• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سراج الدین حقاني: د ګاونډيانو کورني مسایل باید افغان کډوالو ته د ستونزو جوړېدو لامل نه شي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۱۳ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۷ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د طالبانو کورنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې له بهرنیو هیوادونو څخه د راستنېدونکو کډوالو او نشه يي توکو سره د مبارزې په اړه خبرې کړې دي. حقاني ویلي چې ګاونډیان دې خپل مسایل حل کړي او افغانانو ته دې ستونزې نه جوړوي.

د طالبانو د کورنیو چ‍ارو وزارت د یک شنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۲مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چي، د افغانستان لپاره د ملګرو متلونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د دغې ډلې د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره لیدلي.

د یادې لیدنې په اړه د طالبانو کورنیو چارو وزارت د سراج الدین حقاني له قوله لیکلي، چې طالبانو ته د افغانستان د امن او ثبات په څېر نړیواله سوله هم ځانګړی ارزښت لري او د افغانستان ګاونډويانو کورني مسایل باید افغان کډوالو ته د ستونزو رامنځته کیدو لامل نه شي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان لپاره د ملګرو متلونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په دغه لیدنه کې د نشه يي توکو سره د مبارزې او د بهرنیو هیوادونو څخه د راستنېدونکو کډوالو په اړه خبرې کړې.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا له قوله لیکلي، چې طالبانو له رامنځته شویو پیښو سره بریالۍ مبارزه کړې او افغانستان د ګاونډیو هیوادونو څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو ستونزې، او د طالبانو له لوري د کډوالو مدریت بهیر نړیواله ټولنه له نږدې څاري.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د طالبانو کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر په داسې حال کې یاده لیدنه کوي چې له تېرې یوې میاشتي راهیسې له پاکستان او ایران څخه سلګونه زره افغان کډوال په زور را ایستل شوي او دغه لړۍ لا روانه ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

معترضې ښځې: د طالبانو د بندیزونو له امله افغان مېرمنې له روحي او رواني ستونزو سره مخ شوې

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۴۰ GMT+۰

د افغانستان د ښځو د اعتراضونو ټلوالې په نوم د ښځو اعتراضي خوځښت وايي، تر هغه به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي، چې پر افغانو ښځو لګول شوي بندیزونه لیرې کړل شوي نه وي.

د دغه غورځنګ غړو په اېکس ټولنیزه پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو لخوا لګول شوي بندیزونه د مېرمنو د روحي او رواني ستونزو لامل شوي.

د افغانستان د ښځو د اعتراضونو ټلوالې یوه غړې پر ښځو د لګول شویو بندیزونو د لیرې کېدو غوښتنه کوي او وايي، تر هغو چې د دوی د عدالت غوښتنې غږ نه وي اورېدل شوی، دغه معترضې ښځې به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.

په تېرو دوو کلونو کې ښځو د طالبانو د بندیزو پروړاندې لاريونونه کړي او وخت ناوخت يې د تړلو دروازو شاته او نامعلومو ځايونو کې په ډله ييزو او یا هم په انفرادي ډول اعتراضي غونډې کړې.

خو طالبانو بیا له بلې خوا دغه ټول لاريونونه په تاوتريخوالي سره ځپلي او یو شمېر معترضې ښځې یې نیولې هم دي.

دا مهال د ژولیا پارسي او منیژه صدیقي په ګډون لږ تر لږه څلور معترضې ښځې د طالبانو په بندخونو کې دي او د هغوی د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.

له دې سره، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څار سازمان د ښځو د څانګې مشرې د طالبانو په بندخونو کې د څلورو اعتراض کونکو ښځو نومونه ياد کړل او ويې ويل چې د طالبانو په زندانونو کې زياتې ښځې دي.

د طالبانو د خپلسري نيولو په غبرګون کې طالب چارواکي بیا وایي چې د ښځو نيول د چا د غږ د مخنیوي او یا ظلم په معنا نه دي، بلکې د عامه امنیت د ټینګښت او په افغانستان کې د بهرنیو دسیسو د نه عملي کېدو په موخه دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۲ کال راپور:طالبانو د ترهګرو ډلو پناه ورکولو ته دوام ورکړی

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۵۴ GMT+۰

د امریکا بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، سره له دې چې طالبانو ژمنه کړې وه چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد و نه کارول شي، خو دغې ډلې د ترهګرو ډلو پناه ورکولو ته دوام ورکړی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت چې د ترهګرۍ په اړه د ۲۰۲۲ کال راپور د (لیندۍ په نهمه) نيټه خپور کړ، وايي چې، د افغانستان ګاونډيان له دغه هیواده د احتمالي ترهګریزو ګواښونو په اړه ډېر اندېښمن دي.

