له دغه فرمان وروسته په افغانستان کې د تریاکو کرکیله بنده شوه او هغو کروندګرو به چې د ملا هیبتالله له دغه فرمان څخه سرغړونه وکړه د تریاکو کروندې به یې له منځه وړل کیدې.
د تریاکو بیې له درې نیم لکه کلدارو څخه په دې وروستیو کې تر شپږ لکه کلدارې رسېدلې وې چې دوه زره امریکايي ډالر کېدل، خو تازه له تیرې یوې اونۍ راهیسې د هلمند او کندهار د تریاکو په بازارونو کې د یو من خامو تریاکو بیه له دوه زره امریکايي ډالرو څخه تر څلور زرو امریکايي ډالرو لوړه شوې ده.
په هلمند کې د نشه يي توکو یو کاروباري باز محمد افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل: «په نړیوال بازار کې د نشه يي توکو تقاضا ډیره شوې ده او له تېر یوه کال راهیسې په افغانستان کې د نشه يي توکو عرضه کمه شوې ده په دې خاطر ورځ تر بلې د تریاکو په بازارونو کې د تریاکو بیه لوړیږي.»
د تریاکو یو شمیر کاروباریان وايي، له هلمند څخه اوس هم هره ورځ په ټنونو خام او پروسس شوي تریاک ایران ته قاچاق کیږي او په افغانستان کې د تریاکو د کمښت له امله یې بیې لوړې شوې.
په هلمند کې د نشه يي توکو کاروباري عبدالجبار وايي: «له بدخشان، ننګرهار، کندهار او نورو ولایتونو څخه د تریاکو لوی کاروباریان تریاک راټولوي او بیا يې د هلمند او نیمروز ولایتونو له لارې ایران ته قاچاق کوي او له هغه ځایه نورو هیوادونو ته قاچاق کیږي اوس هغه کروندګر چې له تیرو څو کلونو يې تریاک ذخیره کړي وو، نه يې خرڅوي او دوی په دې تمه دي چې د تریاکو بیې نورې هم لوړیږي.»
د ملا هیبتالله له لوري د تریاکو د کښت د منع فرمان د ملګرو ملتونو او ګڼو هیوادونو له لوري وستایل شو. او طالبان په افغانستان کې د تریاکو د کښت مخنیوی له خپلو لویو لاسته راوړنو ګڼي.
تېره اونۍ د افغانستان په سوېلي ولایتونو کې د جمعې د لمانځه پر مهال د جوماتونو ملا امامانو هم له خلکو څخه غوښتنه کړې چې نور باید په خپلو ځمکو تریاک و نه کري.
د معلوماتو له مخې امریکا له ۲۰۰۳ څخه بیا تر ۲۰۲۱ ميلادي کلونو پورې په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې او د معتادینو د درملنې په برخه کې تر اتو ميليارډو ډالرو ډېرې پيسې لګولې دي. خو و نه توانېده چې په افغانستان کې یې د کر مخنیوی وکړي.
په ۲۰۲۲ کال کې د ملګرو ملتونو له لوري په یو راپورکې ویل شوي و، چي ۲۰۲۱ کې د ۶ زره اته سوه ټنه تریاکو په تولید سره پرله پسې پنځم کال دی، چې افغانستان کې د نشه یې توکو تولید خپلې تر ټولو لوړې کچې ته رسېږي او لا هم د نړۍ اتیا سلنه تریاک تولیدوي.
د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا وايي، د لومړي ځل لپاره طالبانو او ایران هوکړه چې د دواړو هیوادونو چاپېریال ساتنې مسوولینو یوه کار ډله به جوړیږي، چې په هلمند سیند کې د ایران د اوبو د حق په اړه یوې هوکړې ته ورسېږي او که هلمند سیند اوبه ولري، نو ایران ته یې برخه ورکړل شي.
د دې کارډلې په هکله نور جزیات نه دی ور کړل شوي، خو دا ګام له هغه وروسته دی چې په دې وروستیو کې د طالبانو د اوبو وزیر او تر هغه مخکې ملا برادر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تهران ته سفر درلود.
د ایرنا د رپوټ له مخې، په هامون کې په دې ورځو کې حالت ښه نه دی، د سیستان او بلوچستان سیمې خلک له دوړو په عذاب دي.
یو وخت چې هامون له اوبو او شنو ډک و، د سیمې د خلکو ژوند او هیلې ورځ تر بلې زیاتېدې.
په تیرو دوو لسیزو کې د وچکالی او د افغانستان نه د ابو د حق د نه رسیدو له، دغه سیمه وچه او ویجاړه شوې.
دغه جهیل چې پخوا د ایران دریم تر ټولو پراخه د اوبو سرچینه وه، اوس د ایرانيانو په باور ځکه وچ شوی چې د هلمند سیند نه د ایران د اوبو برخه نه ورکول کیږي او هغه اوبه چې دې ځای ته د سیلاوونو له امله رسیدې، اوس په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند تر شا ایسارې دي نو ځکه دغه سیمه په ټولیزه توګه وچه شوې ده.
د افغانستان او ایران د توافق له مخې چې ۱۳۵۱ د معاهدې په نوم یادیږي، باید په یو عادي کال کې ۸۲۰ میلیونه مترمکعبه اوبه د هلمند په سیند کې د ایران د اوبو حق په چوکاټ کې دغه هیواد ته ورسیږي.
د څو کلونو راهیسې د وچکالۍ له امله له هلمند سینده ایران ته هیڅ اوبه نه رسیږي.
د ایران اوسنۍ حکومت د خپل کار د پیل راهیسې هڅه کوي چې دغه ستونزه له افغانستان سره حل کړي. د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسې ویلې چې په هلمند سیند کې د ایران د حق آبې مساله ډیره مهمه ده او دوی به یې په جدي توګه تعقیب کړي.
د ایران د چاپیریال ساتنې ادارې مشر علی سلاجقه ويلي چې د افغان چارواکو سره یې خبرې کړې دي.
هغوی ورته ویلي چې اوس د وچکالۍ له امله د هلمند سیند په بندونو کې اوبه نشته او کله چې اوبه پیدا شي، دوی به ایران لور ته اوبه خوشې کړي.
تېر دوبی ایران هلمند سیند ته پلاوی هم استولی و او هغوی له خپلې ارزونې دا نتیجه واخیسته چې په دغه سیند کې اوبه نشته.
ده یو ځل بیا ټینګار وکړ چې باید په هغه داخلي مسایلو غور وشي چې حل کول یې ضروري دي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ په ۲۰۲۰ کال لاسلیک شوي د دوحې تړون په اړه شاهین وویل چې امریکا د دغه توافق په ډیرو برخو عمل نه دی کړی.
هغه زیاته کړه: “مثلا هغه جایزې چې دوی د طالب مشرانو د نیولو لپاره ټاکلې، لا یې دغه لیست د جایزو نه دی لرې کړی. له تور لیست نه د طالبانو د مشرانو نومونه نه دي ایستل شوي. دغه موارد باید د امریکا له خوا ترسره شي.”
شاهین وايي، په قطر کې دوی سیاسي دفتر، له نړۍ سره د طالبانو دروازه ده.
د هغه په وینا ډیری هیوادونو په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیستې او ځینې نور بیا په قطر کې سفارت لري خو افغانستان ته ځي او له طالب مشرانو سره ګوري.
د هغه په خبره، دغه سفارتونه هم په موقتي توګه قطر کې دي او په نهایت کې به افغانستان ته راځي خو یو څه وخت به نیسي.