ایران افغانانو ته لنډمهاله کاري ویزې ورکوي

د ایران کورنیو چارو وزارت د بهرنیو کارکوونکو په ځانګړې توګه افغانانو لپاره د کار موندنې نوې تګلاره اعلان کړې، چې له مخې یې افغان کارګرانو ته ۹ میاشتنۍ کاري ویزې ورکول کېږي.

د ایران کورنیو چارو وزارت د بهرنیو کارکوونکو په ځانګړې توګه افغانانو لپاره د کار موندنې نوې تګلاره اعلان کړې، چې له مخې یې افغان کارګرانو ته ۹ میاشتنۍ کاري ویزې ورکول کېږي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو د مرکز مشر نادر یاراحمدي ویلي، چې شاوخوا ۲۰ زره ایراني کارګمارونکو د بهرنیو کارګرانو د ګمارلو لپاره غوښتنلیکونه ورکړي، چې له دې ډلې شاوخوا ۶ زره غوښتنې د کار او بهرنیو چارو وزارتونو په همغږۍ تصویب او پروسس شوي دي.
د بهرنیو کارګرانو لپاره د ایران د نوې پالیسۍ له مخې، دغه هېواد یوازې افغان کارکوونکو ته د کار ویزه ورکوي او هغوی اجازه نه لري، چې خپلې کورنۍ هم ایران ته ولېږدوي.
د یادې پالیسۍ له مخې، افغان کارکوونکي د کار ویزې ترلاسه کولو وروسته باید د ۹ میاشتو لپاره په ایران کې کار وکړي او وروسته د درېیو میاشتو لپاره باید بېرته افغانستان ته ستانه شي او په افغانستان کې د درېیو میاشتو تېرولو وروسته بیاځلي په ایران کې د ۹ میاشتو لپاره د کار کولو اجازه ورکول کېږي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو د مرکز مشر نادر یاراحمدي ویلي:«د پالیسۍ هدف د کار د بازار اړتیاوې د ټولنیزو او اقتصادي ملاحظاتو سره متوازن کول دي. لومړیتوب د انلاین سیستم له لارې ایراني کارګرانو ته ورکول کېږي. بهرني کارګران یوازې هغه وخت په پام کې نیول کېږي، چې تر ۱۵ ورځو پورې هېڅ ایرانی د کار غوښتنه ونه کړي.»
نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې افغان کارګران باید په قانوني ډول بیمه، مالیه او ثبت ولري او خبرداری یې ورکړی، چې ایران ته غیرقانوني داخلیدونکي کارګر به ونیول شي او بېرته به افغانستان ته وشړل شي.