• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په هرات او نیمروز کې د داعش وسلوالو پرضد عملیات کړي دي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۰ GMT+۰تازه شوی: ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۸ GMT+۰

طالبانو پورې اړوند المرصاد وېب پاڼې راپور خپور کړی چې طالبانو په هرات او نیمروز ولایتونو کې د داعش د یو ګروپ پرضد عملیات کړي دي. دغه وېپاڼه زیاتوي په دغو عملیاتو کې طالبانو د داعش یو وسلوال وژلی او څو نور یې ژوندي نیولي دي، چې په یوه ګاونډي هېواد کې د داعش یوه مشر رهبري کول.

د طالبانو اړوند المرصاد وېپ پاڼې نن جمعې ورځ په راپور کې لیکلي چې په دغو عملیاتو کې یې له وژل شوي داعش وسلوال څخه یوه تومانچه او کلاشنګوف ترلاسه کړي دي.

په دغه راپور کې راغلي چې طالبانو دا عملیات د هغه داعش ګروپ پرضد کړي، چې تېره اونۍ یې د هرات ښار په جبرييل ښارګوټي کې شپږ اهل تشیع اووژل او درې یې ټپیان کړل.

راپور زیاتوي دغو نیول شويو داعش وسلوالو له دې وړاندې هم پر یو شمیر اهل تشیع افغانانو په بریدونو کې لاس درلود.

د هرات ښار د جبریل ښارګوټي ځینې اوسېدونکو څه موده وړاندې په یوه غونډه کې د طالبانو والي ته وویل، یا دې د خلکو امنیت ونیسي او یا دې وسلې ورکړي، چې خپل امنیت ونیسي.

په دغه غونډه کې د جبريل ښارګوټي اوسېدونکو په هرات کې د شيعه ديني عالمانو د پرلپسې وژنو د عاملينو د نيولو او مجازاتولو غوښتنه هم وکړه.

المرصاد وېبپاڼې د طالبانو د سرچينو له قوله لیکلي چې نيول شويو داعشیان په يوه ګاونډي هيواد کې د داعش د يوې شبکې له لوري رهبري کېدل.

که څه هم د طالبانو سرچینو د ګاونډي هیواد نوم نه دی په ډاګه کړی خو له دې وړاندې المرصاد د تحریک طالبان پاکستان پخواني ویاند احسان الله احسان له قوله یې ویلي و، چې د داعش ـ خراسان مشران د پاکستان نظامیانو په مېلمستونونو کې ساتل کیږي.

د طالبانو سرچینې ویلي چې له نیولو شوو داعش وسلوالو څخه د دې ډلې یوه ځانګړې فني او مسلکي ټیم څېړنې پیل کړې دي او تمه ده چې نور انکشافات هم رامنځته شي.

طالبانو تر اوسه دنیول شوو داعش وسلوالو هویت نه دی څرګند کړی او نه یې هم دا په ډاګه چې څو تنه نیول شوي دي.

المرصاد وېبپاڼه په کابل کې د طالبانو واک ته رسېدو سره فعاله شوې ده او د داعش اړوند ټول خبرونه په دغه وېبپاڼه کې نشریږي.

طالبان په دې کار سره غواړي چې د دوی تر کنټرول لاندې په نورو داخلي رسنیو کې د داعش اړوند راپورونه نشر نه شي ترڅو عامه فکرونو باندې منفي تاثیر ونه کړي او دغه ډله همېشه کوښښ کوي، چې خلکو ته وايي په افغانستان کې داعش وسلوال فزیکي حضور نه لري.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

د پاکستان دفاع وزیر: پاکستان به له طالبانو سره هم د هند په څېر چلند وکړي

۵

سي‌بي‌اېس: ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: د سراج الدین حقاني د پاکستاني پاسپورټ په اړه څېړنې کوو

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۴ GMT+۰

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي وویل، چې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني د پاکستاني پاسپورټ په اړه پلټنې کوي او پایلې به یې له رسنیو سره شریکې کړي. تر دې مخکې دوو پاکستاني خبریالانو ویلي وو چې پاکستان په دې وروستیو کې د حقاني پاکستانی پاسپورټ باطل کړی.

