• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هند د افغانستان د روغتیايي امنیت په برخه کې مرسته کوي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۴ GMT+۰تازه شوی: ۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۴ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي هند ته د خپل سفر پر مهال د دې هیواد د چاپېریال، ځنګلونو او اقلیمي بدلون وزارت له وزیر کیرتي وردان سینګ سره لیدلي دي. هندي چارواکي په دې لیدنه کې د افغانستان د خلکو د روغتیایي امنیت د ملاتړ لپاره د هند ژمنه تازه کړی ده.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند نن جمعه، د لیندۍ ۲۷مه د یوې اعلامیې خپرولو سره ویلي، چې په دې لیدنه کې په بیلا بیلو اړینو موضوعاتو ، چې موخه یې د روغتیا په برخه کې همکاریو جلبول، ظرفیت لوړونه ، د درملو اوږدمهاله تأمین، او د روغتیا سکتور کې پراختیایي همکاریو پیاوړتیا وه خبرې تر سره شوې.

نور جلال جلالي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل ،هڅه یې د روغتیا په برخه کې د هر اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د افغان علمي کادرونو د ظرفیت لوړونې لپاره د زمینې برابرول دي ، نوموړي همدارنګه په بیلا بیلو برخو کې د تجاربو شریکول اړین وګڼل او په وینا یې دا چاره به د چاپیریال په پاک ساتنې او د ناروغیو په مخنیوي کې خورا اغیزمنه ثابته شي.
په همدې حال کې د هند د چاپېریال، ځنګلونو او اقلیم بدلون وزارت وزیر د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ او و یې ویل چې د افغانستان د خلکو د روغتیایي امنیت د ملاتړ لپاره د هند ژمنتیا یو ځل بیا تازه کوو او په بیلا بیلو برخو کې به له افغانستان سره همکاري روانه وساتي.

په ظاهر د طالبانو او پاکستان ترمنځ خرابې اړیکې ددې لامل شوي، چې د طالبانو او هند ترمنځ اړیکو کې پراختیا راغلې او دا دریم وزیر دی، چې هند ته سفر کوي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

جاپان له اړمنو افغانانو سره د ۱۹.۵ میلیون ډالرو اضافي مرستې اعلان وکړ

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۰ GMT+۰

په کابل کې د جاپان سفارت اعلان کړی چې دغه هېواد له اړمونو افغانانو سره د ۱۹.۵ میلیونه ډالرو اضافي مرسته کوي. دوی زیاتوي، جاپان به دا مرسته د د ملګرو ملتونو ادارو، نړیوالو سازمانونو او د جاپان نادولتي موسسو له لارې اړمونو افغانانو ته ورسوي.

په کابل د جاپان سفارت نن جعمه، د لیندۍ ۲۷ په اېکس خواله رسنۍ لیکلی، چې جاپان له اړمونو افغانستان سره د ۱۹.۵ ملیون ډالرو اضافي بشري مرستو پریکړه کړې ده.

دوی همدراز هیله ښودلې چې دا مرسته به د اړمنو افغانانو په ژوند کې بدلون راولي.

یاد سفارت زیاتوي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې د افغانستان لپاره جاپان په ټولیز ډول له ۵۴۹ میلیون ډالرو څخه زیاتې مرستې کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ د ۲۰۲۶ کال د مرستو تر ټولو ټیټه بودجه اعلان کړې، ځکه مرستندوی هېوادونه لږ ملاتړ کوي. د راتلونکي کال د ۲۳ میلیارده ډالرو په پلان کې ۸۷ میلیونه خلک د لومړیتوب په توګه ټاکل شوي. فلسطين، سودان او سوریه د مرستو په لومړیو کټګوریو کې شامل دي.

اصف درانی: هبت الله باید ځان پر دې خبر کړي چې ډېری افغانان له لوږې سره مخ دي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۵ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی وايي، چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده باید ځان خبر کړي چې هېوادوال یې له سختې لوږې سره مخ دي. نوموړي ویلي، چې د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي وږي او د ۵۰ سلنه وګړو ژوند پر نړیوالو مرستو تکیه دی.

