منظور پښتین: د پاکستان او افغانستان تر منځ پر ټولو تلونکو او راتلونکو لارو پاسپورټ نه منو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین چې د چمن په پرلت کې یې د ګډون پر مهال وینا کوله وویل، پاکستان په قانون، اسلام او جرګو کې د پښتنو حق نه ورکوي خو پښتانه به د خپلو حقونو ترلاسه کولو له پاره له هرې ممکنې لارې کار اخلي.