قرغزستان د هرات له زلزله ځپلو سره د خوراکي توکو او ژمنیو جامو مرسته کوي

د قرغزستان د بېړنیو حالاتو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد د ولسمشر په امر به د هرات زلزله ځپلو ته بشري مرستې ولېږي. قرغزستان ویلي چې هرات ته به سل ټنه خوراکي توکي، ژمنۍ جامې، بوټان او د ښځو او ماشومانو لپاره د روغتیا ساتنې توکي ولېږي.