• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمود خان اڅکزی وايي، طالبان باید سملاسي لویه جرګه جوړه کړي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۴۹ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۴۲ GMT+۰

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي یو ځل بیا له افغان طالبانو وغوښتل چې د افغان کشالې د حل لپاره سملاسي لویه جرګه جوړه کړي او له ممکنه ګواښونو سره مقابله وکړي. محمود خان اڅکزي دا خبرې د کوټې ښار په ایوب سټیډیم کې د خپل پلار خان عبدالصمد خان اڅکزي په ۵۰ تلین کې وکړې.

هغه د خپلې وینا ډېره برخه د پاکستان پر راتلونکو ټاکنو او د دغه هېواد پر حکومت څرخېده.

نوموړي په دې وینا کې وویل: «موږ داسې پاکستان غواړو چې عدالت پکې حاکم وي، اساسي قانون پاکې حاکم وي او پارلمان یې خپلواک وي.»

محمد خان اڅکزي په داغه غونډه کې چې زرګونو کسانو پکې ګډون درلود د پاکستان راتلونکو ټاکنو ته په اشاره وویل: موږ ته ډیموکراسي ګرانه ده او په دې برخو کې له هیچاسره جوړجاړی نه کوو.

په پاکستان کې او بهر تر ډېره نیوکه دا وي چې د ولسواکۍ په جامه کې او د ټاکنو له لارې واک ته داسې کسان رسېږي چې له اسټبلشمنټ سره جوړ وي.

محمود خان اڅکزي دې خبرې ته له اشارې پته وویل: دودیزې ټاکنې نه شي کولې راټولې شوې ستونزې هوارې کړي.

هغه وړاندیز وکړ چې د یوې ډیموکراتیکې لارې رامنځ ته کولو لپاره چې ډیموکراسۍ ته لار هواره کړي د ‌ذینفع اشخاصو تر منځ یو درې ورځني کنفرانس ته اړتیا ده.

هغه له ټولو په ځانګړې توګه له نواز شریف، بلاول او مولانا فضل رحمان څخه وغوښتل، چې له فرصت څخه دې ګټه پورته کړي او هېواد دې له اوسنۍ نا څرګندتیا او ناورین څخه وباسي.

اڅکزي له حکومته وغوښتل چې ژر تر ژره دې په چمن کې د اعتراض کوونکو غوښتنې ومني او له بشري حقونو څخه د سرغړونو د زیاتوالي په اړه یې خبرداری ورکړ چې باید ودرول شي.

محمود خان اڅکزي دا خبرې نن د ډیسمبر دویمه د پښتنو د وتلي مبارز خان عبدالصمد خان د ۵۰ تلین غونډه کې وکړې.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي پلار خان عبدالصمد خان د ۱۹۷۳ کال ډیسمبر په دویمه په کوټه ووژل شو.

خان عبدالصمد خان د پاکستان له جوړېدو مخکې او وروسته د پښتنو لپاره سیاسي مبارزه کې مهم رول درلود.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: د ایران په یزد ښار کې د یوه ۱۷ کلن ځوان وژل کېدلو د افغان کډوالو حالت ستونزمن کړی

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۹ GMT+۰

د ایران په یزد ښار کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د یوه ۱۷ کلن ایراني ځوان له وژل کېدو وروسته په دغه ښار کې د افغان کډوالو لپاره شرایط سخت شوي دي. د یزد ولایت یوه جګپوړي امنیتي چارواکي ویلي، قاتل یو «بهرنی دی» او نیول شوی دی.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، تورن افغان دى او د يزد د کډوالو په ښارګوټي کې ژوند کوي.

دوی ویلي چې د پنجشنبې په شپه د یزد ښار په «میبد» سیمه کې یو ۱۷ کلن ایرانی ځوان له شخړې وروسته وژل شوی دی.

ایراني رسنیو د یزد د والي د سیاسي امنیت مرستیال علي اکبر عزیزي له قوله لیکلي، چې قاتل بهرنی وګړی دی او د یزد په ازاد شهر کې نیول شوی دی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له دې پیښې وروسته د سیمې خلک په قهر شوي او د افغان کډوالو پر کورونو یې بریدونه کړي او سوځولي یې دي.

