پاکستاني پولیسو پر یوه بس د ډزو له امله ۱۷ شکمن کسان نیولي دي

پاکستاني چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل، پولیسو د ګلګت پېښې په تړاو لږ تر لږه ۱۷ شکمن کسان نیولي. په دغې پېښه کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

پاکستاني چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل، پولیسو د ګلګت پېښې په تړاو لږ تر لږه ۱۷ شکمن کسان نیولي. په دغې پېښه کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.
د سیمهییزو پولیسو مشر شاه ولي وویل، امنیتي ځواکونو د شمالي ګلګت بلتستان سیمې په ګڼو برخو چاپه واچوله او په دې لړ کې یې هغه کسان ونیول چې اوس ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي.دغه بس له ګلګت څخه راولپنډۍ ښار ته د مسافرو د لېږدولو په حال کې و، چې پرې ډزې وشوې او له امله یې موټر چلوونکي کنټرول له لاسه ورکړ او له یوه لارۍ سره ټکر شو.په دغې پېښه کې د دواړو موټرونو چلوونکي مړه شوي دي.د برید پړه چا په غاړه نه ده اخیستې؛ خو تحریک طالبان پاکستان د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې په دغې پېښې کې لاس لرل رد کړي دي.


د متحده ایالاتو یو پخوانی ډېپلومات د کیوبا د حکومت لپاره په څلوېښت کلنې جاسوسۍ تورن شوی دی.
د امریکا د عدلیې وزارت د دوشنبې په ورځ ویلي، چې دوی ۷۳ کلن ویکتور مانویل روچا له ۱۹۸۱ کال راهیسې د کیوبا استخباراتو سره د اجنټ په توګه پر کار کولو تورن کړی دی.
نوموړي په همدغه کال د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې دنده پیل کړې وه.
روچا چې له ۲۰۰م کال څخه تر ۲۰۰۲ کال پورې په بولیویا کې د متحده ایالاتو د سفیر په توګه د دندې د ترسره کولو ترڅنګ په ډېرو نورو دولتي دندو کې هم کار کړي، په دې تورن دی چې محرم اسنادو او د بهرني سیاست په اړه معلومات یې له کیوبا سره شریک کړي.
د لوی څارنوال میرک ګارلینډ په وینا؛ د روچا ماموریت د متحده ایالاتو په حکومت کې د یو بهرني جاسوس د ځای پر ځای کېدو تر ټولو د لوړې سطحې او اوږدې مودې قضیه ده.
روچا په خټه کیوبایې دی او په ۱۹۷۸ کال کې د امریکا دایمي اقامت یا ګرین کارټ ترلاسه کړی و.