اصف دراني نن د جمعې په ورځ، د لېندۍ ۲۸مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د تېرو څلورو لسیزو مرګونو او ویجاړیو مسول د طالبانو مشران دي.

نوموړي د ملګرو ملتونو وروستي راپور ته په غبرګون چې په افغانستان کې د بیکارۍ کچه ۷۵ سلنې ته رسیدلي او له ۹۰ سلنې ډېر وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، ویلي چې افغانستان د ترهګرو ډلو په امن ځای بدل شوی او له امله یې ګاونډیان له جدي ګواښ سره مخ دي.

اصف دراني ویلي:«له بده مرغه د طالبانو چارواکي او د هغوی مدافعین یا له حقیقتونو څخه ناخبره دي او یا هم له ترهګرو سره په اړیکه کې دي. نه پوهیږم، چې د طالبانو مشر له ځمکني واقعیتونو څخه ناخبره دی او یا هم څه چې دوام لري د هغه «ملا هبت الله» په ملاتړ ترسره کېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې دمګړی په افغانستان کې د ټي ټي پي، القاعده، د ترکستان اسلامي حرکت او د ازبکستان اسلامي غورځنګ په ګډون شل ترهګري ډلي فعاله دي.

مولانا فضل‌الرحمان: د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پالیسي ناکامه شوې

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۵۳ GMT+۰

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمان ویلي، چې په تېرو شاوخوا ۷۵ تر ۷۸ کلونو کې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پالیسي ناسمه وه او د ترهګرۍ پر ضد تګلارو هم کومه مثبته پایله نه‌ده ورکړې.

دغه څرګندونې په داسې مهال دي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې تر پخوا پرتله خورا ترینګلې شوې دي او له تېرو څه باندې دوو میاشتو راهیسې له افغانستان سره د پاکستان ټولې لارې تړلې دي. هغه په نیوکې سره ویلي:« په تېرو ۴۰کلونو کې د ترهګرۍ پرضد د پاکستان حکومت اقداماتو کومه پایله نه‌ده ورکړې.»

هغه په چکوال ښار کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې په پاکستان کې مهمې سیاسي او امنیتي پرېکړې باید د سیاست‌والو له لوري وشي؛ نه دا چې د زور له لارې پرې عملي شي. هغه ټینګار وکړ، چې ځواک باید یوازې د سیاسي پرېکړو له نیولو وروسته وکارول شي.

مولانا فضل‌الرحمان له خیبرپښتونخوا سره د فاټا یوځای کېدل هم تر نیوکې لاندې راوستل او ویې ویل، چې دغه پرېکړه د زور له لارې عملي شوه؛ حال دا چې دوی لا له وړاندې د منفي پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی و. د هغه په وینا؛ نن په هماغه سیمو کې وسله‌والو ډلو نفوذ کړی او د حکومت واک کمزوری شوی دی.

نوموړي وړاندې ویلي، چې اوس هم د پاکستان او سیمې لپاره د پخوانیو ناسمو سیاستونو پایلې څرګندې دي او که له تجربو زده‌کړه ونه شي؛ نو دا به نورې ستونزې هم وزېږوي.

د بښنې نړۍوال سازمان: افغان کډوال باید د امریکا د سیاستونو قرباني نه‌شي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۱۱ GMT+۰

د بښنې نړۍوال سازمان د کډوالۍ ورځې په مناسبت په خپل تازه خپور شوي راپور کې په ځانګړي ډول د افغان کډوالو لپاره د امریکا د کډوالۍ سیاستونو په اړه د اندېښنې په څرګندولو ویلي، چې افغان کډوال باید د امریکا د سیاستونو قرباني نه‌شي.

