• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو مرکزي بانک مشر: بانکي او مالي سیسټم به په بشپړه توګه اسلامي کړو

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۳ GMT+۰

د طالبانو مرکزي بانک مشر ملا هدایت‌الله بدري په افغانستان کې په بشپړه توګه د بانکي او مالي سیسټم د اسلامي کېدو خبر ورکړ.

د امریکا، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو له لوري په تور لیست کې ملا هدایت الله بدري بحرین ته د سفر پر مهال د «اسلامي پراختیا سرمشریزې» په نوم غونډه کې د وینا پرمهال وویل چې، ټاکل شوې په افغانستان کې بانکي او مالي سیسټم «په بشپړ ډول اسلامي شي.»

د طالبانو د مرکزي بانک له لوري په یوه خپاره شوي راپور کې د هدایت‌الله بدري په حواله راغلي، د افغانستان مرکزي بانک هوډ لري چې د افغانستان بانکي او مالي سیستم «په بشپړ ډول اسلامي کړي، له سود او نورو حرامو څخه یې پاک کړي.»

د نوموړي په خبره: «دا مهال هر ډول سود ورکونکې معامله منع ده او ټول دودیز او سود ورکونکي بانکونه به د پلان سره سم په اسلامي بانکونو بدل شي.»

هدایت‌الله بدری د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت کې د طالبانو د مالیې وزیر په توګه وټاکل شو او په دغه پوست کې له یوه کال کار کولو وروسته د افغانستان د مرکزي بانک د مشر په توګه هم وپیژندل شو.

که څه هم پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې د امریکا استازو چې له طالبانو سره خبرې وکړې د افغانستان د مرکزي بانک د خپلواکه کیدو غوښتنه یې وکړه، چې دغه بانک له نړیوالو بندیزونو خوندي پاتې شي، خو طالبانو دغه وړاندیز و نه مانه.

له دې سره سره، د طالبانو دغه مرکزي بانک چې د تېر افغان حکومت له ړنګېدو وروسته له سقوط سره مخ شوی و، د امریکا د متحدو ایالتونو نغدي مرستو له سقوط څخه وژغوره.

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا پلټونکې ادارې (سیګار) د راپور له مخې، امریکا په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره د طالبانو د واکمنۍ پر مهال شاوخوا ۲ میلیارده او ۶۰۰ میلیون ډالره مرسته کړې ده.

که څه هم دغه مرستې ملګرو ملتونو ته ورکړل شوې، چې دغه سازمان یې په مرستندویه پروژو ولګوي، خو له دې امله چې رالېږل شوې پیسې په نغدي توګه کابل ته راځي او د طالبانو د مرکزي بانک تر څارنې لاندې لګول کېږي، طالبان یې د خپلو ګټو لپاره کاروي.

اوس په داسې حال کې چې په افغانستان کې بانکي سیستم د امریکا د مرستو له امله ساتل شوی، دا څرګنده نه ده چې طالبان به څنګه د افغانستان بانکي او مالي سیستم «په بشپړه توګه اسلامي کړي»

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په تېرو دریو ورځو کې د سپین بولدک ۲۳۰ تنه هټېوال د کلدارو کارولو په تور بندیان شوي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۵ GMT+۰

په کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ مسولان وایي، په تېرو دریو ورځو کې یې ۲۳۰ تنه هغه هټېوال د کلدارو د کارولو په تور بندیان کړي چې تر دې وړاندې د کندهار سیمه ییزو چارواکو له لوري په ځلونو د کلدارو د نه کارولو سپارښتنې ورته شوې وې.

په کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د شنبې په ورځ (لیندۍ ۱۱مه) د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۱۱۰ تنه هټېوال يې د کلدارو کارولو په تور د دغه ډلې عدلي او قضایي ادارو ته سپارلي او هټۍ یې د پنځو ورځو لپاره ورتړلې دي.

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د طالبانو د مشر ملا هیبت الله له لوري په هیواد کې د بهرنیو کرنسیو پر کارولو بندیز لګېدلی و.

