• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان سند ایالت ستره محکمه د افغان کډوالو د اېستلو پلان د لغوې لپاره رسېدنه کوي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۷ GMT+۰

د کډوالو له حقونو د دفاع یوه بنسټ ویلي چې د پاکستان سند ایالت ستره محکمه د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو د دوسیې په اړه رسېدنه کوي. د کډوالو لپاره د ګډ اقدام کمیټې د جمعې په ورځ په اېکس پاڼه لیکلي چې په دې اړه به محکمه د لیندۍ په ۲۱مه ترسره شي.

د بې اسناده پناه غوښتونکو د اېستلو لپاره د پاکستان حکومت له اعلان وروسته، دغه کمېټه چې په کراچۍ ښار کې د پاکستاني وکیلانو او بشري حقونو فعالانو په ګډون جوړه شوې ده، په ځلونو یې د دغه بهیر د لغوه کولو لپاره غونډې او اعتراضي لاریونونه کړي دي.

تر دې مخکې هم د پاکستان په ستره محکمه کې د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ننګول شوې وه.

د پاکستان سترې محکمې د لیندۍ پر ۱۰مه د افغان کډوالو د جبري اېستلو د مخنیوي لپاره د سیاسي او بشري حقونو فعالانو د غوښتنې اورېدو بهیر پیل کړ.

یو شمېر سیاستوالو، د پاکستان د پارلمان پخوانیو استازو او د بشري حقونو مدافعانو په یوه غوښتنه کې د کډوالو اېستل د دغه هېواد د موقت حکومت له واکه بهر وبلل او د پاکستان له سترې محکمې یې وغوښتل چې دغه بهیر لغوه کړي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

د پاکستان دفاع وزیر: پاکستان به له طالبانو سره هم د هند په څېر چلند وکړي

۵

سي‌بي‌اېس: ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

•
•
•

نور کیسې

رینا امیري:د ښځو پر وړاندې د طالبانو فرمانونه په نړۍ کې له بشري حقونو څخه ناوړه سرغړونه ده

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۰۳ GMT+۰

د افغانستان د ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې ویلي، د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو توپیري فرمانونه په نړۍ کې د بشري حقونو د سرغړونو له "ډیرو بدو" پېښو څخه دي.

رینا امیري د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۱۷مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان ښځو او نجونو د ځپلو ترسره کونکي باید ځواب ووایي.

مېرمن امیري دا موضوع د امریکا د خزانې وزارت له خوا د طالبانو د کابینې پر دوو غړو چې د ښځو پر وړاندې د سختو بندیزونو په لګولو کې لاس لري، مطرح کړه.

د امریکا خزانې وزارت د جمعې په ورځ د (لیندۍ ۱۷مه) اعلان وکړ چې، د امربالمعروف وزیر خالد حنفي او د طالبانو د علومو اکاډمۍ مشر فریدالدین محمود د ښځو په ځپلو کې د دوی د رول له امله پر دوی بندیزونه ولګول.

په افغانستان کې د ښځو، نجونو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې پر دوو طالب چارواکو بندیزونو ته په اشارې سره لیکلي: «موږ باید هغه کسان چې د افغان ښځو او نجونو په ځپلو کې لاس لري، ځواب ورکولو ته مجبوره کړو.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د لیندۍ په ١٦مه، په افغانستان کې د ١٤٠٢ تعليمي کال له پاى ته رسېدو سره سم په سلګونو زره ښځينه زده‌کوونکې د ښوونځيو له شپږم ټولګي څخه فارغې شوې، خو په منځنۍ او ثانوي برخو کې د زده‌کړو د دوام له حق څخه محرومې شوې.

دغو نجونو له اوښکو په ډکو سترګو سره یو بل ته غیږې ورکړې او له یو بل سره یې خدای پاماني وکړه.

