• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان: په دوو میاشتو کې نږدې نیم میلیون افغانان خپل هېواد ته ستانه شول

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۵ GMT+۰

د پاکستان کورنیو چارو وزیر وايي، په تېرو دوو میاشتو کې څلور لکه ۸۲ زره افغانان، چې د استوګنې رسمي اسناد يې نه درلودل، له پاکستانه افغانستان ته ستانه شول. سرفراز بکټي زیاتوي، هغه لس افغانان، چې د اوسېدو اجازه یې لرله، خو په سياسي فعاليت کې يې لاس درلود هم له پاکستان ایستل شوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د دغو لسو کسانو د هويت او په پاکستان کې ددوی د سياسي فعاليتونو په اړه نور جزيات ور نه کړل.

سرفراز بګټي وویل یوازې پاکستاني اتباع حق لري، چې په دغه هیواد کې په سیاسي فعالیتونو کې برخه واخلي.

هغه بهرنیو وګړو ته، چې په پاکستان کې اوسيږي، خبرداری ورکړ، که په فعاليتو کې برخه واخلې، سملاسي به وايستل شي.

ګڼو بنسټونو له دغه هېواده د افغانانو په زور ايستلو له امله پر پاکستان نیوکې کړې او د بندېدو غوښتنه یې کړې.

خو سرفراز بګټي په خبري غونډه کې وویل، چې ۹۰ سلنه افغانان په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

څه باندې دوه میاشتې مخکي پاکستان د هغو افغانانو، چې د اوسېدو اسناد يې نه درلوده د جبري ايستلو پروګرام اعلان کړ او پلان لري، چې ۱.۷ میلیونه افغانان له هېواده وباسي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ويلي، له پاکستانه د ايستلو په لومړي پړاو کې به هغه افغان کډوال شامل وي، چې اوسېدو اسناد نه لري.

خو سرفراز بګټي زیاته کړه هرکله، چې وخت راشي ټول افغان کډوال باید خپل هیواد ته ستانه شي، ځکه چې پاکستان له ۴۰ کلونو راهیسې د دوی کوربه دی او نه غواړي چې نور یې کوربه توب وکړي.

د سرفراز بګټي دغه څرګندونې ښايي هغه ۱.۴ میلیونه افغانانو ته، چې په پاکستان کې قانوني ژوند کوي، ټکان ورکړي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

طالبان: امريکا د اوربند پرېکړه لیک په ردولو سره په غزه کې د روان ظلم ملګرې او شریکه ده

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۷ GMT+۰

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د امريکا هغه دريځ غندلی، چې پکې یې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له خوا په غزه کې د حماس او اسراییل ترمځ د سملاسي اوربند پرېکړه لیک ويټو کړی دی. د دې وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې امريکا په دغه ګام سره په غزه کې د «روان ظلم ملګرې او شريکه ده.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي خپل اېکس کې د دې اعلامیې په شریکولو سره، د ملګرو متلونو د امنيت شورا د هغو غړو هيوادونه د دريځ ستاينه کړې، چې په فلسطين کې د دايمي اوربند او د ستونزې د حل ملاتړ يې کړی.

د ملګرو ملتونو په امنیت شوراه کې د متحده عربي اماراتو له خوا امریکا هغه پرېکړه لیک رد کړ، چې‌ په غزه کې یې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې وه.

د امنیت شورا په رایه اچونه کې یوازینی هېواد امریکا و، چې د دغې شورا غوښتنې ته یې منفي رایه ورکړه.

دې پرېکړه لیک ته تر رایې ور کولو مخکې په ملګرو ملتونو کې د امریکا مرستیال سفیر ویلي و چې ځکه په غزه کې د اوربند ملاتړ نه کوي، ځکه دا به د یوې بلې جګړې پیلامه وي. د هغه په باور حماس تلپاتې سوله نه غواړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې امريکا په نړیواله سطحه بشري حقونه د سیاسي وسلې په توګه کاروي او زیاتوي، چې د امریکا دا ډول هڅې نړیوال عادلانه نظم رامنځ ته کولو اړتیا ډاګیزوي.

