سرچینې: پاکستان د پاکستاني وسله والو د برید له امله د طالبانو سفیر احضار کړی

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خېبر پښتونخوا په بنو کې د دغه هېواد پر پوځ د وروستي برید په تړاو په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر احضار کړی دی.

پاکستاني چارواکو مخکې ویلي وو، چې د دغه برید عامل یو افغان دی.
پاکستاني رسنیو هم د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د خپلو سرچینو په حواله د طالبانو د سفیر احضارول تایید کړي دي.
سرچينو زياته کړې، چې پاکستان د بنو د بريد د پلان کوونکو او تسهیلونکو پر ضد د جدي او بېړني اقدام غوښتنه کړې ده.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د خېبر پښتونخوا د بنو په ولسوالۍ کې د یکشنبې د ورځې د ځانمرګي برید عامل «له افغاني پېژندپانې سره پاکستان ته داخل شوی و».
په دې برید کې درې پوځیان او درې ملکي کسان ووژل شول.
اېکسپرس ټریبیون ورځپاڼې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د یوه چارواکي له قوله لیکلي، چې دغه هېواد په رسمي ډول د تحریک طالبانو دا ادعاوې هر ځلې رد کړي دي.

پاکستان د تحریک طالبان د یوې ځانګړې ډلې قوماندان حافظ ګل بهادر د نیولو او سپارلو غوښتنه کړې ده.
اسلام اباد وايي، چې دغه برید د پاکستان مخالفې وسله والې ډلې له افغانستانه تنظیم کړی و.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د پاکستاني پوځیانو په برید کې د افغانانو د لاس لرلو په اړه د تحقیقاتو غوښتنه وکړه.
اسلام اباد د طالبانو له ادارې وغوښتل چې په افغانستان کې د پاکستان د وسله والو مخالفانو پر وړاندې ژر تر ژره اقدام وکړي.
تر دې مخکې پاکستاني چارواکو ویلي وو، چې په دغه هېواد کې په چاودنو کې افغان اتباع لاس لري.