هغه انځورونه چې افغانستان انټرنشنل ته رسیدلي ښیي، چې د دې شخړې رسنیز کول د دې لامل شوی چې یوه ډله خلک د افغان کډوالو پر ښارګوتي برید وکړي. دا انځورونه ښیي چې کورونو اور اخیستي دي.

ظاهراً په دغه ښارګوټي کې د مهاجرینو د استوګنې په لور د قهرجنو خلکو راتګ له ایراني پولیسو سره د نښتې سبب شوی دی.

په دې وروستیو کې په ایران کې د افغان کډوالو د شمېر له زیاتیدو وروسته د ایران په بېلا بېلو ښارونو کې ورته پیښې راپور شوې چې ایراني اتباعو افغان مهاجر وهلي او د افغان کډوالو د ایستلو غوښتنه کوي.

په دې وروستیو کې د ایران د کورنیو چارو وزارت هم د زرګونو افغان کډوالو د ایستلو اعلان کړی.

پاکستاني طالبان: محسن داوړ د افغانستان پر ځای په وزیرستان کې د جګړې ارمان پوره کولی شي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۴ GMT+۰

د پاکستان طالبانو غورځنګ د محسن داوړ دې خبروته توند غبرګون ښودلی، چې ویلي یې وو، «افغان طالبان باید د وسلې په زور بې واکه شي.» دا ډله د شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وايي، که محسن داوړ د جکړې شوق لري، نو د افغانستان پر ځای په وزیرستان کې دا شوق پوره کولی شي.

د پاکستان د پارلمان پخواني غړي او د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر محسن داوړ تېره دوشنبه په تاجکستان کې د هرات امنیتي کانفرنس ته وینا کې وویل: « طالبان د ټوپک په زور افغانستان ته راغلي او باید د ټوپک په زور له افغانستانه واېستل شي.»

د نوموړي دا څرګندونې په افغانستان او پښتونخوا کې پر عادي خلکو سربېره د طالبانو او د هغوی د ملاتړو له نیوکو سره هم مخ شوې.

محسن داوړ ته په ځواب کې د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران خپل اېکس کې ولیکل: :« هغه دوه مخي چې په لر کې پر عدم تشدد او په بر کې بیا پر تشدد باور لري تل د افغان وژنې نندارچیان پاتې شوي.»

محسن داوړ پرون خپل اېکس کې د خالد ځدراڼ په ځواب کې ویلي: :« دوی د راولپنډۍ پروژه ده او د دوی هویت ترهګري ده.»

د نوموړي د دې نظر خبر چې افغانستان پښتو انټرنشنل خپور کړی، د پاکستاني طالبانو پخواني ویاند احسان الله احسان یاد کړی او لیکلي یې دي چې «د حکیم الله، بیت الله او عمر خالد خراساني شهید لارویان باید دداسې منحوسو کسانو خولې د تل لپاره بندې کړي.»

د نوموړي تر څرګندونو وروسته د پاکستاني طالبانو ویاند عمر خراساني هم د اعلامیې خپرولو سره محسن داوړ «د عدم تشدد جعلي پیروکار» بللی دی.

ښاغلی خراسانی په هرات کانفرانس کې د ښاغلی داوړ خبرو ته په اشاره لیکي، چې نوموړی په افغانستان کې جنګ غوښتلو سره «خپل باداران خوشالوي.»

د هغه په خبره، طالبانو «د محسن داوړ ملګرو ته په افغانستان کې ماته ور کړه او تېښتې ته یې اړ کړل» خو که ښاغلی داوړ د جګړې شوق لري، نو د افغانستان پر ځای په وزیرستان کې دا شوق پوره کولی شي.

پاکستاني طالبان وايي، محسن داوړ ځکه په افغانستان کې جنګ غواړي چې خپل ملګري یې مات شوي او اوس افغان پوځي چورلکې د نوموړي په خدمت کې نه دي.

د دوی اشاره ښايي د جمهوریت پر مهال کابل ته د محسن داوړ سفر ته وي چې پر تورخم تر اوښتو او ننګرهار ته تر رسېدو وروسته چورلکه کې کابل ته ورسول شو.