وروسته له هغې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين د بلوچستان په چمن سیمه کې د پاکستاني پوځيانو له خوا ونيول شو، ورسره سم د هغه پلويانو او يو شمېر سياستوالو پر ټولنيزو رسنيو غبرګون ښودلی او د هغه د ژر خوشي کېدو غوښتنه يې کړې ده.
په پښتونخوا کې سياسي فعال او د پاکستان د پارلمان مخکني غړي محسن داوړ پر خپله ايکس پاڼه د پاکستاني پوځ له لوري د منظور نيول د شرم خبره بللې او لیکلې يې دي، چې د عدالت غوښتل جرم نه دی: " دا غږونه په ظلم نه شي درېدلی موږ ژر تر ژر د منظور پښتين د خوشې کېدو غوښتنه کوو".
په پاکستان کې پښتون سياستوال او د دغه هېواد د مشرانو جرګې پخواني غړی افراسياب خټک هم پرخپله ايکس پاڼه پاکستان حکومت ته ليکلي:"د سوله یيزو سياسي فعالانو نيول او د تروريستانو ((بیارغونه)) د پاکستاني دولت سياست دی".
نوموړي د منظور نيول کېدو ته په اشارې زیاته کړې، چې دا ډول خطرناکه پاليسي ستونزي نه شي حلولی؛ بلکی څو اړخيز بحرانونه به رامنځته کړي.
د دې غورځنګ يو بل مشر او د پښتين نېږدې ملګري علي وزير پر ايکس پاڼه ليکلي:"وهل ټکول، ګواښونه او زندان زموږ مورال او احساسات نه شې کمزوي کولی".
په پښتونخوا کې د کډوالو فعالې منېژې کاکړ هم د منظور پښتين د ژر خوشې کېدو غوښتنه کړې او د هغه نيونه يې د سوله یيزو لارو د مخنيوي هڅه بللې ده.
د ملي جمهوري غورځنګ يوه غړي اسماعيل مسعود پر فېسبوک د منظور تر عکس لاندي ليکلي: "ښايي د هېواد واکمنو د بنګال له غميزي درس نه وی زده کړی، دا کړنه نویو غميزو ته لاره هواره وي".
د پښتون ژغورنې غورځنګ پلويانو هم د خپل مشر په ملاتړ په ټولنيزو رسنيو کې غږ پورته کړی.
ذبیح وزير ليکلي دي، چې پر موټر بريد کول د دوی لپاره نوې خبره نه ده، هغه پاکستان ته په اخطاريه ډول ليکلي:" که مشر ته کوم زيان ورسيږي، د پاکستان سره به د پښتنو اړيکي ختمي شي".
ډاکټر مينه وزيري پر ايکس پاڼه د منظور د عکس سره لیکلي:" نور د خبرو وخت نه دی! يو انقلاب ته ضرورت دی".
د دې سره ترڅنګ په افغانستان، پښتونخوا او د نړۍ په بېلا-بيلو هېوادونو کې په زيات شمېر د ټولنيزو رسنيو کاروونکو د منظور پښتين نیول غندلي او د هغه د ژر خوشې کېدو غوښتنه يې کړې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین غوښتل د بې درکو بلوڅانو په پرلت کې د کډون لپاره د چمن څخه تربت ته لاړ شي، چې په لار کې یې لومړی پاکستاني پوځیانو پر موټر ډزې کړي او وروسته یې هغه نیولی دی.
بل خوا د منظور پښتین پر اېکس پاڼې د پي ټي ایم مطبوعاتي برخې په يوه ياداښت کې ليکلي: " دغورځنګ ملګري دې پُر امن اوسي او راتلونکې لايحه عمل لپاره دې د مرکزي کمېټې پرېکړې ته په انتظار اوسي".

