طالبان: په ننګرهار ولایت کې د حاجي عبدالقدير ښارګوټي پر ځمکو د خلکو ادعاوې څېړل کېږي

د ننګرهار ولایت د رسنیو مرکز په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه ولایت د غصب د مخنيوي تخنيکي پلاوي، د سره رود په ولسوالۍ کې د حاجي عبدالقدير ښارګوټي پر ځمکو د خلکو د ادعاوو له مخې قبالې تطبيق کړې او مرکز سره يې د وروستيو اجراتو په موخه معلومات شريک کړل.