د اعزاز سعید او عمر چیمه په وینا د ښاغلي حقاني پاکستانی پاسپورټ د لومړي ځل لپاره په قطر کې له امریکا سره د طالبانو د خبرو پر مهال کارول شوی و.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې په پاکستان کې د استوګنې له اسنادو پرته د بهرنیو اتباعو د شړلو په اړه وویل: "موږ به لومړی په دې اړه پلټنې وکړو، له څېړنو وروسته به یې معلومات له رسنیو سره شریک کړو."

سرفراز بګټي نور وضاحت ور نه کړ.

تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د سراج الدین حقاني د "پاکستاني پاسپورټ" په اړه له څه ویلو ډډه کړې وه.

زهرا ممتاز بلوڅ وویل چې هغه د معلوماتو په خلا کې ده او دا مهال د دې مسلې ځواب نشي ویلی.

نوموړې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر د "پاکستاني پاسپورت" د باطل کېدو په اړه د راپورونو له رد یا تایید څخه ډډه وکړه.

د چهارشنبې په ورځ، د لیندۍ په ۱۵ مه، دوو مشهورو پاکستاني ژورنالیستانو، اعزاز سعید او عمر چیمه څرګنده کړه، چې د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې له حقاني سره په همغږۍ د هغه پاکستانی پاسپورت باطل کړی دی.

د راپورونو له مخې د پاکستان حکومت دوه پاکستاني چارواکي چې ویل کیږي د ښاغلي حقاني د پاسپورت په صادرولو کې یې لاس درلود نیولي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي، چې افغان اتباعو ته له ۳۰ زرو څخه تر ۴۰ زرو پورې پاکستاني پاسپورټونه ورکړل شوي دي.

د دې ورځپاڼې په وینا دغه پاسپورټونه د پاکستان په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سند صوبو کې ویشل شوي دي.

د راپورونو له مخې، پاکستان ټولو افغانانو ته صادر شوي پاسپورټونه باطل کړي دي.

طالبان وایي د ټولګډونه حکومت په هکله دوی ته د امریکا له خوا د نوملړ سپارل حقیقت نه لري

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۲ GMT+۰

د طالبانو ویاند وايي، د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو په هکله له دې ډلې سره چا خبرې نه دي کړې او نه دوی له چا سره د ورته حکومت د جوړېدو ژمنه کړې ده. د ذبیح الله مجاهد دا څرګندونې ګلبدین حکمتیار ته ځواب دی چې وايي، امریکا طالبانو ته د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو په هکله نوملړ سپارلی دی.

حو ښاغلی مجاهد زیاتوي: «په دې اړوند د حکمتیار صاحب خبرې سمې نه دي، باید د هیواد مشران بې اسنادو خبرې ونه کړي.»

د نوموړي په خبره، طالبانو له چا سره د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو ژمنه نه ده کړې.

خو د افغانستان د حزب اسلامي مشر وايي، امریکا له طالبانو غوښتي چې د دوحې تړون پر اساس ټولګډونه حکومت جوړ کړي.

ګلبدین حکمتیار زیاتوي د ټولګډونه حکومت لپاره امریکا طالبانو ته نوملړ هم سپارلی دی او ور سره یې خبرداری ور کړی، که د دوحې شرطونه پوره نه کړي، د مخالفانو ملاتړ به یې وکړي.

د حزب اسلامي افغانستان ګوند تلوېزون بریا وايي، ګلبدین حکمتیا دا خبرې پرون له هېواد بهر د خپل ګوند ملاتړو ته کړې دی.

هغه زیاتوي، چې په دې وروستیو کې امریکا د طالبانو په اړه خپله لهجه بدله کړې ده او په خپل دريځ کې یې بدلون راوستی دی.

ښاغلی حکمتیار وايي په امریکا کې د یوې نوې جبهې جوړېدو اعلان او په مسکو، تاجکستان او ویانا کې د طالبانو د مخالفو ډلو وروستیو ناستو په اړه وايي چې شاید د پردې ترشا څه وي.

