دغه نږدې اوه زره افغانان د شنبې په ورځ د (لیندۍ ۴مه) د پاکستان له لوري په زور له دغه هیواده اېستل شوي او د سپین بولدک او تورخم له لارې هیواد ته راستانه شوي.
د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت پر ایکس پاڼه لیکلې چې د شنبې په ورځ د (لیندۍ ۴مه) له پاکستان څخه ۳زره او ۱۶۱ افغانان په زور له پاکستانه اېستل شوي او د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي.
همدارنګه دغه وزارت وايي، چې ۳۹۴ افغان کډوالې کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲زره او ۶۴۷ تنو ته رسیږي د سپین بولدک ـ چمن له لارې افغانستان ته راستانه شوي.
یاد وزارت وايي، له پاکستانه تازه راستانه شوي افغان کډوال یې د کډوالۍ نړیوال سازمان ته د مرستو له پاره ورپیژندلي دي.
همدارنګه د طالبانو کډوالو چارو وزارت زیاتوي چي، یاد کډوال یې د تورخم او سپین بولدک په ناڅاپي پنډغالو کې ځای پر ځای کړي او د روغتیا، خوړو او ترانسپورټ خدمات یې ورته چمتو کړي.
که څه هم طالبان د پاکستان له لوري په زور د ایستونکو افغان کډوالو له پاره د خدمتونو وړاندې کولو خبر ورکوي خو ګڼ کډوال بیا وايي، د طالبانو له لوري وړاندې کیدونکي خدمتونه ورته بسنه نه کوي د دوی په خبره په دغو پنډغالو کې د ژوند د لومړینو اسانتیا کمښت او سړه هوايي د ماشومان ژوند ګواښي.
طالبانو ته نږدې سرچينې وايي چې په کابل کې طالب مشرانو د ټي ټي پي قوماندانانو ته امر کړی چې کسان د يې اوږدې څڼې، ږیرې او برېتونه کم کړي او وزیرستاني پکولونه لرې کړي.
سرچینې وايي طالبانو دغه کار له هغه وروسته کړی چې د پاکستان حکومت له لوري پرې بې ساري فشارونه دي.
سرچينې وړاندې وايي د څڼو کمولو او پکول لرې کولو بهير په لومړي ځل د ټي ټي پي د شمالي وزیرستان اړوند مشهور قوماندان حافظ ګل بهادر له خپلو کسانو پيل کړی.
دا لا نه څرګنده چې له دغه کاره د طالبانو هدف څه دی، خو سرچینې وايي چې طالبان غواړي په دغه کار سره له عادي خلکو سره د طالبانو بڼه يو ډل وښيي چې په کلیو او ښارونو کې يې پيژندګلوي په آسانه و نه شي.
باوري سرچینې زیاتوي چې د حافظ ګل بهادر ډله چې د (شملور کاروان) په نوم یاديږي، ويلي چې د «طالبانو د امارت هره غوښتنه به مني او غاړه ورته ږدي.»
خو دا نه دي ويل شوي چې د ټي ټي پي طالبان به په افغانستان کې دغه امر پر ځای کوي او که د پښتونخوا په هغو سیمو کې هم، چې دوی پکې فعال دي.
په پاکستان کې له تېرو دوو کلونو نا امنیو زیاتېدو وروسته د دغه هیواد حکومت په کابل کې پر طالبانو فشارونه ډیر کړي چې ګنې د پاکستان دننه په ناامنیو کې لاس لري او پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي ته يې په افغانستان کې پناه ځایونه ورکړي.
په دې وروستیو کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت يو ځل بیا په کابل کې په طالبانو غږ کړی چې په پاکستان کې د نا امنیو تر شا لاس لرونکي د ټي ټي پي غړي په نښه کړي.
خو طالبانو د پاکستان حکومت دا ډول څرګندونې تل رد کړې او بیځایه يې بللې دي او په پاکستان کې نا امني يې د دوی کورنۍ موضوع بللې ده.
له دغه فرمان وروسته په افغانستان کې د تریاکو کرکیله بنده شوه او هغو کروندګرو به چې د ملا هیبتالله له دغه فرمان څخه سرغړونه وکړه د تریاکو کروندې به یې له منځه وړل کیدې.
د تریاکو بیې له درې نیم لکه کلدارو څخه په دې وروستیو کې تر شپږ لکه کلدارې رسېدلې وې چې دوه زره امریکايي ډالر کېدل، خو تازه له تیرې یوې اونۍ راهیسې د هلمند او کندهار د تریاکو په بازارونو کې د یو من خامو تریاکو بیه له دوه زره امریکايي ډالرو څخه تر څلور زرو امریکايي ډالرو لوړه شوې ده.
په هلمند کې د نشه يي توکو یو کاروباري باز محمد افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل: «په نړیوال بازار کې د نشه يي توکو تقاضا ډیره شوې ده او له تېر یوه کال راهیسې په افغانستان کې د نشه يي توکو عرضه کمه شوې ده په دې خاطر ورځ تر بلې د تریاکو په بازارونو کې د تریاکو بیه لوړیږي.»
د تریاکو یو شمیر کاروباریان وايي، له هلمند څخه اوس هم هره ورځ په ټنونو خام او پروسس شوي تریاک ایران ته قاچاق کیږي او په افغانستان کې د تریاکو د کمښت له امله یې بیې لوړې شوې.
په هلمند کې د نشه يي توکو کاروباري عبدالجبار وايي: «له بدخشان، ننګرهار، کندهار او نورو ولایتونو څخه د تریاکو لوی کاروباریان تریاک راټولوي او بیا يې د هلمند او نیمروز ولایتونو له لارې ایران ته قاچاق کوي او له هغه ځایه نورو هیوادونو ته قاچاق کیږي اوس هغه کروندګر چې له تیرو څو کلونو يې تریاک ذخیره کړي وو، نه يې خرڅوي او دوی په دې تمه دي چې د تریاکو بیې نورې هم لوړیږي.»
د ملا هیبتالله له لوري د تریاکو د کښت د منع فرمان د ملګرو ملتونو او ګڼو هیوادونو له لوري وستایل شو. او طالبان په افغانستان کې د تریاکو د کښت مخنیوی له خپلو لویو لاسته راوړنو ګڼي.
تېره اونۍ د افغانستان په سوېلي ولایتونو کې د جمعې د لمانځه پر مهال د جوماتونو ملا امامانو هم له خلکو څخه غوښتنه کړې چې نور باید په خپلو ځمکو تریاک و نه کري.
د معلوماتو له مخې امریکا له ۲۰۰۳ څخه بیا تر ۲۰۲۱ ميلادي کلونو پورې په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې او د معتادینو د درملنې په برخه کې تر اتو ميليارډو ډالرو ډېرې پيسې لګولې دي. خو و نه توانېده چې په افغانستان کې یې د کر مخنیوی وکړي.
په ۲۰۲۲ کال کې د ملګرو ملتونو له لوري په یو راپورکې ویل شوي و، چي ۲۰۲۱ کې د ۶ زره اته سوه ټنه تریاکو په تولید سره پرله پسې پنځم کال دی، چې افغانستان کې د نشه یې توکو تولید خپلې تر ټولو لوړې کچې ته رسېږي او لا هم د نړۍ اتیا سلنه تریاک تولیدوي.