نوموړي د دغو کارونو مشخصه یادونه نه ده کړې، خو ظاهرا یې اشاره د نجونو تعلیم او میرمنو ته د کار اجازې ورکولو ته وه، هغه څه چې نړې یې په پرلپسې توګه له طالبانو د عملي کولو غوښتنه کوي.
ده وویل چې دا کار باید د دې لپاره ونه کړي چې د بهرنیان یې غوښتنه کوي، بلکې ځکه یې باید وکړو چې ولس یې غواړي.
هغه زیاته کړه چې دا به د نړۍ سره د دوی پر تعامل ښه اثر ولري او دغه ډله به هدف ته ورسوي.
سهیل شاهین دغه راز وویل، “دا چې نړۍ ولې زمونږ سره تعامل نه کوي دا دوی پورې اړه لري، خو افغانستان کې ۵۴ هیوادونو حضور لروده او مونږ د ۲۰ کلونو هلو ځلو په پایله کې خپلواکي ترلاسه کړه. د دوی ذهنیت په داسې لنډ وخت کې دې ته اماده نه و چې مونږ په رسمیت وپیژني.”
نوموړي وویل چې د دوو کلونو په تیریدو سره طالبانو سره د نړۍ په تعامل کې ښه والی راغلی دی.
ده یو ځل بیا ټینګار وکړ چې باید په هغه داخلي مسایلو غور وشي چې حل کول یې ضروري دي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ په ۲۰۲۰ کال لاسلیک شوي د دوحې تړون په اړه شاهین وویل چې امریکا د دغه توافق په ډیرو برخو عمل نه دی کړی.
هغه زیاته کړه: “مثلا هغه جایزې چې دوی د طالب مشرانو د نیولو لپاره ټاکلې، لا یې دغه لیست د جایزو نه دی لرې کړی. له تور لیست نه د طالبانو د مشرانو نومونه نه دي ایستل شوي. دغه موارد باید د امریکا له خوا ترسره شي.”
شاهین وايي، په قطر کې دوی سیاسي دفتر، له نړۍ سره د طالبانو دروازه ده.
د هغه په وینا ډیری هیوادونو په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیستې او ځینې نور بیا په قطر کې سفارت لري خو افغانستان ته ځي او له طالب مشرانو سره ګوري.
د هغه په خبره، دغه سفارتونه هم په موقتي توګه قطر کې دي او په نهایت کې به افغانستان ته راځي خو یو څه وخت به نیسي.
شاهین چې د طالبانو له خوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازې په توګه ټاکل شوی و، ملګرو ملتونو دغه ټاکنه ونه منله او د افغانستان پرځیدلي جمهوریت استازی اوس هم د افغانستان استازوليکوي.
شاهی وايي، دنیا د سیاسي ملحوظاتو په اساس په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازیتوب چوکۍ دوی ته نه راکوي، نه د اوصولو په اساس.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر چې دغې ډلې سره د امریکا د خبرو په موخه جوړ شوی وو، واک ته د غې ډلې له رسیدو دوه کاله وروسته هم فعال دی.
سهیل شاهین وايي، د دغه دفتر شتون یو ضرورت دی. هغه زیاته کړه:“مونږ په تیرو دوو کلونو ډیرې لاسته راوړندې لرودې. د افغانیو په چاپ او انتقال، د پاسپورټونو چاپ او افغانستان ته د مالي مرستو په انتقال کې اسانتیا رامنځ ته کول یې د مثال په توګه یادولی شم.”