حکمتیار په دې باور دی چې د طالبانو د مخالفو ډلو ناستې د دې لپاره کیږي چې یو شمیر بهرني هیوادونه پر طالبانو فشار راوړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د امریکا ځانګړي استازي پر افغانستان خبرې وکړې

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۴ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، د دغه هېواد سرپرست بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني، د افغانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي ټام ویسټ سره د ليدو خبر ورکړی. په دې لیدنه کې ښاغلي جیلاني د افغانستان د خلکو د هوساینې لپاره د اجتماعي لارو چارو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (ليندۍ ۱۶)د جليل عباس جيلاني له قوله لیکلي، چې اسلام اباد د افغانستان په مسله کې له خپلو نړیوالو شریکانو سره همکارۍ ته ژمن دی.

د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان پر مسلې د خبرو لپاره د سیمې هېوادونو ته د خپلو سفرونو نوی پړاو پیل کړی دی.

تر دې کتنې مخکې، ښاغلي ويسټ اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره هم جلا ليدنه کړې.

ښاغلي دراني په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان پر بېلابېلو موضوعاتو او نړیوالو غبرګونونو خبرې وشوې.

د هغه په ​​وينا، په دې کتنه کې دواړو لورو پر لا زياتو همکاريو او همغږۍ ټينګار وکړ.

ټام ویسټ تر دې مخکې اعلان کړی و، چې د افغانستان په سیاسي، اقتصادي او بشري اړتیاوو د خبرو لپاره به پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته لس ورځنی سفر وکړي.

د افغانستان د کرېکټ نولس کلنې لوبډلې له هند ماتې وخوړه

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۸ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان نولس کلنې لوبډلې د اسیا جام سیالیو په خپله لومړنۍ لوبه کې له هندۍ لوبډلې د اوو ویکټو په توپیر ماتې وخوړه. د کرېکټ بورډ د اعلامیې له مخې، د لوبې په پیل کې پچه هندۍ لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

افغان لوبډلې په ټولو ۵۰ اورونو کې د لسو ویکټو په بایللو سره هندۍ لوبډلې ته د ۱۷۴ منډو هدف وټاکه.

د دې اعلامیې له مخې، سیالې لوبډلې په ۳۷،۳ اورونو کې د دریو ویکټو په سوځېدو سره دا هدف پوره کړ او افغان لوبډلې ته یې د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

افغان نوولس کلن ځوانان به د اسیا جام سیالیو خپله دویمه لوبه کې د راتلونکې یکشنبې په ورځ له نیپال سره ډګر ته وځي.

د ۱۹ کلنو د ۲۰۲۳ پنځوس اوره نړیوال جام کې اته لوبډلې په دوو ډلو کې یو د بل پر وړاندې په متحده عربي اماراتو کې لوبیږي.

دا جام نن پیل شو او روانې ډیسمبر میاشتې تر ۱۷ به روان وي.

په دې جام کې د افغانستان، پاکستان، هند، نېپال، سریلانکا، بنګله دېش، متحده عربي امارات او د جاپان لوبډلې ګډون لري.

د ټولیز امنیت تړون د افغانستان کارډلې ۳۸ غونډه وکړه

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۸ GMT+۰

د ټولیز امنیت تړون د بهرنیو چارو وزیرانو شورا کې د افغانستان کارډلې د پنجشنبې په ورځ غونډه وکړه. دغې ډلې په خپله ۳۸مه غونډه کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ترهګريزو خطرونو او د نشه يې توکو د ګواښونو اړوند خبرې وکړې.

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، دغېکارډلې په دې غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې د سولې بهیر د رامنځ ته کولو او د حالت د ښه والي په برخه کې د ټولیز امنیت تړون د غړو هېوادونو د فعالیتونو په همغږيکولو کې همکارۍ ته چمتو ده.

ټولیز امنیت تړون له دې مخکې اعلان کړی و، چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالې دي او له دغه هېواد څخه د نشه یی توکو قاچاق لا هم روان دی.

تر دې مخکې د ټولیز امنیت تړون د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې خبري غونډه ته ویلي وو، چې طالبان لا هم د افغانستان پر وضعیت بشپړ کنټرول نه لري.

جنرال اناتولي سیدروف وویل،ټولیزامنیت تړون له افغانستان څخه د ترورېزم د ګواښ د مخنیوي لپاره اقدامات کوي.