په راپور کې د افغانستان د چارو څېړونکې میترا مهران په حوالې راغلي، چې د امریکا وروستي اقدامات لکه د پناه‌غوښتنې د غوښتنلیکونو ځنډول او پر کډوالو پراخ محدودیتونه؛ د «ډله‌ییزې سزا ورکونې» بڼه لري چې د عادلانه محاکمې له اصولو سرغړونه ده.

میترا مهران چې خپله هم په امریکا کې یوه افغان کډواله ده، ویلي: «یو کس جرم کړی، نه ټولو افغانانو یا یوې ټولنې. د کډوالو انساني حقونه او کرامت باید خوندي شي او دغه سیاستونه دې ټولې ټولنې ته زیان نه رسوي.»

هغې د امریکایي چارواکو له‌خوا د افغانانو په اړه له سپکاوي ډکې او تبعیضي څرګندونې غندلې او ټینګار یې کړی، چې هېڅ قانون حکومت ته دا اجازه نه ورکوي چې د یو کس د جرم سزا ټولو وګړو ته ورکړي. هغې پوښتنه کړې: «که یو امریکایي وګړی ګناه وکړي، ایا ټولو امریکایانو ته سزا ورکول کېږي؟ قانون باید ټولو ته په مساوي توګه پلي شي.»

میترا مهران زیاته کړې، همدا کډوالې کورنۍ، زده‌کوونکي او کارګر دي چې د تاوتریخوالي او جګړو له ګواښونو ژغورل شوي او باید د قانون او پناه ورکولو له لارې خوندي وساتل شي. د بښنې نړۍوال سازمان له امریکا غوښتي، د کډوالۍ سیاستونه دې داسې جوړ کړي چې ملي امنیت خوندي پاتې شي او د بشري حقونو او عادلانه محاکمې اصول هم په پام کې ونیول شي.

ورته مهال د امریکا کانګرس ۶۱ غړو د دغه هېواد د بهرنیو چارو او کورني امنیت وزیرانو ته په لیک کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ټرمپ د اقداماتو په غبرګون اعتراض کړی. دوی ویلي، د ټرمپ حکومت د ملي ګارد پر سرتېرو د یوه افغان د برید له پېښې «ناوړه ګټه» اخیستې او په ډله‌ییز ډول یې افغان کډوال مجازات کړي.

  • یادو استازو د افغان پناه‌غوښتونکو نه‌منل او په افغانستان کې د امریکا پخوانیو پوځي همکارانو ته د پناه نه‌ورکول «نه جبرانېدونکې تېروتنې» بللې دي. د دوی په وینا؛ دغه ډول اقدامات امریکا د یوه بې‌باوره هېواد په توګه معرفي کوي.

یو ایرانی پانګه‌وال په مزارشریف کې د ۵مېلیونه ډالرو په ارزښت د پلاستیکي توکو فابریکه جوړوي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۳ GMT+۰

د ایمان امیر په نوم یو ایرانی پانګه‌وال د یوه افغان سوداګر په همکارۍ د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د پلاستیکي محصولاتو تولید لپاره د ۵ مېلیونه ډالرو په ارزښت صنعتي فابریکه جوړوي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې؛ دغه فابریکه به د مزارشریف ښار په ګوریمار سیمه کې پر شاوخوا ۱۰زره متر مربع ځمکه جوړه شي او هره میاشت به د زر ټنه پلاستیکي بوجیو او نورو اړینو پلاستیکي توکو د تولید ظرفیت ولري.

ویل کېږي، چې یاده فابریکه به تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې خپل فعالیت پیل کړي.

د یادې پروژې د پلي کېدو هوکړه‌لیک د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې د نوي مشر د معرفي په مراسمو کې د ایراني او افغان سوداګرو ترمنځ لاسلیک شوی دی. په بلخ کې د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر محمدابراهیم غضنفر ویلي، چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره لازم شرایط برابر شوي او د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو پانګونې ته اړتیا ده.