• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سپینه ماڼۍ: امریکا اوکراین ته د راتلونکو مرستو په اړه ډاډ نه شي ورکولی

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۰۸ GMT+۰

سپینې ماڼۍ وايي د کانګرس سره د راپورته شوې ستونزې له امله نه شي کولی اوکراین ته ډاډ ورکړي، چې نورې امنیتي مرستې ورسره وکړي که نه.

سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې د کانګرس سره د خبرو اترو د ځنډېدو له امله نه شي کولی اوکراین ته ډاډ ورکړي، چې متحده ایالات به نورې امنیتي مرستې ورسره وکړي.

د امريکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وايي، چې هغه نه شي کولی په دې اړه خبرې وکړي، چې کییف د ولسمشر بایډن د امنیتي کڅوړې په اړه راپورته شویو خبرو په پار څه نظر لري.

هغه وویل د مرستو دغه کڅوړه اوکراین، اسراییل او د سرحدي نوښتونو تمویل ته مالي ملاتړ برابروي. هغه وايي؛ سره له دې چې اوکرایني ځواکونه هڅه کوي، چې د روسيې د یرغل مخه ونیسي خو په دې پوهیږي چې دغو برخو کې د مرستو سرچینه په وچېدو ده.

هغه وویل: "موږ څو اونۍ وخت لرو او بیا به نور اوکراین سره د هغو مرستو سرچینې پای ته ورسیږي کومې چې موږ تر دې وړاندې هغوی سره کولې. هغه وویل دا باید ټولو ته د منلو وړ نه وي.

ښاغلي بایډن له کانګرس څخه د ملي امنیت د اړتیاو لپاره د ۱۰۶ میلیارد ډالرو د تصویب غوښتنه کړې، چې د دې پیسو لویه برخه به په جګړې کې ښکیل اوکراین او اسرايیل ته د مرستې په توګه ورکړل شي.‌

امریکا د ۲۰۲۲ کال د فیبرورۍ میاشت کې پر اوکراین د روسیې له یرغل راهیسې، دغه هېواد سره ۱۱۱ میلیارده ډالر مرسته کړې ده.

جمهوري غوښتونکي بهرنیو هېوادونو سره د متحده ایالاتو د میلیاردونو ډالرو مرستې ستړي شوي دي او د دوی اوکراین او اسراییل سره د اضافي مرستو د تصویب لپاره رایه اچونې د سرحدونو په برخه کې د امریکا په پالیسۍ کې بدلون شرط ایښی دی.‌

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

د پاکستان دفاع وزیر: پاکستان به له طالبانو سره هم د هند په څېر چلند وکړي

۵

سي‌بي‌اېس: ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

•
•
•

نور کیسې

ډېموکراټ سناتوران په غزه کې د امریکایي وسلو پر استعمال د لا زیاتې څارنې غوښتنه کوي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۲ GMT+۰

د امریکا په کانګرس کې د ډېموکراټو سناتورانو یوې غښتلې ډلې له بایډن غوښتي چې په غزه کې د ملکي تلفاتو د کمولو لپاره باید اسراییل ته د ورکړل شویو امریکايي وسلو پر استعمال جدي څارنه وشي.

یو شمېر ځواکمنو ډېموکراټ سناتورانو یوې ډلې ولسمشر جو بایډن نه په یو پرانیستي لیک کې غوښتي، چې د هغه اداره باید په غزه کې د ملکي تلفاتو د کمولو لپاره اسراییل ته د ورکړل شویو امریکايي وسلو پر استعمال د څارنې زیاتولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

په دغه لیک کې چې د الیزبیت وارین، بارنی سندرز او تیم کینی په ګډون د شمېر سناېورانو له خوا لیکل شوی دی پکې راغلي: "اسرايیل د متحده ایالاتو متحد دی او موږ باید دا یقیني کړو، چې زمونږ متحدین د امریکایي وسلو د کارولو په اړه مونږ ته واضح حساب راکړي.”

دغه لیک په داسې حال کې چې په احتیاط سره لیکل شوی، چې د دولتي پالیسۍ د غندلو مخنیوی وکړي؛ خو د بایډن د متحدینو له خوا د اسراییل او حماس په جګړه کې د هغه د ادارې د ښکیلتیا په اړه د شته اندېښنو د راپورته کولو په اړه یو تر ټولو قوي استدلال بلل کیږي.

د فلسطیني چارواکو په وینا؛ د امریکا په ملاتړ د اسراییل په جګړه کې تر اوسه له ۱۶۰۰۰څخه زیات فلسطینیان وژل شوي، چې ۷۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.