د افغانستان په اړه د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي چې د «حقاني ډلې جګپوړو مشرانو په کابل کې د القاعدې پخواني مشر ایمن الظواهري ته پناه ورکړې وه.»

د امریکا ولسمشر جوبایډن د روان کال د زمري میاشتې په پیل کې اعلان وکړ چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري په کابل کې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو.

د نوموړي په خبره، ایمن الظواهري له خپلې کورنۍ سره د یو ځای کیدو لپاره د کابل مرکز ته تللی و.

په کابل کې د القاعده ډلې د مشر له وژل کېدو وروسته طالب چارواکو وویل چې په دې اړه څېړنې کوي، خو له دې پېښې څو میاشتې وروسته هم دغه ډله چوپه خوله پاتې ده.

د افغانستان د ګاونډیانو اندېښنه:

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دغه راپور کې ویلي چې د داعش په څېر ترهګرې ډلې له افغانستان څخه په تاجکستان، پاکستان او ازبکستان کې بریدونه کړي.

دغه وزارت په ۲۰۲۲ کال کې د ترهګرو ډلو فعالیتونو ته کتنه کړې ده.

په دغه راپور کې په افغانستان کې د داعش، القاعده او د پاکستان تحریک طالبان(ټي ټي پي) په شان د ترهګرو ډلو د حضور دوام ته اشاره شوې ده.

په افغانستان کې د القاعدې دلې د مشرانو شتون:

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې همداراز ویلي چې د القاعده ډلې څه کم ۱۲ مهم غړي چې له طالبانو سره له اوږدې مودې راهیسې اړیکې لري په افغانستان کې پاتې دي.

دغه وزارت د القاعده د دغو مشرانو نومونه نه دي یاد کړي او نه یې هم په افغانستان کې د دوی د جنګیالیو د شمېر په اړه جزئیات ورکړي دي.

د روان کال د زمري میاشتې په لومړیو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم راپور ورکړ چې القاعده د لوړ پوړو طالب چارواکو په ملاتړ د دغې ډلې په دولتي ادارو کې اغېز کړی دی.

د دغه راپور له مخې، القاعده ډله له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرې کولو د ژمنې له امله په افغانستان کې پټ فعالیت کوی.

لانګ وار ژورنال هم راپور ورکړی چې د القاعده ډلې غړي د طالبانو په حکومت کې پام وړ شتون لري.

له افغانستانه د ترهګریزو فعالیتونو خپرېدل:

د دغه راپور په یوه بله برخه کې ویل شوي چې په ۲۰۲۲ کال کې سوېلي اسیا او منځنۍ اسیا په افغانستان او پاکستان کې د ترهګریزو فعالیتونو د دوام شاهدان و.

د دغه راپور له مخې، د هند په جمو او کشمیر کې د امنیتي ځواکونو په خلاف د یاغیانو بریدونه او ترهګریزو پېښو دوام کړی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې داعش له افغانستانه د تاجکستان، ازبکستان او پاکستان پر ضد د بریدونو ترڅنګ، د افغان ملکي وګړو پر ضد هم بریدونه تنظیم کړي او تر ډېره په افغانستان کې زیانمن شوي مذهبي او قومي لږکۍ په نښه کوي.

داعش د هزاره ګانو په وړاندې د یو شمېر وژونکو بریدونو مسولیت منلی دی.

په جوماتونو او مراسمو کې د داعش په بریدونو کې سلګونه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د منځنۍ اسیا هېوادونه خپلې پولې له افغانستانه د هغو افراطي ډلو پر وړاندې ساتي چې د دوی له پولو اوړي او یا له پولې توغندیز بریدونه کوي او دوی د هغو کسانو د راستنېدو احتمالي ګواښ ته پاملرنه کوي چې عراق یا سوریې ته د ترهګرو ډلو سره د جګړې لپاره تللي دي.

حقاني شبکه:

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د راپور په یوه بله برخه کې راغلي، چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو او نړیوالې ټلوالې تر وتلو مخکې، حقاني ډلې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو، د اشرف غني حکومت د چارواکو او د ملکي موخو پر ضد ګڼې تښتونې او بریدونه پلان او تر سره کړي و.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړ، د حقاني ډلې یو شمېر مشران د دغې ډلې په «موقت حکومت» کې په بېلابېلو پوستونو ګومارل شوي دي.