د طالبانو دا څرګندونې او نیوکې په داسې مهال دي چې دوی پخپله پر پراخو بشري سرغړونو تورن دي.

د کونړ یو شمیر بزګر: ځینې طالب چارواکي پر عشر سربېره د جومات او مدرسې په نوم چنده ټولوي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۱ GMT+۰

د کونړ د خاص کونړ او نرنګ ولسوالیو ځینو اوسیدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل طالبان پر عشر سربېره د جومات او مدرسې د چندې په نوم له بزګرانو جوار ټولوي. دوی شکایت کوي چې د خاص کونړ ولسوالۍ لپاره د طالبانو د امنیه قومندان معاون او د نرنګ ولسوال په زور چنده ترې ټولوي.

د کونړ یو شمیر اوسیدونکو نن افغانستان انټرشنل ـ پښتو وویل چې د طالبانو دغو ځايي مسوولینو د کلیو ملکانو ته تشې بوجۍ ورکړې چې په ولسوالیو کې له بزګرانو جوار راټول کړي.

یو بزګر وايي دوی طالبانو ته څه موده وړاندې عشر ورکړی خو بیا هم اړ کیږي چې د طالبانو ځايي مسوولینو ته د نويو جوماتونو او مدرسو د جوړېدو لپاره چندې ورکړي.

د طالبانو د خاص کونړ ولسوالۍ امنیه قومندان معاوین د کلیو ملکانو ته ګواښ کړی که کوم بزګران د جومات لپاره چنده نه ورکوي نو دوی ته یې نومونه وسپاري.

په خاص کونړ ولسوالۍ کې د طالبانو د امنیه قومندان معاون خاکسار افغانستان انټرنشنل ـ پښتو په یو غږیز پېغام کې د جوارو ټولولو لپاره د دوی له خوا د بوجیو وېشلو خبره رده کړه.

هغه وویل که څوک شکایت لري د کونړ ولایت او ولسوالیو مقام ته دې شکایت وکړي.

د نوموړي په خبره، له بزګرانو د جوارو عشر طالبان ټولوي او کسان یې معلوم دي.

خاکسار زیاتوي په زوره څوک خلک نشي مجبورولی بلکې په خپله خوښه د جومات جوړېدو چنده ورکولی شي.

بلخوا د کونړ نرنګ ولسوالۍ یو بزګر وايي چې په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو وسلوال عمر صدیق غزنوي چې د غزني ولایت اوسیدونکي دی، پر بزګرانو یې فشار راوړی چې په غزني کې د یو جومات د جوړېدو لپاره چنده ورکړي.

د کونړ ځايي اوسیدونکي وايي څو ځله یې په دې اړه ولایت ته شکایتونه کړي خو په ولسوالیو کې ځايي طالب مسوولین د ولایتي مسوولینو خبره او مکتوبونه نه مني.

دوی زیاتوي د افغانستان خراب افتصادي وضعیت ته په کتو دوی نشي کولی پر عشر سر سربېره طالبانو ته چندې ورکړي. دوی په کابل کې د طالبانو له چارواکو غواړي چې ستونزو ته یې پام وکړي او په ولایتونو کې د چندې راټولو مخه ونیسي.

خو راپورونه دا دي چې د طالبانو زیاتره مشران چې په کابل او ولایتونو کې مدرسې او جوماتونه لري او یا هم تازه جوړوي د دې په نامه له سوداګرو څخه چندې ټولوي.

کونړ د افغانستان یو هغه ولایت دی چې په تېر جمهوریت کې یې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې زیات نظامیان درلودل.

