له پاکستان او ایرانه د کډوالو د ستنېدو دوام؛ تېره ورځ تر ۳۰۰۰ډېر کډوال هېواد ته ستانه شوي

د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، دغه کډوال پرون د سپین بولدک، تورخم او اسلام کلا له لارو هېواد ته ستانه شوي. د طالبانو د کډوالو او ستېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي چې، د (لېندۍ ۱۳مه) له دوه زرو څخه ډېر افغان کډوال په زور او خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي.