څو اونۍ دمخه د پاکستان د میاوالې پر پوځي مرکز برید وشو چې څو ساعته یې ادامه ومونده او د ځینو راپورونو مطابق یو شمېر الوتکو ته صدمه ورسېده. دغه برید چې په یوه مهم پوځي مرکز باندې و، ډېره توجه جلب کړه. پاکستاني مطبوعاتو ادعا وکړه چې د بریدګرو مشري د عبدالعزیزخان په نوم افغان کوله.

پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې شکایت کوي چې د دغه هېواد په ناامنیو کې یو شمېر افغان اتباعو هم برخه لرلې ده. دغه راز وایي چې د افغانستان طالبانو پاکستاني طالبانو ته پناه ورکړې او دا زمینه یې ورته برابره کړې ده چې پاکستان ته راواوړي او دلته حملې وکړي.

د پاکستاني طالبانو(ټي،ټي،پي)مشر نور ولي مسید د افغانستان د جمهوري نظام تر سقوط دمخه لا د افغانستان د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخوند زاده ته بیعت کړی و.

دغه بیعت او له افغان طالبانو سره د ټي،ټي،پي د غړیو نژدې همکاري په پاکستان کې دا توقع پیدا کړې وه چې د افغان طالبانو په منځګړتوب به د پاکستان د حکومت او ټي،ټي،پي تر منځ روغه جوړه وشي.

خو اوس برعکس، احصاییې ښیي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کې د ټي،ټي،پي حملې زیاتې شوې او د ټي،ټي،پي هغه کسان هم پاکستان ته تللي چې پخوا په افغانستان کې د ناامني په خپرولو بوخت وو.

څو ورځې له مخه د پاکستان موقت صدراعظم انوارالحقکاکړ وویل چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسې چې کابل د طالبانو لاس ته ورغلی دی، په پاکستان کې انتحاري حملې پنځه سوه فیصده زیاتې شوې دي او د ترهګرۍ په پېښو کې شپېته فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د ښاغلي کاکړ په وینا په دې موده کې په ترهګریزو پېښو کې تر دوه زره درې سوه زیات پاکستانیان وژل شوي دي. ده دا ادعا هم وکړه چې په انتحاریانو کې پنځلس کسه د افغانستان اتباع وو او په روان کال کې د پاکستان له امنیتي قواوو سره په جګړه کې څلورشپېته افغان ترهګر وژل شوي دي.

پاکستان ادعا کوي چې د ټي،ټي،پی غړي په خپلو حملو کې هغه وسلې استعمالوي چې امریکایانو افغان اردو ته ورکړې وې او اوس د افغانستان د طالبانو په سلاکوټونو کې دي.

په دغو وسلو کې پیاوړي دوربینونه او د دقیقې نښې ویشتونکي توپکونه شامل دي. له اټکلونو سره سم د افغانستان طالبانو ته د اووو میلیاردو ډالرو په ارزښت وسلې په لاس ورغلې دي.

پاکستان په تېرو دوو کلونو کې څو ځله کابل ته پلاوي استولي او دا غوښتنه یې کړې ده چې د افغانستان د طالبانو اداره دې یا ټي،ټي،پي قانع کړي چې له جګړې لاس واخلي او یا دې د ټي،ټي،پي قومندانان پاکستان ته وسپاري.

د طالبانو ادارې یو ځل وکړای شول چې د ټي،ټي،پي مشران له پاکستاني لوري سره خبرو ته کښېنوي او یو بل ځل د ملا هیبت الله له قوله وویل شول چې په پاکستان کې جګړه جهاد نه حسابېږي خو دغو اقداماتو د پاکستان لوری نه دی قانع کړی او بلکې برعکس، پاکستان وار په وار بې حوصلې شوی دی.

تر اوسه د پاکستان غبرګونه د سیاسي، تبلیغاتي فشارونو، د مهاجرو د ایستلو او تجارتي ستونزو پیدا کولو په بڼه راڅرګند شوي دي چې په ظاهره یې مطلوبه نتیجه نه ده ورکړې.