محسن داوړ، علي وزیر او ځینې نور پښتانه مشران هغه مهال د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د دویم ځل ولسمشرۍ د لوړې مراسمو ته بلل شوي وو.

نن د وتلي پښتون مبارز خان عبدالصمد خان اڅکزي ۵۰ تلین دی

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۹ GMT+۰

د ډیسمبر دویمه د پښتنو د وتلي مبارز خان عبدالصمد خان له ۵۰ تلین سره برابره ده چې په مختلفو سیمو کې لمانځل کېږي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي پلار خان عبدالصمد خان د ۱۹۷۳ کال ډیسمبر په دویمه په کوټه ووژل شو.

خان عبدالصمد خان د پاکستان له جوړېدو مخکې او وروسته د پښتنو لپاره سیاسي مبارزه کې مهم رول درلود.

خان عبدالصمد خان پر ۱۹۰۷ کال کلا عبدالله ولسوالۍ په عنایت الله کارېز سیمه کې د نور محمد خان اڅکزي په کور کې زېږېدلی و.

د هغه پلار نور محمد خان دیني عالم و او زوی یې عبدالصمد خان په اوه کلنۍ کې پارسي او عربي زده کړه.

صمد خان سره همدا د پلار روزنه سبب شوه چې ښوونځي کې هم ښه وځلېد.

نوموړی په لس کلنۍ کې د پلار له سیوري بې برخې شو او پالنه یې مور ته پاتې شوه.

کله چې زلمی و، د ۱۹۲۷ کال د دیسمبر پر لسمه چې شاه امان الله غازي د اروپا پر سفر چمن ته ورسېد، نو خان صمد خان یې هم هرکلي ته ورغلی و او ترې اغېزمن شو.

ویل کېږي همدغه وخت خان صمد خان د خپل پښتون ولس د بیدارۍ فکر وکړ او په سیاسي او ادبي ډګر کې یې د پښتنو د پرمختګ لپاره هڅې پیل کړې.

خان عبدالصمد خان د همدې هڅو له امله تر پاکستان جوړېدو مخکې او وروسته نږدې ۳۰ کاله بندي شوی هم دی او د همدې تلاش له امله د ۱۹۷۳ کال د ډیسمبر پر دویمه د نوموړي کور ته د بمونو اچولو سره ووژل شو.

د جبریل ښارګوټي اوسیدونکي: یا امنیت ټینګ کړئ او یا وسلې راکړئ چې خپل امنیت ونیسو

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۶ GMT+۰

د هرات ښار د جبریل ښارګوټي ځینې اوسېدونکو په یوه غونډه کې د طالبانو والي ته وویل، یا دې د خلکو امنیت ونیسي او یا دې وسلې ورکړي، چې خپل امنیت ونیسي. سرچينې وايي د جبريل ښارګوټي اوسېدونکو په هرات کې د شيعه ديني عالمانو د پرلپسې وژنو د عاملينو د نيولو او مجازاتولو غوښتنه هم وکړه.

په هغه غونډه کې چې نن، د هرات د والي په دفتر کې د طالبانو له خوا جوړه شوې وه، د دغه ښار اوسېدونکو په هرات کې د امنيتي وضعيت د خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د وژل شویو جسدونو له ښخولو انکار

سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د هرات د جبریل ښارګوټي اوسېدونکو د جمعې په ورځ د وژل شویو کسانو د جسدونو له ښخولو ډډه وکړه.

خو په هرات کې د طالبانو والي نوراحمد اسلام جار نن په یوه غونډه کې د جبریل د خلکو له استازو وغوښتل چې د دغو کسانو جسدونه ښخ کړي.

په هرات کې د طالبانو والي د جمعې د ورځې برید له «دښمنانو» سره تړلی چې د ده په وینا د خلکو د ویشلو هڅه کوي.

د هرات سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو له والي سره تر لیدنې وروسته د جبریل ښارګوټي د خلکو استازو پرېکړه وکړه چې د وژل شویو جسدونه سبا ښخ کړي.
​ناڅرکندو وسله والو د جمعې په ورځ د هرات په جبریل ولسوالۍ کې د دوو شیعه دیني عالمانو په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان ووژل.