په کندهار کې د طالبانو سیمه ییز مسولان وايي، درې ورځې وړاندې یې هم د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د کلدارو د کارلو په تور ۱۲۰ تنه هټېوال بندیان کړي وو.

د دوی په خبره د کلدارو او نورو بهرنیو کرنسیو د کارولو په وړاندې یې پرېکړه جدي ده او هغه کسان چې راکړه ورکړه په بهرنیو کرنسیو کوي د دغې ډلې له لوري به ورته سزا ورکول کیږي.

بل خوا د کندهار ولایت یو شمېر سوداګر او هټېوال وايي، تر ډیره یې سوداګري د ګاونډي هیواد پاکستان سره ده، او د طالبانو له لوري د کلدارو پر کارولو د دغه ډلې بندیز یې سوداګري زیانمنه کړې ده.

همدارنګه د کندهار ښار یو شمېر اوسیدونکي وايي، د کلدارو په راکړي ورکړې د بندیز له امله د خوراکي توکو بیې خورا لوړې شوې دي.

دوی له طالبانو غوښتنه کوي چې په بهرنیو کرنسیو د راکړې ورکړې د مخنیوي تر څنګ دې د خوراکي توکو بیې هم مهار کړي.

د افغانستان په سوېل لوېدیځ او ختیځو ولایتونو کې تر ډیره راکړه ورکړه په کلدارو کیږي.

د رېښتر په کچه ۴.۱ درجې زلزلې د افغانستان شمالي سیمې ولړزولې

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۲:۵۶ GMT+۰

د یکشنبې په ورځ د (لیندۍ۱۲مه) سهار شاوخوا ۳:۰۷ بجې د بدخشان او د افغانستان شمالي ولایتونه یوې زلزلې ولړزول. د امریکا د ځمکپېژندنې سروې ویب پاڼې د زلزلې شدت ۴.۱ ښودلی دی.

د دغې زلزلې مرکز د هندوکش سیمه بلل شوې ده.

د امريکا د ځمکپېژندنې سروې له مخې زلزلې د تاجکستان او پاکستان ځينې برخې هم لړزولې دي.

تر اوسه د دغې زلزلې د احتمالي زیانونو په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

تر دې وړاندې د افغانستان هرات ولایت په ځینو سیمو کې پرله پسې زورورو زلزلو زرګونه کسان مړه، ټپیان او بې کړي و.

د تهران په ختیځ کې یو افغان کډوال د وهلو له امله ووژل شو

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۴۰ GMT+۰

ایراني رسنیو د شنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۱مه خبر ورکړ چې یو ځوان افغان په تهران کې له یوه بل کس سره تر جګړې وروسته وژل شوی دی. د راپورونو له مخې، دغه پيښه لس ورځې مخکې شوې او پوليسو تورن کس نيولى دی.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د دې میاشتې په پیل کې پولیسو د تهران په ختیځ کې په یوه روغتون کې د یوه افغان ځوان د مشکوکې مړینې خبر ترلاسه کړ.

لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه افغان ځوان سخت وهل شوى او جسد يې د لا زياتو څېړنو لپاره عدلي طب ته وړل شوى دى.

تر اوسه د دغې وژنې لامل او د وژل شوي کس هویت نه دی په ډاګه شوی.

ملګري ملتونه وايي افغانستان د اقلیمي بدلون په لسو ډېرو زیانمنو هیوادونو کې دی

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۲۹ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولی، یوناما، د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د ۲۸ غونډې بهیر کې وايي، افغانستان د اقلیمي بدلون په برخه کې په لسو زیانګالو هېوادونو کې دی، خو له دغې ستونزې سره د مبارزې لپاره تر ټولو لږ چمتووالی لري.

یوناما پر ټولو ښکیلو اړخونو غږ کوي چې له پوهاوي مرحلې د عمل پر لور ولاړ شي،‌ ځکه چې اقلیمي بدلون د میلیونونو افغانانو پر ورځني ژوند ژور اغیز کوي.

یوناما په خپله اعلامیه کې زیاتوي چې نږدې ۲۰ میلیونه افغانان په بیړنۍ او یا بحراني توګه د خوړو له کموالي سره مخامخ دي.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د درېیم کال لپاره پرله پسې وچکالي، اقتصادي ستونزې او په تیرو دوو کلونو کې د دوو ویجاړونکو زلزلو په ګډون د طبیعي پیښو زیان کچه لوړه شوې.

