• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ترکیه په هرات ولایت کې موزیم جوړوي

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۳، ۰۲:۱۳ GMT+۰

د ترکیې سفیر د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور له مشر سره په لیدنه کې په دې ولایت کې د یوه موزیم د جوړیدو ژمنه وکړه. هغه وويل په دې سره به د دواړو هیوادونو اړېکې لا پیاوړې شي.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د ترکیې سفیر له احمدالله متقي سره په خبرو کې زیاته کړې چې، د دغه موزیم په جوړیدو سره به د دواړو هېوادونو "ترکیې او افغانستان" ترمنځ د ملګرتیا سمبولونه نندارې ته وړاندې شي.

د ترکیې سفیر دغه راز وویل، چې دوی په ۲۰۲۴ کال کې په هرات کې د زیر زمیني جومات د بیارغاونې، د شهزاده تخت، د لاسي صنایعو د پراختیا، د نستعلیق کتابونو د چاپ او په هرات کې د کتابتون د بیا رغولو په برخه کې کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په هرات ولايت کې وروستۍ زلزلې د يو شمېر کليو د ويجاړولو ترڅنګ د دغه ولايت تاريخي او لرغوني ځايونه هم زيانمن کړي دي.

په دې زلزله کې چې د رېښتر په کچه ۶،۳ درجې وه، د هرات لوی جومات، اختیارالدین کلا، منارونه او د دغه ولایت ځیني نور تاریخي ځایونه زیانمن کړي دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته سره له دې چې دغه ډله د ترکیې په ګډون د هیڅ یوه هیواد له خوا په رسمیت پیژندل شوې نه ده، خو د ترکیې او طالبانو تر منځ اړیکې خورا ښې دي او دغه هیواد د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې له طالبانو سره پراخې همکارۍ لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د ازادۍ جبهه: په لغمان ولایت کې مو دوه وسله وال طالبان وژلي دي

۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۹:۳۴ GMT+۰

د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې د یکشنبې په ورځ اعلان کړی، چې د دوی ځواکونو د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د طالبانو پر امنیت امر قاري همت الله برید کړی او د هغه «دوه ساتونکي» یې وژلي دي.

دې جبهې همت الله د دوو پخوانیو پوځیانو په وژلو تورن کړی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه جبهه وايي، چې په دې جګړه کې يې له وسله والو طالبانو څخه دوه سپکې وسلې یې هم ترلاسه کړې دي.

په بدخشان او فارياب کې په دوو جلا ترافيکې پېښو کې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۳ GMT+۰

لومړې پېښه نن سهار د بدخشان ولايت د راغستان ولسوالۍ په خلدسک سيمه کې رامنځ ته شوې، چې له امله یې درې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دویمه پېښه په فاریاب کې رامنځته شوې، چې یوولسو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.

د بدخشان ځايي طالبانو ویلي، چې د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې یو مازدا ډوله موټر چپه شوی، چې پکې سپاره دوه کسان مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د یوه بل خبر له مخې نن سهار لس بجې د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې د يوې سراچې موټر د چپه کېدو له کبله ۴ کسه مړه شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د معلوماتو له مخې؛ په وژل شويو کې يوه ښځه يو نارينه او دوه ماشومان او په زخميانو کې هم يوه ښځه، درې ماشومان او درې نارينه شامل دي.

د دواړو پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي بلل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ۴.۲ میلیونه بزګرانو ته د غنمو تخم او کرنیزې سرې وېشي

۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د خپل «ژمني غنمو» کمپاین د پیل اعلان کړی او ویلي یې دي، چې تر ۴،۲ میلیونو زیاتو بزګرانو ته به د غنمو تخم او کرنیز کود (سرې) ووېشي.

دغه سازمان وايي، د دې کمپاین په ترڅ کې به بزګرانو ته د روزنې زمینه هم برابره کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۵ مه) په اېکس ټولنیزه شبکه کې پر خپلې پاڼې د ژمي د غنمو د کمپاین اعلان وکړ.

