• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سومالیا کې د سېلاب له امله د مړو شمېر ۹۶ کسانو ته ورسېد

۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۳ GMT+۰

د سومالیا خبري اژانس وايي، چې په دغه هېواد کې د وروستي ورښت او سېلابونو له امله د مړو شمېر ۹۶ کسانو ته ورسېد. دغه اژانس زیاتوي، چې د دغه هېواد له طبیعي پېښو سره د مبازې ادارې مشر محمد معلم هم دا مړینه تایید کړې ده.

ملګرو ملتونو دا سېلاب په تېرو لسیزو کې تر ټولو بد بللی، چې له امله یې تر اوو لکو ډېر کسان بې کوره هم کړل.

سومالیا هم د افریقا د لوېدیځو او ختیځو هېوادونو په څېر د اقلیمي بدلون له امله د رامنځته شوي ورښت سره مخ ده، چې په تېر اکټوبر کې پیل شوی دی.

د ورښت له امله په ټوله سومالیا کې سېلابونه راوتلي، چې خلک یې بې کوره کړي او د کلونو جګړې له امله یې په دغه هېواد کې انساني ناورین نور هم ډېر کړی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ۴.۲ میلیونه بزګرانو ته د غنمو تخم او کرنیزې سرې وېشي

۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د خپل «ژمني غنمو» کمپاین د پیل اعلان کړی او ویلي یې دي، چې تر ۴،۲ میلیونو زیاتو بزګرانو ته به د غنمو تخم او کرنیز کود (سرې) ووېشي.

دغه سازمان وايي، د دې کمپاین په ترڅ کې به بزګرانو ته د روزنې زمینه هم برابره کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۵ مه) په اېکس ټولنیزه شبکه کې پر خپلې پاڼې د ژمي د غنمو د کمپاین اعلان وکړ.

دغې ادارې د خوړو د خوندیتوب او د کلیوالو د ژوند د ښه کولو په برخه کې د دې کمپاین پیلول یو ګټور ګام بللی دی.

په دې وروستیو کې امریکا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له لارې له افغانستان سره ۸۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي وو، چې د افغانستان نېږدې نیمايي نفوس هره ورځ د خوراکي توکو د نشتوالي او لوږې له خطر سره مخ دي.

حماس منلې، چې د غزې په شمال کې د دوی د لېوا قوماندان وژل شوی دی

۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۵۳ GMT+۰

د حماس هغه پوځي ډله چې د غزې کنټرول په لاس کې لري،‌ د یکشنبې په ورځ یې ویلي چې له اسراییل سره‌ په جګړه کې یې یو لوړپوړی قوماندان وژل شوی دی. د دغې ډلې پوځي څانګې د قسام لېوا منلې چې د غزې په شمال کې د دې ډلې د جنګیالو مشر ابو انس الغندور او درې نور قوماندانان وژل شوي دي.

د اسراییل پوځ د نومبر د میاشت په پیل کې ویلي وو، چې د حماس پر تونلونو برید کې یې الغندور په نښه کړی؛ خو د هغه د وژل کېدو په اړه یې څه نه وو ویلي.

نن د اسراییل او حماس ترمنځ د څلور ورځني اوربند درېیمه ورځ ده.

دغه اوربند په غزه کې د برمته شویو اسرايیلیانو په بدل کې په اسرايیلي زندانونو کې د بندي فلسطینیانو د تبادلې د اسانولو لپاره اعلان شوی دی.‌

اسراییل ويلي، چې د سې شنبې په سهار د اوربند له پای ته رسېدو وروسته به په سیمه کې خپل پوځي عملیانو ته دوام ورکړي، چې اصلي هدف یې د حماس له منځه وړل بلل شوي.

داسې انګېرل کیږي، چې پر اسراییل د حماس د اکټوبر د اووم برید د غچ اخیستو لپاره د اسراییل له خوا په پیل شویو بریدونو کې د حماس یو شمېر چارواکي او قوماندانان وژل شوي وي.

د اسراییل په سویل کې د حماس په دغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۴۰ کسان یرغمل شوي وو.‌

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې یو ځل بیا د ښځو او نجونو د حقونو پر تضمین ټینګار وکړ

۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره په لیدنه کې د ښځو او نجونو د حقونو د تضمین، د هغوی د زده کړو او کار ته د لاس رسۍ پر برخې ټینګار کړی. څه باندې اته سوه ورځې کېږي چې په افغانستان کې نجونې له زده کړو بې برخې دي.

