• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران: په افغانستان کې د کوکنارو کښت د کمېدو ادعا نه منو

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۰۱ GMT+۰تازه شوی: ۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۲ GMT+۰

د ایران د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرکزي دفتر عمومي منشي اسکندر مومني په افغانستان کې د توليدونکو نشه یي توکو د تولید په ډېرېدو د اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې، دغه چاره د ایران او نړۍ لپاره د خطر زنګ دی.

ښاغلي مومني په یوه خبري کنفرانس کې رسنیو ته وویل چې، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د کمېدو ادعا د منلو وړ نه دی.

د ملګرو ملتونو له نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (يو اين او ډي سي) په خپل وروستي راپور کې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې د ۹۵ سلنې کموالي خبر ورکړی.

د راپور له مخې، د کوکنارو د کښت له کمېدو سره په بازارونو کې د هغو بیه بیا لوړه شوې ده.

دغه سازمان زیاته کړې چې د تریاکو تولید او عرضه په ۲۰۲۲ کال کې له ۶۲۰۰ ټنو په ۲۰۲۳ کال کې ۳۳۳ ټنو ته راکمه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له استازې روزا اتنبایوا سره په لیدنه کې په افغانستان کې د نشه یي توکو د کښت، تولید او قاچاق کمول د یوې لاسته راوړنې په توګه یاد کړي دي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

مولانا فضل الرحمن: په پاکستان کې هېڅ ډول حکومت شتون نه لري

۵

ګراهام: که د ایراني الوتکو د لېږد راپور رښتیا وي باید د پاکستان د منځګړیتوب رول وارزول شي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو عامې روغتیا وزارت: له ایډز ناروغۍ سره د مبارزې او مخنیوي په برخه کې هڅې روانې دي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۲۰ GMT+۰

د طالبانو عامې روغتیا وزارت مسوولان وایي چې له ایډز ناروغۍ سره د مبارزې او مخنیوي په برخه کې د دغه وزارت هڅې روانې دي. د دغه وزارت د چارواکو په خبره چې په دغه برخه کې لا ډیر کار ته اړتیا ده چې د یادې ناروغۍ د خپرېدا مخه ونیول شي.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال محمد اسحق صاحبزاده د ایډز ناروغۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د وينا پر مهال زیاته کړه چې، «دغه غونډه د عامه پوهاوي د لوړولو، په ایډز ناروغۍ د اخته ناروغانو روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په موخه جوړه شوې ده.»

له دې سره، د طالبانو د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد بیا په خپلو خبرو کې له دغې ناروغۍ سره د مبارزې او مخنیوي په برخه کې د یاد وزارت د فعالیتونو او د اخته کسانو روغتیايي وضعیت ته پر رسیدو ټینګار وکړ.

سره له دې چې په افغانستان کې د ایډز ناروغۍ د درملنې مرکزونه شته، خو د دې ناروغۍ په اړه په افغانستان کې لا هم ډېر پوهاوى نه دی شوی.

خو د دغه وزارت چارواکو دا و نه ويل چې دا مهال په افغانستان کې په دغې ناروغۍ څومره کسان اخته دي.

ايراني رسنۍ: په تېرو پنځو ورځو کې ۱۶ زره افغان کډوال له ایرانه اېستل شوي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۵۲ GMT+۰

د ایران رسنۍ د خراسان سرحدي قوماندان له قوله وايي، په تېرو پنځو ورځو کې ۱۶ زره بې اسناده افغانان، يې افغانستان ته استولي دي. ویل کیږي دا هغه کډوال و چې په ايران کې د اوسېدو له قانوني اسنادو پرته اوسېدل.

د ایران دولتي خبري اژانس تسنیم د دغه هیواد د خراسان ولایت سرحدي قوماندان له قوله لیکلي دي چې، په ایران کې د اوسیدو لپاره د قانوني اسنادو نه لرونکي ۱۶ زره افغان کډوال یې د تایبا سرحد څخه افغانستان ته ستانه کړي دي.

د ایران خراسان ولایت سرحدي قوماندان سردار مجید شجاع له رسنیو سره په خبرو کې ویلي: «په ایران کې د بهرنیو هیوادونو د بې اسناده اتباعو سره د چلند په موخه په تېرو پنځو ورځو کې ۱۶ زره بې اسناده افغانان پیژندل شوي او د تایبا بندر له لارې مو بېرته خپل هیواد ته ستانه کړي دي»

نوموړی زیاتوي یاد افغان کډوال یې د خراسان سرحدي ځواکونو له لوري د افغانستان استازو ته سپارلي دي.

