• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د قطر پلاوی له اسراییلي چارواکو سره د اوربند پر غځولو خبرې کوي

۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۱ GMT+۰

د قطر یو پلاوی د شنبې په ورځ -د نومبر په ۲۵مه نېټه - تل ابیب ته لاړ، چې د حماس او اسراییل تر منځ د څلور ورځني اوربند پر غځولو خبرې وکړي. د قطر عملیاتي پلاوی له اسراییلي چارواکو سره د اوسني اوربند پر دوام او د پاتې یرغمل کسانو پر خوشي کولو هم غږېدلی دی.

مصر د حماس او اسراییل ترمنځ د اوریند غځولو ته په خوشبینې سره اشاره کړې چې اوربند به د یوې یا دوو ورځو لپاره وغځول شي.

د قطر په منځګړتوب پرون د اسراییل او حماس څلور ورځنی اوربند د ۱۵۰ فلسطیني وګړو په بدل کې د ۵۰ یرغملو د خوشي کولو لپاره پیل شو.

د قطر په مځګړتوب غزه کې د اوربند په لومړۍ ورځ حماس ۲۴ او اسراییل ۳۹ یرغمل کسان خوشي کړل.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

په خیبر پښتونخوا کې دیني عالمانو د ورزش په ډګر کې د نجونو پر لوبېدو د بندیز غوښتنه وکړه

۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۳، ۰۴:۵۸ GMT+۰

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی، چې د خېبر پښتونخوا په بنو کې د دیني عالمانو یوې ډلې (امامانو) یو بیان خپور کړی او غوښتنه یې کړې، چې په سمدستي توګه دې د دغې سیمې په لوبو کې د نجونو په ګډون بندیز ولګول شي.

دوی په یوه بیان کې ویلي:« موږ د نجونو د زده‌کړې مخالفت نه کوو؛ خو په سپورتونو کې د دوی ګډون فحشا ته وده ورکوي او که بندیز پرې و نه لګول شي، موږ به اعتراضي حرکتونه پیل کړو.»

په پاکستان کې ښځې وخت نا وخته د دغه ډول «تندلاریو» سره مخامخېږي.

تر دې وړاندې هم په خېبر پښتونخوا کې نجونې له ورزش څخه راګرڅول شوې وې.

تېره میاشت هم په پاکستان کې د نړۍ ښکلا سیالۍ کې د یوې پاکستانۍ موډلې ګډون غوغا جوړه کړه.

د مېس یونیورس"د نړۍ مېرمن" ښکلا سیالۍ کې د پاکستانۍ موډلې اېرېکا روبېن ګډون په دغه هېواد کې غبرګونونه راپارولي وو.


په پاکستان کې دیني عالمانو ټینګار کړی، چې حکومت دې د دې سیالۍ د مسوولینو پر ضد اقدام وکړي او ان د دغه هېواد لنډمهاله لومړي وزیر یې هم د پلټنې غوښتنه کړې وه.

د توندلاري ګوند بري پسې د هالنډ پخواني حکومت کې تر ټولو ستر ګوند کابینه کې ګډون نه کوي

۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۳، ۲۰:۳۷ GMT+۰

د مېرمن یشیل ګوز په مشرۍ مرکزي منځلاري ګوند اعلان وکړ چې د هالنډ په راتلونکې کابینه کې برخه نه اخلي. دا پرېکړه د اسلام او کډوالو ضد جنجالي سیاستوال، خیرت ویلډرس لپاره ستر ګوزار بلل کیږي.

ویلډرس هیله مند و،چې د اکثریت رایو په ترلاسه کولو سره له مېرمن یشیل ګوز ګوند سره یو حکومت جوړ کړي.

د منځلاري ښي اړخي VVD ګوند مشرې، چې د هالنډ په وروستیو ټاکنو کې یې ۱۰ څوکۍ له لاسه ورکړې، وايي چې دا یو متفاوت رول ته اړتیا لري.

