• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سپینه ماڼۍ: د حماس له خوا به لومړنی امریکايي یرغمل شوی ژر خوشې شي

۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۰ GMT+۰

سپینې ماڼۍ ویلي، چې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د پلي کېدو له امله کېدای شي ډېر ژر د حماس له خوا یو امریکايي یرغمل شوی خوشې شي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان ای بي سي نیوز ته ویلي: "موږ به اوربند ګړۍ په ګړۍ تعقیب کړو او هیله مند یو، چې د خوښۍ یوه شیبه تجربه کړو".

نوموړي ویلي، چې د اسراییل او حماس تر منځ د اکټوبر د اوومې تروریستي برید وروسته د بندیانو د تبادلې او د څلور ورځني اوربند د یوې برخې په توګه ښايي یو امریکایي یرغمل نن له غزې څخه خوشې شي.

جیک سلیوان زیاته کړې: "د یرغمل شویو لومړۍ ډله، چې په څلورو ورځو کې به ۵۰ یرغمل خوشې شي، ښځې او ماشومان دي".

هغه ویلي چې په دې ډله کې د دوو میرمنې او یو ماشوم په ګډون درې امریکایان شامل دي، چې یو به یې نن خوشې شي.‌

هغه خبرداری ورکړ، چې دا ضمانت نه شي کېدی چې دغه امریکايي به هرو مرو نن خوشې کیږي او زیاته کړې یې ده: "تر هغه چې موږ په حقیقت کې هغه خوندي او سالم وګورو؛ موږ نه شو کولی سل په سلو کې ډاډ ولرو، چې هغه به خوشې شي".

سلیوان ویلي، چې لنډمهاله اوربند به په هغه صورت کې وغځول شي، چې حماس د ۲۰۰ څخه زیات یرغمل شویو له ډلې نور کسان هم خوشې کړي.‌

نوموړي ویلي که اوربند نه تمدیدیږي د دې لامل به د یرغملو نه خوشې کېدل وي، چې مسولیت یې د حماس پر غاړه دی.

د حماس له خوا د یرغمل شویو د خوشې کېدو په لومړنۍ ډله کې د امریکایی اتباعو د نه شتون له امله په امریکا کې سیاسی ناندرې زیاتې شوې دي.

په جو بایډڼ باندې پر خواله رسنیو ځکه انتقادونه شوي، چې د یرغمل شویو په خوشې شوې لومړۍ ډله کې امریکايي وکړي‌ شامل نه دي.

سره له دې چې په خوشې شویو یرغملو کې امریکايي وکړي لا شامل نه دي؛ خو بایډن د یرغمل شويو د تبادلې تړون د متحده ایالاتو د پراخې ډیپلوماسۍ بریالیتوب بللی او د ټولو یرغملو شویو خوشې کېدو پورې یې نه ستړې کېدونکو هلو ځلو ژمنه کړې ده.

په داسې حال کې چې د حماس له خوا د یرغمل شویو امریکایانو دقیق شمېر په اړه رسمي شمېرې نه دي خپرې شوي؛ خو د ماتېدونکي اوربند دوام سره د امریکايي یرغملو په اړه اندېښنې مخ په ډېرېدو دي.‌

تمه کیږي، چې د اوربند په څلورو ورځو کې د ۵۰ اسراییلي یرغملو په بدل کې ۱۵۰ فلسطیني میرمنې او ماشومان د اسراییل له زندانونو خوشې شي او اسراییل غزې ته د بشري مرستو ورتلو ته اجازه ورکړې.‌

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

زېلینسکي: د غلو د صادراتو د امنیت لپاره لا زیاتو هوایي دفاعي سیسټمونو ته اړتیا لرو

۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۱ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي په کییف کې د خوړو د خوندیتوب په اړه یوې نړۍوالې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې اوکراین د خپلو غلو د صادراتو د لارو او له روسیې سره پر پوله د سیمو د امنیت لپاره لا زیاتو هوايي دفاع سیسټمونو ته اړتیا لري.

دغې غوڼډې ته په وینا کې زېلینسکي وویل: "د هوایي دفاع سیستم نیمګړتیا شتون لري، دا کومه پټه خبره نه ده".

