لاهور او کراچۍ د نړۍ تر ټولو ککړو ښارونو د ډلبندۍ په سر کې راغلل

د لاهور او کراچۍ هوا د سه شنبې په شپه خطرناکې او خورا ککړې کچې ته د رسېدو سره د نړۍ تر ټولو ککړو ښارونو په نوملړ کې سر ته راغلل. که څه هم چې د پاکستان لوی ښارونه د تېرې اونۍ په اوږدو کې د نړۍ په پنځو ککړو ښارونو کې پاتې شوي وو؛ خو د لومړي ځل لپاره یې لومړی او دویم مقام خپل کړ.