• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګرو ملتونو او اسراییل د غزې د پولې د بیا پرانېستلو په اړه د خبرو د پرمختګونو خبر ورکړ

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۳۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو یوه جګپوړي چارواکي او یوه اسراییلي چارواکي په غزه کې د کرم شالوم پولې د بیا پرانېستلو لپاره په خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړ. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس وویل چې د دې پولې د بیا پرانېستلو لپاره هیلې شته.

یوه اسراییلي چارواکي الاد ګورن هم ویلي چې هیواد به یې په راتلونکو څو ورځو کې د کرم شالوم لاره «یوازې د تفتیش لپاره» پرانیزي.

په همدې حال کې یوه جګپوړي امریکايي چارواکي هم ویلي، چې اسراییل د دې لارې د پرانېستلو هوکړه کړې ده.

امریکا له اونیو راهیسې د دې لارې د بیا پرانېستلو لپاره له اسراییلي چارواکو سره خبرې اترې کوي.

د بشردوستانه چارو لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل چې د کرم شالوم د لارې بیا پرانیستل به په غزه کې د بشري عملیاتو لپاره «لویه مرسته» وي.

مارتین ګریفیتس د ښکیلو خواوو له لوري د دې لارې پرانېستل کیدو ته لیوالتیا ته په اشارې سره وویل چې، د کرم شالوم به ښايي په راتلونکو ورځو کې پرانېستل شي.

اوس مهال غزې ته بشردوستانه مرستې یوازې د رفح له لارې ورکول کیږي، چې د مصر او غزې ترمنځ پوله ده.

دا لاره یوازې د پلی تګ لپاره جوړه شوې ده.

پر اسراییل د حماس تر برید مخکې ۶۰ سلنه لارۍ د کرم شالوم له لارې غزې ته تللې.

دا کرښه د غزې په سوېلي پوله کې د اسراییل او مصر سره پرتهده.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

د پاکستان دفاع وزیر: پاکستان به له طالبانو سره هم د هند په څېر چلند وکړي

۵

سي‌بي‌اېس: ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

•
•
•

نور کیسې

رویټرز په لبنان کې د اسراییلي ټانک په برید کې د خپل خبریال د وژل کیدو په اړه معلومات ورکړل

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۴۲ GMT+۰

رویټرز خبري اژانس په یوه ځانګړي تفصیلي راپور کې لیکلي چې، د دې خبري اژانس خبریال عصام عبدالله د اکټوبر په دیارلسمه په لبنان کې د یوه اسراییلي ټانک په برید کې ووژل شو. د راپور له مخې، د اسراییل په دغو دوو پرله پسې ډزو کې شپږ نور خبریالان چې پر ویډیو اخیستلو بوخت ول، ژوبل شوي و.

رویټرز لیکلي چې په دغه راپور کې يې د خپلو موندنو د تایید لپاره له ۳۰ څخه زیاتو حکومتي او امنیتي چارواکو، پوځي کارپوهانو، عدلي څیړونکو، وکیلانو، ډاکټرانو او عیني شاهدانو سره یې مرکې کړي دي.

دغه خبري آژانس په یاد راپور کې د معلوماتو د کره والي په موخه د رسنیو د څو ساعتونو ویډیوګانې او د سټلایټ عکسونه هم کتلي دي.

د دغه خبري آژانس د موندنو په ځواب کې د اسراییل د امنیتي ځواکونو ویاند ویلي چې د «اسراییل پوځ خبریالان نه په نښه کوي.»

نوموړي د نورو جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

د رویټرز لوی مدير السانډرا ګالوني ویلي: «هغه شواهد چې موږ یې اوس لرو او نن خپاره شوي ښیې چې د اسراییلي ټانک په ډزو کې زموږ همکار عصام عبدالله وژل شوی دی.»

هغه له اسراییل وغوښتل چې د رویټرز خبریال د وژل کېدو او د نورو خبریالانو د ټپي کېدو مسوول تر څیړنو لاندې ونیسي.

د خبریالانو د ملاتړ کمېټې د راپور له مخې، د اسراییل او حماس ترمنځ په جګړه کې لږ تر لږه ۶۳ خبریالان وژل شوي دي.

سپینه ماڼۍ: امریکا اوکراین ته د راتلونکو مرستو په اړه ډاډ نه شي ورکولی

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۰۸ GMT+۰

سپینې ماڼۍ وايي د کانګرس سره د راپورته شوې ستونزې له امله نه شي کولی اوکراین ته ډاډ ورکړي، چې نورې امنیتي مرستې ورسره وکړي که نه.

سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې د کانګرس سره د خبرو اترو د ځنډېدو له امله نه شي کولی اوکراین ته ډاډ ورکړي، چې متحده ایالات به نورې امنیتي مرستې ورسره وکړي.

د امريکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وايي، چې هغه نه شي کولی په دې اړه خبرې وکړي، چې کییف د ولسمشر بایډن د امنیتي کڅوړې په اړه راپورته شویو خبرو په پار څه نظر لري.