د پاکستان زیاتېدونکې امنیتي اندېښنې

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۵ GMT+۰
•
صفدر سلېمانخېل

څو اونۍ دمخه د پاکستان د میاوالې پر پوځي مرکز برید وشو چې څو ساعته یې ادامه ومونده او د ځینو راپورونو مطابق یو شمېر الوتکو ته صدمه ورسېده. دغه برید چې په یوه مهم پوځي مرکز باندې و، ډېره توجه جلب کړه. پاکستاني مطبوعاتو ادعا وکړه چې د بریدګرو مشري د عبدالعزیزخان په نوم افغان کوله.

پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې شکایت کوي چې د دغه هېواد په ناامنیو کې یو شمېر افغان اتباعو هم برخه لرلې ده. دغه راز وایي چې د افغانستان طالبانو پاکستاني طالبانو ته پناه ورکړې او دا زمینه یې ورته برابره کړې ده چې پاکستان ته راواوړي او دلته حملې وکړي.

د پاکستاني طالبانو(ټي،ټي،پي)مشر نور ولي مسید د افغانستان د جمهوري نظام تر سقوط دمخه لا د افغانستان د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخوند زاده ته بیعت کړی و.

دغه بیعت او له افغان طالبانو سره د ټي،ټي،پي د غړیو نژدې همکاري په پاکستان کې دا توقع پیدا کړې وه چې د افغان طالبانو په منځګړتوب به د پاکستان د حکومت او ټي،ټي،پي تر منځ روغه جوړه وشي.

خو اوس برعکس، احصاییې ښیي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کې د ټي،ټي،پي حملې زیاتې شوې او د ټي،ټي،پي هغه کسان هم پاکستان ته تللي چې پخوا په افغانستان کې د ناامني په خپرولو بوخت وو.

څو ورځې له مخه د پاکستان موقت صدراعظم انوارالحقکاکړ وویل چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسې چې کابل د طالبانو لاس ته ورغلی دی، په پاکستان کې انتحاري حملې پنځه سوه فیصده زیاتې شوې دي او د ترهګرۍ په پېښو کې شپېته فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د ښاغلي کاکړ په وینا په دې موده کې په ترهګریزو پېښو کې تر دوه زره درې سوه زیات پاکستانیان وژل شوي دي. ده دا ادعا هم وکړه چې په انتحاریانو کې پنځلس کسه د افغانستان اتباع وو او په روان کال کې د پاکستان له امنیتي قواوو سره په جګړه کې څلورشپېته افغان ترهګر وژل شوي دي.

پاکستان ادعا کوي چې د ټي،ټي،پی غړي په خپلو حملو کې هغه وسلې استعمالوي چې امریکایانو افغان اردو ته ورکړې وې او اوس د افغانستان د طالبانو په سلاکوټونو کې دي.

په دغو وسلو کې پیاوړي دوربینونه او د دقیقې نښې ویشتونکي توپکونه شامل دي. له اټکلونو سره سم د افغانستان طالبانو ته د اووو میلیاردو ډالرو په ارزښت وسلې په لاس ورغلې دي.

پاکستان په تېرو دوو کلونو کې څو ځله کابل ته پلاوي استولي او دا غوښتنه یې کړې ده چې د افغانستان د طالبانو اداره دې یا ټي،ټي،پي قانع کړي چې له جګړې لاس واخلي او یا دې د ټي،ټي،پي قومندانان پاکستان ته وسپاري.

د طالبانو ادارې یو ځل وکړای شول چې د ټي،ټي،پي مشران له پاکستاني لوري سره خبرو ته کښېنوي او یو بل ځل د ملا هیبت الله له قوله وویل شول چې په پاکستان کې جګړه جهاد نه حسابېږي خو دغو اقداماتو د پاکستان لوری نه دی قانع کړی او بلکې برعکس، پاکستان وار په وار بې حوصلې شوی دی.

تر اوسه د پاکستان غبرګونه د سیاسي، تبلیغاتي فشارونو، د مهاجرو د ایستلو او تجارتي ستونزو پیدا کولو په بڼه راڅرګند شوي دي چې په ظاهره یې مطلوبه نتیجه نه ده ورکړې.

