
د امریکا پوځي چارواکي وايي، پرون د دغه هېواد پر ځواکونو په سوریه او عراق کې په څو ساعتونو کې څلور ځلې د راکټ او ډرون برید شوی دی. تر دې بریدونو یوه ورځ مخکې امریکا په عراق کې د ایران ملاتړې وسلوالې ډلې کتایب حزب الله پر غړو برید وکړ.
امریکايي چارواکي له نوم پرته رویټرز ته ویلي چې د سوریې شمال ختیځ کې پر امریکايي او نړیوالو ځواکونو څو راکټي او د ډرون بریدونه شوي دي.
د نوموړي په خبره، په عراق کې هم ایربیل هوايي ډګر ته نږدې پر عین الاسد اډه څو ډرون بریدونه شوي دي.
عراق کې د اسلامي مقاومت په نوم ډلې په دغه هېواد کې د بریدونو مسوولیت منلی دی.
شنونکي په دې باور دي چې دا ډله د ایران ملاتړو عراقي وسلوالو ډلو ټلواله ده.
د تېر اکتوبر پر ۷ د حماس او اسراییل د جګړې په پیلېدو سره په عراق، سوریه او یمن کې کې پر امریکايي ځواکونو بریدونه ډېر شوي دي.
په مقابل کې امریکا هم کله کله په دغو هېوادونو کې پر ایران ملاتړو وسلوالو ډلو بریدونه کوي.
په عراق کې له دې وروستیو بریدونو یوه ورځ مخکې امریکا په بغداد کې د ایران ملاتړې وسلوالې ډله کتایب حزب الله برید وکړ او دا ډله وايي چې په دغه برید کې یې اته غړي وژل شوي دی.
د عراق حکومت دا برید غندلی او دخپل حاکمیت خلاف ورزي یې بللې ده.

د اسراییل پوځ د افغانستان انټرنشنل خبریال د غزې ښار دننه او د شفاء روغتون لاندې تونلونو ته بیولی. هغه ځای چې د ژوند کولو پر اسانتیاو سمبال دی او د اسراییلي پوځ په وینا، دا ځای د حماس لخوا د قوماندې مرکز په توګه کارول کیده.
اسراییلي پوځ له اوږدې مودې راهیسې پر حماس تور لګوي چې د شفاء روغتون کمپلیکس د دغې وسله والې ډلې د فعالیتونو لپاره د قوماندې او کنټرول مرکز په توګه کاروي.دا جنجال د ملکي وګړو تر منځ د حماس د ځواکونو د پټیدو د یوې پراخې ستراتیژۍ په توګه بیان شوې.

د اسراييلي پوځ وياند دانیل هاګاري مخکې له دې چې د افغانستان انټرنشنل خبریال تونل ته داخل کړي، هغه وسلې او مهمات افشا کړل چې اسراییلي پوځیانو له دې شفاخانې موندلي و.
د هاګاري په وينا، دغه مهمات په يوه اکمالاتي موټر کې چې د عاجلې څانګې د دروازې تر څنګ ولاړ و، وموندل شول.
د اسراییل د پوځ ویاند تر دې مخکې د ایران سپاه پاسداران د دې تونلونو په جوړولو کې د حماس اصلي ملاتړی بللی و.
هاګاري د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ په لومړۍ نېټه ایران انټرنشنل ته ویلي چې سپاه پاسداران حماس ته ځانګړي تجهیزات، مهمات او پوځي روزنه ورکوي او دا ډله په روغتونونو، ښوونځیو او جوماتونو کې ترهګریز بنسټونه جوړوي.
یو اوږد تونل د څو ننوتلو لارو سره
د افغانستان انټرنشنل خبریال د روغتون له سیمې د یوې څاه له لارې یو تونل ته ننوتی، چې لا تراوسه اسراییلي پوځ په دې نه دی ټوانیدلی معلومه کړي دا تونل څو لارې لري.
د دغه پیچلي تونل دننه تشناب، پخلنځی، شاور او د ملاقات یوه خونه شتون لري.
د انځورونو له مخې، د روغتون لاندې تونل د لسګونو مترو په اوږدو کې ډیری دروازې لري.
د اسراييل پوځ د لړم په ٢٨مه نېټه اعلان وکړ چې د حماس اړوند يو تونل چې ١٠ متره ژور او ٥٥ متره اوږدوالی لري، د غزې په شمال کې د شفاء روغتون لاندې چې (د مرمې ضد ) دروازه لري کشف کړ.
اسراییل اعلان وکړ چې حماس دا ډول دروازې کاروي ترڅو د اسراییلي ځواکونو د قوماندې مرکزونو او د دوی دځمکې لاندې شتمنیو ته د ننوتلو مخه ونیسي.

د چهارشنبې په ورځ د اسراییل پوځ وویل چې ښايي له دې تونل سره تړلې نورې لارې هم وي چې تر اوسه نه دي موندل شوي،خو مطمیناً له دې تونل څخه ښار ته لارې تللې دي.