هغه وویل د مرستو دغه کڅوړه اوکراین، اسراییل او د سرحدي نوښتونو تمویل ته مالي ملاتړ برابروي. هغه وايي؛ سره له دې چې اوکرایني ځواکونه هڅه کوي، چې د روسيې د یرغل مخه ونیسي خو په دې پوهیږي چې دغو برخو کې د مرستو سرچینه په وچېدو ده.

هغه وویل: "موږ څو اونۍ وخت لرو او بیا به نور اوکراین سره د هغو مرستو سرچینې پای ته ورسیږي کومې چې موږ تر دې وړاندې هغوی سره کولې. هغه وویل دا باید ټولو ته د منلو وړ نه وي.

ښاغلي بایډن له کانګرس څخه د ملي امنیت د اړتیاو لپاره د ۱۰۶ میلیارد ډالرو د تصویب غوښتنه کړې، چې د دې پیسو لویه برخه به په جګړې کې ښکیل اوکراین او اسرايیل ته د مرستې په توګه ورکړل شي.‌

امریکا د ۲۰۲۲ کال د فیبرورۍ میاشت کې پر اوکراین د روسیې له یرغل راهیسې، دغه هېواد سره ۱۱۱ میلیارده ډالر مرسته کړې ده.

جمهوري غوښتونکي بهرنیو هېوادونو سره د متحده ایالاتو د میلیاردونو ډالرو مرستې ستړي شوي دي او د دوی اوکراین او اسراییل سره د اضافي مرستو د تصویب لپاره رایه اچونې د سرحدونو په برخه کې د امریکا په پالیسۍ کې بدلون شرط ایښی دی.‌

ډېموکراټ سناتوران په غزه کې د امریکایي وسلو پر استعمال د لا زیاتې څارنې غوښتنه کوي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۲ GMT+۰

د امریکا په کانګرس کې د ډېموکراټو سناتورانو یوې غښتلې ډلې له بایډن غوښتي چې په غزه کې د ملکي تلفاتو د کمولو لپاره باید اسراییل ته د ورکړل شویو امریکايي وسلو پر استعمال جدي څارنه وشي.

یو شمېر ځواکمنو ډېموکراټ سناتورانو یوې ډلې ولسمشر جو بایډن نه په یو پرانیستي لیک کې غوښتي، چې د هغه اداره باید په غزه کې د ملکي تلفاتو د کمولو لپاره اسراییل ته د ورکړل شویو امریکايي وسلو پر استعمال د څارنې زیاتولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

په دغه لیک کې چې د الیزبیت وارین، بارنی سندرز او تیم کینی په ګډون د شمېر سناېورانو له خوا لیکل شوی دی پکې راغلي: "اسرايیل د متحده ایالاتو متحد دی او موږ باید دا یقیني کړو، چې زمونږ متحدین د امریکایي وسلو د کارولو په اړه مونږ ته واضح حساب راکړي.”

دغه لیک په داسې حال کې چې په احتیاط سره لیکل شوی، چې د دولتي پالیسۍ د غندلو مخنیوی وکړي؛ خو د بایډن د متحدینو له خوا د اسراییل او حماس په جګړه کې د هغه د ادارې د ښکیلتیا په اړه د شته اندېښنو د راپورته کولو په اړه یو تر ټولو قوي استدلال بلل کیږي.

د فلسطیني چارواکو په وینا؛ د امریکا په ملاتړ د اسراییل په جګړه کې تر اوسه له ۱۶۰۰۰څخه زیات فلسطینیان وژل شوي، چې ۷۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.

دا لیک په داسې حال کې بایډن ته لیږل شوی، چې کانګرس اسراییل سره د مرستو د یوې لویې کڅوړې د تصویبول په نظر کې نیولي، چې پکې د ۱۴ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې هم شاملې دي.

دغه مرسته د امریکا له خوا له د نورو هېوادونو سره د کېدونکو مرستو په اړه د شته روڼتیا معیارونو له پوره کولو هم معاف شوی دی، چې له هغه تفصیلي رپوټ سره چې د بایډن ادارې اوکراین سره د مرستې په اړه وړاندې کړی و خورا زیات تناقص لري.‌

بې پولې ډاکټران وايي په غزه کې روان وضعیت تر یو بشري بحران خورا بد دی

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۰ GMT+۰

د بې پولې ډاکټرانو د ټولنې په وینا؛ په غزه کې روان وضعیت له یو بشري بحران څخه خورا ډېر بد دی او هلته اوس یو بشري ناورین رامنځته شوی دی.

د بې پولې ډاکټرانو ټولنې د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې غزه کې روان وضعیت له یو بشري بحران څخه خورا ډېر بد دی او په ګڼ میشته سیمو کې ګډوډي رامنځته شوې ده.