اوس لوی سوال دا دی چې که په پاکستان کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شي، د دغه هیواد غبرګون باید څه وي؟

په پاکستان کې د ټي،ټي،پي او نورو مسلح ډلو د فعالیت له طرزه داسې ښکاري چې د خپلو حملو د زیاتوالي فکرونه ورسره دي.

پخوا چترال د پښتونخوا ارامه ضلع وه خو په وروستیو کې هلته بریدونه وشول. ګلګت بلتستان چې د قراقروم د لارې په وجه او له کشمیر سره د ګاونډ له کبله ستراتیژیک اهمیت لري، د ناامنۍ له څپې سره مخ دی. په بلوچستان کې ویل کېږي چې بلوڅو بېلتون خوښو له ټی،ټی،پي سره رابطې ټینګې کړې دي.

100%

د (دې فرایډې ټایمز) مجلې د دسمبر د لومړۍ نېټې په ګڼه کې د ټي،ټي،پي د زیاتېدونکو امنیتي ګواښونو په اړه مقاله کې راغلي دي چې ټي،ټي،پي د خیبر پښتونخوا په هغو ولسوالیو کې چې امنیتي خلا موجوده ده، خپل پټ اداري سستم جوړ کړی دی چې له دفاع وزارته رانیولې ترعدلیې وزارته پکې شامل دي او په دې وروستیو کې یې واپډا( د پاکستان د برښنا اداره) او مري پترولیم کمپني لمیټد ته د خپل اقتصاد وزارت له خوا خبر ورکړی دی چې له ټي،ټي،پي سره دې یو تفاهم ته ورسېږي. د مجلې په قول، د اقتصاد لپاره په اصطلاح د وزارت جوړول د ټي،ټي،پي ډېر تازه اقدام دی.

که د جمهوریت په کلونو کې د طالبانو د نفوذ کولو بهیر ته وګورو، داسې ښکاري چې دغسې ډلو ته ځينې سیمې ورپرېښودل، که ډېرې محدودې هم وي، په اینده کې په لوی خطر بدلېدلای شي. د جمهوریت په لومړیو کلونو کې د افغانستان طالبانو په ځینو محدودو سیمو کې پښې ټینګې کړې او ورو ورو یې خپل حرکت د ځينو وزګارو ځوانانو لپاره د عوایدو او ګټې وټې په وسیلې بدل کړ. خپل فعالیت ته د جهاد رنګ ورکولو او د بې رحمانه اقداماتو له لارې د خلکو د وېرولو له لارې وتوانېدل چې د خپل نفوذ ساحه پراخه کړي.

په افغانستان کې هغه وخت حکومت په دې فکر کې و چې پاکستان به قانع کړي او طالبان به ورسره خبرو ته کښېنوي. احتمالا همدا اشتباه اوس پاکستان هم تکراروي. د افغانستان طالبان که وغواړي له پاکستان سره د امنیت په راوستلو کې خامخا څه نا څه مرسته کولای شي خو که په پاکستان کې ځينې سیمې ټي،ټي،پي ته د یو مصلحت په اساس یا د بېوسۍ په وجه ورپرېښودل کېږي، بیا نو د افغانستان طالبانو ته ډېره تمه کول چندان منطقي نه ښکاري.

دغه راز له افراطیت او ترهګري سره په مقابله کې که یوازې په پوځي عملیاتو اتکا کېږي، هم سمه نه ده. هر شورش سیاسي او اقتصادي زمینې لري او چې زمینه مساعده وي، د پوځي عملیاتو په سبا باندې بیا هماغه اش وي،هماغه کاسه. پاکستاني طالبان به د افغانستان د طالبانو یو ډول ادامه وي خو بلوڅ بېلتون غوښتونکي د طالبانو تر ظهور ډېر پخوا فعال وو.