اوس د ښي اړخي سخت دریځه PVV ګوند خیرت ویلډرس د ایتلافي حکومت جوړولو لپاره د نوي شریک په لټه کې دی.

دغه ګوند د سې شنبې په ټاکنو کې د هالنډ د استازو د جرګې له ۱۵۰څوکیو څخه ۳۸ وګټلې، چې تر بل هر ګوند ډېرې دي.

د ګډ کارګر / زرغون غورځنګ ۲۵ څوکۍ ترلاسه کړې او مرکزي ښي اړخ ګوند VVD وشو کړای ۲۴ څوکۍ ترلاسه کړې.

د حکومت جوړولو لپاره، د ویلډرس ګوند د دوو منځلارو ښي اړخو ګوندونو سره یو ایتلاف ته اړتیا لري، چې دواړو ګندونو له هغه څخه غوښتنه کړې چې ډیری هغه اسلامي ضد سیاستونه پریږدي چې پرې مشهور دی.

تمه کیږي چې د هالنډ د نوي ایتلافي حکومت جوړېدل به څو میاشتې وخت ونیسي.

په غزه کې د اوربند په لومړۍ ورځ حماس ۲۴ او اسراییل ۳۹ یرغمل کسان خوشي کړل

۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۹:۴۹ GMT+۰

د قطر په منځګړتوب غزه کې د اوربند په لومړۍ ورځ حماس ۲۴ او اسراییل ۳۹ یرغمل کسان خوشي کړل. حماس د اسراییلیو میرمنو، ماشومانو او د تایلینډي فارم کارګرانو په ګډون ۲۴یرغمل خوشي کړل. قطر ویلي، د ۱۳ اسراییلیانو په بدل کې ۳۹ فلسطینۍ ښځې او ماشومان د اسراییل له زندانونو خوشي شوي دي.

سور صلیب نړیواله کمیټه وايي، د حماس له خوا یرغمل شوي کسان د دوی په همکارۍ له غزې بهر لیږدول شوي او د رفح په پوله کې مصري چارواکو ته سپارل شوي دي.‌

د رویټرز خبري اژانس په راپور کې راغلي، قطر چې د اوربند منځګړتوب یې کړی وایي چې ۱۳ اسراییلیان خوشي شوي، چې ځینې یې دوه ګونی تابعیت لري، لس تایلنډیان او یو فیلیپینی وکړی هم په دې کسانو کې شامل دی.

د منځني ختیځ لپاره د سور صلیب سیمه ییز مشر فابریزیو کاربوني وویل: "هغه ژور درد چې د کورنۍ غړو د خپلو عزیزانو څخه د جلاکیدو له امله لیدل د بیانولو وړ نه دي. موږ خوشحاله یو چې ځینې به له اوږده کړاو وروسته بیا سره یوځای شي."

اسرائیلو د یرغمل شوو اسرائیليانو نومونه خپاره کړي، چې په کې څلور ماشومان او د هغوی د کورنۍ څلور غړي او پنځه نورې د پوخ عمر میرمنې شاملې دي.

د اسرائیلي‌ پوځ په یوه اعلامیه کې راغلي‌ چې د خوشي شوو یرغمل کسانو لومړنۍ طبي ارزونې د دوی په خاوره کې شوې. دوی به د اسراییلروغتونونو ته د تګ په وخت کې د دفاعي ځکوانو د سرتیرو له خوا بدرګه او هلته به له خپلو کورنیو سره یوځای شي."

لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په یوه ثبت شوي ویډیویي پیغام کې ویلي: "موږ د خپلو یرغمل شویو د لومړۍ ډلې د بېرته ستنېدو بهیر بشپړ کړ، ماشومان، د هغوی میندې او نورې ښځې. هر یو په خپل ذات کې یوه نړۍ ده، خو زه دا ټینګار کوم چې موږ دې ته ژمن یو چې خپل ټول یرغمل بیرته راستانه کړو."

