• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د توندلاري ګوند بري پسې د هالنډ پخواني حکومت کې تر ټولو ستر ګوند کابینه کې ګډون نه کوي

۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۳، ۲۰:۳۷ GMT+۰

د مېرمن یشیل ګوز په مشرۍ مرکزي منځلاري ګوند اعلان وکړ چې د هالنډ په راتلونکې کابینه کې برخه نه اخلي. دا پرېکړه د اسلام او کډوالو ضد جنجالي سیاستوال، خیرت ویلډرس لپاره ستر ګوزار بلل کیږي.

ویلډرس هیله مند و،چې د اکثریت رایو په ترلاسه کولو سره له مېرمن یشیل ګوز ګوند سره یو حکومت جوړ کړي.

د منځلاري ښي اړخي VVD ګوند مشرې، چې د هالنډ په وروستیو ټاکنو کې یې ۱۰ څوکۍ له لاسه ورکړې، وايي چې دا یو متفاوت رول ته اړتیا لري.

اوس د ښي اړخي سخت دریځه PVV ګوند خیرت ویلډرس د ایتلافي حکومت جوړولو لپاره د نوي شریک په لټه کې دی.

دغه ګوند د سې شنبې په ټاکنو کې د هالنډ د استازو د جرګې له ۱۵۰څوکیو څخه ۳۸ وګټلې، چې تر بل هر ګوند ډېرې دي.

د ګډ کارګر / زرغون غورځنګ ۲۵ څوکۍ ترلاسه کړې او مرکزي ښي اړخ ګوند VVD وشو کړای ۲۴ څوکۍ ترلاسه کړې.

د حکومت جوړولو لپاره، د ویلډرس ګوند د دوو منځلارو ښي اړخو ګوندونو سره یو ایتلاف ته اړتیا لري، چې دواړو ګندونو له هغه څخه غوښتنه کړې چې ډیری هغه اسلامي ضد سیاستونه پریږدي چې پرې مشهور دی.

تمه کیږي چې د هالنډ د نوي ایتلافي حکومت جوړېدل به څو میاشتې وخت ونیسي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

په غزه کې د اوربند په لومړۍ ورځ حماس ۲۴ او اسراییل ۳۹ یرغمل کسان خوشي کړل

۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۹:۴۹ GMT+۰

د قطر په منځګړتوب غزه کې د اوربند په لومړۍ ورځ حماس ۲۴ او اسراییل ۳۹ یرغمل کسان خوشي کړل. حماس د اسراییلیو میرمنو، ماشومانو او د تایلینډي فارم کارګرانو په ګډون ۲۴یرغمل خوشي کړل. قطر ویلي، د ۱۳ اسراییلیانو په بدل کې ۳۹ فلسطینۍ ښځې او ماشومان د اسراییل له زندانونو خوشي شوي دي.

سور صلیب نړیواله کمیټه وايي، د حماس له خوا یرغمل شوي کسان د دوی په همکارۍ له غزې بهر لیږدول شوي او د رفح په پوله کې مصري چارواکو ته سپارل شوي دي.‌

د رویټرز خبري اژانس په راپور کې راغلي، قطر چې د اوربند منځګړتوب یې کړی وایي چې ۱۳ اسراییلیان خوشي شوي، چې ځینې یې دوه ګونی تابعیت لري، لس تایلنډیان او یو فیلیپینی وکړی هم په دې کسانو کې شامل دی.

د منځني ختیځ لپاره د سور صلیب سیمه ییز مشر فابریزیو کاربوني وویل: "هغه ژور درد چې د کورنۍ غړو د خپلو عزیزانو څخه د جلاکیدو له امله لیدل د بیانولو وړ نه دي. موږ خوشحاله یو چې ځینې به له اوږده کړاو وروسته بیا سره یوځای شي."

اسرائیلو د یرغمل شوو اسرائیليانو نومونه خپاره کړي، چې په کې څلور ماشومان او د هغوی د کورنۍ څلور غړي او پنځه نورې د پوخ عمر میرمنې شاملې دي.

د اسرائیلي‌ پوځ په یوه اعلامیه کې راغلي‌ چې د خوشي شوو یرغمل کسانو لومړنۍ طبي ارزونې د دوی په خاوره کې شوې. دوی به د اسراییلروغتونونو ته د تګ په وخت کې د دفاعي ځکوانو د سرتیرو له خوا بدرګه او هلته به له خپلو کورنیو سره یوځای شي."

لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په یوه ثبت شوي ویډیویي پیغام کې ویلي: "موږ د خپلو یرغمل شویو د لومړۍ ډلې د بېرته ستنېدو بهیر بشپړ کړ، ماشومان، د هغوی میندې او نورې ښځې. هر یو په خپل ذات کې یوه نړۍ ده، خو زه دا ټینګار کوم چې موږ دې ته ژمن یو چې خپل ټول یرغمل بیرته راستانه کړو."

د اسراییلاو حماس تر منځ د څلور ورځني اوربند له مخې باید ۵۰ تنه یرغمل شوېښځې او ماشومان خوشي شي، چې په بدل کې به یې د اسراییل په زندانونو کې د زرګونو بندیانو له ډلې ۱۵۰ فلسطینۍښځې او ماشومان خوشي شی. اسراييل وايي، که د ورځې ۱۰ نور يرغمل خوشي شي، ښايي اوربند وغځول شي.

ایرلنډ کې وروسته له هغه چې یو کس ۵ کسه په چاقو ټپیان کړل لاریونونه وشول

۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۶ GMT+۰

د ایرلنډ د دوبلین ښار په مرکز کې وروسته له هغې لاریونونه پیل شول چې د پنجشنبې په ورځ یو کس په چاقو د درېیو ماشومانو په ګډون پنځه تنه ټپیان کړل. پولیسو ویلي و، چې تر اوسه د بریدګر موخه نه ده معلومه چې ولې یې دا عمل ترسره کړی.

د رویټرز د راپور له مخې، د دې لاریونونو له امله عامه ټرانسپورت درول شوی او له ناروغانو غوښتل شوي چې تر هغې چې د ناروغ وضعیت ډېر جدي نه وي نږدې روغتونونو ته دې نه ځي.

لاریون کوونکو د ډینیل او کونیل مجسمې مخې ته یوه بس ته اور واچولو، هالډې این هوټل او مک دونالد رسټورانت ته نږدې کړکۍ یې ماتې او فوټ لاکر پلورنځی هم لوټ شو.

د پولیسو مشر ډریو هارییس د عامه نظم د سمولو لپاره د ۴۰۰ افسرانو له ګمارلو خبریالانو ته وویل: «دا ډېرې ننګینې صحنې دي. موږ یوه بشپړه لیونۍ غله ډلره لرو چې په جدي تاوتریخوالي کې ښکیل دي او د ښې ایډیالوژۍ لخوا پرمخ وړل کیږي.»

د ایرلنډ پولیس وايي، د پنجشنبې په ماښام له تاوتریخجنو نښتو وروسته یې ۳۴ کسان نیولي.

په دې لاریون کې د پولیسو یو موټر هم سوځول شوی دی.

100%

دا ډول لاریونونه په ډوبلین کې تقریباً بې ساري دي.

هارییس ویلي چې د برید په اړه څیړنې روانې دي.

د کډوالو د بې موخینې تګ له امله فنلنډ له روسیې سره خپلې اته لارې وتړلې

۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۰ GMT+۰

فنلنډ د کډوالو د بې ساري څپې سره د مبارزې لپاره له یوې لارې پرته له روسیې سره د خپلو اتو پولو د تړلو پرېکړه کړې ده. په وروستیو اونیو کې له افغانستان، پاکستان، سوریې، مراکش، یمن، کینیا او سومالیا څخه څه باندې ۷۰۰ کډوال د روسیې له لارې فنلنډ ته داخل شوي دي.

هیلسنکي پر مسکو تور لګولی چې مهاجرین یې پولې ته اړولي، خو کرملین دا تور ردوي.

فنلنډ تیره اونۍ خپل څلور پولې وتړلې او د جمعې په ورځ یې په یوه نوي اقدام کې ، د هیواد په شمالي نقطه کې له راجا جوزپي پرته د یوې میاشتې لپاره پاتې ټولې لارې وتړلې.

د فنلنډ پوله ساتو ویلي چې د راجا جوزپي لاره به د سهار په اتو بجو د ترافیکو پرمخ پرانستې وي او د ورځې څلور ساعته به د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه پروسس کړي.

