• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د ترهګرۍ ضد اداره: په ۲۰۲۰-۲۰۲۲ کلونو کې په پاکستان کې شاوخوا ۷۰۰ کسان وژل شوي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۲ GMT+۰

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې په یوه راپور کې اعلان کړی، چې له ۲۰۲۰ کال تر ۲۰۲۲ کال پورې دغه هېواد کې په څه باندې ۱۸۰۰ "ترهګریزو پېښو" کې له ۲۵۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه راپور له مخې، په دغو پېښو کې ۲۶۹ پوځیان او ۴۲۹ ملکیان وژل شوی او تر ۱۸۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي.

دغې ادارې د «ترهګریزو» پېښو او د تلفاتو د شمېر د جدول په خپرولو سره اعلان کړی چې له ۲۰۲۰ کال تر ورپسې کال پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۸۲۳ بریدونه شوي دي.

د معلوماتو له مخې په دغو بریدونو کې ۴۲۹ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۰۲۱ نور ټپیان شوي دي.

په دغو پېښو کې د ملکي تلفاتو شمېر ۱۰۷۴ تنو ته رسېږي، چې ۲۶۹ وژل شوي او ۸۰۵ ټپیان دي.

100%

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

د پاکستان دفاع وزیر: پاکستان به له طالبانو سره هم د هند په څېر چلند وکړي

۵

سي‌بي‌اېس: ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

•
•
•

نور کیسې

د هندوستان په سېلاو ځپلي چینای کې سلګونه کسان لا هم خپلو کورونو او کارځیو کې بند پاتي دي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۰ GMT+۰

سره له دې چې چینای ښار کې د سیلاوونو له راوتلو څلور ورځې تیریږي، خو د دغه صنعتي ښار کې په کوڅو او واټونو کې د اوبو د شتون له امله فابریکې تړلې پاتې او رضاکاران په کورونو او کارځیو کې بندو کسانو ته ډوډۍ او نور اړتیا وړ شیان رسوي.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې دغه سیلاوونه چې د دوشنبې په ورځ تر سختو ورښتونو وروسته راوتلي وو په چینای ښار او تامل ناډو ایالت کې یې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژلي دي.

د چارواکو په وینا د دغه ایالت ځینې ټیټې سیمې لا هم تر اوبو لاندې ډوبې دي.

حکومتي چارواکي او رضاکاران په کلیو او نورو سیمو کې په خپلو کورونو کې بندو کسانو ته د هغوی د اړتیا وړ خوراکی توکي ورسوي.

د کوریايي هیونډای موټرو او اپل کمپنۍ په ګډون د بیلابیلو نړیوالو شرکتونو هندي څانګې د هندوستان چینای کې فعالیت کوي.

د معلوماتي ټیکنالوژۍ خدماتو وړاندې کوونکو خپلو کارکوونکو ته ویلي چې د دې اونۍ لپاره دې له کوره کار وکړي.

په ټوله سیمه کې ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي. ځینې ښوونځي او پوهنتونونه په موقتي ډول د سیلاو ځپلو لپاره د سرپناه په توګه کاروکول کیږي.‌

اته کاله وړاندې په دغه سیمه کې د پراخو سیلاوونو له امله ۲۹۰ کسان وژل شوي وو.‌

د هندوستان د دفاع وزیر رجنت سینګ د پنج شنبې ورځ سیمې ته ورغلی او اعلان یې کړی وو چې نوی ډیلی د تامل ناډو ایالت سره د دې سیلاوونو د ویجاړیو د جوړولو په خاطر د مرستو په دویمه جوپه کې ۵۴ میلیونه ډالر ورکوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: د سراج الدین حقاني د پاکستاني پاسپورټ په اړه څېړنې کوو

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۴ GMT+۰

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي وویل، چې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني د پاکستاني پاسپورټ په اړه پلټنې کوي او پایلې به یې له رسنیو سره شریکې کړي. تر دې مخکې دوو پاکستاني خبریالانو ویلي وو چې پاکستان په دې وروستیو کې د حقاني پاکستانی پاسپورټ باطل کړی.

د اعزاز سعید او عمر چیمه په وینا د ښاغلي حقاني پاکستانی پاسپورټ د لومړي ځل لپاره په قطر کې له امریکا سره د طالبانو د خبرو پر مهال کارول شوی و.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې په پاکستان کې د استوګنې له اسنادو پرته د بهرنیو اتباعو د شړلو په اړه وویل: "موږ به لومړی په دې اړه پلټنې وکړو، له څېړنو وروسته به یې معلومات له رسنیو سره شریک کړو."

سرفراز بګټي نور وضاحت ور نه کړ.

تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د سراج الدین حقاني د "پاکستاني پاسپورټ" په اړه له څه ویلو ډډه کړې وه.

زهرا ممتاز بلوڅ وویل چې هغه د معلوماتو په خلا کې ده او دا مهال د دې مسلې ځواب نشي ویلی.

نوموړې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر د "پاکستاني پاسپورت" د باطل کېدو په اړه د راپورونو له رد یا تایید څخه ډډه وکړه.

