په پښتونخوا کې سياسي فعال او د پاکستان د پارلمان مخکني غړي محسن داوړ پر خپله ايکس پاڼه د پاکستاني پوځ له لوري د منظور نيول د شرم خبره بللې او لیکلې يې دي، چې د عدالت غوښتل جرم نه دی: " دا غږونه په ظلم نه شي درېدلی موږ ژر تر ژر د منظور پښتين د خوشې کېدو غوښتنه کوو".
په پاکستان کې پښتون سياستوال او د دغه هېواد د مشرانو جرګې پخواني غړی افراسياب خټک هم پرخپله ايکس پاڼه پاکستان حکومت ته ليکلي:"د سوله یيزو سياسي فعالانو نيول او د تروريستانو ((بیارغونه)) د پاکستاني دولت سياست دی".
نوموړي د منظور نيول کېدو ته په اشارې زیاته کړې، چې دا ډول خطرناکه پاليسي ستونزي نه شي حلولی؛ بلکی څو اړخيز بحرانونه به رامنځته کړي.
د دې غورځنګ يو بل مشر او د پښتين نېږدې ملګري علي وزير پر ايکس پاڼه ليکلي:"وهل ټکول، ګواښونه او زندان زموږ مورال او احساسات نه شې کمزوي کولی".
په پښتونخوا کې د کډوالو فعالې منېژې کاکړ هم د منظور پښتين د ژر خوشې کېدو غوښتنه کړې او د هغه نيونه يې د سوله یيزو لارو د مخنيوي هڅه بللې ده.
د ملي جمهوري غورځنګ يوه غړي اسماعيل مسعود پر فېسبوک د منظور تر عکس لاندي ليکلي: "ښايي د هېواد واکمنو د بنګال له غميزي درس نه وی زده کړی، دا کړنه نویو غميزو ته لاره هواره وي".
د پښتون ژغورنې غورځنګ پلويانو هم د خپل مشر په ملاتړ په ټولنيزو رسنيو کې غږ پورته کړی.
ذبیح وزير ليکلي دي، چې پر موټر بريد کول د دوی لپاره نوې خبره نه ده، هغه پاکستان ته په اخطاريه ډول ليکلي:" که مشر ته کوم زيان ورسيږي، د پاکستان سره به د پښتنو اړيکي ختمي شي".
ډاکټر مينه وزيري پر ايکس پاڼه د منظور د عکس سره لیکلي:" نور د خبرو وخت نه دی! يو انقلاب ته ضرورت دی".
د دې سره ترڅنګ په افغانستان، پښتونخوا او د نړۍ په بېلا-بيلو هېوادونو کې په زيات شمېر د ټولنيزو رسنيو کاروونکو د منظور پښتين نیول غندلي او د هغه د ژر خوشې کېدو غوښتنه يې کړې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین غوښتل د بې درکو بلوڅانو په پرلت کې د کډون لپاره د چمن څخه تربت ته لاړ شي، چې په لار کې یې لومړی پاکستاني پوځیانو پر موټر ډزې کړي او وروسته یې هغه نیولی دی.
بل خوا د منظور پښتین پر اېکس پاڼې د پي ټي ایم مطبوعاتي برخې په يوه ياداښت کې ليکلي: " دغورځنګ ملګري دې پُر امن اوسي او راتلونکې لايحه عمل لپاره دې د مرکزي کمېټې پرېکړې ته په انتظار اوسي".