د فنلنډ پولو ته د مهاجرینو د بې ساري راتګ وروسته، دغه هیواد له روسیې سره د خپل ۱۳۴۰ کیلومتره پولې په اوږدو کې کنټرول زیات کړی دی.

د اروپايي اتحادیې د سرحدونو ادارې هم د پنجشنبې په ورځ وویل چې له فنلنډ سره به د ۵۰ سرحدي ساتونکو افسرانو او د وسایطو په ګډون د نورو تجهیزاتو په استولو سره مرسته وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، چمتو دي چې زخمي فلسطینیان انتقال او درملنه یې وکړي

۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۱ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ د لیندۍ په دریمه اعلان وکړ چې هیواد یې اسلام اباد ته د فلسطیني زخمیانو د انتقال او درملنې لپاره چمتو دی. جلیل عباس جیلاني وویل چې د مصر او اردن چارواکو ته یې د زخمي فلسطینیانو د انتقال او درملنې لپاره د چمتووالي پیغام رسولی دی.

په ورته وخت کې د پاکستان مشرانو جرګې د بهرنیو چارو له وزیره غوښتي چې په غزه کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د پاکستان د اقداماتو په اړه وضاحت ورکړي.

د دې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي جيلاني وويل، چې موږ دا مهال له اردن او مصر سره په تماس کې يو او هغوى ته يې ويلي، چې پاکستان د فلسطين د ټپيانو درملنې ته چمتو دى.

د پاکستان جيو نيوز د راپور له مخې دغه لوړپوړي پاکستاني ډيپلوماټ وويل چې دوی له هغو هېوادونو سره هم په اړیکه کې دي چې له اسراييل سره اړيکي لري ځکه چې د ټپيانو د لېږد لپاره هم د اسراييل اجازې ته اړتيا ده.

هغه زیاته کړه چې مصر اسلام اباد ته ویلي دي چې اسراییل به هم د زخمی فلسطینیانو معاینه کوي تر څو دا یقیني کړي چې د حماس غړي به له غزې نه وایستل شي.

ښاغلي جیلاني وویل، پاکستان په غزه کې د یوه روغتون د جوړولو وړاندیز هم کړی دی. خو هغه څرګنده کړه چې په غزه کې حالات داسې دي چې هيڅ هېواد د غزې په محاصره سيمه کې د روغتيايي مرکز د جوړولو امکان نه لري.
​

عراق او سوریه کې په څو ساعتونو کې پر امریکايي ځواکونو څلور ځلې برید شوی

۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۳ GMT+۰

د امریکا پوځي چارواکي وايي، پرون د دغه هېواد پر ځواکونو په سوریه او عراق کې په څو ساعتونو کې څلور ځلې د راکټ او ډرون برید شوی دی. تر دې بریدونو یوه ورځ مخکې امریکا په عراق کې د ایران ملاتړې وسلوالې ډلې کتایب حزب الله پر غړو برید وکړ.

امریکايي چارواکي له نوم پرته رویټرز ته ویلي چې د سوریې شمال ختیځ کې پر امریکايي او نړیوالو ځواکونو څو راکټي او د ډرون بریدونه شوي دي.

د نوموړي په خبره، په عراق کې هم ایربیل هوايي ډګر ته نږدې پر عین الاسد اډه څو ډرون بریدونه شوي دي.

عراق کې د اسلامي مقاومت په نوم ډلې په دغه هېواد کې د بریدونو مسوولیت منلی دی.

شنونکي په دې باور دي چې دا ډله د ایران ملاتړو عراقي وسلوالو ډلو ټلواله ده.

د تېر اکتوبر پر ۷ د حماس او اسراییل د جګړې په پیلېدو سره په عراق، سوریه او یمن کې کې پر امریکايي ځواکونو بریدونه ډېر شوي دي.

په مقابل کې امریکا هم کله کله په دغو هېوادونو کې پر ایران ملاتړو وسلوالو ډلو بریدونه کوي.

په عراق کې له دې وروستیو بریدونو یوه ورځ مخکې امریکا په بغداد کې د ایران ملاتړې وسلوالې ډله کتایب حزب الله برید وکړ او دا ډله وايي چې په دغه برید کې یې اته غړي وژل شوي دی.

د عراق حکومت دا برید غندلی او دخپل حاکمیت خلاف ورزي یې بللې ده.