په خواله رسنیو کې د شپږم ټولګي د ښځینه زده‌کوونکو د خدای پامانۍ د ویډیوګانو او انځورنو خپریدو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

له پاکستانه یو شمېر اروپایي او لوېديځو هیوادونو ته د افغان کډوالو د لیږد بهیر چټک شوی دی

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۲:۳۶ GMT+۰

تر هغه وروسته چې پاکستان له دغه هیواده د افغانانو د اېستلو پرېکړه عملي کړه یو شمېر اروپایي او لوېدیځو هیوادونو ته هغه افغانان ولیږدول شول چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسېدل.

د جرمني رسنیو د راپور له مخې، په پاکستان کې ۱۸۸ افغان کډوال د پنجشنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۶مه) په یوه چارټر شوې الوتکه کې جرمني ته ولیږدول شول.

د راپورونو له مخې، دا په دې وروستۍ موده کې د افغان کډوالو لومړۍ ډله ده چې جرمني ته لېږدول کېږي.

د جرمني بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې ډله کې هغه کسان شامل دي چې، له ګواښونو سره مخ و او جرمني یې د لیږدولو ژمنه کړې وه.

په راپور کې راغلي، جرمني ژمنه کړې چې تر ۴۰ زره ډېر افغان کډوال او د هغوی د کورنیو نږدې غړي به ومني.

اخوا بیا هغو پناه غوښتونکو چې د منلو ژمنې ترلاسه کړې دي، د لیږد بهیر پر پڅوالي نیوکه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ د کاناډا د کډوالو چارو ادارې اعلان وکړ چې له پاکستانه یې ۳۳۳ افغان کډوال کاناډا ته لیږدولي دي.

ټاکل شوې ده چې، دا کډوال به د اډمونټون، اوټاوا او د ټورنټو په ګډون د کاناډا په ۳۳ ښارونو کې ځای په ځای شي.

د یادولو ده چې د کاناډا د کډوالو چارو د ادارې په خبره، پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې تراوسه پورې لږ تر لږه ۴۰ زره افغان کډوال کاناډا ته لېږدولي دي.

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکي په افغانستان کې د جنګي جرمونو د ځوابولو پر اړتیا ټینګار وکړ

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۲:۴۱ GMT+۰

د جمعې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د یوې غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د جنګي او د بشریت ضد جنایتونو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې د څېړنې غوښتنه وکړه.

د نورو په منځ کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکونکي، ریچارډ بینیټ، د دې ډول تحقیقاتو په اړتیا ټینګار وکړ.

ښاغلي بینیټ زیاته کړه چې په افغانستان کې له کلونو راهیسې له جنګي جرمونو، بشریت ضد جرمونو او بشري حقونو له سرغړونو معافیت روان دی.

د هغه په ​​وينا، دا په داسې حال کې ده، چې په دې هېواد کې د دغه ډول جرمونو د ترسره کولو لپاره د حساب ورکونې کوم ميکانيزم نشته.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي په افغانستان کې د جنګي جنایتونو او د بشریت ضد جرمونو د هر اړخیزې او بې پرې څېړنې او د دغو جرمونو ته پر حساب ورکولو ټینګار وکړ.

خو په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په افغانستان کې د جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو کومې ځانګړې قضیې ته اشاره نه ده کړې.

ښاغلي بینیټ په افغانستان کې د ښځو محرومیت او جنسیتي تبعیض د بشري حقونو د سرغړونې مهمه موضوع وبلله او ویې ویل چې ممکن په نړیوالو محکمو کې په دې اړه دوسیه پرانیستل شي.

هغه زیاته کړه، د نړیوالو قوانینو له مخې ملګري ملتونه د جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو د کمېسیون د څېړلو واک نه لري او دا واک یوازې د جرمونو نړیوالې محکمې ته ځانګړی شوی دی.

دغه ناسته د جمعې په ورځ (د لیندۍ په۱۷) د "په افغانستان کې د شویو جرمونو حساب ورکول: د جرمونو له نړیوالې محکمې هاخوا" تر سرلیک لاندې د بشري حقونو د څلورو نامتو کارپوهانو په حضور کې جوړه شوه.

