پاکستان حکومت اقداماتو کومه پایله نه‌ده ورکړې.»

هغه په چکوال ښار کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې په پاکستان کې مهمې سیاسي او امنیتي پرېکړې باید د سیاست‌والو له لوري وشي؛ نه دا چې د زور له لارې پرې عملي شي. هغه ټینګار وکړ، چې ځواک باید یوازې د سیاسي پرېکړو له نیولو وروسته وکارول شي.

مولانا فضل‌الرحمان له خیبرپښتونخوا سره د فاټا یوځای کېدل هم تر نیوکې لاندې راوستل او ویې ویل، چې دغه پرېکړه د زور له لارې عملي شوه؛ حال دا چې دوی لا له وړاندې د منفي پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی و. د هغه په وینا؛ نن په هماغه سیمو کې وسله‌والو ډلو نفوذ کړی او د حکومت واک کمزوری شوی دی.

نوموړي وړاندې ویلي، چې اوس هم د پاکستان او سیمې لپاره د پخوانیو ناسمو سیاستونو پایلې څرګندې دي او که له تجربو زده‌کړه ونه شي؛ نو دا به نورې ستونزې هم وزېږوي.