د پښتونخوا په بنو کې ۱۱ پاکستاني سرتېري ټپیان شول

د پښتونخوا په بنو کې د پاکستاني ځواکونو پر کاروان ځانمرګی برید شوی چې له امله یې ۱۱ سرتېري ټپي شوي دي. د پېښې ټپیان پوځي روغتون ته لېږدول شوي دي، چې پکې د دریو کسانو حالت نازک ښودل شوی دی.

د پښتونخوا په بنو کې د پاکستاني ځواکونو پر کاروان ځانمرګی برید شوی چې له امله یې ۱۱ سرتېري ټپي شوي دي. د پېښې ټپیان پوځي روغتون ته لېږدول شوي دي، چې پکې د دریو کسانو حالت نازک ښودل شوی دی.
دا پېښه د یکشنبې په ورځ د بنو په بکاخېل کې شوې ده چې پخوا هم پکې پر امنیتي ځواکونو بریدونه شوي دي
د دې برید مسوولیت د حافظ ګلبهادر ډلې په نوم د پاکستاني طالبانو یوې څانګې په غاړه اخیستی دی.
دا برید په داسې مهال دی چې د جمعې په ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي په مشرۍ د ملي عمل پلان غونډه کې یو ځل بیا د وسلوالو په له منځه وړلو ټینګار وشو.
ښاغلي بګټي وویل، چې په هره بیه وي پاکستان کې به ټول وسلوال له منځه وړي.

په تورخم کې یو شمېر د تازه میوو سوداګرو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د پاکستان د ګمرک چارواکو د افغانستان د "طایفي" ډوله انګورو بار موټرو مخه نیولې ده. پاکستاني چارواکو دغو سوداګرو ته ویلي، چې "طایفي" انګور د تاجکستان هېواد دي او دوي یې د افغانستان په نامه نه محصولوي.
په تورخم کې یو شمېر د تازه میوو سوداګرو نن یکشنبه د ( لیندۍ ۵ مه ) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو وویل، چې د پاکستان د ګمرک چارواکو ادعا ناسمه ده او کوم د "طایفي" ډول انګورو موټر چې بار دي، دا د افغانستان خپل کرنیز محصلات دي.
دغه سوداګر وايي؛ نن یې په تورخم کې د پاکستان چارواکو د دې کار پرضد لاریون هم کړی دی.
دوی وايي، چې له شلو څخه تر دېرشو پورې بار موټر په تورخم کې ولاړ دي.
په تورخم د تازه میوو یو سوداګر خارج خان وايي: "مونږ چې له افغانستانه کوم سره انګور راوړو، له دې سره دافغانستان د ټولو ادارو سرټیفیکیټونه شته چې دا د افغانستان دي، پاکستان دا موټر ودرولي دي امکان شته چې دا انګور خراب شي".

هغه ویډیو چې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته رسېدلې پکې ښکاري چې د افغانستان "طایفي" انګور په موټرو کې د خرابېدو په حال کې دي.
په تورخم کې د پاکستان د ګمرک چارواکو ویلي، چې دا د تاجکستان انګور دي او دوی یې د افغانستان د تازه میوو په توکه نه شي محصولولی او دا انګور به په لوړه مالیه د تاجکستان په نوم محصولوي.
که څه سوداګرو پاکستاني چارواکو ته ویلي، چې د سالنګ لاره د تګ او راتګ لپاره تړل شوې او هېڅ کومه تازه میوه د تاجکستان څخه افغانستان ته نه صادریږي.
تر اوسه پورې د دې راپورته شوې ستونزې په اړه طالبانو څه نه دي ویلي.
څو ورځې وړاندې د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره هیئت غړی ویلي وو؛ پاکستان په وروستیو کې د افغان سوداګرو پر وړاندې بېلابېلې ستونزې جوړې کړې دي.
زلمی عظیمي زیاته کړې وه، چې پاکستان له افغان سوداګرو سره دښمني شروع کړې.
دوی زیاتوي؛ کله د مېوې پر وخت ستونزې جوړوي او کله هم د افغان سوداګرو پر سوداګریزو توکو مالیه لوړوي یا هم په کراچۍ د کې افغان سوداګرو مالونو څخه ډک کانټینرونه ودروي.