د پاکستاني طالبانو د نفوذ ساحه د منظور پښتین د پیروانو د نفوذ ساحه هم ده. پښتین او ملګري یې د هر ډول وسله وال مقاومت مخالف دي او په ولسواکي باور لري، خو موږ وینو چې د پاکستان پوځیان د پښتین د حرکت مخالفت هم کوي چې دغسې اقدامات طبعا سیاسي خلا رامنځ ته کوي او دا خلا د افراطي ډلو په ګټه ده.

یادونه: پورته مقاله د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د طالبانو لوی درستیز بدخشان ته تللی دی

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۵۴ GMT+۰

د طالبانو دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره بدخشان ته د دغې ډلې د لوی درستیز فصیح الدین فطرت د سفر خبر ورکړ. هغه په بدخشان کې د طالبانو له ځواکونو سره د کتنې پر مهال وویل، چې د سیمه ییزو رسنیو هغه راپورونه چې د ده ټاټوبي ته د هغه د سفر مخنیوي په اړه خپاره شوي اوازې دي.

تر دې مخکې ځینو سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی و، چې د طالبانو مشر هبت الله پر فصیح الدین فطرت د خپل ټاټوبي بدخشان په ګډون د افغانستان یو شمېر شمالي ولایتونو ته پر تګ بندیز لګولی دی.

دغو راپورونو بدخشان ته د ښاغلي فطرت د سفر د بندیز لامل د طالبانو تر منځ قومي اختلافاتو او د دغې ډلې د مشرتابه د څو تاجک قوماندانانو په اړه بې باوري بللې ده.

له دې سره، د طالبانو دفاع وزارت د جمعې په ورځ «د لیندۍ ۱۷مه» په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې فصیح الدین فطرت په بدخشان ولایت کې د «د عمر ثالث د ۲۱۹مې سرحدي فرقې» له اتم سرحدي کنډک څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي فطرت په بدخشان کې له طالب ځواکونو وغوښتل چې "ښه روحیه" ولري.

د یادولو ده چې، په تېرو ورځو کې نوموړی د تخار، کندز، پنجشیر او بغلان په ګډون یو شمېر نورو ولایتونو ته هم سفر کړی و.

د طالبانو لوی درستیز دغه سفرونه په داسې حال کې کوي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړي ډول پلازمېنه کې د طالبانو پر ضد د بریدونو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

طالبان او دیني زده‌کړې؛ د دایکنډي په یوازې دوو ولسوالیو کې ۱۳ نوې دیني مدرسې جوړیږي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۰۹ GMT+۰

د طالبانو پوهنې وزارت وايي، چې ټاکل شوې یوازې د دايکنډي په خدير او اشترلي ولسواليو کې ۱۳ نوې ديني مدرسې جوړې کړي. دغه وزارت نن شنبه (د لیندۍ ۱۸مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې ۱۰ ځایونه په خدیر کې او درې ځایونه په اشترلي وسلوالۍ کې د دغو مدرسو جوړولو لپاره ځانګړي شوي.

شنونکي وايي، سره له دې طالبانو د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لګولی، خو دوی د دیني مدرسو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کوي.

اخوا د ښوونځیو او پوهنتونو د دروازو له تړلو وروسته ډیر شمېر نجونې دا مهال دیني مدرسو ته ځي او لا هم هیله لري چې یوه ورځ به یې د زده‌کړو پروړاندې شته خنډونه لرې شي.

ځیني طالب چارواکي په دې باور دي چې د نجونو زده‌کړو ته اړتیا نشته خو ځینې نور بیا ټینګار کوي چې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو بندیز لنډمهالی دی او بېرته به د ښووځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

یو شمېر هیوادوالو بیا په ځلونو ټینګار کړی چې د دیني زده‌کړو تر‌ څنګ عصري زده‌کړو ته ډېره اړتیا ده چې افغانستان له نړۍ څخه وروسته پاتې نه شي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته لومړی له شپږمو ټولګیو په پورته ښوونځيو بندیز ولګید او بیا دا پرېکړه د لوړو زدکړو په برخه کې هم پلې شوه.