• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو څه باندې ۱۶۴۰ کسان د مخالفو وسله والو ډلو د غړیتوب په تور تر څار لاندې نیولي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۲۰ GMT+۰تازه شوی: ۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۴ GMT+۰

هغه اسناد چې د طالبانو له سرچینو څخه افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړي، ښيي چې طالبانو څه باندې ۱۶۴۰ کسان د ملي مقاومت جبهې، د ازادۍ جبهې او د داعش ډلې د غړیتوب په تور تر څار لاندې نیولي دي. د دغو اسنادو له مخې دغه کسان په ټول افغانستان او لږ تر لږه اوو هېوادونو کې فعالیت کوي.

هغې سرچینې چې د دغو اسنادو یوه کاپي يې افغانستان انټرنشنل ته لیږلې، ویلي چې د طالبانو د استخباراتو څانګې «۰۵» او «۰۳۱» ریاستونو هم دغه اسناد تایید کړي.

د اسنادو له مخې، په دغه نوملړ کې تر څار لاندې دوه ډلې شاملېږي.

په لومړي نوملړ کې د هغو کسانو نومونه شامل دي چې د وسله والو ډلو لکه د ملي مقاومت جبهې او ازادۍ جبهې غړي او فعالان پېژندل شوي او د طالبانو د دغې ادارې له خوا تر څارنې لاندې نیول شوي دي.

تر څار لاندې د مقاومت جبهې او د ازادۍ جبهې غړي:

په دغه نوملړ کې د دغو کسانو شمېر ۵۸۷ ته رسېږي او د افغانستان د ۲۸ ولایتونو کسان په کې معرفي شوي دي.

د یو شمیر کسانو د فعالیتونو ځای ایران، تاجکستان او ځینې نور هېوادونه دي چې نومونه یې نه دي یاد شوي.

لغمان ولایت د ۹۸ کسانو په لرلو سره د دغو دوو وسله والو ډلو د فعالیت تر ټولو لوی مرکز بلل شوی، چې طالبان یې د «شر او فساد» په نوم یادوي.

د دغه نوملړ له مخې، پنجشېر د ۷۸ کسانو په لرلو، پروان د ۴۵ کسانو په لرلو او بغلان د ۳۶ کسانو په لرلو سره په پرله پسې توګه ځای لري.

د کابل، کاپیسا، بدخشان، هرات، سمنګان، نورستان، بادغیس، غور او بلخ ولایتونه چې هر یو یې له ۱۲ تر ۳۲ کسان لري، د نورو هغو سیمو په توګه معرفي شوې چې د «دولت» وسله وال مخالفان په کې فعال دي.

د دغو اسنادو له مخې، په میدان وردګو، کندهار، کندز، ننګرهار، سرپل، فراه، کونړ، لوګر، غزني، خوست، دايکنډي او هلمند ولايتونو کې د دغو دوو وسله والو جبهو له لسو څخه کم غړي لري.

د دغو کسانو د نږدې څلوېښتو کسانو د فعالیت ځایونه په ایران، تاجکستان او له افغانستانه بهر یاد شوي دي.

ډیری دا خلک د «شر او فساد» یا «د شر او فساد غړي یا همکاران" معرفي شوي.»

یو شمیر نور بیا د دې ډلو د مشرانو، مالي مسوولانو، د وسلو ویشونکي او د «پټو ملګرو» په توګه پیژندل شوي.

تر څار لاندې د داعش غړي:

په دغه نوملړ کې د طالبانو د استخباراتو ادارې یو زر او ۵۴ کسان د «داعش د خوارجو» په نوم تر څار لاندې نیولي دي.

په دغو کسانو کې د داعش خراسان ډلې قوماندان، مالي مسوول، د اړیکو مسوول، د بمونو د لېږد مسوول او غړي شامل دي.

په دغه نوملړ کې یو شمېر نور کسان هم د داعش خراسان ډلې لپاره د کسانو په جذبولو او په ټولنیزو شبکو کې د داعش ډلې په ګټه د تبلیغاتي فعالیتونو په تور پېژندل شوي دي.

له دغو کسانو څخه ځینې یې د «معسکر» (پوځي اډې) د مسوول، د داعش د استخباراتو د همغږي کونکي او مسوول په توګه او یو شمیر نور د مبلغینو په توګه او ځینې یې د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو د روزونکو په توګه معرفي شوي دي.

د دغه نوملړ له مخې دا کسان د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې دي، خو د دوی تر ټولو لویه ډله چې ۲۹۶ کسان په کې شامل دي، په کونړ ولایت کې فعالیت کوي.

ننګرهار د ۲۸۴ کسانو، لغمان د ۸۰ کسانو په لرلو او کابل د ۶۷ کسانو په لرلو سره په افغانستان کې د داعش نور مهم مرکزونه ګڼل کېږي.