اسراییلي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ هم د غزې تړانګې په لویو ښارونو کې د حماس له وسله والو سره د جګړې په دغه نوي پړاو کې ښکیل دي، چې اوس درېیمه میاشت دوام لري.

په دغه جګړه کې په غزه کې ډېری سیمې او ودانۍ د اسراییلو په بمبار کې ویجاړې شوې دي او د غزې د ۲.۳ میلیونه نفوس څخه نېږدې ۸۵ سلنه یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.‌

د بې سرحده ډاکټرانو د نړۍوال ادارې مشر ډاکټر کرېسټوس کریسټو په جینیوا کې خبریالانو ته وویل: "په غزه کې زما همکاران ماته د وضعیت په اړه تازه معلومات راکوي، او زه تاسو ته ویلی شم چې هلته روان وضعیت تر یو بشري ناورین خورا بد دی".

هغه زیاته کړه: "دا یو بشري ناورین دی. هلته وضعیت ډېر ګډوډ حالت دی او زه ډېر اندېښمن یم چې ډېر ژر به خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره له هرې چارې ګټه پورته کړي، چې خورا سختې پایلې به ولري".

له خلکو غوښتل شوي، چې په خورا کوچنیو سیمو کې مېشت شي،‌ په داسې سیمو کې چې هلته د نورو کسانو د مېشت کېدو امکان نه شته.

د مرستندویه ادارو په وینا؛ په غزه کې هېڅ خوندي سیمه شتون نه لري.‌

اسراييل وايي؛ د ملکي تلفاتو د کمولو لپاره پوره هڅه کوي، خو د حماس جنګيالي په استوګنېزو سيمو کې ځای پر ځای شوي،‌ هغه څه چې حماس یې ردوي.

هند: په ډیلي کې د افغانستان سفارت د پخواني جمهوري دولت د بېرغ لاندې فعالیت کوي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۹ GMT+۰

له څو میاشتو چوپتیا وروسته د هند د بهرنیو چارو وزارت په ډیلي کې د افغانستان د سفارت د بیا پرانیستل کېدو اعلان وکړ. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ارېندام باغچي ویلي، چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو په تړاو د هند د حکومت دریځ نه دی بدل شوی.

باغچي نن پنجشنبه په ډیلي کې یو شمېر خبریالانو ته ویلي، چې په ډیلي، حیدراباد او ممبۍ کې د افغانستان قونسلي چارې روانې دي او په نورمال شکل یې ډېپلوماټان خپلو چارو ته دوام ورکوي.

د روانې لیندۍ میاشتې په اومه د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال عباس ستانکزي د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل: «په ممبۍ او حیدراباد کې زموږ قونسلګرۍ فعالیت کوي او د بهرنیو چارو له وزارت سره په تماس کې دي».

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند د انډیا ټلویزون د یوه خبریال د همدغې پوښتنې چې ایا د افغانستان ډېپلوماتیک مراکز د طالبانو په واک کې دي، وویل:" تاسو کولی شئ چې د دوی بېرغ وګورئ او بیا وایئ چې دوی د چا نماینده ګي کوي، د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو زموږ دریځ نه دی بدل شوی".

له دې وړاندې په ډیلي کې د افغانستان پخواني سفیر فرید ماموندزي ویلي وو، چې په ممبۍ کې د افغانستان قونسله ذکیه وردګ، په حیدراباد کې د افغانستان قونسل سید محمد ابراهیم خیل او په ډیلي کې د سوداګرۍ برخې سلاکار قادر شاه د طالبانو ملاتړ له ځانه سره لري.

ذکیه وردګ د چهارشنبې په ورځ (د نومبر په ۲۹مه) له وایون سره په مرکه کې ویلي، چې د فعالیتونو موخه یې لومړی په هند کې د مېشتو افغانانو ملاتړ او دویم په روانه شرایطو کې د افغانستان د خلکو په ګټه کار کول دي.

هندي رسنۍ لیکي، چې د روانې میاشتې په پیل کې په نوې ډیلي کې د افغانستان پخواني سفیر فرید ماموندزي «د هند د حکومت پرله پسې ننګونو» په حواله د سفارت د دایمي تړلو اعلان کړی و.

په دې اړه په ممبۍ جنرال قونسلې ذکیه وردګ او په حیدر اباد جنرال قونسل سید محمد ابراهیم خیل په ګډه ویلي: «موږ د هند د بهرنیو چارو له وزارت سره په دوامداره توګه په تماس کې یو او هڅه کوو، چې اوسنی ستونزمن حالت ته د رسېدو لپاره چې د ډېپلوماتانو او رسمي کارکوونکو له کمښت سره مخ یوو د حل لار پېدا کړو».

د یادونې وړ ده، چې له تېرې سپټمبر میاشتې راپه دې خوا په هند کې د افغانستان د سفارت پر سر د ډېپلوماتانو تر منځ ناندرې روانې دي.

په دې تړاو پخوانی خبر دلته وګورئ: ذکیه وردګ: موږ د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر بېرغ لاندې کار کوو