د چهارشنبې په ورځ، د لیندۍ په ۱۵ مه، دوو مشهورو پاکستاني ژورنالیستانو، اعزاز سعید او عمر چیمه څرګنده کړه، چې د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې له حقاني سره په همغږۍ د هغه پاکستانی پاسپورت باطل کړی دی.

د راپورونو له مخې د پاکستان حکومت دوه پاکستاني چارواکي چې ویل کیږي د ښاغلي حقاني د پاسپورت په صادرولو کې یې لاس درلود نیولي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي، چې افغان اتباعو ته له ۳۰ زرو څخه تر ۴۰ زرو پورې پاکستاني پاسپورټونه ورکړل شوي دي.

د دې ورځپاڼې په وینا دغه پاسپورټونه د پاکستان په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سند صوبو کې ویشل شوي دي.

د راپورونو له مخې، پاکستان ټولو افغانانو ته صادر شوي پاسپورټونه باطل کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د امریکا ځانګړي استازي پر افغانستان خبرې وکړې

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۴ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، د دغه هېواد سرپرست بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني، د افغانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي ټام ویسټ سره د ليدو خبر ورکړی. په دې لیدنه کې ښاغلي جیلاني د افغانستان د خلکو د هوساینې لپاره د اجتماعي لارو چارو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (ليندۍ ۱۶)د جليل عباس جيلاني له قوله لیکلي، چې اسلام اباد د افغانستان په مسله کې له خپلو نړیوالو شریکانو سره همکارۍ ته ژمن دی.

د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان پر مسلې د خبرو لپاره د سیمې هېوادونو ته د خپلو سفرونو نوی پړاو پیل کړی دی.

تر دې کتنې مخکې، ښاغلي ويسټ اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره هم جلا ليدنه کړې.

ښاغلي دراني په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان پر بېلابېلو موضوعاتو او نړیوالو غبرګونونو خبرې وشوې.

د هغه په ​​وينا، په دې کتنه کې دواړو لورو پر لا زياتو همکاريو او همغږۍ ټينګار وکړ.

ټام ویسټ تر دې مخکې اعلان کړی و، چې د افغانستان په سیاسي، اقتصادي او بشري اړتیاوو د خبرو لپاره به پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته لس ورځنی سفر وکړي.

د افغانستان د کرېکټ نولس کلنې لوبډلې له هند ماتې وخوړه

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۸ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان نولس کلنې لوبډلې د اسیا جام سیالیو په خپله لومړنۍ لوبه کې له هندۍ لوبډلې د اوو ویکټو په توپیر ماتې وخوړه. د کرېکټ بورډ د اعلامیې له مخې، د لوبې په پیل کې پچه هندۍ لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

افغان لوبډلې په ټولو ۵۰ اورونو کې د لسو ویکټو په بایللو سره هندۍ لوبډلې ته د ۱۷۴ منډو هدف وټاکه.

د دې اعلامیې له مخې، سیالې لوبډلې په ۳۷،۳ اورونو کې د دریو ویکټو په سوځېدو سره دا هدف پوره کړ او افغان لوبډلې ته یې د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

افغان نوولس کلن ځوانان به د اسیا جام سیالیو خپله دویمه لوبه کې د راتلونکې یکشنبې په ورځ له نیپال سره ډګر ته وځي.

د ۱۹ کلنو د ۲۰۲۳ پنځوس اوره نړیوال جام کې اته لوبډلې په دوو ډلو کې یو د بل پر وړاندې په متحده عربي اماراتو کې لوبیږي.

دا جام نن پیل شو او روانې ډیسمبر میاشتې تر ۱۷ به روان وي.

په دې جام کې د افغانستان، پاکستان، هند، نېپال، سریلانکا، بنګله دېش، متحده عربي امارات او د جاپان لوبډلې ګډون لري.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د اوربند د غوښتنې په اړه رایه اچونه کوي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۴۸ GMT+۰

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ د لیندۍ په ۱۷ مه غونډه وکړي چې په غزه کې د سملاسي اوربند د غوښتنې په اړه رایه ورکړي. متحده عربي اماراتو د پرېکړه لیک مسوده چمتو کړې ده چې د جمعې په ورځ به رایې اچونې ته وړاندې شي.

دا پرېکړه تر هغه وروسته وشوه چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د ملګرو ملتونو د منشور د ۹۹ مادې پر اساس یو بې ساری اقدام وکړ.

دا ماده هغه ته اجازه ورکوي چې شورا ته هر هغه مسله راوړي چې د هغه په فکر د نړیوالې سولې او امنیت ساتل ګواښي.

په تېرو لسیزو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په مقام کې هیڅ چا دا کار نه دی کړی.

ښاغلي ګوترش د چهارشنبې په ورځ شورا ته په یوه لیک کې وویل چې د اسراییل او غزې وضعیت «ښایي د نړیوالې سولې او امنیت ساتلو لپاره شته ګواښونه لاپسې زیات کړي. »

دا به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو ترمنځ د یووالي د رامنځته کولو پنځمه هڅه وي.

تر دې مخکې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې څلور نورې مسودې وړاندې شوې چې د شورا له خوا رد شوې وې.