دغې ادارې د خوړو د خوندیتوب او د کلیوالو د ژوند د ښه کولو په برخه کې د دې کمپاین پیلول یو ګټور ګام بللی دی.

په دې وروستیو کې امریکا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له لارې له افغانستان سره ۸۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي وو، چې د افغانستان نېږدې نیمايي نفوس هره ورځ د خوراکي توکو د نشتوالي او لوږې له خطر سره مخ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې یو ځل بیا د ښځو او نجونو د حقونو پر تضمین ټینګار وکړ

۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره په لیدنه کې د ښځو او نجونو د حقونو د تضمین، د هغوی د زده کړو او کار ته د لاس رسۍ پر برخې ټینګار کړی. څه باندې اته سوه ورځې کېږي چې په افغانستان کې نجونې له زده کړو بې برخې دي.

طالبانو تر شپږم ټولګي لوړې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او په دې اړه په کور دننه او بهر هم اعتراضونو او غوښتنې نه اوري او بابيزه یې ګڼي.

واکمنې ډلې ښځې د کار کولو څخه هم منع کړې دي او اجازه نه ورکوي چې تفريح ځايونو، ورزش، سینګار ځايونو او ډېرو عامه ځایونو ته لاړې شي.

ملګرو ملتونو په وار - وار له طالب چارواکو غوښتي چې پر نجونو او ښځو لګول شوي بندیزونه لرې کړي؛ خو دغې ډلې تر اوسه دې غوښتنې ته څرګند او مثبت ځواب نه دی ویلی.

په دې کتنه کې اغلې اوتنبایوا له ښاغلي متقي سره د راستنېدونکو کډوالو د اړتیاو په اړه هم خبرې کړې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د یکشنبې په ورځ (لیندۍ ۵ مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې روزا اوتنبایوا او د هغې مرستیال مارکس پوتزل له امیرخان متقې سره له پاکستانه د راستنېدونکو افغانانو سره د دغه سازمان د مرستو، له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د هڅو پر پياوړتيا او نورو موضوعاتو هم خبرې اترې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د خلکو د بېړنیو اړتیاو په ځانګړي ډول په راتلونکي ژمي کې د ستونزو د حل په موخه د دوامداره مرستو په موخه پر خپلو ژمنو ټینګار کړی.

بل خوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې بیا راغلي، چې امیرخان متقې په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ته ویلي: "د نړۍ هېوادونه او سازمانونه باید د منل شویو او رسمي ادرسونو له لارې له افغانستان سره اړیکې ونیسي".

په دې خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې هېوادونه او نړۍوال سازمانونه بايد د موازي ډلو او جوړښتونو پر ځاى په افغانستان کې شته ميکانيزمونه پياوړي کړي.

طالبانو د جرمني د مرستندویه ادارې څلور سیمه ییز کارکوونکي نیولي دي

۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۸ GMT+۰

د جرمني د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت په وینا؛ طالبانو د دغه هېواد د دولتي مرستندویه ادارې څلور سیمه ییز کارکوونکي نیولي دي.

د دغه وزارت یوې ویاندې اسوشیتیډ پرېس خبري اژانس ته منلي چې د (GIZ) سیمه ییز کارکوونکي لا هم د طالبانو په توقیف کې دي؛ خو زیاته کړې یې ده چې په رسمي توګه دوی ته لا ندي ويل شوي، چې دغه کسان ولې نیول شوي‌ دي.

دغې ویاندې ویلي: “موږ دا وضعیت په جدي توګه په پام کې نیولی او له ټولو ممکنه لارو کار اخلو چې خپل همکاران خوشې کړو.”

د جرمني د نړۍوالې همکارۍ اداره یا GIZ د دغه په هېواد حکومت پورې تړلې اداره ده.

دغه اداره د نړۍ په شاوخوا ۱۲۰ هېوادونو کې د "اقتصادي پراختیا، د کارموندنې ودې، انرژي او چاپیریال، سولې او امنیت" برخو کې پروژې او خدمات وړاندې کوي.