دا لیک په داسې حال کې بایډن ته لیږل شوی، چې کانګرس اسراییل سره د مرستو د یوې لویې کڅوړې د تصویبول په نظر کې نیولي، چې پکې د ۱۴ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې هم شاملې دي.

دغه مرسته د امریکا له خوا له د نورو هېوادونو سره د کېدونکو مرستو په اړه د شته روڼتیا معیارونو له پوره کولو هم معاف شوی دی، چې له هغه تفصیلي رپوټ سره چې د بایډن ادارې اوکراین سره د مرستې په اړه وړاندې کړی و خورا زیات تناقص لري.‌

بې پولې ډاکټران وايي په غزه کې روان وضعیت تر یو بشري بحران خورا بد دی

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۰ GMT+۰

د بې پولې ډاکټرانو د ټولنې په وینا؛ په غزه کې روان وضعیت له یو بشري بحران څخه خورا ډېر بد دی او هلته اوس یو بشري ناورین رامنځته شوی دی.

د بې پولې ډاکټرانو ټولنې د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې غزه کې روان وضعیت له یو بشري بحران څخه خورا ډېر بد دی او په ګڼ میشته سیمو کې ګډوډي رامنځته شوې ده.

اسراییلي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ هم د غزې تړانګې په لویو ښارونو کې د حماس له وسله والو سره د جګړې په دغه نوي پړاو کې ښکیل دي، چې اوس درېیمه میاشت دوام لري.

په دغه جګړه کې په غزه کې ډېری سیمې او ودانۍ د اسراییلو په بمبار کې ویجاړې شوې دي او د غزې د ۲.۳ میلیونه نفوس څخه نېږدې ۸۵ سلنه یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.‌

د بې سرحده ډاکټرانو د نړۍوال ادارې مشر ډاکټر کرېسټوس کریسټو په جینیوا کې خبریالانو ته وویل: "په غزه کې زما همکاران ماته د وضعیت په اړه تازه معلومات راکوي، او زه تاسو ته ویلی شم چې هلته روان وضعیت تر یو بشري ناورین خورا بد دی".

هغه زیاته کړه: "دا یو بشري ناورین دی. هلته وضعیت ډېر ګډوډ حالت دی او زه ډېر اندېښمن یم چې ډېر ژر به خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره له هرې چارې ګټه پورته کړي، چې خورا سختې پایلې به ولري".

له خلکو غوښتل شوي، چې په خورا کوچنیو سیمو کې مېشت شي،‌ په داسې سیمو کې چې هلته د نورو کسانو د مېشت کېدو امکان نه شته.

د مرستندویه ادارو په وینا؛ په غزه کې هېڅ خوندي سیمه شتون نه لري.‌

اسراييل وايي؛ د ملکي تلفاتو د کمولو لپاره پوره هڅه کوي، خو د حماس جنګيالي په استوګنېزو سيمو کې ځای پر ځای شوي،‌ هغه څه چې حماس یې ردوي.

هند: په ډیلي کې د افغانستان سفارت د پخواني جمهوري دولت د بېرغ لاندې فعالیت کوي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۹ GMT+۰

له څو میاشتو چوپتیا وروسته د هند د بهرنیو چارو وزارت په ډیلي کې د افغانستان د سفارت د بیا پرانیستل کېدو اعلان وکړ. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ارېندام باغچي ویلي، چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو په تړاو د هند د حکومت دریځ نه دی بدل شوی.

باغچي نن پنجشنبه په ډیلي کې یو شمېر خبریالانو ته ویلي، چې په ډیلي، حیدراباد او ممبۍ کې د افغانستان قونسلي چارې روانې دي او په نورمال شکل یې ډېپلوماټان خپلو چارو ته دوام ورکوي.

د روانې لیندۍ میاشتې په اومه د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال عباس ستانکزي د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل: «په ممبۍ او حیدراباد کې زموږ قونسلګرۍ فعالیت کوي او د بهرنیو چارو له وزارت سره په تماس کې دي».

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند د انډیا ټلویزون د یوه خبریال د همدغې پوښتنې چې ایا د افغانستان ډېپلوماتیک مراکز د طالبانو په واک کې دي، وویل:" تاسو کولی شئ چې د دوی بېرغ وګورئ او بیا وایئ چې دوی د چا نماینده ګي کوي، د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو زموږ دریځ نه دی بدل شوی".

له دې وړاندې په ډیلي کې د افغانستان پخواني سفیر فرید ماموندزي ویلي وو، چې په ممبۍ کې د افغانستان قونسله ذکیه وردګ، په حیدراباد کې د افغانستان قونسل سید محمد ابراهیم خیل او په ډیلي کې د سوداګرۍ برخې سلاکار قادر شاه د طالبانو ملاتړ له ځانه سره لري.