دغه راپور زیاتوي چې سراج الدین حقاني او خلیل الرحمان حقاني د دغې ډلې له هغو مشرانو څخه دي چې د کورنیو چارو او کډوالو په وزارتونو کې ټاکل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، حقاني ډله چې په ۲۰۱۲ کال کې د یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه وپېژندل شوه، د ۲۰۱۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ یې په افغانستان کې پر ملکي وګړو، امریکايي ځواکونو او دولتي بنسټونو لسګونه مرګوني ترهګریز بریدونه کړي دي.

په راپور کې راغلي، مخکې له دې چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بیا واک ترلاسه کړي، اټکل شوی و چې د حقاني ډله به له درې څخه تر پنځو زرو پورې جنګیالي ولري.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت حقاني ډلې ته مالي او بهرنۍ مرستې ته په اشارې سره وویل چې د دې شبکې لګښت «په اصل کې د سیمه ییزې سوداګرۍ، زوراخیستنې، قاچاق او نورو ناقانونه فعالیتونو او ناقانونه سوداګرۍ او پانګونې باندې د مالیاتو له لارې ملاتړ کیږي.»

په راپور کې راغلي چې حقاني شبکه د طالبانو له ادارې څخه د بودجې په ترلاسه کولو سربیره، د پاکستان او د فارس خلیج په سیمه کې له ملاتړ کونکو څخه هم مرستې ترلاسه کوي.

په دې وروستیو کې افغانستان انټرنشنل راپور ورکړ چې سراج الدین حقاني له یوه کال څخه په کمه موده کې د طالبانو د مالیې له وزارت څخه څلور ملیارده افغانۍ «اپراتیفي پیسې» ترلاسه کړې دي.

100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د حقاني شبکې د مخینې په اړه ویلي، چې دا ډله د ۱۹۸۰ لسیزې په وروستیو کې پر افغانستان د پخواني شوروي ټلوالې د برید پر مهال رامنځته شوه او د دې شبکې بنسټګر جلال الدین حقاني په افغانستان کې د ۱۹۸۰ لسیزې په منځ کې له اسامه بن لادن سره اړیکې ټینګې کړې، او په ۱۹۹۵ کال کې له طالبانو سره یوځای شو.

راپور زیاتوي چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته حقاني شبکه پاکستان ته ستنه شوه، چې هلته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د هغه زوی سراج الدین حقاني «په افغانستان کې د حقاني شبکې د ترهګریزو فعالیتونو لارښوونه او ترسره کولو ته دوام ورکړ.»

خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې حقاني شبکې په ۲۰۲۲ کال کې د کوم برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر لا هم د هغو خطرناکو کسانو په لیست کې دی چې د امریکا د فدرالي پولیسو تر څار لاندې دی. وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټينګه کړه، د امریکا فدارالي پولیسو د سراج الدین حقاني د نیولو انعام له پنځو میلیونو ډالرو څخه ۱۰ میلیونو ډالرو ته لوړ کړ.

د طالبانو مرکزي بانک مشر: بانکي او مالي سیسټم به په بشپړه توګه اسلامي کړو

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۳ GMT+۰

د طالبانو مرکزي بانک مشر ملا هدایت‌الله بدري په افغانستان کې په بشپړه توګه د بانکي او مالي سیسټم د اسلامي کېدو خبر ورکړ.

د امریکا، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو له لوري په تور لیست کې ملا هدایت الله بدري بحرین ته د سفر پر مهال د «اسلامي پراختیا سرمشریزې» په نوم غونډه کې د وینا پرمهال وویل چې، ټاکل شوې په افغانستان کې بانکي او مالي سیسټم «په بشپړ ډول اسلامي شي.»

د طالبانو د مرکزي بانک له لوري په یوه خپاره شوي راپور کې د هدایت‌الله بدري په حواله راغلي، د افغانستان مرکزي بانک هوډ لري چې د افغانستان بانکي او مالي سیستم «په بشپړ ډول اسلامي کړي، له سود او نورو حرامو څخه یې پاک کړي.»

د نوموړي په خبره: «دا مهال هر ډول سود ورکونکې معامله منع ده او ټول دودیز او سود ورکونکي بانکونه به د پلان سره سم په اسلامي بانکونو بدل شي.»

هدایت‌الله بدری د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت کې د طالبانو د مالیې وزیر په توګه وټاکل شو او په دغه پوست کې له یوه کال کار کولو وروسته د افغانستان د مرکزي بانک د مشر په توګه هم وپیژندل شو.

که څه هم پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې د امریکا استازو چې له طالبانو سره خبرې وکړې د افغانستان د مرکزي بانک د خپلواکه کیدو غوښتنه یې وکړه، چې دغه بانک له نړیوالو بندیزونو خوندي پاتې شي، خو طالبانو دغه وړاندیز و نه مانه.