د ایران دولتي خبري اژانس ايرنا د يکشنبې په ورځ د (لیندۍ ۵مه) د نشه يي توکو د قاچاق په تور د درېيو افغانانو د نيولو خبر ورکړ. د ایرنا د راپور له مخې درې کسان چې ۳.۵ کیلو ګرامه نشه یي توکي یې د خولې له لارې په کېډه کې ځای پر ځای کړي وو، د دوغارون – اسلام کلا په لاره ونیول شول.
د تایباد د سرحدي کنډک قوماندان د ایرنا خبري آژانس ته ویلي دي: «د افغان اتباعو له پیژندلو وروسته، پوله ساتو د قاچاق وړونکو په معده کې تېر شوي هیرویین کشف کړي دي»
د دغه سيمه ييز ايراني چارواکي په وينا، دغو کسانو دوه کيلو او ٩٤٠ ګرامه جوړ شوي هيرويين د ١٣٥ کڅوړو په بڼه او ٦٢٤ ګرامه پوډر هيروين د ٥٠ کڅوړو په بڼه تېر کړي وو.
په راپور کې راغلي چې تورن کسان د ایران قضايي ادارو ته ور پيژندل شوي دي.

د دوغارون ـ اسلام کلا سرحد یو ایرانی چارواکی وایي چې د ایران او افغانستان تر منځ د بار وړونکو موټرو تګ راتګ اسانه شوی او په دې لاره کې کاري ساعتونه زیات شوي دي. تر دې وړاندې افغان موټر چلونکو له ایران څخه د مالونو پر وړلو د لوړ لګښت په اعتراض کې اعتصاب کړی و.
د دوغارون د سرحدي ترمینل مدیر اسماعیل پور عابد وايي، تر دې مخکې به د دوغارون په پوله (اسلام کلا) کې کاري ساعتونه د تهران پر وخت د سهار له ۷ بجو پیل او د ماښام تر ۶ بجو پورې به یې دوام درلود، خو اوس یې کاري ساعتونه د تهران پر وخت سهار له ۷ بجو پیل او د شپې تر ۱۱ بجو دوام کوي.
د دغه سيمه ييز ايراني چارواکي د شمېرو له مخې، له هغه راهيسې چې په اسلام کلا کې کاري ساعتونه زيات شوي، هره ورځ له ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ پورې د بار وړونکو موټرو تګ راتګ له ۹۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ پورې رسېدلی دی.
تر دې وړاندې د اسلام کلا په بندر کې د بار وړونکو موټرو چلونکو له ایران څخه د مالونو د لوړ لګښت په اعتراض کې اعتصاب کړی و.
اعتراض کونکو د لړم میاشتې په نیمايي کې افغانستان انټرنېشنل ته ویلي وو چې ایران په ځینو برخو کې د نورو هېوادونو د موټر چلونکو په پرتله له افغان موټر چلونکو څو برابره زیاتې پیسې اخلي.
د اسلام کلا په بندر کې د بار وړونکو موټرو یو شمېر استازو د افغانستان انټرنشنل ته پیغامونه او ویډیويي کلیپونه استولي او ویلي یې وو چې د ایران له خوا له افغان ټرانسپورټي شرکتونو څخه د پاکستاني، عراقي او ازبک موټر چلونکو په پرتله ډیرې پیسې اخلي.
د دغو موټر چلونکو د استازو له ډلې څخه یوه یې ویلي وو چې د اسلام کلا په بندر کې ایراني لوري ته د هرې لارۍ چې ایران ته داخلیږي ۱۲۰ډالره او د هر لیتر تیلو ۶۰ سنټه اخلي. په همدې حال کې د دغه افغان موټر چلونکي په وینا پاکستاني، عراقي او ازبک موټر چلونکي یوازې لس سنټه ورکوي.
هغه زیاته کړه چې بندر عباس ته د دوی سفر شاوخوا ۱۲۰۰ ډالره لګښت لري.
تر اوسه پورې د ایران او طالبانو ترمنځ د باروړونکو موټرو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره د شوي تړون جزیات نه دي په ډاګه شوي. دا هم څرګنده نه ده چې افغان موټر چلونکي راضي شوي او که نه.