د ملګرو ملتونو دغه ناسته په دې خبرداري سره جوړه شوې وه چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو او د بشریت ضد جنایتونو له پامه غورځولو خطر شته.

په دې کتنه کې ټینګار وشو چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په زیاتیدو سره، د عدالت او حساب ورکولو غوښتنه تر بل هر وخت زیاته شوې ده.

ملګرو ملتونو په دې غونډه کې یادونه وکړه چې افغانستان په تېرو څلورو لسیزو کې له بشري حقونو څخه د جدي سرغړونو شاهد دی او تر اوسه په دغه هېواد کې د دغو جنګي جنایتونو او بشر ضد جنایتونو د ځواب ویلو لپاره کورنۍ او نړیوالې هڅې کافي نه دي.

د جرمونو نړیوالې محکمې یو کال مخکې د "طالبانو او د خراسان ولایت د اسلامي دولت د جنایتونو" په اړه خپلې څېړنې بیا پیل کړې او اوس د دې څېړنې غوښتنې نورې هم جدي شوې دي.

بریتانیا په افغانستان کې د ماینونو د شنډولو لپاره ۵.۵ میلیونه پونډه مرسته کړې ده

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۳۱ GMT+۰

په افغانستان کې د بريتانيا سفارت چې په دوحه کې فعاليت کوي، اعلان وکړ چې په افغانستان کې يې د ماين پاکولو لپاره پنځه نيم ميليونه پونډه مرسته کړې ده. د دغه سفارت د معلوماتو له مخې، د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې په دې مرسته د ۳۷۵ فوټبال لوبغالو په اندازه ځمکه له ماینونو پاکه کړې ده.

په افغانستان کې د روسانو له شتون او له پخواني حکومت سره د طالبانو د جګړې له وخته د پاتې شوو ځمکنیو ماینونو چاودنې ګڼ شمېر افغانان په ځانګړې توګه ماشومان وژلي دي.

د ماینونو ښخول په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو د جګړې یو له مهمو تاکتیکونو څخه وو.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزیر، محمد عباس اخوند، د ماین پاکۍ له نړیوالې موسسې هلوټرست څخه وغوښتل کابل ولایت د خپلو خدماتو په لومړیتوب کې ونیسي.

هغه د هلوټرسټ موسسې له مشر جیمز میشاییل کاونس سره په لیدنه کې د کابل ولایت ماین پاکي «بیړنۍ اړتیا» ګڼلې وه.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د انسجام مشر نورالدین رستمخېل وايي،

یوازې په کابل کې ۳۶ سیمې په نښه شوې چې په ماینونو او نا چاودو مهماتو ککړې دي.

د پاکستان د کرېکټ نولس کلنې لوبډلې نېپال مات کړ

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۷ GMT+۰

د پاکستان د کرېکټ نولس کلنې لوبډلې د ۲۰۲۳ کال اسیا جام سیالیو په خپله لومړنۍ لوبه کې نېپال تهپه اوو ویکټو ماته ور کړه. نېپال د ۴۷.۲ اورونو لوبولو او ټولو لوبغاړو سوځېدو سره ۱۵۲ منډې هدف وټاکه.

په مقابل کې پاکستان په ۲۶.۲ اور کې د دریو لوبغاړو په بایللو سره دا هدف پوره او لوبه یې وګټله.

د کرېکت اسیا جام د نولس کلنو سیالیو کې نېپال راتلونکې یکشنبه له افغانستان سره لوبه لري.

په دې جام کې نن افغان لوبډلې له هند ماتې وخوړه.

د ۱۹ کلنو د ۲۰۲۳ پنځوس اوره نړیوال جام کې اته لوبډلې په دوو ډلو کې یو د بل پر وړاندې په متحده عربي اماراتو کې لوبیږي.

دا جام نن پیل شو او روانې ډیسمبر میاشتې تر ۱۷ به روان وي.

په دې جام کې د افغانستان، پاکستان، هند، نېپال، سریلانکا، بنګله دېش، متحده عربي امارات او د جاپان لوبډلې ګډون لري.