په دغو اسنادو کې د طالبانو د استخباراتو څانګې پاکستان، ازبکستان، هند، چیچن، ترکیه، چین او ایران هېوادونه د داعش د ۸۰ نورو غړو د فعالیت ځایونه یاد کړي دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د کړکېچونو او بشري څېړنو مرکز: د افغان نجونو د زده‌کړو په اړه نړیوال کنفرانس جوړيږي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۰۳ GMT+۰

په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده‌کړو پر وړاندې د پرتو ننګونو په اړه نن شنبه د قطر په پلازمېنې دوحه کې د یوې جوړیدونکې غونډې په ترڅ کې خبرې کیږي.

د کړکېچونو او بشري څېړنو مرکز په خپله وېبپاڼه کې لیکلي چې، ټاکل شوې ده دغه غونډه د قطر او اندونېزیا د بهرنیو چارو وزارتونو په کوربه توب جوړه شي او د افغان ښځو پر وړاندې د شته ننګونو په ځانکړي توګه د ښځو او نجونو د زده‌کړو په اړه خبرې وشي.

ویل کیږي چې په دې غونډه کې به یو شمېر کارپوهان، نړیوال سازمانونه او نور اړوند چارواکي برخه واخلي او د افغان نجونو د زده‌کړو پر وړاندې به د خنډونو په اړه بحث وکړي.

د کړکېچونو او بشري څېړنو مرکز زیاته کړې چې د دې کنفرانس د څېړنو پایله به سبا ته وړاندې شي.

سره له دې چې د افغان ښځو او نجونو د زده‌کړو په اړه له تېرو دوو کلونو راهیسې غونډې جوړیږي او په وار وار سره له طالبانو غوښتل شوي چې د زده‌کړو په برخه کې باید خپل بندیزونه لیرې کړي، خو طالبانو دغو غوښتنو ته پاملرنه نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې سږکال په ښوونځیو کې له کلنۍ آزموینې وروسته د شپږم ټولګیو د یو شمېر زده‌کوونکو د ژړا او خدای پامانۍ ویډیوګانې او انځورونه په خواله رسنیو کې خپاره شول چې تر دې وروسته د زرګونو نورو نجونو په شان زده‌کړو ته دوام نه شي ورکولی.

بشري حقونو نړیواله ورځ؛ رینا امیري د طالبانو له بنده د ښځینه فعالانو خوشې کېدو غوښتنه وکړه

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۳۴ GMT+۰

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا استازې د ډسمبر لسمه د بشري حقونو نړیوالې ورځې د را رسېدو په درشل کې د طالبانو له بنده د ښځینه فعالانو د خوشې کیدو غوښتنه وکړه. رينا اميري وويل، چې ژولیا پارسي، منیژه صديقي، ندا پرواني او پریسا ازاده بايد د سزا پر ځاى وهڅول شي.

نوموړې په اېکس پاڼه لیکلي چې دا ښځې «یوازې د افغانانو له حقونو څخه په زړورتیا د دفاع په خاطر» نیول شوې دي.

اغلې امیري مخکې هم ویلي و چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو توپیري چلند په نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو ناوړه سرغړونې دي.

هغې ویلي و چې د افغان ښځو او نجونو په ځپلو کې ښکیل کسان باید ځواب ورکولو ته مجبور کړای شي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په څه د پاسه دوو کلونو کې په دوامداره توګه پر دوی نیوکه کونکي په ځانګړې توګه ښځینه اعتراض کونکې نیولې دي.

په تېرو دوو کلونو کې دغې ډلې پر ښځو د ژوند په بېلابېلو برخو کې پراخ بندیزونه لګولي چې د دوی بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

د یادونې ده چې، معترضې ښځې د طالبانو د ځپونکو سیاستونو پر وړاندې وخت ناوخته واټونو ته د لاریونونو په موخه وتلي دي.

د امریکا حکومت د طالبانو پر دوو چارواکو بندیزونه لګولي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۰۸ GMT+۰

د بشري حقونو د ورځې په مناسبت د امریکا بهرنیو چارو او خزانې وزارتونو په ګډه په نهو هېوادونو کې د شلو کسانو نومونه د بشري حقونو د سرغړونکو په توګه د بندیزونو لېست ته ور زیات کړي. دغه لېست ته د طالبانو حکومت دوه چارواکي هم ور زیات شوي دي.

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزیر خالد حنفي او د علومو اکاډمۍ رئیس فريد الدين محمود دغه لېست ته ور زیات شوي.

د امریکا بهرنيو چارو وزارت د دغو بندیزونو لاملونه د طالبانو له لوري د نجونو پر زده‌کړو د بندیز او په افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونې په ګوته کړې.

د امریکا خزانې وزارت د جمعې په ورځ د (لیندۍ ۱۷مه) اعلان وکړ ، د طالبانو حکومت چارواکی فریدالدین محمود يې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز له امله د بندیزونو لېست ته ور زیات کړی.

فریدالدین محمود د طالبانو حکومت د علومو اکاډمۍ مشر دی

د امریکا خزانې وزارت د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر خالد حنفي د بشري حقونو په سرغړونو تورن کړی چې د دغه وزارت کسان پر هغو لاریون کونکو بريدونه کړې چې پر ښځو یې د زده کړو او کار په برخو کې د لګېدلو بندیزونو په وړاندې اعتراضونه کړي وو.