اوس لوی سوال دا دی چې که په پاکستان کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شي، د دغه هیواد غبرګون باید څه وي؟

په پاکستان کې د ټي،ټي،پي او نورو مسلح ډلو د فعالیت له طرزه داسې ښکاري چې د خپلو حملو د زیاتوالي فکرونه ورسره دي.

پخوا چترال د پښتونخوا ارامه ضلع وه خو په وروستیو کې هلته بریدونه وشول. ګلګت بلتستان چې د قراقروم د لارې په وجه او له کشمیر سره د ګاونډ له کبله ستراتیژیک اهمیت لري، د ناامنۍ له څپې سره مخ دی. په بلوچستان کې ویل کېږي چې بلوڅو بېلتون خوښو له ټی،ټی،پي سره رابطې ټینګې کړې دي.

د (دې فرایډې ټایمز) مجلې د دسمبر د لومړۍ نېټې په ګڼه کې د ټي،ټي،پي د زیاتېدونکو امنیتي ګواښونو په اړه مقاله کې راغلي دي چې ټي،ټي،پي د خیبر پښتونخوا په هغو ولسوالیو کې چې امنیتي خلا موجوده ده، خپل پټ اداري سستم جوړ کړی دی چې له دفاع وزارته رانیولې ترعدلیې وزارته پکې شامل دي او په دې وروستیو کې یې واپډا( د پاکستان د برښنا اداره) او مري پترولیم کمپني لمیټد ته د خپل اقتصاد وزارت له خوا خبر ورکړی دی چې له ټي،ټي،پي سره دې یو تفاهم ته ورسېږي. د مجلې په قول، د اقتصاد لپاره په اصطلاح د وزارت جوړول د ټي،ټي،پي ډېر تازه اقدام دی.

که د جمهوریت په کلونو کې د طالبانو د نفوذ کولو بهیر ته وګورو، داسې ښکاري چې دغسې ډلو ته ځينې سیمې ورپرېښودل، که ډېرې محدودې هم وي، په اینده کې په لوی خطر بدلېدلای شي. د جمهوریت په لومړیو کلونو کې د افغانستان طالبانو په ځینو محدودو سیمو کې پښې ټینګې کړې او ورو ورو یې خپل حرکت د ځينو وزګارو ځوانانو لپاره د عوایدو او ګټې وټې په وسیلې بدل کړ. خپل فعالیت ته د جهاد رنګ ورکولو او د بې رحمانه اقداماتو له لارې د خلکو د وېرولو له لارې وتوانېدل چې د خپل نفوذ ساحه پراخه کړي.

په افغانستان کې هغه وخت حکومت په دې فکر کې و چې پاکستان به قانع کړي او طالبان به ورسره خبرو ته کښېنوي. احتمالا همدا اشتباه اوس پاکستان هم تکراروي. د افغانستان طالبان که وغواړي له پاکستان سره د امنیت په راوستلو کې خامخا څه نا څه مرسته کولای شي خو که په پاکستان کې ځينې سیمې ټي،ټي،پي ته د یو مصلحت په اساس یا د بېوسۍ په وجه ورپرېښودل کېږي، بیا نو د افغانستان طالبانو ته ډېره تمه کول چندان منطقي نه ښکاري.

دغه راز له افراطیت او ترهګري سره په مقابله کې که یوازې په پوځي عملیاتو اتکا کېږي، هم سمه نه ده. هر شورش سیاسي او اقتصادي زمینې لري او چې زمینه مساعده وي، د پوځي عملیاتو په سبا باندې بیا هماغه اش وي،هماغه کاسه. پاکستاني طالبان به د افغانستان د طالبانو یو ډول ادامه وي خو بلوڅ بېلتون غوښتونکي د طالبانو تر ظهور ډېر پخوا فعال وو.

د پاکستاني طالبانو د نفوذ ساحه د منظور پښتین د پیروانو د نفوذ ساحه هم ده. پښتین او ملګري یې د هر ډول وسله وال مقاومت مخالف دي او په ولسواکي باور لري، خو موږ وینو چې د پاکستان پوځیان د پښتین د حرکت مخالفت هم کوي چې دغسې اقدامات طبعا سیاسي خلا رامنځ ته کوي او دا خلا د افراطي ډلو په ګټه ده.

یادونه: پورته مقاله د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