دغه برید د جمعې په ورځ لیندۍ په لسمه ماسپښین شاوخوا ۲ بجې د هرات ولایت د جبریل ښارګوټي اړوند د شهدا ښارګوټي او کور میلي ښارګوټي ترمنځ سیمه کې په کې ترسره شو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه کسان د هرات د انجيل ولسوالۍ د خوشرود په سيمه کې د يوه هزاره ديني عالم د مرګ ٤٠ له مراسمو څخه د راستنېدو په حال کې وو، چې پرې ډزې وشوې.

د دغو شپږو هزاره وګړو له وژل کېدو وروسته د جبریل ښارګوټي اوسېدونکو د قربانیانو جسدونه له ځانه سره لیږدولو سره د هزاره ګانو د پرلپسې وژنې پر ضد یې مظاهرې وکړې.

دغه برید د افغانستان د سیاسي مشرانو تر منځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي. ډیری دا برید د "هزارع نسل وژنې " لپاره د یو لړ بریدونو یوه برخه ګڼلې ده.

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد کریم خلیلي وايي، د هرات د برید په غبرګون کې په افغانستان کې هزاره ګان او شیعه ګان په سیستماتیک ډول وژل کېږي.

ښاغلي خلیلي په یوه بیان کې لیکلي، چې طالبان د هزاره ګانو د وژنې په پټولو سره هڅه کوي چې د امنیت د تامینولو دروغجنه ادعا تر پوښتنې لاندې راولي.

د افغانستان د ژغورنې د عالي شورا د رهبرۍ غړي محمد محقق هم د دغه برید په غبرګون کښې د ملګرو ملتو د ځانګړي استازي په رپوټ کښې د «امنیت د ښه والي» په څرکندونو نیوکه وکړه.

محمد محقق په بیان کې لیکلي: "په ظاهره د هزاره ګانو او شیعه ګانو سیستماتیک وژنه عامه امنیت ته ګواښ نه ګڼل کېږي."

د عمران خان ګوند د راتلونکو ټاکنو لپاره سرپرست مشر وټاکه

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۰۵ GMT+۰

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند، نن وکیل ګوهر علي خان د راتلونکو ټاکنو لپاره د ګوند سرپرست مشر وټاکه. دا چې عمران خان په بند کې دی او په ټاکنو کې له ګډون منع شوی، نو له نوي سرپرست سره به یې ګوند په ټول ټاکنو کې ولوبېږي.

د رویټرز د راپور له مخې، پخپله عمران خان وکیل ګوهر علي خان د ګوند د نوي مشر په توګه ټاکلی دی.

وکیل ګوهر علي خان پښتون او د پښتونخوا د بونېر اوسېدونکی دی.

د پاکستان ټاکنو کمېسون له تحریک انصاف ګوند غوښتي و چې د نوي مشر لپاره رایه ور کړي او که غواړي چې د فبرورۍ پر اتمه ټاکنو کې ګډون وکړي، خپل ټاکنیز سمبول بېټ ساتلی شي.

تحریک انصاف ګوند به راتلونکو ټاکنو کې د پخواني لومړي وزیر نواز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ نواز ډلې سره سیالي کوی، خو که د عمران خان ګوند ټاکنې وګټي، د لومړي وزیر په توګه د ګوهر علي خان ټاکل کېدل لازمي نه دي.

د عمران خان بل وکیل ظفر علي خان د ګوهر علی خان غوره کېدل د مېلمستیا د خوندیتوب لپاره د ماشوم ګومارلو سره پرتله کوي.

۷۱ کلن عمران خان چې د ۲۰۲۲ کال اپرېل کې له لومړي وزارت لرې کړل شوی، تراوسه په سیاسي او حقوقي جنجالونو کې ګیر دی.

نوموړی تېر اګسټ کې د دریو کلونو لپاره جېل ته له تلو راهیسې په عامه محضر کې نه دی لیدل شوی.

عمران خان تورن دی چې له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۲ کال یې د لومړي وزارت پر مهال ترلاسه شوې ډالۍ بې قانونه پلورلې دي.

خان او د ګوند مرستیال یې شاه محمود قریشي د پټو حکومتي رازونو د بربنډولو له امله هم له دوسیې سره مخ دي، خو نوموړی دا ټول تورونه ردوي.