• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان له افغانستانه دغه هېواد ته د تلونکو الوتکو لپاره نوې تګلاره وټاکله

۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۶ GMT+۰

د پاکستان د ملکي هوايي چلند ادارې د شنبې په ورځ له افغانستان څخه د دغه هېواد هوايي حریم ته د ننوتونکو الوتکو لپاره نوې تګلاره جوړ کړي. د دغې تګلارې له مخې، له افغانستان څخه پاکستان ته تلونکې ټولې الوتکې باید لږ تر لږه ۱۵ دقیقې مخکې اسلام اباد ته خبر ورکړي.

د پاکستان د ملکي هوايي چلند ادارې نن له افغانستان څخه دغه هېواد ته د تلونکو الوتکو د لارښوونې لپاره فریکونسۍ هم جوړې کړې.

دغې ادارې ویلي چې د پاکستان په فضا کې د الوتنو لپاره به د مخکینۍ خبرتیا سره سم د هوایی ټرافیک خدمات موجود وي.

دغه هوايي ټرافيکي خدمات به د کراچۍ، لاهور او اسلام اباد د سيمه ييزو مرکزونو له لارې پراخ شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ایرنا: د هامون د حق ابې لپاره ایران او طالبان ګډه کارډله جوړوي

۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۲ GMT+۰

د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا وايي، د لومړي ځل لپاره طالبانو او ایران هوکړه چې د دواړو هیوادونو چاپېریال ساتنې مسوولینو یوه کار ډله به جوړیږي، چې په هلمند سیند کې د ایران د اوبو د حق په اړه یوې هوکړې ته ورسېږي او که هلمند سیند اوبه ولري، نو ایران ته یې برخه ورکړل شي.

د دې کارډلې په هکله نور جزیات نه دی ور کړل شوي، خو دا ګام له هغه وروسته دی چې په دې وروستیو کې د طالبانو د اوبو وزیر او تر هغه مخکې ملا برادر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تهران ته سفر درلود.

د ایرنا د رپوټ له مخې، په هامون کې په دې ورځو کې حالت ښه نه دی، د سیستان او بلوچستان سیمې خلک له دوړو په عذاب دي.

یو وخت چې هامون له اوبو او شنو ډک و، د سیمې د خلکو ژوند او هیلې ورځ تر بلې زیاتېدې.

دغه جهیل چې یو وخت د خلکو د عاید سرچینه وه اوس ورته په یو عذاب بدل شوی دی.

په تیرو دوو لسیزو کې د وچکالی او د افغانستان نه د ابو د حق د نه رسیدو له، دغه سیمه وچه او ویجاړه شوې.

دغه جهیل چې پخوا د ایران دریم تر ټولو پراخه د اوبو سرچینه وه، اوس د ایرانيانو په باور ځکه وچ شوی چې د هلمند سیند نه د ایران د اوبو برخه نه ورکول کیږي او هغه اوبه چې دې ځای ته د سیلاوونو له امله رسیدې،‌ اوس په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند تر شا ایسارې دي نو ځکه دغه سیمه په ټولیزه توګه وچه شوې ده.

د افغانستان او ایران د توافق له مخې چې ۱۳۵۱ د معاهدې په نوم یادیږي، باید په یو عادي کال کې ۸۲۰ میلیونه مترمکعبه اوبه د هلمند په سیند کې د ایران د اوبو حق په چوکاټ کې دغه هیواد ته ورسیږي.‌

د څو کلونو راهیسې د وچکالۍ له امله له هلمند سینده ایران ته هیڅ اوبه نه رسیږي.

د ایران اوسنۍ حکومت د خپل کار د پیل راهیسې هڅه کوي چې دغه ستونزه له افغانستان سره حل کړي. د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسې ویلې چې په هلمند سیند کې د ایران د حق آبې مساله ډیره مهمه ده او دوی به یې په جدي توګه تعقیب کړي.

د ایران د چاپیریال ساتنې ادارې مشر علی سلاجقه ويلي چې د افغان چارواکو سره یې خبرې کړې دي‌.

هغوی ورته ویلي چې اوس د وچکالۍ له امله د هلمند سیند په بندونو کې اوبه نشته او کله چې اوبه پیدا شي، دوی به ایران لور ته اوبه خوشې کړي.

تېر دوبی ایران هلمند سیند ته پلاوی هم استولی و او هغوی له خپلې ارزونې دا نتیجه واخیسته چې په دغه سیند کې اوبه نشته.

