• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: فاریاب کې یو هلک د طالب جنګیاليو د جنسي غوښتنې له ردولو وروسته په ډزو ووژل شو

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۳، ۰۳:۳۷ GMT+۰

په فاریاب ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، یو ۱۵ کلن هلک د طالبانو د جنګیاليو د جنسي غوښتنې له ردولو وروسته په ډزو وژل شوی دی. دغه هلک هدایت الله نومیده او د دې ولسوالۍ د قرهګل کلي اوسېدونکی و.

سرچینې رسنیو ته ویلي چې، دغه هلک د قاري هدايت الله د ناروا اړیکو د غوښتنې له ردولو وروسته وژل شوى دى.

په همدې حال کې ځينې نورې سرچينې بیا وايي ، چې وژل شوی هلک د شنبې په ورځ د لیندۍ په ۴مه د دې ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ په «خشتپل» کلي کې د طالبانو د یوه غړي قاري عثمان له وژلو وروسته د تېښتې په حال کې د دغې ډلې د جنګیالیو له خوا وېشتل شوی دی.

د سرچینې په وينا دغه هلک پر ده د جنسي تيري د هڅې په وړاندې دغه طالب په خپل ټوپک وژلی و.

د فاریاب سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادولو ده چې، تر دې وړاندې هم د طالب قومندانانو او جنګیالیو له خوا پر هلکانو د جنسي تیري راپورونه خپاره شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ایراني او هندي چارواکو د افغانستان له پاره د سیمه ییزې تماس ډلې پر جوړولو خبرې وکړې

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۳، ۰۲:۵۵ GMT+۰

د افغانستان له پاره د ایران ولسمشر ځانګړي استازي او د هند بهرنیو چارو وزارت د سیمه ییزې ادارې عمومي مدیر د افغانستان وضعیت ته د رسیدو لپاره د «سیمه ییزې تماس ډلې» پر جوړولو خبرې وکړې. د ایران استازي ویلي دي چې د سیمه ییزې تماس ډله د افغانستان د ټیکاو له پاره مهمه ده.

حسن کاظمي قمي په اېکس پاڼه لیکلي چې د یکشنبې په ورځ یې د هند د بهرنیو چارو وزارت د سیمه ییزې ادارې له عمومي مدیر جی بي سنګ سره په کتنه کې له افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي چارو د پرمختګ له پاره د «سیمه ییزې تماس ډلې د جوړولو او په دې هیواد کې د ټیکاو او ودانولو په موخه خبرې اترې وکړې.»

دوی له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو په پراختیا کې د چابهار بندر د ځانګړي رول په اړه هم خبرې وکړې.

کاظمي قُمي د تماس ډلې د طرحې په اړه نور جزئیات ورنه کړل، خو دا پلان د افغانستان په چارو کې د ګاونډیو هېوادونو پر رول د ټینګار او د امریکا د رول د کمولو له پاره د ایران یوه هڅه ګڼل کېږي.

ایراني ډیپلوماټانو په تېرو کلونو کې د افغانستان په اړه د مسکو په ناسته او د مسکو په فارمټ ناسته کې د افغانستان په اړه دا خبره یاده کړې، خو تر اوسه سیمه ییزې اجماع ته نه ده رسېدلې.

په همدې حال کې د هند بهرنیو چارو مرستیال وزیر چې له تیرو دوو ورځو راهیسې په تهران کې دی، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او د هغه له سیاسي او اقتصادي مرستیالانو سره په کتنه کې د چابهار بندر په اړه خبرې کړې دي.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندام باغچي په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت مرستیال ویني کواټرا د ایران بهرنیو چارو له وزیر امیر حسین عبداللهیان سره په کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او د چابهار بندر په ګډون یې د اتصالي پروژو په اړه خبرې وکړې.

چابهار بندر له هند سره د افغانستان یو له مهمو سوداګریزو لارو څخه بلل کیږي چې د کراچۍ بندر اصلي بدیل دی.

اوس چې د کراچۍ بندر له لارې د مالونو د لېږد رالېږد پر سر د طالبانو او پاکستان تر منځ کړکېچ ډېر شوی، د افغانستان د اقتصادي اړیکو په پراختیا کې د چابهار بندر د ځانګړي رول په اړه د ایران او هند د لوړپوړو ډیپلوماټانو خبرې مهمې دي.