ذکیه وردګ د چهارشنبې په ورځ (د نومبر په ۲۹مه) له وایون سره په مرکه کې ویلي، چې د فعالیتونو موخه یې لومړی په هند کې د مېشتو افغانانو ملاتړ او دویم په روانه شرایطو کې د افغانستان د خلکو په ګټه کار کول دي.

هندي رسنۍ لیکي، چې د روانې میاشتې په پیل کې په نوې ډیلي کې د افغانستان پخواني سفیر فرید ماموندزي «د هند د حکومت پرله پسې ننګونو» په حواله د سفارت د دایمي تړلو اعلان کړی و.

په دې اړه په ممبۍ جنرال قونسلې ذکیه وردګ او په حیدر اباد جنرال قونسل سید محمد ابراهیم خیل په ګډه ویلي: «موږ د هند د بهرنیو چارو له وزارت سره په دوامداره توګه په تماس کې یو او هڅه کوو، چې اوسنی ستونزمن حالت ته د رسېدو لپاره چې د ډېپلوماتانو او رسمي کارکوونکو له کمښت سره مخ یوو د حل لار پېدا کړو».

د یادونې وړ ده، چې له تېرې سپټمبر میاشتې راپه دې خوا په هند کې د افغانستان د سفارت پر سر د ډېپلوماتانو تر منځ ناندرې روانې دي.

په دې تړاو پخوانی خبر دلته وګورئ: ذکیه وردګ: موږ د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر بېرغ لاندې کار کوو

د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر: اوکراین امریکا ته پر «دویم ویتنام» بدلېږي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۲۴ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو استخباراتو ادارې مشر وایي، له اوکراین د لوېدیځ ملاتړ به دا جګړه د واشنګټن لپاره په «دویم ویتنام» بدله کړي. سرګي ناریشکین اېس وي ار مجلې ته په لیکنه کې زیاتوي، اوکراین به لوېدیځ ته «پر تور غار بدل شي او ډېر خلک او سرچینې به پکې ورک شي.»

د هغه په خبره: «په نتیجه کې امریکا پخپله ځان ته دویم ویتنام پیدا کوي او هره امریکايي اداره به ور سره لاس او ګرېوان وي.»

ویلادیمیر پوتین د تېر کال لومړیو کې اوکراین ته د پوځ لېږلو سره په تېرو شپږو لسیزو کې د روسیې او امریکا ترمنځ د ټکر تر ټولو ستر ډګر پرانیست.

لوېدیځ اوکراین ته د ۲۴۶ میلیارد ډالرو په ارزښت مرسته او وسلې ور کړې، خو بیا هم د کییف بریدونه ناکام شول او مسکو د دغه هېواد پر پنځمه برخه ولکه لري.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د ناټو او روسیې مخامخ ښکېلتیا د دریمې نړیوالې جګړې د پیلېدو په مانا بولي او وايي، امریکا به اوکراین ته پوځ ونه لېږي.

د ویتنام جګړه د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د سړې جګړې پر مهال وه، چې پکې امریکا د سوېلي ویتنام او چین او روسیه د شمالي ویتنام په ملاتړ جنګېدل.

دا جګړه چې څو میلیونه کسان پکې ووژل شول پر ۱۹۷۵ کال د شمالي ویتنام په بریالیتوب او د امریکا په ماتې سره پای ته ورسېده.

په دې جګړه کې د امریکا تر ۸۵ زره پوځیان هم ووژل شول او په متحده ایالتونو کې یې د جګړې ضد ځواکمن غورځنګ پیدا کړ.

د چین او ایران چارواکو د غزې او افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړې

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۳۴ GMT+۰

د چين واکمن ګوند د نړيوالو چارو وزير لیو جیان چایو او د ایران بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان د غزې تړانګې او د افغانستان د حالاتو په اړه خبرې اترې وکړې. د چین د واکمن ګوند د نړیوالو چارو وزیر د دوو ورځو لپاره تهران ته تللی دی.

د افغانستان په اړه د دواړو لوریو تر منځ د خبرو جزییات لا نه دي خپاره شوي، خو تهران او بیجینګ تر دې مخکې هم څو ځله له طالبانو څخه د سیاسي اصلاحاتو او د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو غوښتنه کړې چې د دغې ډلې له مخالفتونو سره مخامخ شوې ده.

سره له دې چې چین او ایران د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني، خو له دغې ډلې سره نږدې اړیکې لري.

په سپاه پاسدارانو پورې اړوند د فارس خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۵مه) راپور ورکړ چې ليو جيان چایو په تهران کې له ترسره شويو مشورو څخه خوښي ښودلې.