• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ازبکستان او اسلامي همکاریو سازمان استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې

۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۳، ۰۸:۵۲ GMT+۰تازه شوی: ۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۹ GMT+۰

د ازبکستان او اسلامي همکاریو سازمان استازو په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د تضمین له پاره د همغږۍ د هڅو په اړه خبرې وکړې. د افغانستان له پاره د ازبکستان او د اسلامي همکاریو سازمان استازو عصمت الله ایرګاشف او طارق بخیت په تاشکند کې سره وکتل.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۴مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: «دواړو خواوو په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د تضمین او د ژمي په درشل کې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د برابرولو له پاره د هڅو د همغږۍ پر اړتیا خبرې وکړې.»

د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د روان وضعیت په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.

سره له دې چې د دې خبرو نور جزیات نه دي خپاره شوي، خو طارق بخیت تر دې مخکې تهران ته تللی و او د ایران اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره یې هم د افغانستان پر روان وضعیت خبرې اترې کړې دي.

نوموړي له ښاغلي عبداللهیان سره په لیدنه کې د بشري حقونو اړوند ستونزو ته د حل لارې پر موندلو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او په افغانستان کې د یوه ټول ګډونه حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ.

د اسلامي همکاریو سازمان د روان کال د وږي په میاشت کې اعلان وکړ چې د دغه سازمان یوه پلاوي له طالب چارواکو سره په اسلام کې د اعتدال، د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د کار په څېر د مهمو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د ښځو له زده‌کړو او کار څخه د دغې ډلې د مخنیوي په برخه کې کورنیو او نړیوالو اعتراضونو ته هېڅ پام نه دی کړی او دا یې د دوی په چارو کې لاسوهنه بللې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د چمن پرلت وهونکي: د پاکستان په حکومت مو چې خپلې غوښتنې نه وي منلي، پرلت به دوام لري

۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۳، ۰۸:۳۳ GMT+۰

په چمن کې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو په غبرګون کې د پرلت ۳۷مه ورځ دوام لري. د پاکستان د دغې پرېکړې له امله په چمن ښارګوټي کې سوداګري او کاروبار په ټپه دریدلی دی.

په چمن کې د وزګارتیا له امله تېره ورځ د ګل شاه په نوم یو کلن ځوان ځان وژنه کړې ده.

د ګل شاه پلار عبدالروف وايي:«ګل شاه د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه لغړیتوب کاوه، سهار به له کوره ووت تر ماښامه به یې پر دغه دروازه کار کاوه خو دا چې حکومت اعلان وکړ چې د پاسپورټ پرته څوک تګ راتګ نه شي کولای نو له هغه ورسته مو اقتصادي ستونزې ډیرې شوې موږ هیڅ خبر نه و زوی مو د خوب په کوټه کې ځان وژنه کړې وه.»

د یادې دروازې سره د افغانستان لوري سپین بولدک او د پاکستان لوري چمن ته د زرګونو کسانو اقتصاد تړلی پاتې دی.

خو اوس دلته خلک د بیکارۍ او اقتصادي ستونزو د ډیریدو څخه شکایت کوي.

د چمن لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي: «د چمن د دې غریبو کسانو د کاروبار د بندیدو، او ګل شاه د ځان وژنې حساب به د پاکستان حکومت ورکوي. او موږ د پاکستان د دې فشارونو څخه هیڅکله نه پر شا کیږو.»

د عبدالخالق په نوم دغه پرلت غړی وايي: «موږ د خپلې دغې غوښتنې له پاره هر ډول قرباني ته چمتو یو او موږ له خپل دغه سوله ییز اعتراض څخه هیڅکله نه پر شا کیږو او زموږ مبارزه به حتمن بریالی کیږي.»

یاد پرلت یوه پنځه کسیزه کمیټه اسلام اباد ته لیږلې او وايي که یې غوښتنې ونه منل شي پر ډیورنډ کرښه اغزن تار له منځه وړي.

ډبلیو ايچ او: یوه میاشت کې مو زرګونه راستنېدونکو کډوالو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي

۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۳، ۰۸:۱۴ GMT+۰

د روغتیا نړیوال سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر له پیل راهیسې څه باندې ۹۲ زره راستنېدونکو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي دي. دغه سازمان په خپله اېکس پاڼه دا خبر په داسې حال کې خپور کړی چې د ستنېدونکو کډوالو په کمپونو کې د ساري ناروغیو اندېښنې زیاتې شوې دي.