د ازبکستان او اسلامي همکاریو سازمان استازو په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د تضمین له پاره د همغږۍ د هڅو په اړه خبرې وکړې. د افغانستان له پاره د ازبکستان او د اسلامي همکاریو سازمان استازو عصمت الله ایرګاشف او طارق بخیت په تاشکند کې سره وکتل.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۴مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: «دواړو خواوو په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د تضمین او د ژمي په درشل کې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د برابرولو له پاره د هڅو د همغږۍ پر اړتیا خبرې وکړې.»
د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د روان وضعیت په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.
سره له دې چې د دې خبرو نور جزیات نه دي خپاره شوي، خو طارق بخیت تر دې مخکې تهران ته تللی و او د ایران اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره یې هم د افغانستان پر روان وضعیت خبرې اترې کړې دي.
نوموړي له ښاغلي عبداللهیان سره په لیدنه کې د بشري حقونو اړوند ستونزو ته د حل لارې پر موندلو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او په افغانستان کې د یوه ټول ګډونه حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ.
د اسلامي همکاریو سازمان د روان کال د وږي په میاشت کې اعلان وکړ چې د دغه سازمان یوه پلاوي له طالب چارواکو سره په اسلام کې د اعتدال، د نجونو د زدهکړو او د ښځو د کار په څېر د مهمو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د ښځو له زدهکړو او کار څخه د دغې ډلې د مخنیوي په برخه کې کورنیو او نړیوالو اعتراضونو ته هېڅ پام نه دی کړی او دا یې د دوی په چارو کې لاسوهنه بللې ده.

په چمن کې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو په غبرګون کې د پرلت ۳۷مه ورځ دوام لري. د پاکستان د دغې پرېکړې له امله په چمن ښارګوټي کې سوداګري او کاروبار په ټپه دریدلی دی.
په چمن کې د وزګارتیا له امله تېره ورځ د ګل شاه په نوم یو کلن ځوان ځان وژنه کړې ده.
د ګل شاه پلار عبدالروف وايي:«ګل شاه د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه لغړیتوب کاوه، سهار به له کوره ووت تر ماښامه به یې پر دغه دروازه کار کاوه خو دا چې حکومت اعلان وکړ چې د پاسپورټ پرته څوک تګ راتګ نه شي کولای نو له هغه ورسته مو اقتصادي ستونزې ډیرې شوې موږ هیڅ خبر نه و زوی مو د خوب په کوټه کې ځان وژنه کړې وه.»
د یادې دروازې سره د افغانستان لوري سپین بولدک او د پاکستان لوري چمن ته د زرګونو کسانو اقتصاد تړلی پاتې دی.
خو اوس دلته خلک د بیکارۍ او اقتصادي ستونزو د ډیریدو څخه شکایت کوي.
د چمن لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي: «د چمن د دې غریبو کسانو د کاروبار د بندیدو، او ګل شاه د ځان وژنې حساب به د پاکستان حکومت ورکوي. او موږ د پاکستان د دې فشارونو څخه هیڅکله نه پر شا کیږو.»
د عبدالخالق په نوم دغه پرلت غړی وايي: «موږ د خپلې دغې غوښتنې له پاره هر ډول قرباني ته چمتو یو او موږ له خپل دغه سوله ییز اعتراض څخه هیڅکله نه پر شا کیږو او زموږ مبارزه به حتمن بریالی کیږي.»
یاد پرلت یوه پنځه کسیزه کمیټه اسلام اباد ته لیږلې او وايي که یې غوښتنې ونه منل شي پر ډیورنډ کرښه اغزن تار له منځه وړي.