په شفاء روغتون د برید نه مخکې او وروسته د اسراییل پوځ حماس په دې تورن کړی چې له زرګونو ملکي فلسطینیانو یې پناه اخیستې او له روغتون څخه یې د انساني سپر په توګه کار اخیستی دی. حماس دا تورونه رد کړي، خو د افغانستان انټرنشنل خبریال وایي چې د منلو نه ده چې له روغتون څخه دې ناوړه ګټه نه وي پورته شوې.
د دغه روغتون یوه ډاکټر د پنجشنبې په ورځ د لیندې په دویمه نېټه د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې د دغه مرکز مدیر ابوسلیمه او څو نور ډاکټران د پنجشنبې په ورځ د اسراییل پوځ لخوا ونیول شول.
د اسراییل پوځ دا خبره تایید کړې او ویلي یې دي چې ابو سلمیه یې د دې لپاره نیولې چې د حماس لخوا د دغه روغتون څخه د قوماندې مرکز په توګه د کارولو په اړه وپوښتي.
د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، ابو سلمیه د شین بت (د اسراییل د استخباراتو اداره) او د اسراییل د وسله والو ځواکونو د استخباراتو د څانګې لخوا تر پوښتنو ګرویګنو لاندې ده.
د پوځ راډیو اعلان وکړ چې ابو سلمیه په داسې حال کې نیول شوی چې د غزې د جنوب پر لور روان و.
له دې پېښې وروسته حماس له سره صلیب او د روغتیا له نړۍوال سازمان څخه وغوښتل چې پر اسراییل فشار راوړي چې د شفاء روغتون مشر خوشې کړي.
د حماس تر سیوري لاندې ویجاړ شوی ښار
د غزې یو اوسېدونکی چې له روغتونه خوندي سیمو ته د تلو په حال کې دی، افغانستان انټرنشنل ته یې د فلسطینیانو تر منځ د حماس د موقف په اړه وویل: «موږ له ډېرې مودې راهیسې په روغتون کې وو او له بهرنۍ نړۍ سره مو هېڅ اړیکه نه درلوده، خو څه چې پر حماس راغلي یا هم راځي مهمه نه ده.»
دغه سړي زیاته کړه: "زما ژوند او زما د ماشومانو ژوند زما لپاره مهم دی. موږ نور ستړي یوو."
د افغانستان انټرنشنل خبريال د راپور له مخې؛ په غزه کې د داسې کور او ودانۍ موندل ګران کار دی چې د اسراييلي پوځ په بمباريو کې ويجاړ شوی نه وي: «په دې ښار کې نه کومه کوڅه شته او نه هم کوم میدان. ښکاري یوې سترې زلزلې دا ښار ویجاړ کړی. د ښار یو اوسیدونکی هم د سړکونو پر سره نه ښکاري. ټول له جګړې تښتیدلي او ښار یې کوڅه ډبو سپیو او پیشوګانو ته سپارلی.»
د غزې د روغتیا وزارت چې د حماس ترکنټرول لاندې دی، د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې پر غزې د اسراییل په برید کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له دیارلس زرو څخه زیات شوی دی.
د اسراييل او حماس تر منځ وروستۍ جګړه هغه مهال پيل شوه چې دغې وسله والې ډلې د اکټوبر په اوومه پر اسراييل بريد وکړ.
دا په وروستیو لسیزو کې د حماس لخوا پر اسراییل تر ټولو خونړی برید و، چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۱۴۰۰ کسان، چې ډېری یې ملکي وګړي وو، ووژل شول او تر ۲۰۰ډېر کسان یرغمل شول.
۵۴ کلن کیون کارنویل چې یو خیریه بنسټ کې یې د ډاکټر په توګه کار کاوه، د جنورۍ په ۱۱مې په کابل کې په خپل هوټل کې د طالبانو له خوا ونیول شو او له هغه راهیسې د طالبانو استخباراتو سره د جاسوسۍ په تور بندي و.
اوس د طالبانو له بنده له خوشې کېدو وروسته د خپلې میرمنې کیلي سره یو ځای شوی، نوموړي له بي بي سي سره د خپل زندان د دورې د تجربو په اړه خبرې کړي.
هغه د دغه نهه میاشتنې بند دورې درې میاشتې په یو انفرادي بندخونې کې تېرې کړي، چېرې چې هغه د طالبانو له خوا هره ورځ لس ساعته "بنسټپالنې" ته هڅېده.
ښاغلی کورنویل له تېر کال راهیسې په افغانستان کې د اکاروس (Iqarus) په نوم د یوه برېتانوي روغتیايي شرکت سره چې د ملګرو ملتونو له ماموریتونو سره مرسته کوي، د عملیاتي مدیر په توګه کار کوه.
نوموړی له یو شمېر نورو برېتانویانو سره د هغه سړي په ګډون ونیول شو، چې د افغانستان د پلازمېنې کابل په څنډه کې یې د دوی د مېلمستون چارې یې پر مخ وړلې.