طالبانو تر شپږم ټولګي لوړې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او په دې اړه په کور دننه او بهر هم اعتراضونو او غوښتنې نه اوري او بابيزه یې ګڼي.

واکمنې ډلې ښځې د کار کولو څخه هم منع کړې دي او اجازه نه ورکوي چې تفريح ځايونو، ورزش، سینګار ځايونو او ډېرو عامه ځایونو ته لاړې شي.

ملګرو ملتونو په وار - وار له طالب چارواکو غوښتي چې پر نجونو او ښځو لګول شوي بندیزونه لرې کړي؛ خو دغې ډلې تر اوسه دې غوښتنې ته څرګند او مثبت ځواب نه دی ویلی.

په دې کتنه کې اغلې اوتنبایوا له ښاغلي متقي سره د راستنېدونکو کډوالو د اړتیاو په اړه هم خبرې کړې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د یکشنبې په ورځ (لیندۍ ۵ مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې روزا اوتنبایوا او د هغې مرستیال مارکس پوتزل له امیرخان متقې سره له پاکستانه د راستنېدونکو افغانانو سره د دغه سازمان د مرستو، له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د هڅو پر پياوړتيا او نورو موضوعاتو هم خبرې اترې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د خلکو د بېړنیو اړتیاو په ځانګړي ډول په راتلونکي ژمي کې د ستونزو د حل په موخه د دوامداره مرستو په موخه پر خپلو ژمنو ټینګار کړی.

بل خوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې بیا راغلي، چې امیرخان متقې په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ته ویلي: "د نړۍ هېوادونه او سازمانونه باید د منل شویو او رسمي ادرسونو له لارې له افغانستان سره اړیکې ونیسي".

په دې خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې هېوادونه او نړۍوال سازمانونه بايد د موازي ډلو او جوړښتونو پر ځاى په افغانستان کې شته ميکانيزمونه پياوړي کړي.

د پښتونخوا په بنو کې ۱۱ پاکستاني سرتېري ټپیان شول

۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۳۸ GMT+۰

د پښتونخوا په بنو کې د پاکستاني ځواکونو پر کاروان ځانمرګی برید شوی چې له امله یې ۱۱ سرتېري ټپي شوي دي. د پېښې ټپیان پوځي روغتون ته لېږدول شوي دي، چې پکې د دریو کسانو حالت نازک ښودل شوی دی.

دا پېښه د یکشنبې په ورځ د بنو په بکاخېل کې شوې ده چې پخوا هم پکې پر امنیتي ځواکونو بریدونه شوي دي

د دې برید مسوولیت د حافظ ګلبهادر ډلې په نوم د پاکستاني طالبانو یوې څانګې په غاړه اخیستی دی.

دا برید په داسې مهال دی چې د جمعې په ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي په مشرۍ د ملي عمل پلان غونډه کې یو ځل بیا د وسلوالو په له منځه وړلو ټینګار وشو.

ښاغلي بګټي وویل، چې په هره بیه وي پاکستان کې به ټول وسلوال له منځه وړي.

ایراني پوله ساتو درې افغانان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیولي دي

۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۳۳ GMT+۰

د ایران دولتي خبري اژانس ايرنا د يکشنبې په ورځ د (لیندۍ ۵مه) د نشه يي توکو د قاچاق په تور د درېيو افغانانو د نيولو خبر ورکړ. د ایرنا د راپور له مخې درې کسان چې ۳.۵ کیلو ګرامه نشه یي توکي یې د خولې له لارې په کېډه کې ځای پر ځای کړي وو، د دوغارون – اسلام کلا په لاره ونیول شول.

د تایباد د سرحدي کنډک قوماندان د ایرنا خبري آژانس ته ویلي دي: «د افغان اتباعو له پیژندلو وروسته، پوله ساتو د قاچاق وړونکو په معده کې تېر شوي هیرویین کشف کړي دي»

د دغه سيمه ييز ايراني چارواکي په وينا، دغو کسانو دوه کيلو او ٩٤٠ ګرامه جوړ شوي هيرويين د ١٣٥ کڅوړو په بڼه او ٦٢٤ ګرامه پوډر هيروين د ٥٠ کڅوړو په بڼه تېر کړي وو.

په راپور کې راغلي چې تورن کسان د ایران قضايي ادارو ته ور پيژندل شوي دي.