تر دې وړاندې هم د طالبانو ځینو چارواکو نومونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او امریکا د بندیزونو په لېست کې شامل و.

د طالبانو حکومت تېره ورځ د دغو بندیزونو په وړاندې غبرګون ښودلی. د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس پاڼه ليکلي چې «د فشارونو راوړل او بندیزونه لګول د ستونزو حل نه دی.»

په افغانستان کې د ښځو، نجونو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۱۷مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان ښځو او نجونو د ځپلو ترسره کونکي باید ځواب ووایي.

مېرمن امیري دا موضوع د امریکا د خزانې وزارت له خوا د طالبانو د کابینې پر دوو غړو چې د ښځو پر وړاندې د سختو بندیزونو په لګولو کې لاس لري، مطرح کړه.

هغې یو ځل بیا د طالبانو په حکومت غږ کړی چې د دوی په زندانونو کې افغانې میرمنې پرته له کوم قید او شرطه ازادې کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د لیندۍ په ١٦مه، په افغانستان کې د ١٤٠٢ تعليمي کال له پاى ته رسېدو سره سم په سلګونو زره ښځينه زده‌کوونکې د ښوونځيو له شپږم ټولګي څخه فارغې شوې، خو په منځنۍ او ثانوي برخو کې د زده‌کړو د دوام له حق څخه محرومې شوې.

د پاکستان سند ایالت ستره محکمه د افغان کډوالو د اېستلو پلان د لغوې لپاره رسېدنه کوي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۷ GMT+۰

د کډوالو له حقونو د دفاع یوه بنسټ ویلي چې د پاکستان سند ایالت ستره محکمه د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو د دوسیې په اړه رسېدنه کوي. د کډوالو لپاره د ګډ اقدام کمیټې د جمعې په ورځ په اېکس پاڼه لیکلي چې په دې اړه به محکمه د لیندۍ په ۲۱مه ترسره شي.

د بې اسناده پناه غوښتونکو د اېستلو لپاره د پاکستان حکومت له اعلان وروسته، دغه کمېټه چې په کراچۍ ښار کې د پاکستاني وکیلانو او بشري حقونو فعالانو په ګډون جوړه شوې ده، په ځلونو یې د دغه بهیر د لغوه کولو لپاره غونډې او اعتراضي لاریونونه کړي دي.

تر دې مخکې هم د پاکستان په ستره محکمه کې د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ننګول شوې وه.

د پاکستان سترې محکمې د لیندۍ پر ۱۰مه د افغان کډوالو د جبري اېستلو د مخنیوي لپاره د سیاسي او بشري حقونو فعالانو د غوښتنې اورېدو بهیر پیل کړ.

یو شمېر سیاستوالو، د پاکستان د پارلمان پخوانیو استازو او د بشري حقونو مدافعانو په یوه غوښتنه کې د کډوالو اېستل د دغه هېواد د موقت حکومت له واکه بهر وبلل او د پاکستان له سترې محکمې یې وغوښتل چې دغه بهیر لغوه کړي.

رینا امیري:د ښځو پر وړاندې د طالبانو فرمانونه په نړۍ کې له بشري حقونو څخه ناوړه سرغړونه ده

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۰۳ GMT+۰

د افغانستان د ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې ویلي، د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو توپیري فرمانونه په نړۍ کې د بشري حقونو د سرغړونو له "ډیرو بدو" پېښو څخه دي.

رینا امیري د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۱۷مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان ښځو او نجونو د ځپلو ترسره کونکي باید ځواب ووایي.

مېرمن امیري دا موضوع د امریکا د خزانې وزارت له خوا د طالبانو د کابینې پر دوو غړو چې د ښځو پر وړاندې د سختو بندیزونو په لګولو کې لاس لري، مطرح کړه.

د امریکا خزانې وزارت د جمعې په ورځ د (لیندۍ ۱۷مه) اعلان وکړ چې، د امربالمعروف وزیر خالد حنفي او د طالبانو د علومو اکاډمۍ مشر فریدالدین محمود د ښځو په ځپلو کې د دوی د رول له امله پر دوی بندیزونه ولګول.

په افغانستان کې د ښځو، نجونو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې پر دوو طالب چارواکو بندیزونو ته په اشارې سره لیکلي: «موږ باید هغه کسان چې د افغان ښځو او نجونو په ځپلو کې لاس لري، ځواب ورکولو ته مجبوره کړو.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د لیندۍ په ١٦مه، په افغانستان کې د ١٤٠٢ تعليمي کال له پاى ته رسېدو سره سم په سلګونو زره ښځينه زده‌کوونکې د ښوونځيو له شپږم ټولګي څخه فارغې شوې، خو په منځنۍ او ثانوي برخو کې د زده‌کړو د دوام له حق څخه محرومې شوې.

دغو نجونو له اوښکو په ډکو سترګو سره یو بل ته غیږې ورکړې او له یو بل سره یې خدای پاماني وکړه.

په خواله رسنیو کې د شپږم ټولګي د ښځینه زده‌کوونکو د خدای پامانۍ د ویډیوګانو او انځورنو خپریدو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.