ترکیه په هرات ولایت کې موزیم جوړوي

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۳، ۰۲:۱۳ GMT+۰

د ترکیې سفیر د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور له مشر سره په لیدنه کې په دې ولایت کې د یوه موزیم د جوړیدو ژمنه وکړه. هغه وويل په دې سره به د دواړو هیوادونو اړېکې لا پیاوړې شي.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د ترکیې سفیر له احمدالله متقي سره په خبرو کې زیاته کړې چې، د دغه موزیم په جوړیدو سره به د دواړو هېوادونو "ترکیې او افغانستان" ترمنځ د ملګرتیا سمبولونه نندارې ته وړاندې شي.

د ترکیې سفیر دغه راز وویل، چې دوی په ۲۰۲۴ کال کې په هرات کې د زیر زمیني جومات د بیارغاونې، د شهزاده تخت، د لاسي صنایعو د پراختیا، د نستعلیق کتابونو د چاپ او په هرات کې د کتابتون د بیا رغولو په برخه کې کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په هرات ولايت کې وروستۍ زلزلې د يو شمېر کليو د ويجاړولو ترڅنګ د دغه ولايت تاريخي او لرغوني ځايونه هم زيانمن کړي دي.

په دې زلزله کې چې د رېښتر په کچه ۶،۳ درجې وه، د هرات لوی جومات، اختیارالدین کلا، منارونه او د دغه ولایت ځیني نور تاریخي ځایونه زیانمن کړي دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته سره له دې چې دغه ډله د ترکیې په ګډون د هیڅ یوه هیواد له خوا په رسمیت پیژندل شوې نه ده، خو د ترکیې او طالبانو تر منځ اړیکې خورا ښې دي او دغه هیواد د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې له طالبانو سره پراخې همکارۍ لري.

د ازادۍ جبهه: په لغمان ولایت کې مو دوه وسله وال طالبان وژلي دي

۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۹:۳۴ GMT+۰

د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې د یکشنبې په ورځ اعلان کړی، چې د دوی ځواکونو د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د طالبانو پر امنیت امر قاري همت الله برید کړی او د هغه «دوه ساتونکي» یې وژلي دي.

دې جبهې همت الله د دوو پخوانیو پوځیانو په وژلو تورن کړی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه جبهه وايي، چې په دې جګړه کې يې له وسله والو طالبانو څخه دوه سپکې وسلې یې هم ترلاسه کړې دي.

په بدخشان او فارياب کې په دوو جلا ترافيکې پېښو کې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۳ GMT+۰

لومړې پېښه نن سهار د بدخشان ولايت د راغستان ولسوالۍ په خلدسک سيمه کې رامنځ ته شوې، چې له امله یې درې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دویمه پېښه په فاریاب کې رامنځته شوې، چې یوولسو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.

د بدخشان ځايي طالبانو ویلي، چې د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې یو مازدا ډوله موټر چپه شوی، چې پکې سپاره دوه کسان مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د یوه بل خبر له مخې نن سهار لس بجې د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې د يوې سراچې موټر د چپه کېدو له کبله ۴ کسه مړه شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د معلوماتو له مخې؛ په وژل شويو کې يوه ښځه يو نارينه او دوه ماشومان او په زخميانو کې هم يوه ښځه، درې ماشومان او درې نارينه شامل دي.

د دواړو پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي بلل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ۴.۲ میلیونه بزګرانو ته د غنمو تخم او کرنیزې سرې وېشي

۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د خپل «ژمني غنمو» کمپاین د پیل اعلان کړی او ویلي یې دي، چې تر ۴،۲ میلیونو زیاتو بزګرانو ته به د غنمو تخم او کرنیز کود (سرې) ووېشي.

دغه سازمان وايي، د دې کمپاین په ترڅ کې به بزګرانو ته د روزنې زمینه هم برابره کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۵ مه) په اېکس ټولنیزه شبکه کې پر خپلې پاڼې د ژمي د غنمو د کمپاین اعلان وکړ.

دغې ادارې د خوړو د خوندیتوب او د کلیوالو د ژوند د ښه کولو په برخه کې د دې کمپاین پیلول یو ګټور ګام بللی دی.

په دې وروستیو کې امریکا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له لارې له افغانستان سره ۸۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي وو، چې د افغانستان نېږدې نیمايي نفوس هره ورځ د خوراکي توکو د نشتوالي او لوږې له خطر سره مخ دي.