پوتین وايي د راتلونکي کال د روسیې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ځان کاندیدوي

د روسیې ولسمشر تایید کړه چې د دغه هېواد د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته به یو ځل بیا ځان کاندید کړي. ولادیمیر پوتین دغه څرګندونې د جمعې په ورځ د روسیې له هغو پوځیانو سره په کتنه کې وکړې چې د اوکراین په جګړه کې یې برخه اخیستې وه.