په دې غوڼډه د سویس ولسمشر الین بیرسیټ او د لیتوانیا لومړۍ وزیرې انګریدا سیمونیټ په ګډون ځينو لوړپوړو اروپایي چارواکو ګډون کړې و.‌

زېلینسکي دا خبرې وروسته له هغې وکړې، چې روسیې د تېرې شپې په اوږدو کې د ۷۵ بې پېلوټه الوتکو پر مټ پر اوکراین برید وکړ، دغه برید د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو لوی برید بلل شوی دی.

په همدې حال کې له غوڼډې وروسته د زېلنسکي او دوو نورو اروپايي مشرانو ګډ مطبوعاتي کنفرانس د یوه بل هوايي برید له امله نیمګړی پاتې شو.

زېلینسکي وایي، چې اوکراین ته به د دوی د بهرنیو شریکانو له خوا داسې کښتۍ ورکړل شي، چې د غلې د انتقال پر مهال د لویو کښتیو د امنیت لپاره به وکارول شي.‌

په همدې حال کې د اروپایي کمېسیون مشرې اروسولا وان ډېرلیین زیلینسکي ته په یوه لیک کې د ملاتړ ژمنه ورکړې ده.

دغه لیک چې په خواله رسنۍ اېکس کې هم خپور شوی، پکې راغلي چې د "اوکراین په بندرونو کې د زېربناو ژر تر ژره بیارغونې لپاره ۵۰ میلیون یورو (۵۴،۷ میلیونه ډالر) یې چمتو کړي دي".

د اوکراین ولسمشر وویل کییف هیله لري، چې د خپلو شریکانو څخه د نويو اکمالاتو او د خپل تولید ظرفیت لوړولو له لارې د خپل هوایی دفاع سیسټم کمښت حل کړي او په دې برخه کې پرمختګ شوی دی.

اوکراین چې د غلو یو لوی صادرونکی هېواد دی؛ اوس یوازې د تور سمندر له لارې غله صادروي.‌

دا په داسې حال کې ده، چې روسیه د جولایي په میاشت کې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب شوی تړون څخه په شا شوه او نور به یې د خپلې خاورې له لارې د اوکراین غلو صادرولو ته اجاه ورنه کړه.

سومالیا کې د سېلاب له امله د مړو شمېر ۹۶ کسانو ته ورسېد

۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۳ GMT+۰

د سومالیا خبري اژانس وايي، چې په دغه هېواد کې د وروستي ورښت او سېلابونو له امله د مړو شمېر ۹۶ کسانو ته ورسېد. دغه اژانس زیاتوي، چې د دغه هېواد له طبیعي پېښو سره د مبازې ادارې مشر محمد معلم هم دا مړینه تایید کړې ده.

ملګرو ملتونو دا سېلاب په تېرو لسیزو کې تر ټولو بد بللی، چې له امله یې تر اوو لکو ډېر کسان بې کوره هم کړل.

سومالیا هم د افریقا د لوېدیځو او ختیځو هېوادونو په څېر د اقلیمي بدلون له امله د رامنځته شوي ورښت سره مخ ده، چې په تېر اکټوبر کې پیل شوی دی.

د ورښت له امله په ټوله سومالیا کې سېلابونه راوتلي، چې خلک یې بې کوره کړي او د کلونو جګړې له امله یې په دغه هېواد کې انساني ناورین نور هم ډېر کړی دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ۴.۲ میلیونه بزګرانو ته د غنمو تخم او کرنیزې سرې وېشي

۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د خپل «ژمني غنمو» کمپاین د پیل اعلان کړی او ویلي یې دي، چې تر ۴،۲ میلیونو زیاتو بزګرانو ته به د غنمو تخم او کرنیز کود (سرې) ووېشي.

دغه سازمان وايي، د دې کمپاین په ترڅ کې به بزګرانو ته د روزنې زمینه هم برابره کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۵ مه) په اېکس ټولنیزه شبکه کې پر خپلې پاڼې د ژمي د غنمو د کمپاین اعلان وکړ.

دغې ادارې د خوړو د خوندیتوب او د کلیوالو د ژوند د ښه کولو په برخه کې د دې کمپاین پیلول یو ګټور ګام بللی دی.

په دې وروستیو کې امریکا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له لارې له افغانستان سره ۸۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي وو، چې د افغانستان نېږدې نیمايي نفوس هره ورځ د خوراکي توکو د نشتوالي او لوږې له خطر سره مخ دي.