زرګونه افغان کډوال چې په وروستیو څو اونیو کې له پاکستانه راستانه شوي، د تنفسي ناروغیو او نس ناستې په څېر په ناروغیو اخته دي چې دغه ناروغۍ په چټکۍ سره نورو ته د خپریدو په حال کې دي.

د ماشومانو د ملاتړ صندوق څو ورځې مخکې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي و چې، د راستنېدونکو کډوالو اتیا سلنه برخه ښځې او ماشومان جوړوي چې په هرو څلورو کډوالو کې یو یې له پنځو کلونو کم عمره ماشوم دی او په سلو کې له شپېتو زیات له اولسو کلونو لږ عمر لري.

ډېری راستنېدونکو کورنیو ویلي چې د استوګنې له پاره مناسب ځای او د خوړو لپاره په کافي اندازه پیسې نه لري.

دوی همداراز زیاتوي چې د ژمي په رارسېدو سره هم اوسمهال په موقتي استوګنځیو کې په ډېر بد حالت کې ژوند تېروي.

د روغتیا نړېوال سازمان بیا ویلي، چې د ۷ لکهافغان راستنېدونکو روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱۰ میلیونه امریکایي ډالرو ته اړتیا ده.

ستنېدونکو کډوالو ته د اړینو درملو په کافي اندازه نه شتون، د پاکو اوبو کموالی او د لنډمهال کمپونو ناسم وضعیت دا ننګونې نورې هم زیاتې کړې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې روغتیایي خدمتونو ته په ځانګړې توګه د ساري ناروغیو، د مور او ماشوم روغتیایي خدمتونو او د میندوارۍ بېړنۍ پاملرنې په برخه کې د کم لاسرسي له امله د ناروغۍ او مړینې د کچې د زیاتوالي احتمال هم شته.

د روغتیا نړیوال سازمان چې د ژوند ژغورنې، د لومړنيو روغتیایي خدمتونو وړاندې کول، د اړینو درملو د رسولو او د اکمالي خدمتونو په برخو کې فعالیت کوي، له ایران او پاکستانه د راستنیدونکو کډوالو روغتیایي ستونزو ته د رسیدو په موخه په ننګرهار، کندهار او هرات ولایتونو کې خپل ټیمونه ځای پر ځای کړي دي.

سره له دې چې اوس هم د کډوالو د درملنې لپاره ناڅاپي ځایونه جوړ شوي خو د راپورونو له مخې د روغتیا نړیوال سازمان په ملاتړ به په سپین بولدک کې (۳۰ بستره) او په تورخم کې (۲۰ بستره) روغتونونه د دوو اونیو په اوږدو کې فعال شي.

له پاکستانه په زور د افغان کډوالو د اېستلو په دوام اوه زره افغانان هیواد ته راستانه شوي

۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۳، ۰۷:۵۳ GMT+۰

دغه نږدې اوه زره افغانان د شنبې په ورځ د (لیندۍ ۴مه) د پاکستان له لوري په زور له دغه هیواده اېستل شوي او د سپین بولدک او تورخم له لارې هیواد ته راستانه شوي.

د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت پر ایکس پاڼه لیکلې چې د شنبې په ورځ د (لیندۍ ۴مه) له پاکستان څخه ۳زره او ۱۶۱ افغانان په زور له پاکستانه اېستل شوي او د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي.

همدارنګه دغه وزارت وايي، چې ۳۹۴ افغان کډوالې کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲زره او ۶۴۷ تنو ته رسیږي د سپین بولدک ـ چمن له لارې افغانستان ته راستانه شوي.

یاد وزارت وايي، له پاکستانه تازه راستانه شوي افغان کډوال یې د کډوالۍ نړیوال سازمان ته د مرستو له پاره ورپیژندلي دي.

همدارنګه د طالبانو کډوالو چارو وزارت زیاتوي چي، یاد کډوال یې د تورخم او سپین بولدک په ناڅاپي پنډغالو کې ځای پر ځای کړي او د روغتیا، خوړو او ترانسپورټ خدمات یې ورته چمتو کړي.

که څه هم طالبان د پاکستان له لوري په زور د ایستونکو افغان کډوالو له پاره د خدمتونو وړاندې کولو خبر ورکوي خو ګڼ کډوال بیا وايي، د طالبانو له لوري وړاندې کیدونکي خدمتونه ورته بسنه نه کوي د دوی په خبره په دغو پنډغالو کې د ژوند د لومړینو اسانتیا کمښت او سړه هوايي د ماشومان ژوند ګواښي.

