د فلسطين خبري اژانس وفا: اسرایيل ۳۹ نور فلسطيني بنديان خوشي کړي دي

د فلسطین خبري آژانس وفا خبر ورکړی، چې اسراییل د ۳۳ ماشومانو او شپږو ښځو په ګډون ۳۹ فلسطینیان خوشي کړي دي. دا د حماس او اسراییل تر منځ د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د فلسطیني بندیانو دویمه ډله ده چې خوشې کېږي.