له دې سره سره، د طالبانو دغه مرکزي بانک چې د تېر افغان حکومت له ړنګېدو وروسته له سقوط سره مخ شوی و، د امریکا د متحدو ایالتونو نغدي مرستو له سقوط څخه وژغوره.

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا پلټونکې ادارې (سیګار) د راپور له مخې، امریکا په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره د طالبانو د واکمنۍ پر مهال شاوخوا ۲ میلیارده او ۶۰۰ میلیون ډالره مرسته کړې ده.

که څه هم دغه مرستې ملګرو ملتونو ته ورکړل شوې، چې دغه سازمان یې په مرستندویه پروژو ولګوي، خو له دې امله چې رالېږل شوې پیسې په نغدي توګه کابل ته راځي او د طالبانو د مرکزي بانک تر څارنې لاندې لګول کېږي، طالبان یې د خپلو ګټو لپاره کاروي.

اوس په داسې حال کې چې په افغانستان کې بانکي سیستم د امریکا د مرستو له امله ساتل شوی، دا څرګنده نه ده چې طالبان به څنګه د افغانستان بانکي او مالي سیستم «په بشپړه توګه اسلامي کړي»

طالبان: په تېرو دریو ورځو کې د سپین بولدک ۲۳۰ تنه هټېوال د کلدارو کارولو په تور بندیان شوي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۵ GMT+۰

په کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ مسولان وایي، په تېرو دریو ورځو کې یې ۲۳۰ تنه هغه هټېوال د کلدارو د کارولو په تور بندیان کړي چې تر دې وړاندې د کندهار سیمه ییزو چارواکو له لوري په ځلونو د کلدارو د نه کارولو سپارښتنې ورته شوې وې.

په کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د شنبې په ورځ (لیندۍ ۱۱مه) د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۱۱۰ تنه هټېوال يې د کلدارو کارولو په تور د دغه ډلې عدلي او قضایي ادارو ته سپارلي او هټۍ یې د پنځو ورځو لپاره ورتړلې دي.

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د طالبانو د مشر ملا هیبت الله له لوري په هیواد کې د بهرنیو کرنسیو پر کارولو بندیز لګېدلی و.

په کندهار کې د طالبانو سیمه ییز مسولان وايي، درې ورځې وړاندې یې هم د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د کلدارو د کارلو په تور ۱۲۰ تنه هټېوال بندیان کړي وو.

د دوی په خبره د کلدارو او نورو بهرنیو کرنسیو د کارولو په وړاندې یې پرېکړه جدي ده او هغه کسان چې راکړه ورکړه په بهرنیو کرنسیو کوي د دغې ډلې له لوري به ورته سزا ورکول کیږي.

بل خوا د کندهار ولایت یو شمېر سوداګر او هټېوال وايي، تر ډیره یې سوداګري د ګاونډي هیواد پاکستان سره ده، او د طالبانو له لوري د کلدارو پر کارولو د دغه ډلې بندیز یې سوداګري زیانمنه کړې ده.

همدارنګه د کندهار ښار یو شمېر اوسیدونکي وايي، د کلدارو په راکړي ورکړې د بندیز له امله د خوراکي توکو بیې خورا لوړې شوې دي.

دوی له طالبانو غوښتنه کوي چې په بهرنیو کرنسیو د راکړې ورکړې د مخنیوي تر څنګ دې د خوراکي توکو بیې هم مهار کړي.

د افغانستان په سوېل لوېدیځ او ختیځو ولایتونو کې تر ډیره راکړه ورکړه په کلدارو کیږي.

د رېښتر په کچه ۴.۱ درجې زلزلې د افغانستان شمالي سیمې ولړزولې

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۲:۵۶ GMT+۰

د یکشنبې په ورځ د (لیندۍ۱۲مه) سهار شاوخوا ۳:۰۷ بجې د بدخشان او د افغانستان شمالي ولایتونه یوې زلزلې ولړزول. د امریکا د ځمکپېژندنې سروې ویب پاڼې د زلزلې شدت ۴.۱ ښودلی دی.

د دغې زلزلې مرکز د هندوکش سیمه بلل شوې ده.

د امريکا د ځمکپېژندنې سروې له مخې زلزلې د تاجکستان او پاکستان ځينې برخې هم لړزولې دي.

تر اوسه د دغې زلزلې د احتمالي زیانونو په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

تر دې وړاندې د افغانستان هرات ولایت په ځینو سیمو کې پرله پسې زورورو زلزلو زرګونه کسان مړه، ټپیان او بې کړي و.