په نړۍ کې د یخ تر ټولو لوی غر له خپله ځایه خوځېدلی دی

۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۳، ۰۷:۳۷ GMT+۰

ساينس پوهان وايي، د نړۍ تر ټولو ستر د یخ غر چې د نيويارک ښار شاوخوا درې برابره دى، له خپله ځایه خوځېدلی دى. له سپوږمکۍ اخیستل شوي انځورونه ښیي چې د یخ دغه غر له درې لسیزو وروسته د یو ټریلیون ټنه وزن سره د تېزو بادونو او سیندونو په مرسته د انټرکټیکا له شمالي څوکې څخه تیریږي.

د یخ غرA23a، چې یو وخت په لویدیځه انټرکټیکا کې د مالګې اوبو د څیړنې مرکز کوربه و، په «ویډل» بحر کې بند پاتې و. چې پلنوالی یې شاوخوا څلور زره کیلو متره بلل کیږي.

خو د سپوږمکۍ نوي انځورونه ښیي چې دیخ دغه غر له ځايه خځېدلیاو د خپل ځای د بدلولو په حال کې دی.

د انټرکټیکا ساینس پوهان وايي دا نادره ده چې دوی وينې د یخ غر په ډیره چټکۍ سره د حرکت په حال کې دی، نو ساینس پوهان به یې لاره له نږدې څاري.

د ساینس پوهانو په وینا، دا غر په انټرکټیکا کې د "د یخ یوه بل غره " په لور روان دی. چیرته چې د هغه په ​​څېر نور غرونه ولاړ دي.

ساینس پوهانو وویل چې د A23a په څېر لوی د یخ غر کولای شي په تودخه کې روغ پاتې شي او آن په ګرم موسم کې حرکت وکړای شي.

سرچينې: په کابل کې طالبانو د ټي ټي پي له مشرانو غوښتي چې کشران يې څڼې او پکولونه لرې کړي

۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۳، ۰۶:۳۶ GMT+۰

طالبانو ته نږدې سرچينې وايي چې په کابل کې طالب مشرانو د ټي ټي پي قوماندانانو ته امر کړی چې کسان د يې اوږدې څڼې، ږیرې او برېتونه کم کړي او وزیرستاني پکولونه لرې کړي. سرچینې وايي طالبانو دغه کار له هغه وروسته کړی چې د پاکستان حکومت له لوري پرې بې ساري فشارونه دي.

سرچينې وړاندې وايي د څڼو کمولو او پکول لرې کولو بهير په لومړي ځل د ټي ټي پي د شمالي وزیرستان اړوند مشهور قوماندان حافظ ګل بهادر له خپلو کسانو پيل کړی.

دا لا نه څرګنده چې له دغه کاره د طالبانو هدف څه دی، خو سرچینې وايي چې طالبان غواړي په دغه کار سره له عادي خلکو سره د طالبانو بڼه يو ډل وښيي چې په کلیو او ښارونو کې يې پيژندګلوي په آسانه و نه شي.

باوري سرچینې زیاتوي چې د حافظ ګل بهادر ډله چې د (شملور کاروان) په نوم یاديږي، ويلي چې د «طالبانو د امارت هره غوښتنه به مني او غاړه ورته ږدي.»

خو دا نه دي ويل شوي چې د ټي ټي پي طالبان به په افغانستان کې دغه امر پر ځای کوي او که د پښتونخوا په هغو سیمو کې هم، چې دوی پکې فعال دي.

په پاکستان کې له تېرو دوو کلونو نا امنیو زیاتېدو وروسته د دغه هیواد حکومت په کابل کې پر طالبانو فشارونه ډیر کړي چې ګنې د پاکستان دننه په ناامنیو کې لاس لري او پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي ته يې په افغانستان کې پناه ځایونه ورکړي.

په دې وروستیو کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت يو ځل بیا په کابل کې په طالبانو غږ کړی چې په پاکستان کې د نا امنیو تر شا لاس لرونکي د ټي ټي پي غړي په نښه کړي.

خو طالبانو د پاکستان حکومت دا ډول څرګندونې تل رد کړې او بیځایه يې بللې دي او په پاکستان کې نا امني يې د دوی کورنۍ موضوع بللې ده.