سرفراز بګتي: ترهګر به په هر قیمت ختمیږي

۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۰۶ GMT+۰

د پاکستان د کورنیو چارو موقت وزیر وايي، په دغه هېواد کې د وسلوالو پرضد هڅې چټکوي او په هر قیمت چې وي «ترهګر به له منځه یووړل شي.» سرافراز بګتي دا خبره پرون اسلام اباد کې د ملي پلان د عملي کولو همغږۍ کوونکې کمیټې د مشرۍ پر مهال وکړه، چې پوځي چارواکو هم پکې ګډون درلود.

نوموپي د دغه پلان د پرمختګ د اطمینان څرګندولو سره وویل چې د ترهګرۍ په بشپړه ختمیدو سره به ټول هېواد امن شي او پانګوال به په ډاډه زړه پانګونه کوي.

بګتي هغو سوداګرو او پانګوالو ته چې په پاکستان کې پانګونې ته لیوالتیا لري د پوره امنیت ډاډ ورکړ.

هغه زیاته کړه چې له پښتونخوا سره یو ځای شویو قبایلي سیمو کې د پانګونې لپاره به د پوره امنیت ټینګولو هڅې وکړي.

نوموړي دا هم وویل چې د دې سیمو پخواني ملېشه ځواکونه چې اوس یې دندې پولیسۍ ته بدلې شوې دي روزي او پوره یې په وسلو سمبالوي.

پر ۲۰۱۴ کال د پېښور پر پوځي ښوونځي له برید وروسته د پاکستان حکومت د ترهګرۍ ختمولو لپاره د ملي عمل پلان جوړ کړ، خو لا هم په دغه هېواد کې وسلوال بریدونه شته.

په افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو پسې په پاکستان په تېره پښتونخوا او بلوچستان کې دا بریدونه نور هم ډېر شوي دي.

کورمه کې د چاودنې له امله دوه ماشومان ووژل او ۶ ټپیان شول

۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۶ GMT+۰

د خيبر پښتونخوا په کورمه کې د لاس بم یا ګرنېټ د چاودنې له امله نن ځايي وخت مازیګر مهال دوه ماشومان وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.‌ پېښه د کوزې کورمې د صدې په متخوزه کې هغه مهال وشوه چې ماشومانو د خپل کور سره نږدې له پیدا شوي لاس بم سره لوبې کولې.

د ماشومانو عمرونه د ۱۱ او شپږو کلونو ترمنځ ښودل شوي او صدې روغتون ته وړل شوي دي.

ځینې رسنیو کې د درې ماشومانو د وژل کېدو خبره شوې ده.

خو په صده کې د روغتون یوه ډاکټر نعمان خان هم افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې دوه ماشومان وژل شوي او شپږ ټپیان دي.

په دې وروستیو کې کورمه د سني او شیعه مذهبو ترمنځ د تاوتریخوالي ډګر وه چې له امله یې تر څلوېښتو ډېر کسان ووژل او په لسګونو نور ټپیان شول.

سهیل شاهین:‌ د رسمیت پیژندلو لپاره باید د افغان ملت غوښتنې په نظر کې ونیسو

۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۳ GMT+۰

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین،‌ د دغې ډلې تر واک لاندې ملي تلویزنو سره په یوه نیم ساعته مرکه ویلي د نړۍ له خوا د رسمیت پیژندلو په خاطر باید په کور دننه ځیني کارونه ترسره کړي او د ولس غوښتنې باید په پام کې ونیسو.‌

نوموړي د دغو کارونو مشخصه یادونه نه ده کړې،‌ خو ظاهرا یې اشاره د نجونو تعلیم او میرمنو ته د کار اجازې ورکولو ته وه،‌ هغه څه چې نړې یې په پرلپسې توګه له طالبانو د عملي کولو غوښتنه کوي.

ده وویل چې دا کار باید د دې لپاره ونه کړي چې د بهرنیان یې غوښتنه کوي، بلکې ځکه یې باید وکړو چې ولس یې غواړي.

هغه زیاته کړه چې‌ دا به د نړۍ سره د دوی پر تعامل ښه اثر ولري او دغه ډله به هدف ته ورسوي.