د ایراني رسنیو د معلوماتو له مخې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې ۳۲۸ زره افغان کډوال چې د اوسېدو له اسنادو پرته په دغه هیواد کې اوسېدل بیرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

نن د جاپاني الاصله افغان بشرپاله تیتسو ناکامورا د وژنې څلور کاله پوره شول

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۳۶ GMT+۰

جاپاني الاصله افغان بشرپال تیتسو ناکامورا څلور کاله مخکې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې په همدې ورځ (د لیندۍ په ۱۳مه) د ناپیژنده کسانو له خوا ووژل شو. ډاکټر ناکامورا د افغانانو له خوا د ابادۍ اتل بلل کېده.

په کاکا مراد مشهور جاپاني الاصله افغان ناکامورا شاوخوا شل کاله د هیواد په ختیځ بیا په ځانګړي توګه ننګرهار ولایت کې ډیر رغنیز کارونه ترسره کړي دي.

د نوموړي وژنه په کور دننه او نړیواله کچه له پراخو غبرګونونو سره مل وه او تراوسه پورې هم د هغه کړنې په هیواد کې یادیږي.

ناکامورا په ننګرهار کې د پاکو اوبو ۱۷۰۰څاګانو کېندلې او د سلګونه جریبه ځمکو د خړوبولو لپاره یې په کمبیري دښته کې د مروارید کانال هم بشپړ کړی و.

د یادونې ده چې د ډاکټر تیتسو ناکامورا له وژل کیدو وروسته د هغه په نوم یو څلی په ننګرهار او یو واټ په خوست ولایت کې ونومول شول.

جاپان له افغانستان سره د ۵۸.۴ میلیونه امریکايي ډالرو مرسته کوي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۴۱ GMT+۰

په کابل کې د جاپان سفارت د دوشنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۳مه ) د افغانستان لپاره د ۵۸،۴ میلیونه امریکايي ډالرو مرستې اعلان وکړ. په کابل کې د جاپان سفارت پر خپل ایکس پاڼه لیکلي چې، دا مرسته به د افغانانو د عزتمند او پر ځان بسیا ژوند په دوام او ښه والي کې مرسته وکړي.

په کابل کې د جاپان سفارت زیاتوي چې دا مرستې به د ملګرو ملتونو د ادارو، نړیوالو سازمانونو او جاپاني نادولتي موسسو له لارې افغانانو ته ورسوي.

د سفارت د معلوماتو له مخې د دغو ۵۸،۴ میلیونه ډالرو مرستې سره یې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې راهیسي له افغانانو سره د دغه هیواد د ټولو مرستو کچه ۴۴۷ میلیونه ډالرو ته رسیږي.

جاپان له افغانستان سره یو له لویو مرسته کوونکو هیوادونو څخه دی چې د تعلیمي بورسونو تر څنګ له افغانستان سره يې د بیارغاوني په برخه کې هم ډیرې مرستې کړې دي.

د هنګاو بشري حقونو سازمان په ایران کې د دریو افغانانو د اعدامولو خبر ورکړ

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۶ GMT+۰

د هنګاو بشري حقونو سازمان راپور ورکړی چې د روان کال په نومبر میاشت کې درې افغانان د ایران په بندخونو کې اعدام شوي دي. د دغه سازمان د راپور له مخې، تېره میاشت د ایران په بندخونو کې د بېلابېلو ملیتونو لږ تر لږه ۱۲۲ بندیان اعدام شوي دي.

د دغه سازمان د معلومات له مخې، د نومبر په میاشت کې لږ تر لږه ۲۳ بلوڅان، ۱۹ کرد بندیان، ۸ ترکي بندیان، ۵ د لُر او بختیار بندیان، ۵ د ګیلک بندیان او درې افغانان د ایران په بندخونو کې اعدام شوي دي.

د ایران په بندخونو کې د اعدام شویو درېیو افغانانو د تورونو په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي، خو د بشري حقونو دغه سازمان د ثبت شویو شمېرو په حواله ویلي، چې د اعدام ډېری هغه بندیان دي، چې د نشه یي توکو په جرمونو تورن دي.

د بشري حقونو د یاد سازمان د راپور له مخې، تېره میاشت په ایران کې په منځنيډول په هرو دوو ورځو کې ۹ بندیان اعدام شوي دي.