هغه بي بي سي ته ویلي: "په انفرادي بندخونې کې درې مياشتې ډېرې سختې وې او تر ټولو سخت کار دا و، چې د بنسټپالنې ځکه ځان لرې وساتم".
هغه زیاته کړه:"کله چې به دوی ویده وو ما به میډیټیشن د خپل ذهن د ارامولو او د خپل رواني حالت د باثباته ساتلو لپاره کاروه؛ ما فکر نه کاوه چې زه له هغه ځایه خوشې شم."
ښاغلی کارنویل چې نېږدې 25 کاله یې برېټانیا په پوځ کې دنده ترسره کړې او د نړۍ بیلابیلو سمیو ته په ماموریت تللی دی.
هغه ویلي؛ د خوشې کېدو په ورځ تر وروستۍ شیبې پورې یې هیله نه درلوده، ځکه نړۍوالو بندیانو ته ډېری وخت غلطه هیله ورکول کیږي.
نوموړي وویل: "په کومه ورځ چې زه خوشې کېدم، طالبان د سهار پنځه بجې زما انفرادي بندخونې ته راغلل، زه ځکه پوه شوم چې پنځه بجې وې چې د سهار اذانونه کېده."
هغه وویل، چې طالبانو دی بهر وویست او ورته یې وویل چې ځان ووینځي، بیا ورته لاسونه وتړل او توره خلطه یې ور واغوستله او په زغره والو ګاډو کې یې میدان ته راوړ.
د هغه تر خوشې کېدو وړاندې د نوموړې میرمنې کیلي رسنیو ته ویلي وو، چې د ګردو د ستونزو له امله یې ښایې مېړه په زندان کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.
ښاغلی کارنویل چې روغتیايي حالت یې مخ په ښه کېدو دی، وایي هیله لري چې ژر تر ژر خپلې دندې ته ستون شي.
ده ویلي، چې بېرته به افغانستان ته نه ځي.
اوکرایني چارواکي وايي، چې پر اوکراین د روسي ځواکونو په تازه بریدونو کې ۹ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې روسیه په لوی لاس اوکرایني عام وګړي په نښه کوي او په خرسون کې یې په توغندیز برید کې درې تنه وژلي او پنځه نور ټپیان دي.
د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ایهور کلیمینګو نن پنجشنبه رسنیو ته ویلي، چې د خرسون سربېره روسي بې پېلوټه الوتکو پر بریسلاف ښار هم بریدونه کړي، چې له امله یې یو سپین ږیری وژل شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې په دواړو بریدونو کې د ملکي وګړو کورونه، دوکانونه او عامه ځایونه ویجاړ شوي دي.
د دغې مرګ ژوبلې په اړه روسیې څه نه دي ویلي؛ خو له دې وړاندې روسي چارواکو له اوکراین سره په جګړه کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله نه ده تایید کړې او ویلي یې دي، چې دوی د جګړې قوانین په پام کې نیسي او هڅه کوي، چې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله وا نه وړي.
د لبنان حزب الله ډلې د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ دویمه) د اسراییل په شمال کې پر پرتو پوځي اډو څه باندې ۵۰ توغندي توغولي دي.
دغه راکټي بریدونه پرون د لبنان په جنوب کې د اسراییل د هوایي بمبار په ځواب کې شوي، چې ویل کیږي د حزب الله پنځه جګپوړي جنګیالي پکې وژل شوي وو.
د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس په وینا؛ د پنجشنبې ورځې راکټي بریدونه په تېره یوه نیمه میاشت کې د اسراییل په شمال کې د حزب الله له خوا تر ټولو سخت بریدونه بلل شوي دي.
په دې موده کې په سرحدي سیمو کې د اسراییلي پوځ او د لبنان د حزب الله تر منځ نېږدې هره ورځ نښتې شوې دي.
حزب الله چې د ایران له خوا یې ملاتړ کیږی، اعلان کړی چې له اسراییل سره پر پوله په خپلو اقداماتو سره توانېدلي چې پر غزې د اسراییل د پوځ فشار راکم کړي.
پر غزه د اسراییل هوايي، ځمکني او سمندري بریدونو تر ۱۳۰۰۰ ډېر کسان وژلي او پراخې سیمې یې ویجاړې کړې دي.
پولیسو د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د ایرلنډ د ډوبلین په مرکز کې یو کس د دوو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون پنځه تنه په چاقو ټپیان کړي دي.
د دغه هېواد پولیسو ویلي، چې ټول ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.
د ایرلنډ پولیسو ویلي، چې دا پېښه د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ په دویمه) د ختیځ پارنل په میدان کې شوې ده.
د ایرلنډ ځايي رسنیو ویلي، چې یوه سړي لومړی پر یوې مېرمنې برید وکړ او بیا یې ماشومان ټپیان کړل.
د دې پېښې په تړاو یو تن نیول شوی، چې د ځایي رسنیو په وینا ځان یې هم ټپي کړی دی.
د اترېش پولیسو ویلي دي، چې تر اوسه د بریدګر موخه نه ده معلومه چې ولې یې دا عمل ترسره کړی.