د بشري حقونو د څار ادارې له سپوږمکۍ څخه د اخیستل شویو تصویرونو له ارزونې وروسته په یو راپور کې ویلي، چې په غزه کې باغونه، ګلخانې او زراعتي ځمکې د اسريیلي ځواکونو د ځمکني یرغل له پیل راهیسې له خاورو سره خاورې شوي او دغه چارې د خوراکي توکو د جدي کمښت په اړه اندېښنې راپورته کړي.
د بشري حقونو د څار د راپور له مخې؛ اسراییلي پوځ ویلي، چې په دې وروستیو اونیو کې یې د بیت حانون په سیمه کې چې د یوې ناڅرګندې کرنیزې سیمې په ګډون د تونلونو او نورو پوځي اهدافو د پاکولو لپاره پوځي عملیات کړي دي.
د جګړې قوانین په ملکي وګړو یا ملکي سیمو بریدونه منع کړي، بې توپیره بریدونه او هغه بریدونه چې ملکي وګړو ته زیان رسوي نامناسب بلل شوي دي.
د جګړې ټولې خواوې باید د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره دوامداره پاملرنه وکړي.
د غزې په شمال ختیځ کې او د بیت حانون په شمال کې هغه سیمې چې یو وخت شنې کرنیزې ځمکې وې، اوس وچې او ویجاړې شوې دي.
دغه زراعتي ځمکې او باغونه په لومړي ځل د اکټوبر په وروستیو کې د اسراییل د ځمکني برید وروسته زیانمنې شوې وې.
په دغو سیمو کې بلډوزرونو نوې لارې جوړې کړې، چې د اسراییل پوځي موټر سیمې ته لاسرسی پېدا کړي.
خو د نومبر میاشتې راهیسې وروسته له هغه چې اسراییلي ځواکونو دغه سیمه ونیوله، د سپوږمکۍ د تصویرنو له مخې داسې ښکاري چې په سیمه کې شته کروندې او ګلخانې په سیستماتیک ډول ویجاړ شوي او اوس هلته یوازې شګې او خاورې لیدل کیږي.
بزګرانو په دې سیمه کې د لیمو، کچالو، او یو شمېر نورو میوو په ګډون رنګارنګ فصلونه کرلي وو، چې د ځینو میوو ونو د ثمر ورکولو لپاره کلونه وخت نیولی و او د فلسطین د خلکو د خوړو توکو سرچینه وه. ځینې کروندې او باغونه په یوه ورځ کې ویجاړ کړل شوي دي.
له سپوږمکۍ په لوړ کیفیت اخیستل شوي انځورونه ښیې، چې د کروندو او باغونو د ویجاړولو لپاره بلدوزرونه کارول شوي.
په پخوانیو کروندو او باغونو کې د بلدوزرونو د ګرځېدو نښې او د کروندو په شاوخوا کې د خاورو ډېرۍ لیدل کیږي. اسرايیل په وار - وار په غزه کې د سیمو د ویجاړولو لپاره زغروال بلدوزرونه کارولي دي.
په غزه کې د خوړو د خوندیتوب سیسټمونو له منځه تللو سره د خوړو نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د اسراییل د محاصرې له امله په غزه کې مېشت دوه میلیونه فلسطینیان د لوږې، د خوړو د خوندیتوب د نه شتون او د خوراکي توکو د سرچینو له لاسه ورکولو سره مخامخ دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې اعلان کړی، چې د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې ۶۱ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي. دغې کمېټې ویلي دي، چې په غزه کې خبریالان له ډېرو خطرونو سره مخامخ دي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د دوشنبې په ورځ ( لیندۍ۱۳ مه ) یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي، چې په غزه کې خبریالان له ویجاړونکو هوايي بریدونو، د اړیکو له ګډوډۍ، د سرچینو له کمښت او د برېښنا له پرې کېدو سره مخامخ دي.
دغې کمېټې ویلي، چې په وژل شویو خبریالانو کې ۵۴ فلسطیني، څلور اسراییلي او درې لبناني خبریالان شامل دي.
د دغې کمېټې د موندنو له مخې؛ د حماس او اسراییل ترمنځ د نښتو له پیل راهیسې د ډسمبر تر څلورمې نېټې پورې ۱۱ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي ټپیان شوي دي.
د خبریالانو د ملاتړ کمېټې په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې موده کې درې خبریالان ورک شوي او ۱۹ نور خبریالان نیول شوي دي.
دا کمېټه د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د ورکېدو، نیول کېدو، ټپي کېدو یا ګواښونو په اړه بېلابېل راپورونه څېړي.
دغې کمېټې ليکلي، چې د فلسطيني خبريالانو ټولنې د قوس په ۱۲ مه نېټه تاييد کړه، چې د قدس ټلوېزيون يو خبريال د غزې په تړانګه کې د اسراييل په بمبارۍ کې وژل شوی دی.

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې شارژدافيرې رفایلا ایودیس په کابل کې د افغانانو سره په بېلا- بیلو برخو کې دغه مرسته اعلان کړه او ويلي یې دي، چې دا یې د ژمنو دوام دی.
د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې شارژادفيره رفایلا ایودیس د کابل څخه پر خپله ايکس پاڼه په يوې ويډيوي پيغام کې ويلي، چې دا ۱۴۳ ميلونه یورو نوې بوديجه ده، چې د اروپايي اتحاديې د ۶۰ ميلونو يورو سربيره به له افغانستان سره کيږي.
اروپايي اتحاديې يوه میاشت مخکې د افغانستان لپاه ۶۰ میليونو یورو مرسته اعلان کړې وه.
ايوديس ويلي، چې نوې بوديجه د راستنېدونکو کډوالو سره د مرستي، خصوصي سکتور د پياوړتيا، روغتيا او په هرات کې د زلزله خپلو کورنيو د لاس نیوي په خاطر شوې ده.
د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې شارژادفيره نن تورخم ته هم تللې وه او هلته یې د افغان کډوالو او بشري مرسته کوونکو ادارو د فعاليتنونو څخه ليدنه هم کړې ده.
هغې پر خپل ايکس پاڼه تصويرونه هم خپاره کړي، چې په تورخم کې د افغان کډوالو، يونيسيار او نورو مرسته کوونکو ادارو کارونه ارزيابي کوي.