د اسراییلاو حماس تر منځ د څلور ورځني اوربند له مخې باید ۵۰ تنه یرغمل شوېښځې او ماشومان خوشي شي، چې په بدل کې به یې د اسراییل په زندانونو کې د زرګونو بندیانو له ډلې ۱۵۰ فلسطینۍښځې او ماشومان خوشي شی. اسراييل وايي، که د ورځې ۱۰ نور يرغمل خوشي شي، ښايي اوربند وغځول شي.

ایرلنډ کې وروسته له هغه چې یو کس ۵ کسه په چاقو ټپیان کړل لاریونونه وشول

۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۶ GMT+۰

د ایرلنډ د دوبلین ښار په مرکز کې وروسته له هغې لاریونونه پیل شول چې د پنجشنبې په ورځ یو کس په چاقو د درېیو ماشومانو په ګډون پنځه تنه ټپیان کړل. پولیسو ویلي و، چې تر اوسه د بریدګر موخه نه ده معلومه چې ولې یې دا عمل ترسره کړی.

د رویټرز د راپور له مخې، د دې لاریونونو له امله عامه ټرانسپورت درول شوی او له ناروغانو غوښتل شوي چې تر هغې چې د ناروغ وضعیت ډېر جدي نه وي نږدې روغتونونو ته دې نه ځي.

لاریون کوونکو د ډینیل او کونیل مجسمې مخې ته یوه بس ته اور واچولو، هالډې این هوټل او مک دونالد رسټورانت ته نږدې کړکۍ یې ماتې او فوټ لاکر پلورنځی هم لوټ شو.

د پولیسو مشر ډریو هارییس د عامه نظم د سمولو لپاره د ۴۰۰ افسرانو له ګمارلو خبریالانو ته وویل: «دا ډېرې ننګینې صحنې دي. موږ یوه بشپړه لیونۍ غله ډلره لرو چې په جدي تاوتریخوالي کې ښکیل دي او د ښې ایډیالوژۍ لخوا پرمخ وړل کیږي.»

د ایرلنډ پولیس وايي، د پنجشنبې په ماښام له تاوتریخجنو نښتو وروسته یې ۳۴ کسان نیولي.

په دې لاریون کې د پولیسو یو موټر هم سوځول شوی دی.

100%

دا ډول لاریونونه په ډوبلین کې تقریباً بې ساري دي.

هارییس ویلي چې د برید په اړه څیړنې روانې دي.

د کډوالو د بې موخینې تګ له امله فنلنډ له روسیې سره خپلې اته لارې وتړلې

۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۰ GMT+۰

فنلنډ د کډوالو د بې ساري څپې سره د مبارزې لپاره له یوې لارې پرته له روسیې سره د خپلو اتو پولو د تړلو پرېکړه کړې ده. په وروستیو اونیو کې له افغانستان، پاکستان، سوریې، مراکش، یمن، کینیا او سومالیا څخه څه باندې ۷۰۰ کډوال د روسیې له لارې فنلنډ ته داخل شوي دي.

هیلسنکي پر مسکو تور لګولی چې مهاجرین یې پولې ته اړولي، خو کرملین دا تور ردوي.

فنلنډ تیره اونۍ خپل څلور پولې وتړلې او د جمعې په ورځ یې په یوه نوي اقدام کې ، د هیواد په شمالي نقطه کې له راجا جوزپي پرته د یوې میاشتې لپاره پاتې ټولې لارې وتړلې.

د فنلنډ پوله ساتو ویلي چې د راجا جوزپي لاره به د سهار په اتو بجو د ترافیکو پرمخ پرانستې وي او د ورځې څلور ساعته به د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه پروسس کړي.

د فنلنډ پولو ته د مهاجرینو د بې ساري راتګ وروسته، دغه هیواد له روسیې سره د خپل ۱۳۴۰ کیلومتره پولې په اوږدو کې کنټرول زیات کړی دی.

د اروپايي اتحادیې د سرحدونو ادارې هم د پنجشنبې په ورځ وویل چې له فنلنډ سره به د ۵۰ سرحدي ساتونکو افسرانو او د وسایطو په ګډون د نورو تجهیزاتو په استولو سره مرسته وکړي.