سهیل شاهین دغه راز وویل، “دا چې نړۍ ولې زمونږ سره تعامل نه کوي دا دوی پورې اړه لري،‌ خو افغانستان کې ۵۴ هیوادونو حضور لروده او مونږ د ۲۰ کلونو هلو ځلو په پایله کې خپلواکي ترلاسه کړه. د دوی ذهنیت په داسې لنډ وخت کې دې ته اماده نه و چې مونږ په رسمیت وپیژني.”

نوموړي وویل چې د دوو کلونو په تیریدو سره طالبانو سره د نړۍ په تعامل کې ښه والی راغلی دی.

ده یو ځل بیا ټینګار وکړ چې باید په هغه داخلي مسایلو غور وشي چې حل کول یې ضروري دي.‌

د امریکا او طالبانو ترمنځ په ۲۰۲۰ کال لاسلیک شوي د دوحې تړون په اړه شاهین وویل چې امریکا د دغه توافق په ډیرو برخو عمل نه دی کړی.

هغه زیاته کړه: “مثلا هغه جایزې چې دوی د طالب مشرانو د نیولو لپاره ټاکلې،‌ لا یې دغه لیست د جایزو نه دی لرې کړی. له تور لیست نه د طالبانو د مشرانو نومونه نه دي ایستل شوي. دغه موارد باید د امریکا له خوا ترسره شي.”

شاهین وايي، په قطر کې دوی سیاسي دفتر،‌ له نړۍ سره د طالبانو دروازه ده.

د هغه په وینا ډیری هیوادونو په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیستې او ځینې نور بیا په قطر کې سفارت لري خو افغانستان ته ځي او له طالب مشرانو سره ګوري.

د هغه په خبره، دغه سفارتونه هم په موقتي توګه قطر کې دي او په نهایت کې به افغانستان ته راځي خو یو څه وخت به نیسي.‌

شاهین چې د طالبانو له خوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازې په توګه ټاکل شوی و، ملګرو ملتونو دغه ټاکنه ونه منله او د افغانستان پرځیدلي جمهوریت استازی اوس هم د افغانستان استازولي‌کوي.‌

شاهی وايي، دنیا د سیاسي ملحوظاتو په اساس په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازیتوب چوکۍ دوی ته نه راکوي،‌ نه د اوصولو په اساس.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر چې دغې ډلې سره د امریکا د خبرو په موخه جوړ شوی وو،‌ واک ته د غې ډلې له رسیدو دوه کاله وروسته هم فعال دی.‌

سهیل شاهین وايي، د دغه دفتر شتون یو ضرورت دی.‌ هغه زیاته کړه:“مونږ په تیرو دوو کلونو ډیرې لاسته راوړندې لرودې. د افغانیو په چاپ او انتقال، د پاسپورټونو چاپ او‌ افغانستان ته د مالي مرستو په انتقال کې اسانتیا رامنځ‌ ته کول یې د مثال په توګه یادولی شم.‌”

مسکو کې د طالب مخالفو تر غونډې ۲ ورځې وروسته امیرخان متقي کابل کې د روسیې له سفیر سره وکتل

۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۷ GMT+۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د شنبې په ورځ په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره وکتل. له دې لیدنې دوه ورځې مخکې یو شمېر روسي چارواکي په مسکو کې د طالبانو د مخالفو څېرو کوربه و، چې په مقابل کې طالبانو هم غبرګون وښود.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد په کابل کې د روسیې له سفیر سره د ښاغلي متقي د لیدنې په اړه نور وضاحت نه دی ورکړی.

هغه په عمومي توګه په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دواړو لورو د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو او د وروستیو سیمه ییزو او نړیوالو پېښو په اړه خبرې کړې.

هغه زیاته کړه، متقي او ژیرنوف پر تعلیمي او فرهنګي مسایلو هم د نظرونه تبادله کړل.

دا غونډه په مسکو کې د طالبانو له مخالفو سیاسي څېرو سره له ناستې وروسته کیږي.

د مسکو په غونډه کې چې د روسیې د عدالت ګوند او د دغه هېواد د علومو اکاډمۍ په ملاتړ د «افغانستان د تېر او راتلونکي ترمنځ» په نوم جوړه شوې وه، مخالفانو د طالبانو پر سیاستونو سختې نیوکې وکړې.

د دې غونډې په غبرګون کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې د افغانانو تر منځ دې «تفرقه» نه اچوي.

مجاهد ځایي رسنیو ته ویلي، چې ځینې هېوادونه غواړي "سوځول شوې مهرې" بیا را ژوندۍ او فساد رامنځته کړي.