د اقلیم بدلون په روغتیا، حفظ الصحې، بې وزلۍ، کډوالۍ او په کور دننه بې ځایه شوو وضعيت لا پسې خراب کړی دی.‌

ملګرو ملتونه وايي، په داسې حال کې چې دوی او نورې مرستندویه ادارې له افغانانو سره مرسته کوي چې د اقلیمي بدلون په وړاندې مبارزه وکړي خو دغه مرستې بسنه نه کوي.

له افغانستان سره برشي مرستې مخ په کمیدو دي او اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره مرستې هم ځنډول شوې دي.

د افغانانو غږ د اقلیمي بدلون په نړیوالو غونډو کې نه پورته کیږي.

د افغانستان حاکم چارواکي لا ندي توانیدلي چې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره یوه پالیسي او عملیاتي چاپیریال رامنځ کړي چې نړیوالو مالي سرچینو ته لاسرسی پیدا کړي.‌

محمود خان اڅکزی وايي، طالبان باید سملاسي لویه جرګه جوړه کړي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۴۹ GMT+۰

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي یو ځل بیا له افغان طالبانو وغوښتل چې د افغان کشالې د حل لپاره سملاسي لویه جرګه جوړه کړي او له ممکنه ګواښونو سره مقابله وکړي. محمود خان اڅکزي دا خبرې د کوټې ښار په ایوب سټیډیم کې د خپل پلار خان عبدالصمد خان اڅکزي په ۵۰ تلین کې وکړې.

هغه د خپلې وینا ډېره برخه د پاکستان پر راتلونکو ټاکنو او د دغه هېواد پر حکومت څرخېده.

نوموړي په دې وینا کې وویل: «موږ داسې پاکستان غواړو چې عدالت پکې حاکم وي، اساسي قانون پاکې حاکم وي او پارلمان یې خپلواک وي.»

محمد خان اڅکزي په داغه غونډه کې چې زرګونو کسانو پکې ګډون درلود د پاکستان راتلونکو ټاکنو ته په اشاره وویل: موږ ته ډیموکراسي ګرانه ده او په دې برخو کې له هیچاسره جوړجاړی نه کوو.

په پاکستان کې او بهر تر ډېره نیوکه دا وي چې د ولسواکۍ په جامه کې او د ټاکنو له لارې واک ته داسې کسان رسېږي چې له اسټبلشمنټ سره جوړ وي.

محمود خان اڅکزي دې خبرې ته له اشارې پته وویل: دودیزې ټاکنې نه شي کولې راټولې شوې ستونزې هوارې کړي.

هغه وړاندیز وکړ چې د یوې ډیموکراتیکې لارې رامنځ ته کولو لپاره چې ډیموکراسۍ ته لار هواره کړي د ‌ذینفع اشخاصو تر منځ یو درې ورځني کنفرانس ته اړتیا ده.

هغه له ټولو په ځانګړې توګه له نواز شریف، بلاول او مولانا فضل رحمان څخه وغوښتل، چې له فرصت څخه دې ګټه پورته کړي او هېواد دې له اوسنۍ نا څرګندتیا او ناورین څخه وباسي.

اڅکزي له حکومته وغوښتل چې ژر تر ژره دې په چمن کې د اعتراض کوونکو غوښتنې ومني او له بشري حقونو څخه د سرغړونو د زیاتوالي په اړه یې خبرداری ورکړ چې باید ودرول شي.

محمود خان اڅکزي دا خبرې نن د ډیسمبر دویمه د پښتنو د وتلي مبارز خان عبدالصمد خان د ۵۰ تلین غونډه کې وکړې.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي پلار خان عبدالصمد خان د ۱۹۷۳ کال ډیسمبر په دویمه په کوټه ووژل شو.

خان عبدالصمد خان د پاکستان له جوړېدو مخکې او وروسته د پښتنو لپاره سیاسي مبارزه کې مهم رول درلود.