حماس منلې، چې د غزې په شمال کې د دوی د لېوا قوماندان وژل شوی دی

۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۵۳ GMT+۰

د حماس هغه پوځي ډله چې د غزې کنټرول په لاس کې لري،‌ د یکشنبې په ورځ یې ویلي چې له اسراییل سره‌ په جګړه کې یې یو لوړپوړی قوماندان وژل شوی دی. د دغې ډلې پوځي څانګې د قسام لېوا منلې چې د غزې په شمال کې د دې ډلې د جنګیالو مشر ابو انس الغندور او درې نور قوماندانان وژل شوي دي.

د اسراییل پوځ د نومبر د میاشت په پیل کې ویلي وو، چې د حماس پر تونلونو برید کې یې الغندور په نښه کړی؛ خو د هغه د وژل کېدو په اړه یې څه نه وو ویلي.

نن د اسراییل او حماس ترمنځ د څلور ورځني اوربند درېیمه ورځ ده.

دغه اوربند په غزه کې د برمته شویو اسرايیلیانو په بدل کې په اسرايیلي زندانونو کې د بندي فلسطینیانو د تبادلې د اسانولو لپاره اعلان شوی دی.‌

اسراییل ويلي، چې د سې شنبې په سهار د اوربند له پای ته رسېدو وروسته به په سیمه کې خپل پوځي عملیانو ته دوام ورکړي، چې اصلي هدف یې د حماس له منځه وړل بلل شوي.

داسې انګېرل کیږي، چې پر اسراییل د حماس د اکټوبر د اووم برید د غچ اخیستو لپاره د اسراییل له خوا په پیل شویو بریدونو کې د حماس یو شمېر چارواکي او قوماندانان وژل شوي وي.

د اسراییل په سویل کې د حماس په دغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۴۰ کسان یرغمل شوي وو.‌

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې یو ځل بیا د ښځو او نجونو د حقونو پر تضمین ټینګار وکړ

۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره په لیدنه کې د ښځو او نجونو د حقونو د تضمین، د هغوی د زده کړو او کار ته د لاس رسۍ پر برخې ټینګار کړی. څه باندې اته سوه ورځې کېږي چې په افغانستان کې نجونې له زده کړو بې برخې دي.

طالبانو تر شپږم ټولګي لوړې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او په دې اړه په کور دننه او بهر هم اعتراضونو او غوښتنې نه اوري او بابيزه یې ګڼي.

واکمنې ډلې ښځې د کار کولو څخه هم منع کړې دي او اجازه نه ورکوي چې تفريح ځايونو، ورزش، سینګار ځايونو او ډېرو عامه ځایونو ته لاړې شي.

ملګرو ملتونو په وار - وار له طالب چارواکو غوښتي چې پر نجونو او ښځو لګول شوي بندیزونه لرې کړي؛ خو دغې ډلې تر اوسه دې غوښتنې ته څرګند او مثبت ځواب نه دی ویلی.

په دې کتنه کې اغلې اوتنبایوا له ښاغلي متقي سره د راستنېدونکو کډوالو د اړتیاو په اړه هم خبرې کړې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د یکشنبې په ورځ (لیندۍ ۵ مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې روزا اوتنبایوا او د هغې مرستیال مارکس پوتزل له امیرخان متقې سره له پاکستانه د راستنېدونکو افغانانو سره د دغه سازمان د مرستو، له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د هڅو پر پياوړتيا او نورو موضوعاتو هم خبرې اترې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د خلکو د بېړنیو اړتیاو په ځانګړي ډول په راتلونکي ژمي کې د ستونزو د حل په موخه د دوامداره مرستو په موخه پر خپلو ژمنو ټینګار کړی.

بل خوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې بیا راغلي، چې امیرخان متقې په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ته ویلي: "د نړۍ هېوادونه او سازمانونه باید د منل شویو او رسمي ادرسونو له لارې له افغانستان سره اړیکې ونیسي".

په دې خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې هېوادونه او نړۍوال سازمانونه بايد د موازي ډلو او جوړښتونو پر ځاى په افغانستان کې شته ميکانيزمونه پياوړي کړي.